• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پر غزې د اسراییل په تازه بریدونو کې ۲۰ کسان وژل شوي

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۰۰:۳۶ GMT+۱

اسراییل د یکشنبې په شپه په غزه کې د هوایي بریدونو په ترڅ کې ۲۰ کسان وژلي دي. رویټرز د غزې د روغتیایي چارواکو له قوله ویلي، چې دغه بریدونه پر هغې مدرسې شوي چې پکې بې ځایه شوي فلسطینیان مېشت و.

دا په داسې حال کې ده، چې د ورځې په جریان کې هم پر غزې د اسراییل بریدونه روان و.
د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو بیا لږ ترلږه ۲۳ فلسطینیان وژل شوي دي.
په وژل شویو کسانو کې د حسن مجدي ابو ورده په نوم یو سیمه ییز خبریال او اشرف ابو نار په نوم د بېړنیو حالاتو د ادارې لوړپوړی چارواکی هم شامل دي.
په دغو بریدونو کې د یادو کسانو د کورنیو غړي هم وژل شوي دي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

پر غزې د اسراییل تازه بریدونو کې ۲۳ فلسطینیان وژل شوي

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۱۵:۵۲ GMT+۱

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، پر غزه د اسراییل د بریدونو په لړکې د یکشنبې په ورځ لږ ترلږه ۲۳ فلسطینیان وژل شوي دي.

په وژل شویو کسانو کې د حسن مجدي ابو ورده په نوم یو سیمه ییز خبریال او اشرف ابو نار په نوم د بیړنیو حالتونو د ادارې لوړپوړی چارواکی هم شامل دي.

په دغو بریدونو کې د یادو کسانو د کورنیو غړي هم وژل شوي دي.

د حماس تر مشرۍ لاندې د غزې حکومتي مطبوعاتي دفتر ویلي، چې د ابو ورده له وژل کېدو سره پر غزه د اسراییل په بریدونو کې د وژل شویو خبریالانو شمیر ۲۲۰ تنو ته رسېدلی دی.

لوګر کې په څلورو جلا ټرافیکي پېښو کې درې تنه مړه او ۱۳ نور ټپیان شوي

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۰۹:۱۹ GMT+۱

د لوګر لپاره د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس رسنیو ته ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز، التمور سیمې، جمعه کلا او محمد اغې ولسوالۍ کې د څلورو جلا ټرافیکي پیښو له امله درې کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

د طالبانو تر واک لاندې د باختر اژانس د راپور له مخې، طالب ویاند زیاته کړې، چې په ټپیانو کې د اوو تنو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.

د دې پېښو لاملونه د موټر چلوونکو بې احتیاطي، زیات سرعت او د ټرافیکي قوانینو نه مراعاتول بلل شوي دي.

د یادولو وړ ده، چې له تېرو څه باندې درې نیمو کلونو راهیسې په افغانستان کې ټرافیکي پېښې په بېسارې توګه او تر بل هر وخته ډېرې شوې، چې له امله یې زرګونه کسان مړه او ټپيان شوي دي.

اوکرایني چارواکي: روسیې پر کیف د بې پېلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۰۴:۴۱ GMT+۱

اوکرایني چارواکو خبر ورکړی، چې روسیې یو وار بیا پر کیف د بې پېلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي، چې په پایله کې یې اته تنه ټپیان شوي دي. د راپورونو له مخې، د بریدونو له پیل سره سم په کیف ښار کې د هوايي بریدونو په اړه د خبرداري زنګونه هم غږول شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د کیف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي، چې د ژغورنې کارکونکي اغیزمنو سیمو ته لیږل شوي او د ټپیانو سره تر لومړنیو روغتیایي مرستو وروسته یې مرکزي روغتون ته استولي دي.

دا برید په داسې حال کې ترسره شوی، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د جمعې په ورځ وویل، چې هیواد یې د اوکراین د کړکیچ د حل لپاره د تفاهم په یوې مسودې کار کوي.

د هغه په ​​وینا، پلان په پرمختللي پړاو کې دی او مسکو به د اوربند لپاره خپل وړاندیزونه کیف ته وړاندې کړي.

د پاکستان پوځ ویاند: موږ ته تر زرو افغانانو د یو پاکستاني وینه مهمه ده

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۰۳:۲۵ GMT+۱

د پاکستان د‌ پوځ ویاند احمد شریف چودري د جمعې په ورځ د (غبرګولي دویمه) په اسلام اباد کې د یوې خبري غونډې پر مهال ویلي، چې تر زرو افغانانو ورته د یوه پاکستاني وینه مهمه او د ارزښت وړ ده. د دغه هېواد پوځ او حکومتي چارواکو تر دې وړاندې هم ورته څرګندونې کړې وې.

دغه ډول څرګندونو په وار وار د افغانانو سخت غبرګونونه راپارولي او د پاکستان له لوري د افغانانو د وژنې کرکجنه تګلاره یې بللې ده.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې پاکستان د چین په منځګړتوب غواړي له طالبانو سره یو ځل بیا اړیکې ورغوي.

روبیو: امریکا د سوریې د هیله‌من راتلونکي لپاره د دغه هېواد د خلکو ملاتړ کوي

۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۳ می ۲۰۲۵، ۲۳:۵۴ GMT+۱

د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د متحده‌ایالتونونو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي چې د سوریې د پرمختګ لپاره د بندیزونو لرې‌کېدل ډېر مهم دي.

نوموړي د جمعې ورځ ناوخته (مې ۲۳مه) د خپل اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې له سوریې د بندیزونو د لرې‌کېدو موخه، په دغه هېواد کې پانګه‌والو ته د پانګونې زمینې برابرېدل دي.

روبیو وايي چې امریکا د سوریې د یوه ښه او هیله‌من راتلونکي د جوړېدو لپاره د دغه هېواد د خلکو د هڅو ملاتړ کوي.

روبیو دا څرګندونې داسې مهال کوي چې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په ریاض کې اعلان وکړ چې د سعودي عربستان له وليعهد محمد بن سلمان او د ترکیې له ولسمشر سره تر خبرو وروسته، پر سوریې بندیزونه پای ته رسوي. د هغه په وینا، متحده‌ایالاتونو له سوریې سره د اړیکو عادي‌کېدو لپاره لومړني ګامونه اخیستي دي.

د دې ترڅنګ ټرمپ قطر ته له سفر مخکې د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د سوریې د لنډمهالي حکومت له مشر احمد الشرع سره ولیدل.