طالبانو له پراخو بندیزونو سره-سره د نقاشۍ، خطاطۍ، کتاب او لاسي صنایعو نندارتون جوړ کړ

طالبانو پر روزنیزو او فرهنګي برخو له پراخو بندیزونو سره-سره په کابل کې د نقاشۍ، خطاطۍ، کتاب او لاسي صنایعو نندارتون جوړ کړ. دغه دوه ورځنی نندارتون د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کلتور او هنر معینیت د هنرستان ریاست له لوري د رسیس فرهنګي بنسټ په همکارۍ جوړ شوی دی.