پوتین د سولې په بدل کې له لویدیزو هېوادونو د ناټو نه پراخولو لیکلې ژمنه غواړي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین جګړې پای ته رسولو لپاره ځینې شرایط وړاندې کړي، چې یو پکې ختیز ته د ناټو نه غځولو په تړاو د لویدیزو مشرانو لیکلې ژمنه ورکول دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین جګړې پای ته رسولو لپاره ځینې شرایط وړاندې کړي، چې یو پکې ختیز ته د ناټو نه غځولو په تړاو د لویدیزو مشرانو لیکلې ژمنه ورکول دي.
دریو روسي سرچینو رویترز ته ویلي، چې په دې شرایطو کې بل پر روسیه د یولړ بندیزونو لرې کول هم شامل دي.
یوه لوړپوړي روسۍ سرچینه وايي، « پوتین چمتو دی چې سوله وکړي خو په هره بیه نه».
درې روسي سرچینو وویل چې پوتین غواړي له لویدیزو سترو قدرتونو څخه په لیکلي ډول ژمنه ترلاسه کړي چې د امریکا په مشرۍ ناټو به ختیز ته نه غځیږي او دا په دې معنا ده، چې اوکراین، جورجیا، مولدایو او د پخواني شوروي نور جمهوریتونه په ناټو کې نه شاملیږي.
روسیه غواړي اوکراین بې طرفه وي، ځینې لویدیز بندیزونه لرې شي، د روسي دولت کنګل شوې شتمنۍ خلاصې شي او د اوکراین د روسي ژبې ویونکو ساتنه وشي.
کریملین د رویټرز د رپوټ په اړه د تبصرې غوښتنه رد کړې ده.
پوتین او روسي چارواکو څو ځله ویلي چې هر ډول سوله باید د جګړې "اصلي علتونه" حل کړي.


د سوډان د روغتیا وزارت وایي، چې په دغه هېواد کې د کولرا ناروغي (وبا) خپرېدو له امله په یوه اوونۍ کې ۱۷۲ تنه مړه شوي دي. د سوډان د روغتیا وزارت چارواکو الجزیرې تلویزیون ته ویلي، «یوازې تېره اوونۍ په دغه هېواد کې ۲۷۰۰ پېښې ثبت شوې دي.»
د سوډاني چارواکو په وینا، د کولرا ۹۰سلنه پیښې یوازې په خرطوم ښار کې ثبت شوې دي.
ویل کیږي، چې په دغه هېواد کې د کولرا ناروغي په داسې حال کې خپره شوې چې د چټک ملاتړ ځواکونو لهخوا د ډرون بریدونو له امله د ښار د اوبو او برېښنا سیستم کډوډ شوی دی.
د یادولو وړ ده، چې د چټک ملاتړ ځواکونه (RSF) د ۲۰۲۳ کال د اپریل میاشتې راهیسې د سوډان له پوځ سره په جګړه بوخت دي.

د ډونالډ ټرمپ ادارې د سې شنبې په ورځ د امریکا له سترې محکمې وغوښتل چې د یوې فدرالي محکمې هغه پریکړه لغوه کړي، چې دریمو هیوادونو ته د کډوالو د چټک اخراج مخه نیسي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ټرمپ اداره غواړي چې د دغې غوښتنې په کولو سره له کډوالو څخه دا فرصت واخلي چې د اخراج د مخنیوي لپاره د قانوني عریضه ثبت کړي.
میساچوسټس ایالت په بوسټن کې فدرالي قاضي برایان مرفي، په دې وروستیو کې حکم وکړ چې حکومت باید کډوالو ته فرصت ورکړي، چې دوی له خپلو هیوادونو پرته نورو هیوادونو ته د شړلو څخه مخکې د اخراج مخنیوي لپاره قانوني عریضه وکړي.
د امریکا د عدلیې وزارت د امریکا سترې محکمې ته په خپله عریضه کې ټینګار کړی، چې د هغو کډوالو لپاره چې جرمونه یې کړي، دریم هیواد ته اخراج اړین دی، ځکه چې د دوی خپل هیوادونه معمولا د دوی منلو ته زړه نه ښه کوي.
یاد وزارت د سترې محکمې قاضیانو ته ویلي، «د مجرمو کډوالو ډیره برخه له کلونو راهیسې په متحده ایالاتو کې پاتې کیږي، او په دې بهیر کې قانون منونکي وګړو ته زیان رسوي.»
د ټرمپ ادارې ویلي، چې د برایان مرفي اجرایوي امر «حساسې ډیپلوماتیکې کړنې، بهرنۍ پالیسۍ او د ملي امنیت هڅې ګډوډوي.»
دا معلومه نه ده، چې د دغو کډوالو څومره برخه دریمو هیوادونو ته له اخراج سره مخ دي، خو د امریکا د عدلیې وزارت په خپله غوښتنه کې ویلي، چې د برایان مرفي حکم د «زرګونو تنو د ایستلو د امرونو د اجرا مخه نیولې ده.»
د ټرمپ ادارې لا دمخه د کډوالو پر وړاندې پراخ اقدامات کړي دي. د امریکا له لوړې قضایي ادارې څخه د حکومت دا غوښتنه د هغو محکمو د پریکړو سره د مبارزې هڅه ده، چې د ټرمپ د امرونو ننګونه کوي.
که چیرې ستره محکمه دا غوښتنه ومني، نو حکومت به د ټرمپ د کډوالۍ د سختو تګلارو په پلي کولو کې ډیر ازاد لاس ولري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ټوله نړۍ کې خپلو سفارتونو او کونسلګریو ته بیړنۍ لارښوونه کړې، چې په لنډمهاله توګه یې د دغه هیواد پوهنتونونو ته د ورتلوونکو نویو زدهکوونکو د ویزو ورکړې بهیر ځنډولی دی.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، یاد وزارت ویلي چې دا پرېکړه یې د ویزو غوښتونکو زدهکوونکو د خواله رسنیو د پراخې امنیتي پلټنې د یوې برخې په توګه کړې ده.
په راپور کې راغلي، چې پرون سهار یو ډیپلوماتیک سند چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو لهخوا لاسلیک شوی خپور شو، لارښوونه کوي چې د بلې خبرتیا تر خپرېدو پورې یې د زدهکوونکو ویزو ورکړې ځنډول اعلان کړي.
دغه ګام په داسې حال کې ترسره کېږي، چې له دې مخکې د ټرمپ ادارې د لسګونو زدهکوونکو ویزو لغوه کړې وې او هڅه یې کوله چې ځینې بهرني زدهکوونکي په هارورډ پوهنتون کې د زدهکړو څخه منعه کړي.

د مشهد په ښار کې د افغان پوځ د یوه پخواني پیلوټ له ځان وژنې وروسته ایراني څېړونکی ارش نصر اصفهاني په ایران کې د افغان کډوالو په ځانګړې توګه پخوانیو سرتېرو د اندېښنې وړ وضعیت په ډاګه کړی دی. هغه ویلي چې دا خلک تر سخت رواني فشار لاندې دي او په دایمي وېره کې ژوند کوي.
د افغانستان د پوځ پخواني پیلوټ محمد امیر توسلي د یکشنبې په ورځ (د غويي ۲۸مه) وروسته له هغه ځان وژنه وکړه، چې د ایران څخه د وتلو خبرتيا یې تر لاسه کړه.
دا پيښه یو ځل بیا د هغو افغان سرتېرو وضعیت پام ځان ته واړولو چي په ایران کې يې پناه اخیستې او له خطرناکو شرایطو سره مخ دي.
نصر اصفهاني د دوشنبې په ورځ د «شرق» ورځپاڼې سره په مرکه کې ټينګار کړی، چې ډېری پخواني افغان سرتېري په تهران کې د افغانستان سفارت ته له تګ څخه ډډه کوي او وېره لري، چې طالبان به یې وپېژنې او افغانستان ته به یې ولېږي.
هغه وویل: «دا خلک د اېستلو له وېرې په دوامداره اندېښنه کې دي.»
دغه څېړونکي خبرداری ورکړی، چې د ایران د کورنیو چارو وزارت له خوا د شاوخوا دوه مېلیونه افغان کډوالو د نوم لیکنې د اسنادو د لغوه کولو وروستۍ پرېکړې د ډېرو سرتېرو وضعیت چې مخکې له قانوني اسنادو سره ایران ته داخل شوي وو، نور هم نازک کړی دی.
د بې اسنادو کډوالو د وتلو لپاره د ټاکل شوي شپږ میاشتني ضرب الاجل ته په اشارې سره هغه وویل، چې په ایران کې د پخوانیو افغان سرتېرو وضعیت له وېرې سره مخ دی او د بېرته ستنېدو پر مهال د طالبانو له تاوتريخوالي وېرېږي.
ارش نصر اصفهاني د هغو راپورونو یادونه وکړه، چې ښیې یو شمېر افغان ستنېدونکي په ځانګړي توګه پخواني سرتېري افغانستان ته له ننوتلو سمدلاسه په صحرايي محکمو کې محاکمه شوي او حتی په پوله کې اعدام شوي دي.
هغه وویل: «طالبانو هغه خلک په تور نوملړ کې شامل کړي دي چې د دوی غړو ته د زیان رسولو یا وژلو شک لري.»
نوموړي همدا ډول خبرداری ورکړ، چې د پخوانیو سرتېرو بېرته ستنېدل د دوی «شکنجه، توقیف، محرومیت او حتی د مرګ» لامل کېدای شي.
د هغه په وینا، د دې اشخاصو یو شمېر اوس په ایران کې د استوګنې له اسنادو پرته په پټه ژوند کوي، ځکه چې دوی د پېژندلو او بېرته ستنېدو په اړه اندېښمن دي.
دغه څېړونکي د ایران پر حکومت غږ وکړ، چې د افغان کډوالو په ځانګړې توګه هغو کسانو سره چې په خطر کې دي، د نړۍوالو مکلفیتونو او کنوانسیونونو سره سم چلند وکړي.
هغه وویل: «د سرشمېرنې فورمو د لغوه کېدو پلي کېدل د هغو کسانو رواني او فزيکي امنیت ته جدي زیان رسولی، چې د کابل له سقوط وروسته یې په ډېر باثباته شرایطو کې د خپل ژوند د بیارغولو هڅه کړې ده.»
نصر اصفهاني همدا ډول ټینګار وکړ، چې ځیني کورني سیاسي او رسنیز جریانونو د افغان سرتېرو شتون د ملي امنیت لپاره ګواښ بللی دی.
د هغه په وینا، دا ډول چلند د دولت پر پالیسیو اغېز کړی او د دې لامل شوی، چې حکومت د دغو کسانو قانوني او بشري وضعیت ته له پام پرته، یوازې له امنیتي زاویې ورسره چلند وکړي.
ایران اعلان کړی، هغو کډوالو ته چې د استوګنې قانوني سندونه نه لري له هېواده د وتلو امر ورکړي؛ خو د کډوالۍ په برخه کې فعالانو خبرداری ورکړی، چې دا ډول اقدامات پرته له دې چې د پناهغوښتونکو ځانګړي شرایط په پام کې ونیسي، په ځانګړي ډول د پخوانیو نظامیانو، کولی شي د نه جبرانېدونکو بشري پایلو لامل شي.

اسراییلي سرتېرو په رفح کې د مرستو د وېش مرکز کې پر هغو خلکو ډزې کړې دي، چې د مرستو ترلاسه کولو په موخه ټول شوي و. ځايي سرچينې وايي، په دې پېښه کې څو کسان ټپيان شوي هم دي.
د رويټرز خبري اژانس د سې شنبه په ورځ (د غبرګولي ۶مه) په غزه کې د حماس د رسنيو دفتر له قوله ویلي: «د تش په نامه اسراييلي اشغالګرو د مرستو د وېشلو (حایل) په سيمه کې د ناورین پلان ناکام شو.»
په بیان کې ویل شوي، چې اسراییلي ځواکونو وروسته له هغه ډزې وکړې چې زرګونه وږي فلسطینیان د وېش مرکز ته ننوتل.
د اسراییل ورځپاڼې «یدیعوت احرونوت» راپور ورکړ، چې د غزې د بشري مرستو بنسټ سره تړلي امریکایي کارکوونکي چې د سویس له خوا ثبت شوې خیریه موسسه ده، د پیښې وروسته له رفح څخه واېستل شول.
د دې بنسټ پخواني رییس تېره یکشنبه په ناڅاپي ډول استعفا ورکړه او ویې ویل: «د دې پرېکړې لامل د بنسټ ناتواني ده په دې چې د انسانپالنې، بېطرفۍ، بېغرضۍ او خپلواکۍ په څېر اصولو ته ژمن پاتې شي.»
اسراییلي چارواکو ویلي، چې د اسراییل دفاعي ځواک د خوړو د وېشلو په بهیر کې کوم رول نه لري، خو دا میکانیزم د اسراییل له پخوانیو پلانونو سره ورته والی لري او له امریکا سره ښکاره همکارۍ د بنسټ د بې طرفۍ په اړه شکونه پیدا کړي دي.
ملګرو ملتونو او ډېرو نړۍوالو بشري مرستندویه ډلو دا میکانیزم بایکاټ کړی دی.
هغوی وایي، چې دا طرحه د بشري مرستو د بېطرفانه وېش اصل تر پښو لاندې کوي.
د سره صلیب نړۍوالې کمېټې ویاند کریستیان کاردون ویلي دي: «بشري مرستې باید سیاسي یا نظامي نه شي.»
د مرستو ترلاسه کوونکو ارزونه
د اسراییلي سرچینو په وینا، د دې نوي پلان یو هدف دا دی چې د مرستو ترلاسه کوونکي وڅېړي او هغه کسان چې له حماس سره تړاو لري له مرستو بې برخې کړي.
دا سیستم د مخ پېژندنې ټکنالوژۍ څخه کار اخلي او دغه کار د ځایي خلکو اندېښنې هم راپارولي دي.
د مرستو نړۍوالو سازمانونو خبرداری ورکړی، چې دا معلومات ممکن د اسراییل پوځ لاس ته ورشي او د خلکو د څار یا هدف ګرځولو لپاره ترې استفاده وشي.
حماس هم په یوه بیان کې له خلکو غوښتنه کړې، چې د «غزې د بشرپاله بنسټ» مرکزونو ته ولاړ نه شي
په بیان کې راغلي: «رفح ته مه ځئ، دام ته مه لوېږئ او خپل ژوند له خطر سره مه مخ کوئ. ستاسو کورونه ستاسو کلاوې دي. دا طرحې به د هغو خلکو په استقامت سره ماتې وخوري، چې د ماتې خوند نه پېژني.»
دا طرحه څو ورځې وروسته له هغه پیل شوه، چې اسراییل ځیني بندیزونه کم کړل او محدود شمېر نړۍوالو مرستندویه لاریو په ځانګړې توګه د نړۍوال خوراکي پروګرام د موټرو ته يې اجازه ورکړه.
خو له دې سره لا هم د مرستو اندازه له هغې کچې ډېره کمه ده، چې د ملګرو ملتونو لهخوا د ورځې اړتیا اټکل شوې ده.
د ارزونو له مخې، غزه هره ورځ شاوخوا ۵۰۰ تر ۶۰۰ موټرو ته اړتیا لري، چې خواړه، درمل، سون او نور اړین توکي ورسوي.
په همدې حال کې، د اسراییل پوځ چې د غزې د پراخو سیمو واک یې په لاس کې دی، خپلو بریدونو ته یې په ټوله غزې کې دوام ورکړی دی.