• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

غزه کې د مارچ له ۱۸مې نېټې راهیسې د اسراییل په بریدونو کې نږدې ۴‌زره فلسطینیان وژل شوي

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۱۰:۴۵ GMT+۱

په غزه کې د روان کال (د مارچ میاشتې له ۱۸مې نېټې) راهیسې د اسراییل په بریدونو کې ۳۹۸۶ فلسطینیان وژل شوي او ۱۱۴۵۱ نور بیا ټپیان شوي دي.

الجزیرې د غزې د روغتیا وزارت له حوالې خبر ورکړی، چې له دې سره د غزې په وړاندې د اسراییل د جګړې له پیل راهیسې لږ تر لږه ۵۴۲۴۹ فلسطینیان وژل شوي او ۱۲۳۴۹۲ ټپیان شوي دي.

دغه وزارت زیاته کړې، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې روغتونونو ته ۶۷ جسدونه او ۱۸۴ ټپیان رسېدلي دي.

اسراییل بیا تراوسه د دغه شمېرو په اړه څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د امریکا غږ ټول کارکوونکي روانه اونۍ د ګوښه کېدو لیکونه ترلاسه کوي

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۰۷:۲۴ GMT+۱

امریکایي رسنۍ پولیټیکو د چهارشنبې په ورځ د (غویي ۷مه) خبر ورکړی، چې د امریکا غږ (Voice of America) ټول پاتې کارکوونکي به د روانې اونۍ په ترڅ کې له دندو څخه د ګوښه کېدو لپاره لیکونه ترلاسه کړي.

اټکل کېږي، چې د دغو لیکونو د ترلاسه کېدو سره به سملاسي د دغه رسنۍ خپرونې چې له تېرو ۸۰ کلونو راهیسې روانې دي؛ ښايي بندې شي.

پولیټیکو دغه راپور د امریکا غږ له څلورو لوړپوړو کارکوونکو څخه د نوم نه ‌ښودو په شرط نقل کړی

د دوی په وینا، د امریکا غږ د بشري سرچینو څانګې کارکوونکو ته خبر ورکړی چې روانه اونۍ کې باید د ګوښه کېدو اړوند برېښنالیکونو ته ځانونه چمتو کړي.

راپور زیاتوي، چې په دې پړاو کې شاوخوا ۸۰۰ پاتې کارکوونکي له دندې ګوښه کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روانې مېاشتي په پیل کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې شاوخوا ۶۰۰ قرارادادي کارکوونکي هم له دندو اېستلي دي.

د یادې رسنۍ خپرونې په دویمه نړۍواله جګړه کې د نازي جرمني د تبلیغاتو پر وړاندې د امریکا د حکومت له‌خوا پيل شوې.

دغې رسنۍ وروسته خپلې خپرونې پراخې کړې او د ګڼو نړۍوالو ژبو تر څنګ یې په فارسي او پښتو ژبو هم خپرونې وړاندې کولې.

د فډرالي حکومت د لګښتونو د راکمولو په لړ کې د ټرمپ ادارې دغه رسنۍ هم هدف وګرځوله.

د امریکا غږ ادارې دغه پرېکړه محکمې ته یووړه؛ خو دغه هڅه یې بې‌ پایلې پاتې شوه.

تېره اونۍ یوې فډرالي استیناف محکمې خبر ورکړ، چې دوی د حکومت په اداري پرېکړو کې لاس وهنه نه کوي.

شهباز شریف: د هند له‌خوا پاکستان ته د اوبو بندولو خبره ناشونې ده

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۰۶:۱۹ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف یو وار بیا ټینګار وکړ، چې پاکستان تل په سیمه کې سوله غواړي او که هند له خپلې خوا همکاري او اخلاص وښيي؛ نو چمتو دی چې له هند سره د خبرو اترو لپاره کېني.

نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ د اذربایجان په لاچین ښار کې د دویمې درې اړخیزې غونډې پرمهال په خپلې وینا کې کړې دي.
نوموړي یو وار بیا ویلي، چې هند د سند د اوبو له تړون څخه د وسلې په توګه کار اخلي.

هغه ویلي، د هند له‌خوا پاکستان ته د اوبو بندولو خبره ناشونې ده او دوی به هیڅ وخت د دې اجازه ورنکړي او پر وړاندې به یې له ورته اقداماتو کار واخلي؛ ځکه دا خبره شونې نه ده.
هغه زیاته کړې، چې د پاکستان د ۲۴۰ مېلیونه وګړو ژوند او برخلیک د دغه اوبو سره تړلی دی.
د هغه په وینا:« که هند غواړي، چې د ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه په پوره اخلاص خبرې وکړي؛ نو پاکستان هم چمتو دی، چې له دوی سره په دې مسله خبرې وکړي. موږ ترټولو ډېر د ترهګرۍ قرباني یو او په تېرو څو لسیزو کې په پاکستان کې ۹۰ زره کسان د ترهکرۍ قرباني شوي او ۱۵۰ مېلیارد ډالره اقتصادي زیانونه مو هم ګاللي دي.»

پاکستان تر دې وړاندې هم هند تورن کړی و، چې نیلم سېند ته یې د کشن ګنګا بند څخه بهېدونکې اوبه بندې کړې دي.

پاکستاني رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی و، چې د هند د دغه اقدام له امله په نیلم سیند کې د اوبو بهیر د معمول پرتله ۴۰ سلنه کم شوی دی.

پاکستان ادعا کوي، چې هند ورته د اوبو د بشپړ بندولو په موخه د چناب سیند سره د بیاس او راوي سیندونو د نښلولو پروژو چارې ګړندۍ کړې دي؛ خو هند بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.

خو تر دې وړاندې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي خبرداری ورکړی و، چې اوبه او وینه یو ځای نه شي بهېدلی.

د طالبانو تازه سپارښتنه؛ د جمعې په ورځ د «غزې جګړه ځپلو» ته دوعاوې او ختمونه وکړئ

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۰۵:۵۶ GMT+۱

د طالبانو ارشاد، حج او اوقافو وزارت په یوې خبرپاڼه کې له خلکو غوښتي، چې د راتلونکې جمعې په ورځ د (غویي ۹مه) باید په ټول هېواد کې د «غزې جګړه ځپلو» او اسراییل له لوري د ترسره کېدونکې «نسل وژنې» خلاف غږ پورته کړي.

د (غویي ۷مه) د دغه وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د جوماتونو امامان باید خطبو کې د غزې په ملاتړ ویناوې وکړي،‌ دوعاوې وکړي او عام وګړي هم باید د «قران کریم ختمونه» وکړي.

طالبان وایي، اسراییل غواړي د غزې اوسېدونکي «قتل عام» کړي او یا یې په بشپړه توګه لمنځه یوسي.

کشمیر کې د پاکستاني پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې شپږ تنه وژل شوي دي

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۰۴:۲۵ GMT+۱

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د چهارشنبې په ورځ په کشمیر کې د‌ پاکستاني پولیسو او وسله‌والو ترمنځ په نښته کې شپږ کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. د راپور له مخې؛ په وژل شویو کسانو کې څلور وسله‌وال او دوه پاکستاني پولیس شامل دي.

یاده نښته د کشمیر راولاکوټ ښار په حسین کوټ سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې، چې پولیس د وسله‌والو پر ضد په سیمه کې عملیات پیل کړل.

راپور زیاتوي، چې دغه عملیات د زرنوش نسیم په نوم د یوه وسله‌وال په مشرۍ د یوې جنګي ډلې پر ضد د استخباراتي راپورونو پر بنسټ شوي دي.

ډان ورځپاڼې ویلي، چې د وسله‌والې ډلې دغه مشر له خپلو نورو درېیو ملګرو سره یو ځای وژل شوی دی.

راپور زیاتوي، وسله‌والو د‌ پاکستاني پولیسو پر ضد د سپکو وسلو تر څنګ د لاسي بمونو څخه هم کار اخیستی دی او د دوه پولیسو د وژل کېدو تر څنګ یې پنځه نور ټپیان کړي دي.

همدا راز په سیمه کې د دغه وسله‌والو نښتو له کبله د یوه ملکي وګړي د وژل کېدو ادعا هم شوې ده.

سیمه‌ییزو چارواکو رسنیو ته زیاته کړې، چې د وسله‌والو ډلو پر ضد یې په کشمیر کې عملیات دوام لري.

دغه نښته داسې مهال کېږي، چې د پاکستان او هند ترمنځ د کشمیر په تړاو سخت کړکېچ رامنځته شوی چې ان پر یو بل یې هوایي بریدونه هم وکړل.

د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې وروستي وسله‌وال برید چې په ترڅ کې یې ۲۶تنه هندي سېلانیان ووژل شول؛ د نوي ډیلي غوسه راپارولې او په پاکستان کې یې د هوایي بریدونو پر مهال تر ۱۰۰ ډېرو ترهګرو د وژل کېدو ادعاوې وکړې او اسلام اباد هم د «سېندور» په نوم د هند عملیاتو پر ضد اقدامات وکړل.

د دواړو هېوادونو ترمنځ که څه هم اوربندی شوی؛ خو د نوي ډیلي او اسلام اباد ترمنځ لا هم لفظي ناندرۍ روانې دي.

د امریکا دفاع وزیر غواړي د اسیایي هېوادونو باور ترلاسه کړي

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۰۰:۵۲ GMT+۱

د امریکا دفاع وزیر پېټ هېګسټ د لومړي ځل لپاره د اسیا په یوې لویې امنیتي غونډه کې ګډون کوي. نوموړی غواړي، چې اسیايي هېوادونو ته ډاډ ورکړي چې امریکا د چین په پرتله د دوی یو ډېر باوري شریک دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنست، د «شانګري-لا ډیالوګ» په نوم دا غونډه په سینګاپور کې جوړېږي او د امریکا په ګډون د بېلابېلو هېوادونو لوړپوړي پوځي او امنیتي چارواکي په‌‌کې ګډون کوي.

سرچینه وايي، چې د هېګسټ وینا ډېره مهمه ګڼل کېږي، ځکه هغه تر دې دمه د پوځ د کتلوي تنوع پروګرامونو مخالفت او پر رسنیو د نیوکو په ګډون خپله ډېره پاملرنه په امریکا کې دننه موضوعاتو ته ځانکړې کړې ده.

په دې وروستیو کلونو کې متحده‌ایالاتونو له خپلو ځینو متحدینو سره اړیکې ترینګلې کړې دي.

ټرمپ هم ځیني وختونه د سوداګریزو تعرفو د لګولو په ګډون پر خپلو متحدینو نیوکې کړې دي، نو له همدې امله ځیني اسیايي هېوادونه اندېښمن دي چې ایا متحده‌ایالات په ریښتیا سره سیمې ته ژمن دی او که نه.

په داسې حال کې چې ویل کېږي ښايي د چین د دفاع وزیر په دې غونډه کې ګډون ونه‌کړې، هېګسټ غواړي له دې فرصت نه ګټه پورته کړي او د سیمې هېوادونو ته خپل لیدلوری وړاندې کړي.

رویټرز خبري اژانس زیاته کړې، چې د امریکا د دفاع وزیر سره به په دې غونډه کې د دغه هېواد د ګډو ځواکونو لوی درستیز، جنرال ډان کېن هم ګډون وکړي.

سره له دې چې له اسیا نه منځني ختیځ ته د پوځي تجهیزاتو لېږدول او نور اقدامات د متحده‌ایالاتو پر وړاندې پوښتنې راپورته کړي، خو فیلیپین او جاپان ته د هېګسټ وروستي سفرونه ښیي، چې دغه هېواد غواړي د یوه متحد په توګه د متحده‌ایالاتو دودیز رول خوندي وساتي.

کارپوهان وايي، د جاپان او فیلیپین غوندې هېوادونه غواړي وګوري چې ایا د اسیا په هکله د متحده‌ایالاتونو سیاستونه د وړاندوینې وړ او دوامداره دي او که نه.