ایرانی چارواکی: د افغانستان سره پر ګډو پولو د کنټرول لپاره له مصنوعي ځیرکتیا کار اخلو

د ایران د خراسان رضوي مرستیال والي امیرالله شمقدري وايي، چې د افغانستان سره د ګډو پولو د بندولو پروژه د مصنوعي ځیرکتیا او برېښنایي ټکنالوژۍ په مرسته پلي کوي.

د ایران د خراسان رضوي مرستیال والي امیرالله شمقدري وايي، چې د افغانستان سره د ګډو پولو د بندولو پروژه د مصنوعي ځیرکتیا او برېښنایي ټکنالوژۍ په مرسته پلي کوي.
د مهر په نوم د ایران خبري اژانس د راپور له مخې؛ ښاغلي شمقدري له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې د دغې پروژې د پلي کولو موخه د ناقانونه کډوالو د تګ راتګ کچه راټیټول او ان صفر ته رسول دي.
نوموړي زياته کړې، چې تر دې دمه د افغانستان سره په ختيځه سيمه کې ۶۵ کيلومتره سرحدي دېوال جوړ شوی او د نورو ۱۰۰ کيلومتره لپاره لومړني کارونه بشپړ شوي دي.
شمقدري ټينګار کړی، چې دغه سرحدي دېوال د نوې او عصري ټکنالوژۍ څخه په ګټې اخیستنې جوړ شوی او د تګ راتګ کره والی او هره شېبه څارنه ممکن کوي.
هغه زیاته کړې:« د بهرنیو وګړو کار کول، استوګنه او تګ رانګ به په یو منسجمه سیسټم کې ثبت کړو او هغه کسان چې امنیتي ګډوډي جوړوي؛ ورسره به پرېکنده چلند وشي.»
تر دې مخکې څو ورځې وړاندې د ایران د پوځ مشر محمد باقري هم یادې موضوع ته په اشارې سره ویلي وو، چې د افغانستان سره په سرحدي دېوال پروژه کې له ځیرکو او برېښنایي تجهیزاتو کار اخیستل کېږي.
نوموړي زياته کړې وه، چې دغه پروژه به په سیمه کې د دوامدار امنیت په ټينګښت، د نشهيي او ناقانونه توکو د قاچاق او همداراز د افغان کډوالو د ناقانونه تګ راتګ په مخنیوي کې مهم رول ولوبوي.