• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان د سوداګرۍ د ودې لپاره د افغانستان پر مهمو صادراتو ۱۰ سلنه مالیه لرې کړه

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۰۹:۲۱ GMT+۱

پاکستان د افغانستان پر ټاکلو صادراتو ۱۰سلنه مالیه لرې کړه؛ د پاکستان له دغه اقدام څخه موخه د دوه اړخیزه سوداګرۍ پیاوړتیا او د اقتصادي اړیکو ښه‌والی ښودل شوی دی.

د پاکستان (ده نیوز) د راپور له مخې؛ د پاکستان او افغانستان د صنعت او سوداګرۍ ګډې خونې په دې وروستیو کې ویلي، چې د پاکستان د عوایدو فدرالي بورډ (FBR) له‌خوا نوي اصلاحات به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري او ټرانزیټ اسانه کړي. دغه اصلاحات چې په څو نویو لارښوونو کې بیان شوي، موخه یې د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د ډیورنډ کرښې هاخوا سوداګرۍ خنډونو لرې کول ښودل شوي دي.

د دغه خونې په وینا؛ یو مهم بدلون د افغانستان د ځینو صادراتي توکو په صادراتو د ۱۰ سلنه مالیې لرې کول دي، چې تمه کېږي د دواړو هېوادونو سوداګریزه سیالي پیاوړې کړي او پاکستان ته د صادراتو لړۍ اسانه کړي.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډه خونه زیاتوي، «دغه ګام د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ او اتصال ښه کولو لپاره د پراخو هڅو یوه برخه ده.»

دغې ورځپاڼې د پاکستان د دولتي بانک د معلوماتو په حواله لیکلي، چې د ۲۰۲۴-۲۰۲۵ مالي کال په لومړیو نهو میاشتو کې افغانستان ته د پاکستان په صادراتو کې د تېر کال پرتله ۶۴.۴۸ سلنه زیاتوالی ښیي، چې په دغه موده کې ټولټال صادرات شاوخوا ۶۲۳ مېلیون ډالرو ته رسېږي.

له دغې ودې سره د افغانستان صادرات په ورته موده کې یوازې شاوخوا ۲۰مېلیون ډالر و. په داسې حال کې چې د افغانستان صادرات پاکستان ته د تېر کال پرتله زیات شوي؛ خو د سوداګرۍ په برخه کې نا انډولۍ په خپل ځای پاتې دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

چین د طالبانو له واکمنۍ راهیسې په افغانستان کې تر ټولو لوی پانګه‌وال دی

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۰۹:۱۹ GMT+۱

د طالبانو بیا ځل واکمنېدو او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په ګډون د نړۍوالو ادارو وتو چین ته فرصت ورکړ؛ څو د افغانستان د پانګونې مارکېټ ته ننوځي او له شته خلا څخه ګټه پورته کړي.

ایران ټاېمز ورځپاڼې ویلي، چین په نږدې څلورو کلونو کې د افغانستان دننه په بېلابېلو برخو کې د یوه ستر پانګه‌وال هېواد په توګه راڅرګند شوی دی.

راپور زیاتوي، د طالبانو حکومت چې له سختو مالي ستونزو سره مخ دی هڅه کوي د افغانستان غني کانونه وکېندي.

دغې ډلې پر داخلي پانګه‌والو سربېره، چینایي شرکتونو ته هم د سرو زرو، ګران بیه ډبرو او کرومایټ (چې په فولادو کې کارول کېږي) د استخراج قراردادونه ورکړي دي.

سره له دې چې چین هم لا تر اوسه طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي؛ خو د افغانستان پر وړاندې د بندیزونو د ختمېدو غوښتنه کوي او غواړي شاوخوا ۹ مېلیارده ډالر کنګل شوې شتمنۍ چې د امریکا پخواني ولسمشر جوبایډن د فرمان له مخې بندې شوې دي؛ خوشې شي.

افغانستان د چین د «یو کمربند، یوه لار» اقتصادي نوښت لپاره یوه مهمه څلورلارې ګڼل کېږي. چین د افغانستان له ګاونډ سره د سوداګریزو اړیکو پراخوالی یوه مهمه موخه ګڼي. په کابل کې د بیجېنګ سفیر ژاو شینګ تېر کال د (تلې په میاشت کې) پر اېکس پاڼه ولیکل: «چین د افغانستان د صادراتو لپاره پر ۱۰۰سلنه ګمرکي تعرفو معافیت اعلانوي».

دغه اقدام چې د ډونالډ ټرمپ د تعرفو د ناندریو پر مهال شوی، طالبانو ته یې زمینه برابره کړې چې د چین بازارونو ته د انرژۍ او رغنیزو توکو په برخه کې بې تعرفې لاسرسی ولري.

د طالبانو تر واک لاندې د سرپل ولایت د نفتو کېندنې اړوند د پانګونې په برخه کې لومړنی ستر قرارداد د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په میاشت کې له یوه چینایي شرکت «د منځنۍ اسیا د نفتو او ګازو د استخراج شین‌جیانګ شرکت» (CAPEIC) سره لاسلیک شو.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هغه مهال وویل: «پر دې بنسټ، CAPEIC هر کال ۱۵۰ مېلیونه ډالره پانګونه کوي».

د ده په خبره، دغه پانګونه به په درېیو کلونو کې ۵۴۰ مېلیونه ډالرو ته ورسېږي او قرارداد به ۲۵ کاله دوام ولري.

د طالبانو حکومت به په دې پروژه کې ۲۰ سلنه ونډه ولري، چې تر ۷۵ سلنې پورې لوړېدای شي.

د یادې ډلې د بیا ځل واکمنۍ راهیسې د کان کېندنې په برخه کې نږدې ۲۰۰ قراردادونه یوازې له چینایي شرکتونو سره شوي دي.

چین همدا راز د لوګر ولایت د مس عینک ستر کان کېندنې کارونه د ۲۰۲۴ په جولای میاشت کې بیا پیل کړل.

دغه پروژه په ۲۰۰۸ کال کې د ۳ مېلیارده ډالرو په ارزښت د ۳۰ کلونو لپاره لاسلیک شوې وه؛ خو د بهرنیو ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړو دغه پروژه ۱۶ کاله وځنډوله.

د عینک مسو کان د نړۍ دویم ستر کان بلل کېږي، چې د برېښنایي موټرو د بیټریو او الېکټرونیکي چیپونو لپاره کارېږي.

چین خپل تعاملات له طالبانو سر تر بل هر هېواده ښه ساتلي او ان د‌ پاکستان سره یې د دغه ډلې د خبرو اترو او اړیکو ښه کېدو منځګړتوب هم کړی دی.

تېره اونۍ په بیجېنګ کې د طالبانو، پاکستان او چین بهرنیو چارو وزیرانو ګډه غونډه وکړه، چې د راپورونو پر بنسټ له طالبانو پکې غوښتنه شوي؛ څو افغانستان کې د هند د نفوذ مخه ونېسي. له چین سربېره د ایران، روسیې، منځنۍ اسیا او یو شمېر نورو هېوادونو پانګه‌والو هم افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښوولې.

دا‌ په داسې حال کې ده، چې په کور دننه او بهر د جلا وطنه افغانانو له لوري نیوکې کېږي چې طالبانو په خپلسرې او ناقانونه توګه د افغانستان طبیعي شتمني د چین په ګډون د یو شمېر نورو هېوادونو منګولو کې ورکړې ده.

ایرانی چارواکی: د افغانستان سره پر ګډو پولو د کنټرول لپاره له مصنوعي ځیرکتیا کار اخلو

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۰۸:۲۴ GMT+۱

د ایران د خراسان رضوي مرستیال والي امیرالله شمقدري وايي، چې د افغانستان سره د ګډو پولو د بندولو پروژه د مصنوعي ځیرکتیا او برېښنایي ټکنالوژۍ په مرسته پلي کوي.

د مهر په نوم د ایران خبري اژانس د راپور له مخې؛ ښاغلي شمقدري له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې د دغې پروژې د پلي کولو موخه د ناقانونه کډوالو د تګ راتګ کچه راټیټول او ان صفر ته رسول دي.

نوموړي زياته کړې، چې تر دې دمه د افغانستان سره په ختيځه سيمه کې ۶۵ کيلومتره سرحدي دېوال جوړ شوی او د نورو ۱۰۰ کيلومتره لپاره لومړني کارونه بشپړ شوي دي.

شمقدري ټينګار کړی، چې دغه سرحدي دېوال د نوې او عصري ټکنالوژۍ څخه په ګټې اخیستنې جوړ شوی او د تګ راتګ کره والی او هره شېبه څارنه ممکن کوي.

هغه زیاته کړې:« د بهرنیو وګړو کار کول، استوګنه او تګ رانګ به په یو منسجمه سیسټم کې ثبت کړو او هغه کسان چې امنیتي ګډوډي جوړوي؛ ورسره به پرېکنده چلند وشي.»

تر دې مخکې څو ورځې وړاندې د ایران د پوځ مشر محمد باقري هم یادې موضوع ته په اشارې سره ویلي وو، چې د افغانستان سره په سرحدي دېوال پروژه کې له ځیرکو او برېښنایي تجهیزاتو کار اخیستل کېږي.

نوموړي زياته کړې وه، چې دغه پروژه به په سیمه کې د دوامدار امنیت په ټينګښت، د نشه‌يي او ناقانونه توکو د قاچاق او همداراز د افغان کډوالو د ناقانونه تګ راتګ په مخنیوي کې مهم رول ولوبوي.

په ترکیه کې د «انتالیا بهیر» تر نامه لاندې د افغانستان په تړاو غونډه پیل شوې

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۰۷:۵۱ GMT+۱

د افغانستان د مدني او ډېموکراټیکو ځواکونو شبکې ویلي، چې په ترکیه کې یې د «انتالیا بهیر» په نوم د افغانستان په تړاو د مدني ټولنو غونډه پیل کړې چې په ترڅ کې یې د طالبانو د واکمنۍ نږدې څلور کلنې واکمنۍ او راتلونکي په تړاو ارزونه کېږي.

د دغې ناستې د اجنډا یوه کاپي چې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته هم رسېدلې پکې ویل شوي، دغه ناسته د افغانستان اوسنيو سټراټېژیکو، سیاسي او ټولنیز ننګوونو ته په پام د ټولګډونه ملي خبرو اترو په پار جوړه شوې.

د دغه ناستې مهم ګډونوال د مدني ټولنو استازي، ښځې او د بشري حقونو فعال بلل شوي دي.

په دغې دوه ورځني کنفرانس کې به د افغانستان په تړاو یو شمېر څېړنې او نظریات هم شریک شي. همدا راز په اجنډا کې په ډاګه شوې، چې د ملګرو ملتونو چوکاټ او د دوحې بهیر هم د دغه ناستې د ارزونې مهم ټکي دي.

د انتالیا ناسته تر دې مخکې هم درې ځله په ترکیه کې شوې ده او دا یې څلورم پړاو دی.

طالبانو په افغانستان کې پر سیاسي او مدني فعالیتونو سخت بندیزونه لګولي، چې له همدې کبله په کور دننه د دغه ډول ناستو د ترسراوي لپاره هېڅ ډول خوندي چاپېریال نشته.

اوس‌مهال افغان سیاست‌وال، د بشري حقونو فعالان، پخواني چارواکي او مدني خوځښتونه په جلاوطنۍ کې د افغانستان په تړاو ډول، ډول ناستې کوي.

ایران: سږکال به ۵۰۰ زره ټنه ټرانزیټي توکي د اورګاډي له لارې افغانستان ته ولېږدول شي

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۰۶:۴۸ GMT+۱

د ایران د اورګاډي ادارې اجرایوي مشر جبار علي ذاکري وایي، چې د ټاکل شوي پلان له مخې به سږکال ۵۰۰ زره ټنه ټرانزیټي توکي د اورګاډي له لارې افغانستان ته ولېږدوي.

هغه د اېرنا خبري اژانس سره په مرکه کې وویل:« د سالار – شادمهر حلقوي سړک په پرانیستلو سره به اورګاډي د توربت حیدریه تم ځای څخه پرته له ځنډ تېرېږي او په ډېرې کمې موده کې به خپل مزل وهي او منزل ته به رسېږي.»

هغه زیاته کړې، د اور ګادي هغه قطارونه چې له هرات او سنګان څخه د شهد مطهري تر تمځای راتلل، لارې یې خلاصې دي؛ خو یوازې پخوا د لارې په اوږدو کې په راتلونکو تمځایونو کې د بارونو راټولول یو څه ستونزمن وو او اوس دغه ستونزې هوارې شوې دي.

ذاکري د افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې شویو پرمختګونو ته په اشارې سره وویل، « افغانستان د ایران د سوداګرۍ په برخه کې پنځم اصلي شریک دي او د ټاکل شوي پلان له مخې به سږ کال له ۵۰۰ زره ټنو څخه ډېر ټرانزیټي توکي د اور ګادي پټلۍ له لارې دغه هېواد ته واستول شي.»

څو ورځې وړاندې د ایران او افغانستان د ګډې خونې مشر محمود سیادت هم ویلي و، چې په وروستيو کلونو کې چینایان او ازبکان په پراخه توګه د افغانستان بازار ته داخل شوي دي. نوموړي د اندېښنې په ښودلو زياته کړې وه، که ایران جدي اقدام ونه کړي؛ نو په دوو کلونو کې به له افغان مارکېټونو څخه ایراني محصولات ورک شي.

پاکستان پرون ۴۸۲ افغانان یوازې د تورخم له لارې اېستلي دي

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۰۶:۳۳ GMT+۱

د پښتونخوا د قبایلي چارو ادارې ویلي، چې پرون د یکشنبې په ورځ د (غبرګولي ۴مه) د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو له لوري نیول شوي ۴۸۳تنه افغان کډوال په جبري توګه د تورخم له لارې اېستل شوي دي.

په دغو کسانو کې یوازې ۳۹کسانو د اې سي سي کارتونه لرل او پاتې نور په ناقانونه توګه په پاکستان کې اوسېدل.

همدا راز د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې له پاکستان او ایران څخه تېره ورځ ۴۸۹ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي چې له ډلې یې ۱۷۲ کورنۍ له ایران څخه د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې ستنې شوې دي.

د راپور له مخې؛ ۱۳۲ نورې کورنۍ بیا د کندهار، انګور اډې او د هلمند د بهرامچې له لارې افغانستان ته په جبري توګه ستنې شوې دي.

که څه هم د پاکستاني پولیسو له لوري د افغان کډوالو د اېستلو عملیات یو څه تت شوي؛ خو په بشپړه توګه لا نه دي‌ ولاړ او لا هم په بېلابېلو ایالتونو کې پولیس وخت ناوخت کوڅه په کوڅه ګرځي.

د رسمي شمېرو له مخې؛ پاکستان یوازې د اپرېل په میاشت کې څه باندې ۱۴۴زره افغانان خپل هېواد ته په جبري توګه اېستلي دي او د روانې مئ میاشتې راهیسې هره ورځ له څلور زرو څخه تر شپږ زرو پورې افغانان اېستل کېږي.

یو شمېر نړۍوالو سازمانونو او ملګرو ملتونو له پاکستانه غوښتي؛ څو د کډوالو د اېستلو بهیر ودروي او ورسره دې سم چلند وکړي.

همدا راز ایران هم خبرداری ورکړی، چې په نږدې راتلونکې کې به د افغانانو د اېستلو په تړاو جدي اقدامات وکړي او په دې تړاو یې له طالبانو سره هم بېلابېلې ناستې کړې دي.