• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ: د امریکا سټيل او جاپاني نیپون ترمنځ بهرنۍ پانګونه به ۷۰ زره کاري فرصتونه رامنځته کړي

۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۳ می ۲۰۲۵، ۲۲:۱۸ GMT+۱

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د امریکا د فولادو شرکت (U.S. Steel) او د جاپان د فولادو جوړولو شرکت (Nippon Steel) ترمنځ به شراکت رامنځته شي، چې له مخې به یې د امریکا اقتصاد ته ۱۴ میلیارده ډالره پانګونه جذب شي.

ټرمپ په ټروت سوشل کې ولیکل: «دا شراکت به لږ تر لږه ۷۰ زره کاري فرصتونه رامنځته کړي، او د پانګونې ډېره برخه به په راتلونکو ۱۴ میاشتو کې ترسره شي.»

ټرمپ زیاته کړه چې راتلونکې جمعه به د فولادو شرکت فابریکې ته د "لویې غونډې" لپاره سفر وکړي.

که څه هم ټرمپ دا شراکت اعلان کړ، خو د معاملې دقیق جزیات یې شریک نه کړل، او دا لا روښانه نه ده چې ایا دا ریښتینی شراکت دی که د ملکیت انتقال.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د ټرمپ له نوي ګمرکي وړاندیز وروسته د امریکا د ونډو بازارونه راولوېدل

۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۳ می ۲۰۲۵، ۲۲:۱۷ GMT+۱

رويټر اژانس ویلي، وروسته له هغه چې ټرمپ د اروپايي توکو په وړاندې د ۵۰ سلنې تعرفې وړانديز وکړ، د جمعې په ورځ د امریکا د ونډو ورځيني بازارونه کښته شوي، چې په اونيز ډول یې هم زیان کړی. دا په نړيوال بازار کې د کړکېچ او بې باورۍ نوې څپه یاده شوې ده.

رويټرز اژانس د جمعه په ورځ (د غبرګولي ۲مه) په یوه خبر کې ویلي، چې د وال سټريټ دريو اصلي شاخصونو لومړي زیانونه کم کړل او د اونۍ لپاره یې له ۲ سلنې زیات زيان وکړ.

په خبر کې ویل شوي، چې S&P ۵۰۰ د ۱۱ سکټورونو، ټکنالوژي، مخابراتي خدمات تر ټولو زيات تاوان کړی.

ایپل د دوو اونیو تر ټولو ټیټې کچې ته راولوېد او له هغه وروسته ۳ سلنه راټیټ شو کله چې ټرمپ د ای فون جوړونکي ته خبرداری ورکړ چې پر هغو ایفون تلیفونو چې په امریکا کې نه جوړيږي خو پر امریکایانو پلورل کيږي ۲۵ سلنه تعرفې ولګولې.

امریکا د خزانې لس کلنې معیاري قرضو ګټې د څو میاشتو له لوړو کچو لږ راکمې شوي.

د کلیفورنیا ایالت د سانتا مونیکا د پانګې مدیریت مشر جمیز سینټ اوبين وویل: «که زه د نن ورځې لپاره سرلیک غوره کړم، نو وایم: 'بیا هماغه کیسه پېل شوه!'"»

نوموړي زیاته کړه: «دا ټرمپ دی چې د تعرفو خبرو تودوخه له اروپایي اتحادیې او ایپل سره بېرته تازه کوي. بازارونه هیله‌مند وو چې د تعرفو تر ټولو بدې خبرې تېرې شوې دي، خو په حقیقت کې لا هم د دې خبرو تودې ايرې پرتې دي.»

په راپور کې د یو شمېر نورو شرکتونو يادونه هم شوې، چې د تعرفو لګولو سره یې زیان لیدلی دی.

اسراييل ۶۰ نور فلسطينان ووژل؛ په غزه کې د مړو شمېر شاوخوا ۵۴ زره ته ورسېد

۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۳ می ۲۰۲۵، ۲۱:۲۵ GMT+۱

د په غزه کې روغتيا وزارت رسنيو ته ويلي، چې د ۲۰۲۳ م کال د اکتوبر مياشتي څخه تر دې مهاله ۱۲۲ زره ۴۰۰ فلسطينیان د اسراييل په بریدونو کې ټپيان شوي دي. چارواکو ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۰ جسدونه او ۱۸۵ ټپيان روغتون ته ور وړل شوي دي.

د ترکيې اناډولو خبري اژانس د جمعه په ورځ (د غبرګولي ۲مه) د فلسطين د روغتیا وزارت له قوله لیکلي، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسي د اسراییل په بریدونو کې ۵۳ زره ۸۲۲تنه وژل شوي او ۱۲۲ زره ۳۸۲ فلسطينیان ټپیان شوي دي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ډېری کسان لا هم تر خاورو لاندې او په سړکونو کې بند پاتې دي او ژغورنکي نشي کولی دوی ته ورسيږي.

د اسرایيلو پوځ د مارچ په ۱۸ مه په غزه کې یو ځل بیا خپل بریدونه پېل کړل او هغه راهسي يې ۳۶۷۳ کسان وژلي او له ۱۰۳۰۰ څخه ډېر نور يې ټپيان کړي دي.

یاده دې وي چې اسراییل د عدالت په نړیواله محکمه کې د نسل وژنې له قضیې سره مخ دی.

اوکراین او روسیې د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو زیات بندیان تبادله کړل

۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۳ می ۲۰۲۵، ۲۱:۰۶ GMT+۱

د کییف انډیپنډنټ د راپور له مخې اوکراین او روسیې د می په ۲۳مه د ۲۰۱۴ کال کې د روسیې د جګړې له پیل راهیسې د جنګي بندیانو تر ټولو لویه تبادله پېل کړه.

ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په ټیلیګرام کې وویل چې د تبادلې د لومړي پړاو د یوې برخې په توګه ۳۹۰ اوکرایني بندیان تبادله شوي دي.

زیلینسکي ویلي: "موږ خپل خلک کور ته راولو. د '۱۰۰۰ په بدل کې ۱۰۰۰' د تبادلې تړون لومړۍ مرحله ترسره شوې ده،"

زیلینسکي لیکلي. "نن - ۳۹۰ کسان موږ ته سپارل شوي. د شنبې او یکشنبې په ورځو، موږ تمه لرو چې تبادله به دوام ومومي."

د روسیې دفاع وزارت وویل چې ۲۷۰ سرتیري او ۱۲۰ ملکي وګړي د لومړي پړاو د یوې برخې په توګه روسیې ته راستانه شوي دي.

د تبادلې په دې موده کې به د دواړو خواوو ۱۰۰۰ جنګي بندیان بیرته خپلو کورونو ته ستانه شي، چې د می په ۱۶مه په استانبول کې د مستقیمو خبرو اترو په ترڅ کې موافقه وشوه.

سارا اډمز: سراج‌الدین حقاني افریقا ته د وسلو او جنګیالو په لېږد کې لاس لري

۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۳ می ۲۰۲۵، ۲۱:۰۲ GMT+۱

د متحده‌ایالاتونو د مرکزي استخباراتو ادارې یا سي‌ای‌اې پخوانۍ مامورې سارا اډمز خبرداری ورکړی چې «افراطي او ترهګرې» ډلې په افغانستان کې روزنه ترلاسه کوي او بیا له دغه هېواده د سومالیا په څېر افریقايي هېوادونو ته لېږدول کېږي.

مېرمن اډمز جمعه د شپې ناوخته (غبرګولي ۲مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه نوي بیان کې زیاته کړې چې د یمن له لارې د افریقا وچې ته د وسلو، مهماتو او جنګیالیو د لېږد لارې یو وار بیا فعالې شوې دي.

نوموړې پخوانۍ امریکایۍ استخباراتي څېره وايي چې د طالبانو لوړپوړی چارواکی سراج‌الدین حقاني د افریقا لویې ته د وسلو او جنګیالیو په لېږد کې لاس لري.

هغې همداراز لیکلي، په داسې حال کې چې نړۍ خپل ټول پام په یمن کې د حوثيانو ډلې ته اړولی، خو د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې یې بیا د القاعدې شبکې ترهګریز فعالیتونه له پامه غورځولي دي.

سارا اډمز په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونو ته په اشارې د نیوکې ترڅنک ټینګار کړی چې په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو مرکزونه ورځ تر بلې په ډېرېدو دي او په وینا یې، دا فعالیتونه یوازې په دفاعي موخو پورې نه‌شي محدود کېدای.

طالب چارواکو تر اوسه د هغې د څرګندونو په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د یادونې ده چې د متحده‌ایالتونو نوموړې استخباراتي مامورې له دې مخکې ویلي و چې سراج‌الدین حقاني او ابراهیم صدر دواړو د امریکا په خاوره د راتلونکي برید لپاره د چمتووالي په برخه کې له القاعده شبکې سره مرسته کړې ده.

کاش پټيل: ایف بي ای د نشه یي توکو د قاچاقبرانو یوه لویه شبکه له منځه یوړه

۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۳ می ۲۰۲۵، ۲۰:۱۵ GMT+۱

د متحده ایالاتو فدرالي تحقیقاتي ادارې (FBI) په هم‌غږۍ کې له نړیوالو امنیتي شریکانو سره د "JCODE عملیاتو" تر چتر لاندې د نشه یي توکو د قاچاق یوې لویې شبکې پر ضد پراخ اقدام کی او نیولي یې دي.

د ایف بي ای مشر کاش پټيل په ایکس لیکلي: په دې عملیاتو کې ۲۷۰تنه نیول شوي، مرګوني نشه یيتوکي او ناقانونه کریپټو اسعار ضبط شوي، او د ګڼ شمېر انسانانو ژوند ژغورل شوی دی.

دایف بي ایمشر خپلو عملیاتي ټیمونو ته د مبارکۍ پیغام ورکړی او ویلي یې دي: "هغه کسان چې بې‌ګناه امریکایان په نښه کوي، باید د عدالت له منګولو ونه تښتي."

ایف بي ای ددې عملیاتو د ځای په اړه څه ندي ویلي چې چرته یې عملیات ترسره کړې دي.