کترینا کیف: یو وخت ما فکر کاوه چې اداکاري پرېږدم

د هندي سینما (بالیووډ) پېژندل شوې فلمي لوبغاړې کترینا کیف وايي، د خپل یوه فلم تر لیدو وروسته یې پرېکړه وکړه چې د یوې مودې لپاره په فلمونو کې کار کول پرېږدي.

د هندي سینما (بالیووډ) پېژندل شوې فلمي لوبغاړې کترینا کیف وايي، د خپل یوه فلم تر لیدو وروسته یې پرېکړه وکړه چې د یوې مودې لپاره په فلمونو کې کار کول پرېږدي.
نوموړې په یوې ټلوېزیوني خپرونه کې زیاته کړې، کله یې چې د لومړي ځل لپاره د «نمستې لندن» فلم ولید، ډېره وېرېدلې وه. هغې فکر کاوه چې اداکاري یې ښه نه وه او ښايي خلک به یې نور په سینما کې ونهګوري.
کترینا وویل: «د فلم تر لیدو وروسته زه کور ته لاړم، دروازه مې وتړله او هیچا ته مې ځواب ور نه کړ. ما فکر کاوه چې په سینما کې نور زما مسلک پای ته رسېدلی او باید د بل کار په لټه کې شم.»
خو د هغې د تمې پر خلاف، «نمستې لند فلم» په سینماګانو کې ډېر بریالی شو او خلکو د نوموړې اداکاري خوښه کړه. کترینا وايي چې دا بریا ددې لامل شوه چې خلکو او فلم جوړونکو د هغې په اړه ښه نظرونه ورکړل.
له دې فلم وروسته هغې په څو نورو مشهورو فلمونو کې لکه «ویلکم، ایک تها ټایګر او زندګي ننی ملیګي دوباره» چې ډېر بریالي فلمونه بلل کېږي، کار وکړ.
کترینا کیف به ډېر ژر له عالیه بهټ او پرینکا چوپړا سره یوځای په یوه نوي فلم «جي لې زارا» کې راښکاره شي.

په روان کال کې تر اوسه پورې د هندي سینما (بالیووډ) ګڼ د لوړ لګښت او سترو فلمي لوبغاړو فلمونه خپاره شوي دي. د دې کال تر ټولو مشهورو فلمونو کې "چهاوا"، "ریډ ۲"، "سکای فورس" او "سکندر" شامل دي.
سربېره پر دې، لا هم یو شمېر د لوړې بودیجې فلمونه پاتې دي چې باید خپاره شي.
د فلمي خبرونو مشهوره ویبپاڼې "کوئی موئی" د ۲۰۲۵ کال لپاره د هغو فلمونو لېست خپور کړی چې تر ټولو زیات عواید یې ترلاسه کړي دي.
چهاوا (Chhawa)
دا فلم په فېبرورۍ کې په سینما کې نندارې ته وړاندې شو او په دغه فلمي لوبغاړو ویکي کوشال او شمیکا منداناه مرکزي رول لوبولی.
دا فلم د مرهټا سلطنت د پاچا سامباجي مهاراج پر ژوند جوړ شوی او فلم د هغه د زړورتیا، قربانۍ او د خپل وطن لپاره د مبارزې کیسه وړاندې کوي..
ددې فلم بودیجه ۱۴۰ کروړه هندۍ کالدارې وې، چې ۶۱۵ کروړه هندۍ روپۍ یې تر اوسه ګټلي دي.

ریډ ۲ (Raid 2)
ریډ ټو فلم د مې په لومړۍ نېټه په سینما کې نندارې ته وړاندې شو.
مرکزي فلمي لوبغاړي یې اجی دېوګن، رتېش دېشموک او واني کپور دي.
د دې فلم کیسه د جرمونو او فساد پر وړاندې په مبارزه ولاړه ده، چې په ۴۵ کروړه هندۍ کالدارې جوړ شوی او تر اوسه ۱۴۳ کروړه هندۍ کالدارې یې ګټه کړې ده.
سکای فورس (Sky Force)
سکای فورس د جنورۍ په ۲۴ نېټه په هندي سینما کې نندارې ته وړاندې شو.
په دغه فلم کې مرکزي رول اکشي کُمار، سارا علي خان او نمرت کور لوبولي دي.
دغه فلم د ۱۹۶۵ کال هند-پاکستان جګړه او د سرګودې هوايي اډې باندې د هند برید ته کتنه کوي.
دغه فلم په ۱۶۰ کروړه هندي کالدارو جوړ شوی او تر اوسه یې نږدې ۱۳۴ کروړه هندۍ کالدارې ګټه کړې.
سکندر (Sikandar)
سکندر د بالیووډ دبنګ خان سلمان خان او رشمیکا مندانا هغه فلم دی، چې د مارچ په ۳۰مه نېټه نندارې ته وړاندې شوه.
په دغه فلم نږدې دوه سوه کروړه هندۍ کالدارې مصرف شوی، چې تر اوسه یې ۱۷۷ کروړه هندۍ کالدارې ګټلي دي.
فلم د یو ځوان د ژوند کیسه وړاندې کوي، چې د خپلو خوبونو لپاره مبارزه کوي.

کیسري چیپټر ۲ (Kesari Chapter 2)
کیسري چيپټر ټو د اپرېل په ۱۸مه نېټه نندارې ته وړاندې شوه.
په دغه فلم کې مرکزي رول اکشي کُمار، اننیا پانډې، ار مدهاون لوبولی.
د دې فلم کیسه د ۱۹۱۹ کال د جلیانوالا باغ د پېښې پر بنسټ ولاړه ده، چې فلم د دې تاریخي پېښې حقیقتونه وړاندې کوي.
کیسري چیپټر ټو په ۱۵۰ هندۍ روپیو جوړ شوی او تر اوسه یې ۸۲.۱ کروړ هندۍ کالدارې ګټلې دي.

جاټ (Jaat)
جاټ فلم کې مرکزي رول سُني ديول لوبولی دی.
په دغه فلم نږدې سل کروړه هندۍ کالدارې مصرف شوي او تر اوسه یې ۱۱۸ کروړه روپۍ ګټلي دي.
د دغه فلم کیسه د پنجاب د ځوانانو ژوند او مبارزې ته کتنه کوي.

دیوا (Deva)
دیوا هم په روان کال کې په هندي سینما نندارې ته وړاندې شو.
په دغه فلم کې مرکزي رولونه شاهد کپور او پوجا هېګډې لوبولي دي.
دغه فلم په اتیا کروړه هندي روپیو جوړ شوی او تر اوسه یې ۵۱.۷۳ کروړه هندي روپۍ ګټلي دي.
اېمرجنسي (Emergency)
اېمرجنسي فلم د ۶۰ کروړه هندي روپیو په ارزښت جوړ شوی او مرکزي رول پکې کنګنا راناوت لوبولی، چې تر اوسه یې ۲۱.۷۵ کروړه هندۍ روپۍ ترلاسه کړي.
فاتح (Fateh)
فاتح فلم هم د یو ځوان د ژوند په کیسه راټول دی، چې د خپلو خوبونو لپاره مبارزه کوي.
په دغه فلم کې مرکزي رول سونو سود او جاوېد جافري لوبولی دی.
فاتح فلم په پنځوس کروړه هندي کالدارو جوړ شوی، چې تر اوسه یې ۱۸.۵۰ کروړه روپۍ ترلاسه کړي.
مېرا هزبنډ کی بیوي (Mera Husband Ki Biwi)
میرا هزبنډ کې بیوي فلم هم په روان کال کې په هندي سینما نندارې ته وړاندې شو.
په دغه فلم کې مرکزي رول ارجون کپور، رکول پریت سینګ او بومي پډنیکر لوبولی.
دا فلم په ۶۰ کروړه هندۍ کالدارې جوړ شوی او تر اوسه یې نږدې ۱۲.۷۳ کروړه هندۍ کالدارې ترلاسه کړي.
دا د هندي سینما هغه فلمونه دي چې همدا اوس په سینما کې د نندارې په حال کې دي او تر اوسه پرېکړه نه شي کېدای چې کوم فلم به د نورو وړاندې شي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معیين عتیق الله عزيزي وايي، چې تېرکال ددې ډلې د مشر ملاهبت الله له خوا د یو فرمان پر اساس، د افغانستان د ټولو تاریخي سیمو، ابداتو او تاریخي ساحو په ساتلو کې ټولې ادارې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره همکارې وې.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معينيت، نن یکشنبه، د غويي ۲۸مه، په کابل کې د ګڼ شمېر فرهنګیانو، لیکوالو او د کورنیو او بهرنیو فرهنګي بنسټونو د استازو په ګډون د موزيمونو د نړيوال پيوستون غونډه وکړه.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معیين عتیق الله عزيزي غونډې ته په خبرو کې وویل چې د ملاهبت الله د فرمان پر اساس په تېرو کلونو کې د تاریخي ابداتو اړوند ټولې غصب شوې ساحې له غصب څخه خلاصې شوې دي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معیين مهاجر فراهي په خپله وینا کې وویل چې د طالبانو په بيا واکمنۍ سره، د هېواد تاريخي او کلتوري ميراثونو او ابدې ساتنې او پالنې ته ځانګړې پاملرنه شوې او له هېواده بهر ته د اثارو د قاچاق بشپړ مخنيوی شوی دی.

د طالبانو مشر په دغه فرمان کې چې د ۱۴۰۲ لمریز کال د چنګاښ میاشتې پر ۲۱مه صادر شوی د دغې ډلې اطلاعاتو او کولتور وزارت ته سپارښتنه کړې چې د تاریخي او کولتوري اثارو په تړاو هر ډول مسوولیت دوی ته راجع دی.
په دغه فرمان کې د طالبانو اطلاعاتو او کولتور وزارت ته سپارښتنه شوې، چې په لرغونو سیمو کې دې له ناقانونه کیندنو او د تاریخي اثارو له ویجاړولو ډډه وشي.
د طالبانو مشر په دغه فرمان کې له خپلو غړو غوښتي چې د تاریخي اثارو د بیارغونې په برخه کې دې اړونده ادارې اقدامات وکړي.
طالبان داسې مهال د تاریخي سیمو او ابداتو پر ساتنې ټینګار کوي، چې یادې ډلې د خپلې لومړۍ واکمنۍ پرمهال په بامیان کې د بودا مجسمه په راکېټونو وویشتله او په ترڅ کې یې د دغې مجسمې ډېرې برخې ونړېدې.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي موزیم مسوولین وايي، په تېرو لسیزو کې د جګړو تر څنګ د سیاسي بې ثباتۍ له امله ۷۰سلنه تاریخي اثار لوټ شوي، ویجاړ شوي او یا هم بهرنیو هېوادونو ته په بېلابېلو وختونو کې قاچاق شوي دي.
د چین دولتي اژانس د خبر له مخې؛ د افغانستان ملي موزیم چې پخوا د مرکزي او سویلي اسیا د تمدنونو د شتمنیو ژوندۍ خزانه وه، اوس په کې د پخوا په څېر په پراخه کچه «تاریخي اثار» نشته.
د یادې ادارې مرستیال یحیی محب زاده وایي، چې موزیم اوسمهال د معاصرې تاریخي دورې او په ځانګړې توګه د کورنیو جګړو د غمېزې یوه نښه ګرځېدلې.
نوموړي زیاته کړې: « دې ځای په تاریخ کې تورې ورځې لیدلي دي. ان اثار یې لوټ شوي، ویجاړ شوي، په اور سوځول شوي او غلا کړي یې هم دي.»
د محب زاده په وینا، ډېری تاریخي اثار د مجاهدینو د کورنیو جګړو پر مهال لوټ شوي دي.
د افغانستان ملي موزیم، چې په ۱۹۱۹ میلادي کال کې جوړ شوی او د کابل ښار لوېدیځ لور ته پروت دی. دا د پخوانیو تمدنونو د پرمختګ او بې ساري تاریخي اثارو یوه لویه فرهنګي خزانه ګڼل کېږي.
د محب زاده په خبره؛ اوسمهال دغه موزیم شاوخوا ۶۰ زره تاریخي اثار لري، چې د بېلابېلو تمدنونو استازیتوب کوي؛ لکه د کوشانیانو سلطنت، یوناني، بودایي، د برونزو پېر، هخامنشي، هلنیستي او اسلامي دورې.
هغه زیاتوي: «په ورځني ډول شاوخوا ۲۰۰ تر ۳۰۰ کسان چې په کې بهرني سېلانیان او داخلي زدهکړیالان شامل دي؛ له موزیمه لیدنه کوي.»
افغانستان له پخوا راهیسې د مرکزي اسیا، سویلي اسیا، منځني ختیځ او چین تر منځ د تمدنونو څلورلارې ګڼل شوې ده او دا ځانګړې موقعیت د دې لامل شوی، چې په دې خاوره کې د هنر، دین او فرهنګ یو بې ساری امتزاج رامنځته شي.
له ۲۰۰۶ میلادي کال راهیسې د افغانستان ملي موزیم هڅه کړې، چې له نړۍوالو سره فرهنګي اړیکې پیاوړې کړي او خپله تاریخي شتمني ورسره شریکه کړي.
تر دې دمه، ۲۳۱ ګران بیه اثار چې د باختري سرو زرو خزانې توکي هم په کې شامل دي، د نړۍ په بېلابېلو موزیمونو کې نندارې ته اېښودل شوي دي.
د تمیم سروري په نوم یو کس چې په لومړي ځل د افغانستان ملي موزیم کې د اثارو کتلو ته ورغلی و، په خورا احساساتي ډول یې ویلي: «کله چې مې دا نادر اثار ولیدل، د ویاړ احساس مې وکړ. داسې شیان مې ولیدل، چې هېڅکله مې فکر نه کاوه چې افغانستان به یې ولري.»
طالبانو په وار وار څرګنده کړې، چې د هېواد فرهنګي میراث څخه ساتنه کوي او د تاریخي اثارو تر څنګ د ګران بیه ډبرو قاچاق کېدو څخه په جدي توګه مخنېوی کوي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسمي شمېرو له مخې؛ له هغه وخته چې دوی بیا ځل واک ته رسېدلي له ۵ زرو زیات فرهنګي اثار یې ملي موزیم ته بېرته راګرځولي او له ۲ زرو زیات اثار یې ترمیم کړي دي.
طالبان داسې مهال د «تایخي اثارو» د خوندیتوب ژمنې کوي، چې د دغې ډلې غړو د خپلې لومړۍ واکمنۍ پر مهال د افغانستان ملي موزیم ډېری تاریخي اثار ویجاړ کړل. همدا راز یې په بامیانو کې یې د «بودا تاریخي مجسمه» په راکټي برید کې سخته ویجاړه کړه.
د امریکا لاس انجلس پولیسو اعلان کړی چې د مشهور امریکایي سندرغاړي سموکي رابېنسن پر وړاندې یې د جنسي تیري د تورونو په تړاو جنایي څېړنې پیل کړې دي.
د اسوشیټېډپرېس د راپور لهمخې، دا تورونه د څلورو ښځو لهخوا چې ویل کېږي پخوا یې د رابېنسن په کور کې د خدمتګارانو په توګه کار کاوه، لګول شوي دي.
دوی ادعا کړې چې رابېنسن په خپل کور کې د کار پرمهال پر دوی څو ځله جنسي تیری کړی دی. دې ښځو تېره اوونۍ محکمې ته په یوې دعوا کې د ۵۰ مېلیون ډالرو غرامت غوښتنه کړې ده.
ورته مهال، د لاس انجلس پولیسو ویلي چې د دې قضیې په تړاو څېړنې پیل شوي او تر اوسه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
د رابېنسن وکیل دا تورونه «ناسم او شرموونکي» بللي او زیاتوي چې د دغې دعوا موخه يوازې له يو ۸۵ کلن مشهور شخصیت نه د پيسو شکول دي؛ خو د ښځو وکیلانو ویلي چې موکلان د عدالت خونديتوب په موخه له پولیسو سره همکارۍ ته چمتو دي.
رابېنسن د ۱۹۶۰ مو کلونو د امریکا له مشهورو سندرغاړو له ډلې دی او دTears of a Clown په څېر مشهورې سندرې ویلي دي. نوموړی د امریکا د موسیقۍ د ویاړ تالار (Hall of Fame) غړی هم دی.
په پنجشیر ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د عنابې ولسوالۍ په بازار کې یې یو شمېر کتاب پلورنځي پلټلي دي. وايي، دوی هغه کتابونه لټول چې د دغې ډلې د حکومت له لوري پرې بندیز لګول شوی.
په دغه ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مشر مولوي نصرالله ملکزاده وایي، چې له دې څارنې او پلټنې یې موخه د کتابونو د منځپانګې ارزونه ده.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبرپاڼه کې د مولوي ملکزاده له قوله راغلي، چې د ټولو هغو کتابونو د خپرېدو مخنیوی کوي چې د «شریعت» او ملي ګټو سره په ټکر کې وي.
بلخوا د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال عتیق الله عزيزي څو ورځې وړاندې په یوه غوڼده کې وویل، پر ټولو هغو کتابونو بندیز دی، چې «د اسلامي او افغاني ارزښتونو پر خلاف دي او ملي یووالي ته زيان رسوي.»
نوموړي له لیکوالانو غوښتي، چې د خاصو خلکو د ستاينې پر ځای د ټولنې واقعیتونه وليکي.
د یادولو وړ ده، چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت درې میاشتي وړاندې کتاب پلورونکو ته امر کړی، چې د «اسلامي ارزښتونو خلاف» کتابونو له چاپ او خپراوي ډډه وکړي.
یاد وزارت ویلي و، چې په ټولو ولایتونو کې د «منع شویو کتابونو» د راټولولو بهیر دوام لري.
د طالبانو دغو بندیزونو ته لیکوالانو او د کتاب مینه والو سخت غبرګونونه هم ښودلي دي.
دوی نیوکې کړې، چې د طالبانو د سخت دریځو افکارو او د بیان پر ازادۍ د بندیز له کبله اوس هېڅوک لا په خپله خوښه مطالعه هم نه شي کولای او خلک اړ باسي چې د طالبي افکارو لرونکي کتابونه ولولي.