طالبان وايي ۳۵ ټنه خوسا الوګان یې بېرته پاکستان ته ګرځولي

د طالبانو د ننګرهار ولایت مقام د رسنیو دفتر وایي، چې تورخم ښارګوټي کې د کرنې ریاست د نباتي قرنطین مدیریت کارکوونکو له پاکستان نه واردېدونکي ۳۵ مټریک ټنه خوسا الوګان بېرته دغه هېواد ته ور ګرځولي.