ملا برادر: افغانستان په ۱۳۸ صنعتي او تولیدي سکتورونو کې خودکفايي ته رسېدلی

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند وايي، چې صنعت‌کاران د هېواد د اقتصادي جوړښت اصلي ستنې دي او افغانستان دا مهال په ۱۳۸ صنعتي او تولیدي سکتورونو کې خودکفايي ته رسېدلی.