اوکراین او روسیې د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو زیات بندیان تبادله کړل

د کییف انډیپنډنټ د راپور له مخې اوکراین او روسیې د می په ۲۳مه د ۲۰۱۴ کال کې د روسیې د جګړې له پیل راهیسې د جنګي بندیانو تر ټولو لویه تبادله پېل کړه.

د کییف انډیپنډنټ د راپور له مخې اوکراین او روسیې د می په ۲۳مه د ۲۰۱۴ کال کې د روسیې د جګړې له پیل راهیسې د جنګي بندیانو تر ټولو لویه تبادله پېل کړه.
ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په ټیلیګرام کې وویل چې د تبادلې د لومړي پړاو د یوې برخې په توګه ۳۹۰ اوکرایني بندیان تبادله شوي دي.
زیلینسکي ویلي: "موږ خپل خلک کور ته راولو. د '۱۰۰۰ په بدل کې ۱۰۰۰' د تبادلې تړون لومړۍ مرحله ترسره شوې ده،"
زیلینسکي لیکلي. "نن - ۳۹۰ کسان موږ ته سپارل شوي. د شنبې او یکشنبې په ورځو، موږ تمه لرو چې تبادله به دوام ومومي."
د روسیې دفاع وزارت وویل چې ۲۷۰ سرتیري او ۱۲۰ ملکي وګړي د لومړي پړاو د یوې برخې په توګه روسیې ته راستانه شوي دي.
د تبادلې په دې موده کې به د دواړو خواوو ۱۰۰۰ جنګي بندیان بیرته خپلو کورونو ته ستانه شي، چې د می په ۱۶مه په استانبول کې د مستقیمو خبرو اترو په ترڅ کې موافقه وشوه.


د متحدهایالاتونو د مرکزي استخباراتو ادارې یا سيایاې پخوانۍ مامورې سارا اډمز خبرداری ورکړی چې «افراطي او ترهګرې» ډلې په افغانستان کې روزنه ترلاسه کوي او بیا له دغه هېواده د سومالیا په څېر افریقايي هېوادونو ته لېږدول کېږي.
مېرمن اډمز جمعه د شپې ناوخته (غبرګولي ۲مه) د خپلې اېکسپاڼې له لارې په یوه نوي بیان کې زیاته کړې چې د یمن له لارې د افریقا وچې ته د وسلو، مهماتو او جنګیالیو د لېږد لارې یو وار بیا فعالې شوې دي.
نوموړې پخوانۍ امریکایۍ استخباراتي څېره وايي چې د طالبانو لوړپوړی چارواکی سراجالدین حقاني د افریقا لویې ته د وسلو او جنګیالیو په لېږد کې لاس لري.
هغې همداراز لیکلي، په داسې حال کې چې نړۍ خپل ټول پام په یمن کې د حوثيانو ډلې ته اړولی، خو د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې یې بیا د القاعدې شبکې ترهګریز فعالیتونه له پامه غورځولي دي.
سارا اډمز په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونو ته په اشارې د نیوکې ترڅنک ټینګار کړی چې په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو مرکزونه ورځ تر بلې په ډېرېدو دي او په وینا یې، دا فعالیتونه یوازې په دفاعي موخو پورې نهشي محدود کېدای.
طالب چارواکو تر اوسه د هغې د څرګندونو په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د یادونې ده چې د متحدهایالتونو نوموړې استخباراتي مامورې له دې مخکې ویلي و چې سراجالدین حقاني او ابراهیم صدر دواړو د امریکا په خاوره د راتلونکي برید لپاره د چمتووالي په برخه کې له القاعده شبکې سره مرسته کړې ده.

د متحده ایالاتو فدرالي تحقیقاتي ادارې (FBI) په همغږۍ کې له نړیوالو امنیتي شریکانو سره د "JCODE عملیاتو" تر چتر لاندې د نشه یي توکو د قاچاق یوې لویې شبکې پر ضد پراخ اقدام کی او نیولي یې دي.
د ایف بي ای مشر کاش پټيل په ایکس لیکلي: په دې عملیاتو کې ۲۷۰تنه نیول شوي، مرګوني نشه یيتوکي او ناقانونه کریپټو اسعار ضبط شوي، او د ګڼ شمېر انسانانو ژوند ژغورل شوی دی.
دایف بي ایمشر خپلو عملیاتي ټیمونو ته د مبارکۍ پیغام ورکړی او ویلي یې دي: "هغه کسان چې بېګناه امریکایان په نښه کوي، باید د عدالت له منګولو ونه تښتي."
ایف بي ای ددې عملیاتو د ځای په اړه څه ندي ویلي چې چرته یې عملیات ترسره کړې دي.

الجزيرې ټلویزیون په یوه خبر کې ویلي، چې له پاکستان او ایران څخه ایستل شوي سلګونه زره افغان کډوال په افغانستان کې له بېوزلۍ، بېروزګارۍ او د مرستو له نشتوالي سره مخ دي. ورته مهال پاکستان د افغان کډوالو د جبري بېرته ستنولو پروسه ګړندۍ کړې.
په خبر کې ویل شوي، چې یوازې په اپریل کې له ۲ لکه ۸۰ زره زيات افغانان له پاکستان او ایران څخه په زور ایستل شوي دي.
الجزيرې ټلویزیون د جمعه په ورځ (د غبرګولي ۲مه) په خپل يو خبر کې ویلي، چې د ګاونډيو هېوادونو څخه خپل هېوا ته د افغان ستانه شويو کډوالو وروسته افغانستان د یو ژور بشري بحران سره مخ دی.
دغه ټلویزیون ویلي: په اپریل کې له ۲ لکه ۸۰ زره زيات افغانان له پاکستان او ایران څخه په زور ایستل شوي او یا پر دوی د فشار راړولو وروسته تګ ته مجبور شوي دي.
د دوی په خبره، چې افغانستان ته ستانه شوي کډوال په بېوزله حالت کې تللي او د خپل ژوند د بیا جوړولو لپاره زياتو مرستو ته اړتیا لري.
افغانستان ته یو شمېر ستانه شویو کډوالو خپل د شړولو، د کورنو او سامانونو د پاتې کېدو او په تش لاس وطن ته د ستنېدو کيسې هم کړي.
د عزت الله په نوم یو کس چې د تورخم له لارې له خپلې مېرمنې او اوو ماشومانو سره افغانستان ته تللی ویلي: «دوی موږ ته وویل چې ژر تر ژره لاړ شي، زموږ ټول شیان پاتې شول؛ هرڅه ورک شول. اوس موږ هیڅ نه لرو.»
په خبر کې ویل شوي، چې ډېر افغان کډوال وطن ته د ستنېدو وروسته له ورته برخلیک سره مخ دي.
پاکستان نژدې هره ورځ په سلګونه افغان کډوال په جبري توګه شړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ هم د افغانانو د ناوړه اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې افغانستان د راستانه شویو کډوالو د منلو لپاره چمتو نه دی.
دغه سازمان د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د شمېرو او په نړیوالو مرستو کې د پام وړ کمښت په حواله اټکل کوي، چې د افغانستان نیمایي نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو ادارې ویلي، چې که څه هم ډېری کډوال افغانستان ته د راستنیدو لپاره اړ اېستل کېږي، خو یو شمېر نور بیا ایران، ترکیې او اروپا ته د تلو لپاره چمتووالی نیسي.
دې سازمان د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي، چې له افغانانو سره په عزت چلند وکړي او د افغان کډوالو خوندي، د خپلي خوښې او باعزته راستنیدو ته لاره هواره کړي.

د جرمني د هامبورګ ښار د اورګاډي په یوه تمځای کې د چړې په برید کې لږترلږه ۱۲ کسان ټپیان شوي دي.دا پېښه د جمعې په ماښام شوې او پولیس وايي چې بریدګر نیول شوی دی.
د جرمني چارواکو په وینا، د ټپیانو له ډلې نه د درېیو کسانو وضعیت نازک دی، درې نور شدید ټپیان او شپږ نور بیا ډېر کم ټپیان شوي دي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د دغه برید لامل لا تر اوسه روښانه نه دی او په تړاو یې څېړنې روانې دي.
د هامبورګ پولیسو په اېکسپاڼه کې اعلان کړی چې د برید د راپور له ترلاسهکېدو وروسته، امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او بریدګر یې نیولی دی.
د نیول شوي کس د هویت په تړاو څه نه دي ویل شوي.
پولیسو له خلکو غوښتي چې له اټکلونو ډډه وکړي او رسمي معلوماتو ته په تمه شي.
دې پېښې په جرمني کې د ترانسپورتي تمځایونو کې د امنیت په تړاو د خلکو اندېښنې راپورته کړې دي.

د ډيلي مېل د راپور له مخې د برېتانیا ځانګړو ځواکونو یوه افسر د ۱،۵۸۵ هغو افغان کمانډو عسکرو د پناه غوښتنې غوښتنې رد کړي چې ښایي د برېتانوي ځواکونو له لوري د جنګي جرمونو شاهدان پاتې شوي وي.
د محکمې اسناد ښيي چې دغه افسر د ټولو هغو افغان سرتېرو غوښتنې رد کړې چې د "ټرېپلز" په نوم یادېږي، سره له دې چې دوی له طالبانو سره د جګړې له امله له سختو ګواښونو سره مخ دي.
د طالبانو لهخوا د ۲۰۲۱م کال په اګسټ کې د کابل حکومت له نسکورېدو وروسته، ځینې دا کمانډوان حتی وژل شوي هم دي.
کله چې په دغه هېواد کې یوې عالي محکمې دبرېټانیه ځانګړو ځواکونو د احتمالي ناقانونه وژنو په تړاو پلټنې پیل کړې د افغان کمانډویانو د پناه غوښتنې عریضې رد شوې.
راپورونه وايي، دد برېټانیا ځانګړي ځواکونو د شپې له خوا د عملیاتو پر مهال د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ ترمنځ لږ تر لږه ۸۰ افغان بندیان وژلي دي، او دا عملیات اکثره د "ټرېپلز" افغان ځواکونو په ملتیا ترسره شوي دي.
اوس اندېښنه شته چې یاد برېتانوي افسر غوښتل چې د ټرېپلز ځواکونه د شاهدانو په توګه د محکمې له حاضریدو راوګرځوي، ځکه که دا سرتېري برېتانیا ته داخل شوي وای، ښایي عدالت ته غوښتل شوي وای او شواهد یې وړاندې کړي وای.
د پخوانیو سرتېرو لپاره د بریتانیا وزیر جاني مرسر ویلي: «زه له دې راپورونو سخت حیران او خپه یم. یا نو ماته دروغ ویل شوي، یا دومره نالایقه دي چې نه پوهېږي څه روان دي.»
هغه زیاته کړه: «زه چمتو یم د هغو حقوقي اقداماتو ملاتړ وکړم چې د حکومت له خوا د احتمالي جنایي غفلت پر وړاندې ترسره کېږي».
دوی دا هم ویلي چې د افغان ژوند ارزښت ښایي د برېتانیې ځانګړو ځواکونو ته مهم نه وي، خو ماته ډېر اهمیت لري.
یاد اسناد د برېتانیا د حکومت پر ضد د یوه حقوقي شکایت برخه دي، چې پکې ویل شوي د افغان سرتېرو د پناه غوښتنو ردول د افغانانو د انتقال او مرستې له ملي پالیسۍ (ARAP) سرغړونه ده.
د ټرېپلز یوه افسر دا قضیه پیل کړې، چې خپلو پخوانیو همکارانو ته یې د طالبانو له خوا د وژنې او شکنجې شاهدي ورکړې، پداسې حال کې چې دوی د برېتانیا له خوا د انتقال تمه لرله.
ویل کېږي چې په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱م کلونو کې افغان سرتېرو دبرېتانیا ځانګړوځواکونو له تاکتیکونو ناخوښي څرګنده کړې وه او د شپې له عملیاتو یې انکار کړی و، همداراز یې رسمي شکایت ثبت کړی و چې د برېتانیه ځانګړې ځواکنه بېګناه کسان وژني.
دد برېتانیه ځانګړوځواکونو (ایس ای ایس) پر ضد د جنګي جنایتونو د قضیې پایلې تمه ده سږ کال خپرې شي، چې ښایي له امله یې یو شمېر سرتېري بیا عدلي څېړنو سره مخ شي.