قرغیزستان په درې میاشتو کې افغانستان ته ۴۰ میلیونه لېټره پټرول صادر کړي

د قرغیزستان د ملي احصایې کمیټې د معلوماتو له مخې، دغه هېواد د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ رُبع (جنورۍ–مارچ) کې افغانستان ته د ۱۸،۵ میلیونه ډالرو په ارزښت پټرول صادر کړي دي.

د قرغیزستان د ملي احصایې کمیټې د معلوماتو له مخې، دغه هېواد د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ رُبع (جنورۍ–مارچ) کې افغانستان ته د ۱۸،۵ میلیونه ډالرو په ارزښت پټرول صادر کړي دي.
د رپوټ له مخې، قرغیزستان د روان میلادي کال له جنورۍ میاشتې نه تر مارچ پورې افغانستان ته ۴۰ میلیونه لیتره پټرول صادر کړي چې ارزښت یې ۱۸،۵ میلیونه ډالره دی.
دا د تېر کال له همدې مودې سره په پرتله ۱۰۵ برابره زیاتوالی ښيي.
د ۲۰۲۴ کال په همدې موده کې، قرغیزستان افغانستان ته یوازې ۳۸۴ زره لیتره پټرول صادر کړي وو چې ارزښت یې ۲۱۲ زره ډالر و.
په ۲۰۲۵ کال کې قرغیزستان هر لېتر پټرول په۴۰ سومه پلورلی چې شاوخوا ۳۲ افغانۍ کیږي.
افغانستان د قرغیزستان د موټرو د پټرولو تر ټولو ستر واردوونکی دی.
د افغانستان ترڅنګ، قرغیزستان د ۲۰۲۵ کال په همدغو درې میاشتو کې ازبکستان ته هم ۲،۵میلیونه لیتره پټرول صادر کړی، چې ارزښت یې یومیلیون ډالر ښودل شوی.


د طالبانو د امربالمعروف وزارت د پالیسۍ او مسلکي مرستیال نور محمد حقاني په کابل کې د سلمانیو د اتحادیې له مسوولینو سره په لیدنه کې ویلي، چې «د نیم سر خرېیل او نیم پرېښودل» غیر شرعي او پردی کلتور دی او باید له دې ډډه وشي.
د طالبانو د امربالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وايي، چې تېره ورځ د یاد وزارت مرستیال نور محمد حقاني په کابل کې د سلمانیو د اتحادیې له مسوولینو سره ناسته کړې ده.
نور محمد حقاني ویلي، چې یوازې په ټولنه کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر د یوې خاصې ډلې مسوولیت نه دی بلکې هر مومن مسلمان مکلف دی چې د معروفاتو اقامه وکړي او د منکراتو مخه ونیسي.
حقاني په خپلو څرګندونې کې ویلي، چې «قزع «د نیم سر خرېیل او نیم پرېښودل» ددې ترڅنګ چې د نبوي احادیثو خلاف او غیر شرعي کړنه ده ، یو پردی کلتور دی چې مخنیوی یې زموږ او تاسې دیني مسوولیت دی.»
د طالبانو د دعوت او ارشاد لوی رییس شریف الله حقاني په غربي سټایل د وېښتانو جوړولو پر مخنیوي ټینګار کړی او د کابل د سلمانیو د اتحادیې له مسوولینو څخه یې غوښتنه کړې، چې په ټولنه کې د شته منکراتو مخنیوي او معروفاتو اقامه کې له یاد وزارت سره همکاري وکړي.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت خبرپاڼه کې راغلي، چې د کابل د سلمانیو د اتخادیې مسوولینو ډاډ ورکړی چې ټولې سپارښتنې او وړاندیزونه به پلي کوي او د هغو ټولو کړنو له ترسره کولو به ډډه وکړي چې د وزارت له سپارښتنو سره په ټکر کې دی.
له دې وړاندې په هرات ولایت کې د طالبانو امر بالمعروف ریاست ټولو سلمانیو ته امر کړی و، چې د "لاس قبضې" څخه لږ د ږیرې له کمولو او د "شریعت خلاف" د وېښتو له جوړولو ډډه وکړي.
د طالبانو د امربالمعروف قانون کې هم د ږیرې په اړه یادونه شوې ده او د ږیرې خرېیل یې ګناه بللې ده.
د طالبانو د دغه قانون له اعلان وروسته له یو شمېر ولایتونو داسې راپورونه هم ورکړل شوي، چې د امر بالمعروف محتسبان پر لارو او سړکونو ځوانان را ګرځوي او د ږیرې نه خرېیلو، د موسیقۍ د نه اورېدو، د لډو نه کولو او په شریعت د ځان برابرولو سپارښتنې ورته کوي.

د ازبکستان د ترانسپورت وزارت اعلان کړی چې په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د "ټرانس-افغان ترانسپورتي دهلېز" له لارې د بار وړلو حجم له ۵ میلیونه ټنو زیات شوی دی. دغه لاره د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د پاکستان له بندرونو سره د وصلیدو فرصت برابروي.
د ازبکستان ټرانسپورټ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «د ۲۰۲۴ کال تر پایه، د ټرانسافغان دهلېز له لارې د مالونو د لېږد کچه له پنځه میلیونه ټنو واوښته، چې له نورو هېوادونو د ازبکستان له لارې افغانستان ته ترانزیټ شوي بارونه پکې تر درې میلیونو ټنو زیات وو».
همداراز، شاوخوا ۵۰۰ زره ټنه مالونه د ازبکستان له لارې قرغیزستان، تاجکستان، جورجیا، هالینډ، ترکیې، چین او سعودي عربستان تهټرانزیټ شويدي.
د ازبکستان د ترانسپورت وزارت د معلوماتو له مخې، د نږدې راتلونکي لپاره یوه انلاین ناسته پلان شوې، چې د افغانستان له لارې د دې نوي ترانسپورتي دهلېز غړي هېوادونه به پکې ګډون وکړي. د غونډې اجنډا کې به د دهلېز پراختیا او په ځانګړي ډول د افغانستان په خاوره کې د رېل پټلۍ جوړول شامل وي، چې د مالونو د لېږد ظرفیت نور هم لوړ شي.
د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۴ کال د اپرېل په میاشت کې د "بلاروس-روسیې-قزاقستان-ازبکستان-افغانستان-پاکستان" ترانسپورتي دهلېز د جوړېدو هوکړه هم لاسلیک شوې. دا پروژه به د روسیې او بلاروس لپاره، چې د بندیزونو له امله یې لوژستیکي لارې اغېزمنې شوې، بدیله لار برابره کړي.
د ازبکستاني رسنیو د رپوټ له مخې، د منځنۍ اسیا هغو هېوادونو لپاره چې سمندر ته لاسرسی نه لري، دغه دهلېز به د پاکستان بندرونو ته د رسېدو لاره خلاصه کړي. خو د دهلېز د بشپړ فعالېدو لپاره، په افغانستان کې د رېلپټلۍ جوړول حتمي بلل شوي دي.
په اوس وخت کې، د روسیې او ازبکستان انجنیران په ګډه د رېل پټلۍ د امکانسنجۍ مطالعه ترسره کوي، چې ویل کېږي د ۲۰۲۶ کال تر پیل پورې به چمتو شي.
همداراز، بله پټلۍ له ترکمنستان سره د افغانستان له پولې پلان شوې ده.

د افغانستان د فارمي جرګانو سرتاسري اتحادیې مرستیال توریالی هلمند وايي چې افغانستان هره ورځ ۵ میلیونه هګیو ته اړتیا لري. هلمند زیاتوي چې هر ورځ دوه نیم میلیونه هګۍ له فارمونو او شاوخوا یو میلیون هګۍ له کورنیو چرګانو ترلاسه کېږي چې ۴۰ سلنه یې اوس هم له پاکستان او ایران څخه راځي.
د افغانستان د فارمي چرګانو د اتحادیې مرستیال توریالي هلمند د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون سره د مرکې پرمهال وویل چې اوس هم لوړه کچه پانګه د هګیو او چرګانو په برخه کې بهر مصرف کېږي.
هلمند وايي چې که په راتلونکو دوو کلونو کې د چرګانو د فارمونو لپاره ځمکې تقسیم شي نو د هګۍ له اړه افغانستان پر ځان بسیا کېدای شي.
دی نیوکه کوي چې له پاکستان او ایران نه د واردېدونکو هګیو کیفیت سم نه دی او د داخلي فارمونو هګۍ کیفیت ډېر غوره دی.
د روان کال د غويي ۱۱مه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې د طالبانو مشر د چرګانو او مالدارۍ صنعت د ودې په هدف ۱۸۰ زره جریبه ځمکه بېله کړې ده.
مجاهد ویلي و، چې دغه ځمکه د مالدارۍ او چرګانو ساتلو د فارمونو لپاره خصوصي سکتور ته په واک کې ورکول کیږی.
که څه هم په افغانستان کې د چرګانو او هګیو د تولید صنعت خورا وده کړې، خو د کورنیو چرګانو او هګیو ته د هېواد دننه ځانګړی ارزښت ورکول کېږي.

په پنجشېر کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست چارواکي وایي، چې د هېواد پر سوداګرو یو زرو او ۴۱۳ قیراطه زمرد وپلورل شول.
د طالبانو تر واک لاندې د باختر اژانس د راپور له مخې، دغه ۱۴۱۳ قیراطه زمرد د ۱۷۱ زره او ۹۰ امریکایي ډالرو په ارزښت د داوطلبۍ له لارې د هېواد پر سوداګرو پلورل شوي دي.
دغه داوطلبي د کانونو د څارنې کمېټې، سیمهییزو چارواکو او خصوصي سکتور استازو په حضور کې ترسره شوې ده.
د پنجشېر د کانونو رییس محمد قاسم امیري وایي، دا لومړی ځل نه دی، بلکې تر دې وړاندې هم د بولۍ له لارې زرګونه قیراطه زمرد د هېواد پر سوداګرو پلورل شوي دي.
پنجشېر د افغانستان له هغو ولایتونو شمېرل کېږي چې لوړ کیفیت لرونکي زمرد پکې موندل کېږي او د دې ډبرو قانوني استخراج او پلور د ملي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره مهم بلل کېږي.
په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست وایي، چې دا مهال په دغه ولایت کې د زمردو کان ۲۱ نوې سيمې رامنځته شوې او کان کېندنې پکې روانې دي.
د دغه ریاست په وینا، په پنجشېر کې د زمردو شاوخوا ۶۰۰ شرکتونه رسمي جوازونه لري او په کارونو بوخت دي.

د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند وايي، چې صنعتکاران د هېواد د اقتصادي جوړښت اصلي ستنې دي او افغانستان دا مهال په ۱۳۸ صنعتي او تولیدي سکتورونو کې خودکفايي ته رسېدلی.
نوموړي دا څرګندونې د صنعت ملي او نړیوالې اونۍ د څلورم نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې وکړې.
هغه زیاته کړه چې طالبان د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره پر وارداتي توکو ګمرکي تعرفې لوړې کړې دي او ټولو دولتي ادارو ته سپارښتنه شوې چې د خپلو تدارکاتو پر مهال کورنیو محصولاتو ته لومړیتوب ورکړي، حتا که د کیفیت له پلوه تر بهرنیو ټیټ هم وي.
ملا برادر له صنعتکارانو وغوښتل چې د خپلو تولیداتو کیفیت، قیمت او کمیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي او دوی ته یې ډاډ ورکړ چې طالبان به د خپلو امکاناتو په کچه له ملي صنعت او تولید ملاتړ ته دوام ورکړي.
د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ویلي، چې د دوی له راتګ سره د صنعت سکتور د پام وړ پرمختګ کړی دی. هغه زیاتوي، « تر دې دمه شاوخوا ۱۵۰۰ نوې فابریکې جوړې شوې دي، چې له امله یې نږدې ۷۰ زره هېوادوالو ته دایمي د کار زمینه برابره شوې ده.اوس مهال افغانستان په ۱۳۸ صنعتي او تولیدي سکتورونو کې ځانبسیا ته رسېدلی دی.»
یاد نندارتون چې د سې شنبې په ورځ (غبرګولي ۶مه)د افغانستان نړیوال نندارتون په مرکز کې جوړ شوی، د هېواد د بېلابېلو سکټورونو ۷۰۰غرفې پکې ځای پر ځای شوې دي. په دې غرفو کې د کورني تولیدات، د ښځو لاسي صنايع، افغاني غالۍ، غیر الکولي څښاک، برېښنايي وسايل او د کور اړوند وسایل نندارې ته وړاندې شوي دي.
دغه نندارتون د طالب چارواکو، یو شمېر سفارتونو د ډېپلوماټانو، د خصوصي سکټور استازو، صنعتکارانو او پانګهوالو په حضور کې پرانیستل شوي.
د نندارتون جوړوونکي وايي، هدف یې د کورنیو تولیداتو معرفي، د خصوصي سکتور ملاتړ او پانګوالو ته د فرصتونو برابرول دي. دوی زیاتوي چې دا ډول نندارتونونه کولی شي د صنعت د پراختيا ترڅنګ، د صادراتو د زیاتوالي او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو سبب هم شي.
ټاکل شوې چې دا نندارتون د روان ۱۴۰۴لمريز کال د غبرګولي تر ۱۱مې نېټې پورې پرانیستی وي او هره ورځ به له ۹بجو څخه تر ماښام ۵بجو پورې د خلکو پرمخ خلاص وي.