له خبریالانو د ملاتړ سازمان: افغانستان کې دننه ټولې رسنۍ له سخت سانسور سره مخ دي

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان مشر حامد عبیدي وايي، چې د بیان د ازادۍ په اړه د طالبانو ادعاوې ناسمې دي او په کور دننه رسنۍ له سخت سانسور سره مخ دي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان مشر حامد عبیدي وايي، چې د بیان د ازادۍ په اړه د طالبانو ادعاوې ناسمې دي او په کور دننه رسنۍ له سخت سانسور سره مخ دي.
هغه په ترکیه کې د انتالیا بهیر په غونډه کې زیاته کړې، چې رسنۍ د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د دغې ډلې د استخباراتو لهخوا تر سخت فشار لاندې دي.
د هغه په وینا، طالبانو د خبریالانو لپاره سرې کرښې ټاکلې دي، چې له هغې څخه تېرېدل د خبریالانو د ډبولو او زنداني کېدو په معنا دي.
ښاغلي عبیدي یادونه کړې، چې یو شمیر رسنیو خپل فعالیتونه بند کړي او ځینو خبریالانو د بیان د ازادۍ د ارزښتونو د ساتنې له امله له دغه مسلک څخه لاس اخیستی دی.
سربېره پردې هغه ویلي دي، چې طالبان هڅه کوي د هغو رسنیو له لارې چې دوی یې کنټرولوي وضعیت عادي وښیي.
وروسته له هغه چې طالبان یو ځل بیا په افغانستان کې واک ته ورسېدل، یو شمیر رسنیو د دې ډلې لهخوا د لګول شویو محدودیتونو له امله خپل فعالیتونه ودرول، او ډیری خبریالان، په ځانګړې توګه ښځې اړې شوې چې خپل مسلک پریږدي.
بلخوا د بښنې نړیوال سازمان او نورو نړیوالو بنسټونو په بیا بیا د افغانستان د خبریالانو او رسنیو پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده.
د یادولو وړ ده، چې د ۲۰۲۵ کال د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ډلبندۍ له مخې، افغانستان له ۱۸۰ هېوادونو څخه یوازې ۱۷.۸۸ نمرې ترلاسه کړې او په ۱۷۵مه درجه کې ځای لري.


په هرات پوهنتون کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم وویل چې د زده کړو هدف مجاهد یا طالب نه دی بلکې محصلین باید د انجنیر او ډاکټر په توګه د خلکو خدمت وکړي. هغه ټینګار وکړ چې نوموړی د زده کړو د دوام ملاتړ کوي، خو زده کونکي باید د "اختلاف رامینځته کولو" پر وړاندې ودریږي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلوېزیون د سه شنبې په ورځ د غبرګولي ۶مه د هرات پوهنتون له استادانو او محصلینو سره په یو لړ مراسمو کې د دغې ډلې د لوړو زده کړو د وزیر وینا خپره کړې ده.
ندا محمد ندیم په دغو مراسمو کې وویل:«موږ نه غواړو چې تاسې مجاهدین شئ او په دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کې کار وکړئ. موږ نه غواړو چې زده کوونکي مو طالبان شي. دوی باید انجینران او ډاکټران شي او د خلکو ستونزې حل کړي.»
په ورته وخت کې، هغه ټینګار وکړ، چې هر زده کوونکی او استاد باید د زده کړې تر څنګ "وفادار او اخلاقي" وي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ادعا وکړه، چې نړۍ هڅه کوي د افغانستان په نظام کې ګډوډي رامنځته کړي.
ندا محمد ندیم همدا راز وویل: «په افغانستان کې وژنه نشته، امن دی او د خلکو تر منځ نفاق نشته. هرڅوک د ورورولۍ په فضا کې ژوند کوي.»
د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر له دې وړاندې د هېواد په بېلابېلو پوهنتونونو کې له محصلینو سره لیده کاته کړي او له هغوی یې غوښتي چې د علم او پوهې په مټ له دښمن سره جګړه وکړي.
د راپورونو له مخې، طالبان د افغانستان د پوهنې په نظام کې د تغییراتو راوستلو په حال کې دي او په پام کې لري چې د اسلامي شریعت پر بنسټ د لوړو زده کړو نصاب او جوړښت کې بدلون راولي.

په کابل کې د ایران پخوانی سفیر او د دغه هیواد د استازو جرګې د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیسیون غړي ابوالفضل زهراوند ویلي، چې په ایران کې د افغانستان د خصوصي سکتور پانګونه د هلمند سیند اوبو د حقابې له مسلې سره هیڅ تړاو نه لري.
هغه د ایراني رسنۍ الینا سره په خبرو کې زیاته کړې، لکه د نورو هېوادونو او په ځانګړې ډول د متحده عربي اماراتو او عمان په څیر یو ایرانی وګړی باید په کاري ځواک کې د یو افغان کارګر د ساتلو په بدل کې حکومت ته تضمین ورکړي.
ابوالفضل زهراوند په خپلو خبرو کې وویل: د کورنیو چارو وزارت باید له یوه ایراني لوري څخه وغواړي چې په ایران کې د کار کوونکو افغانانو لپاره ژمنه وکړي.
« کله چې تاسو عمان یا متحده عربي اماراتو ته ځئ، نو باید یو اماراتي یا عماني کس ستاسې تضمین وکړي. ولې مونږ دا اصول نه تنظیموو، پاسپورټونه زموږ لپاره هیڅ اهمیت نه لري. په افغانستان کې، دوی کولی شي پاسپورټونه د ۱۰۰ څخه تر ۲۰۰ ډالرو بدل کې واخلي او ترهګر عناصر ایران ته راولي.»
د ایران د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ د کمیسیون یوه بل غړي د امیر خان متقي د ورستیو څرګندونو په اړه چې د هلمند سیند د اوبو د حقابې په تړاو یې بحث کړې و، وایي: «زموږ اړیکې له افغانستان سره، په ځانګړې توګه د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته، په غیر متوازن حالت کې وې؛ ځکه چې نړۍ لا هم دا ډله په رسمیت نه ده پېژندلې.او له بلې خوا د دوی داخلي مسوولیتونه په واضح ډول نه دي تعریف شوي.»
هغه الینا خبري اژانس ته ویلي، طالبان لا تر اوسه په حکومت کې د نورو قومونو او ډلو د شریکولو په وړاندې هېڅ نرمښت نه دې ښکاره کړی، هغوی د ایران او نورو ګاونډیو هېوادونو پورې اړوند مسلو په اړه کوم واضح دریځ نه لري.
هغه ټینګار وکړ چې دا مهال د طالب چارواکو په څرګندونو حساب نه کوي.
ابوالفضل هیله څرګنده کړه، چې په افغانستان کې د تعاملاتو پروسه به د یو ټولګډونه حکومت د جوړولو او تاسیس لامل شي چې د نړیوالې ټولنې لخوا به په رسمیت وپیژندل شي. هغه وویل: «اوس مهال، فقر، بې کاري، د ټول شموله جوړښت نشتوالی، د طالبانو ترمنځ داخلي ویشونه، د افغانستان ستونزې، چې نه یوازې د افغانانو لپاره، بلکې د ګاونډیانو لپاره یې هم ناغوښتل شوي شرایط رامینځته کړي دي.»
له بلې خوا دغه ایراني چارواکي ټینګار کړی، چې دوی باید افغان پانګوالو ته په ایران کې د اوږدمهاله استوګنې او ویزې شرایط برابر کړي خو وايي په افغانستان کې د ایران د پانګونې مخالفت کوي.
هغه زیاتوي، چې په افغانستان کې د ایران د پانګونې امکان نشته او دا هېواد کولی شي د انرژۍ په پلورلو کې له افغان وګړو سره همکاري وکړي.
طالبانو تر دې مهال د دغه ایراني چارواکي د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

افغانستان انټرنشنل ته لېږل شوې ویډیوګانې د بدخشان ولایت په شهدا ولسوالۍ کې د طالبانو او د سلفي وسلهوالو یوه قوماندان زیدالله سره د نښتې شېبه ښیي. د سرچینو په وینا، په دغې نښته کې طالبانو زیدالله وژلی او د هغه کور ته یې اور اچولی.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دغه نښته تېره ورځ د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۵مه) شوې.
سرچینه زیاتوي، چې په دغې نښته کې څلور تنه طالبان هم وژل شوي او د نښتې پرمهال سپکې او درنې وسلې کارول کېدې.
په دغې نښته کې د درېیو کسانو د ټپیانېدو راپور هم ورکول شوی دی.
د طالبانو او کروندګرو ترمنځ دغه لانجې ګونجې درې ورځې وړاندې د کوکنارو کروندو د اړولو په غبرګون پیل شوې.
د راپورونو له مخې؛ دغه لانجې او اعتراضونه هغه مهال پیل شول چې طالبانو غوښتل د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې د کوکنارو کروندې واړوي؛ خو خلکو یې مخه ونیوله.
سرچینو تېره ورځ هم افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی و، چې په بدخشان کې د کوکنارو کروندو د لهمنځه وړلو پر وړاندې د بزګرانو د لاریونونو له ډېرېدو سره جوخت د طالبانو لوی درستیز فصیحالدین فطرت په دغه ولایت کې د دغې ډلې له والي ایوب خالد سره لیدلي دي.
نوموړي تر دې مخکې هم د ۱۴۰۳ کال د غويي په میاشت کې د ورته اعتراضونو د خاموشه کېدو لپاره د طالبانو په هڅو کې مهم رول لوبولی و.

د پاکستان دهنېشن ورځپاڼې په یوه خپره کړې مقاله کې ویلي، چې له پاکستان سره د طالبانو «منافقت» څرګند دی، او په وینا یې چې دوی د پاکستان د بې ثباته کولو لپاره له هند سره لاس یو کړی.
په مقاله کې راغلي، طالبان هغه بنسټپالي او قبیلوي دودونه پالي، چې ښځې له خپلو حقونو څخه لکه زدهکړې او ازادۍ محروموي، سره له دې چې د دغې ډلې کړنې له اسلامي لارښوونو برعکس دي.
دغه ورځپاڼه طالباني فکر او په سیمه کې د بنسټپالنې اصلي لامل او ترویج کوونکی د پاکستان د پخواني پوځي حکومت مشر جنرال ضیاالحق په ګوته کوي او لیکي: «جنرال ضیا په ۱۹۷۹ کال په افغانستان کې د نور محمد تره کي د مشروع حکومت پر وړاندې د سي ای اې په تمویل نیابتي جګړه کې پاکستان ښکیل کړ، چې تر دې مهاله یې دغه هېواد دروند قیمت پرې کوي.»
مقاله وړاندې وایي، جنرال ضیا او د هغه رژیم د دغې جګړې له بهرنیو مرستو څخه ډیره ګټه پورته کړه، خو په بدل کې یې ترهګري، افراطیت، مخدره توکي، د ټوپک کلتور او ګډوډۍ عامه پاکستانیانو ته په میراث پرېښيي دي.
مقاله زیاتوي، د جنرال ضیا میراث د پاکستان لپاره اتلولي نه، بلکې یوه تراژیدي ده، هغه د «یو قطبي نړیوال نظم په جوړولو کې د بهرنیو ګټو لپاره کار وکړ، د لېبیا او عراق له تجزیې څخه نیولې، ان په فلسطین کې تر نسل وژنې پورې یې مسلمانو هېوادونو ته تلپاتې زیانونه اړولي دي.»
د مقالې په ټکو، جنرال ضیا «باید له هر ډول عزت څخه محروم شي، ځکه ډیر کم خلک به په یاد لري، چې هغه په ۱۹۷۰ کال په اردن کې پروت و، او د ۲۰ زره بې ګناه فلسطینیانو په ډله ییزه وژنه کې ښکیل و.»
دهنېشن په خپله مقاله کې لیکلي، «ځینې خلک لا هم جنرال ضیا اتل بولي، خو د ستایلو پر ځای هغه باید له پوځي محکمې سره مخ شوی وای، پر هغه د باور له امله د پاکستان پخواني لومړي وزیر ذوالفقار علي بوټو خپل ژوند له لاسه ورکړ. مونږ باید د خپل تاریخ دا تیاره فصل په دقت وګورو او حساب ورسره وکړو.»

د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر ندامحمد ندیم وایي، چې د افغانستان ښوونیز نصاب ډیرې ستونزې لري او له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې په همدې بڼه تدریسیږي: «هر اشغالګر چې راغلی زموږ په نصاب کې یې لاسوهنه کړې او یو څه یې په کې اضافه کړي دي.»
نوموړي په هرات پوهنتون کې له استادانو او یوشمېر زدهکړیالانو سره په یوې غونډه کې د وینا پرمهال ویلي، چې د نصاب لپاره یې یوه کمیټه هم جوړه کړې ده.
هغه ادعا کړې، په یوه کتاب کې راغلي، چې «ځمکه او اسمان د یوې چاودنې په پایله کې رامنځته شوي، دا نو څه معنا چې د چاودنې په پایله کې رامنځته شوي؟ موږ مسلمانان یو او باور لرو، چې ځمکه او اسمان خدای پیدا کړي دي.»
نوموړي د وینا پرمهال زدهکړیالانو ته ویلي، نړۍ په دې لټه کې ده، چې د افغانستان د خلکو او اوسني حاکم نظام ترمنځ «نفاق او بې باوري» راولي.
هغه وایي، دا ستاسو مسوولیت دی، چې د دغه دښمنانو خبرې واورئ او ورته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړئ.
خو هاخوا د افغانستان د روڼ اندو او لوستي قشر له لوري پر طالبانو نیوکې کیږي، چې دوی په نصاب کې د ستونزو په پلمه غواړي، چې په افغانستان کې د زدهکړو بهیر کمزروی او ټوله فضا دیني مدرسو ته برابره کړي.