طالبانو په هلمند کې له ملایانو غوښتي چې د ګوزڼ واکسینو لپاره عامه پوهاوی وکړي

د طالبانو د‌ پولیو له منځه وړلو بېړني مرکز مشر ډاکټر عبدالقدوس بریالي په هلمند کې د یوې ناستې پر مهال له دیني عالمانو غوښتي، چې په ټولنه کې د ګوزڼ واکسینو د تطبیق لپاره عامه پوهاوی وکړي. د‌ پولیو راتلونکی کمپاین د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې روانه اوونۍ پیلیږي.