• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کشمیر کې د پاکستاني پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې شپږ تنه وژل شوي دي

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۰۴:۲۵ GMT+۱

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د چهارشنبې په ورځ په کشمیر کې د‌ پاکستاني پولیسو او وسله‌والو ترمنځ په نښته کې شپږ کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. د راپور له مخې؛ په وژل شویو کسانو کې څلور وسله‌وال او دوه پاکستاني پولیس شامل دي.

یاده نښته د کشمیر راولاکوټ ښار په حسین کوټ سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې، چې پولیس د وسله‌والو پر ضد په سیمه کې عملیات پیل کړل.

راپور زیاتوي، چې دغه عملیات د زرنوش نسیم په نوم د یوه وسله‌وال په مشرۍ د یوې جنګي ډلې پر ضد د استخباراتي راپورونو پر بنسټ شوي دي.

ډان ورځپاڼې ویلي، چې د وسله‌والې ډلې دغه مشر له خپلو نورو درېیو ملګرو سره یو ځای وژل شوی دی.

راپور زیاتوي، وسله‌والو د‌ پاکستاني پولیسو پر ضد د سپکو وسلو تر څنګ د لاسي بمونو څخه هم کار اخیستی دی او د دوه پولیسو د وژل کېدو تر څنګ یې پنځه نور ټپیان کړي دي.

همدا راز په سیمه کې د دغه وسله‌والو نښتو له کبله د یوه ملکي وګړي د وژل کېدو ادعا هم شوې ده.

سیمه‌ییزو چارواکو رسنیو ته زیاته کړې، چې د وسله‌والو ډلو پر ضد یې په کشمیر کې عملیات دوام لري.

دغه نښته داسې مهال کېږي، چې د پاکستان او هند ترمنځ د کشمیر په تړاو سخت کړکېچ رامنځته شوی چې ان پر یو بل یې هوایي بریدونه هم وکړل.

د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې وروستي وسله‌وال برید چې په ترڅ کې یې ۲۶تنه هندي سېلانیان ووژل شول؛ د نوي ډیلي غوسه راپارولې او په پاکستان کې یې د هوایي بریدونو پر مهال تر ۱۰۰ ډېرو ترهګرو د وژل کېدو ادعاوې وکړې او اسلام اباد هم د «سېندور» په نوم د هند عملیاتو پر ضد اقدامات وکړل.

د دواړو هېوادونو ترمنځ که څه هم اوربندی شوی؛ خو د نوي ډیلي او اسلام اباد ترمنځ لا هم لفظي ناندرۍ روانې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د امریکا دفاع وزیر غواړي د اسیایي هېوادونو باور ترلاسه کړي

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۰۰:۵۲ GMT+۱

د امریکا دفاع وزیر پېټ هېګسټ د لومړي ځل لپاره د اسیا په یوې لویې امنیتي غونډه کې ګډون کوي. نوموړی غواړي، چې اسیايي هېوادونو ته ډاډ ورکړي چې امریکا د چین په پرتله د دوی یو ډېر باوري شریک دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنست، د «شانګري-لا ډیالوګ» په نوم دا غونډه په سینګاپور کې جوړېږي او د امریکا په ګډون د بېلابېلو هېوادونو لوړپوړي پوځي او امنیتي چارواکي په‌‌کې ګډون کوي.

سرچینه وايي، چې د هېګسټ وینا ډېره مهمه ګڼل کېږي، ځکه هغه تر دې دمه د پوځ د کتلوي تنوع پروګرامونو مخالفت او پر رسنیو د نیوکو په ګډون خپله ډېره پاملرنه په امریکا کې دننه موضوعاتو ته ځانکړې کړې ده.

په دې وروستیو کلونو کې متحده‌ایالاتونو له خپلو ځینو متحدینو سره اړیکې ترینګلې کړې دي.

ټرمپ هم ځیني وختونه د سوداګریزو تعرفو د لګولو په ګډون پر خپلو متحدینو نیوکې کړې دي، نو له همدې امله ځیني اسیايي هېوادونه اندېښمن دي چې ایا متحده‌ایالات په ریښتیا سره سیمې ته ژمن دی او که نه.

په داسې حال کې چې ویل کېږي ښايي د چین د دفاع وزیر په دې غونډه کې ګډون ونه‌کړې، هېګسټ غواړي له دې فرصت نه ګټه پورته کړي او د سیمې هېوادونو ته خپل لیدلوری وړاندې کړي.

رویټرز خبري اژانس زیاته کړې، چې د امریکا د دفاع وزیر سره به په دې غونډه کې د دغه هېواد د ګډو ځواکونو لوی درستیز، جنرال ډان کېن هم ګډون وکړي.

سره له دې چې له اسیا نه منځني ختیځ ته د پوځي تجهیزاتو لېږدول او نور اقدامات د متحده‌ایالاتو پر وړاندې پوښتنې راپورته کړي، خو فیلیپین او جاپان ته د هېګسټ وروستي سفرونه ښیي، چې دغه هېواد غواړي د یوه متحد په توګه د متحده‌ایالاتو دودیز رول خوندي وساتي.

کارپوهان وايي، د جاپان او فیلیپین غوندې هېوادونه غواړي وګوري چې ایا د اسیا په هکله د متحده‌ایالاتونو سیاستونه د وړاندوینې وړ او دوامداره دي او که نه.

پانامه کې د استوګنې اسنادو د مودې ختمېدو له امله افغان کډوال له ګواښ سره مخ دي

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۰۰:۴۸ GMT+۱

په پانامه کې مېشت افغان کډوال وایي، چې د مرکزي امریکا له‌خوا دوی ته د ورکړل شویو استوګنې اسنادو د مودې له پای ته رسېدو سره له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي.

په في ای الجریا کې ۲۰۰ تنه کډوال (د فبرورۍ له ۱۲مې څخه تر ۱۵مې) پورې له امریکا څخه واېستل شول.

پانامه د سوېلي او مرکزي امریکا ترمنځ هغه ځای دی، چې د کډوالۍ د خطرناکه سفر پای بلل کېږي.

د حاتم په مستعار نوم ۳۰ کلن افغان کډوال وایي، چې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د شته ګواښونو له امله یې خپل هېواد پرېښی دی.

نوموړی دا مهال د الجریا په پانامه ښار کې افغان کډوالو ته هسپانوي ژبه تدريسوي.

په پانامه کې د بېړنۍ سرپناه مرکز هغه مهال جوړ شو، کله چې کډوال او لسګونه نور کسان له امریکا څخه تر اېستل کېدو وروسته هلته بند پاتې شول. دوی لومړی د کولمبيا پولې ته نږدې په یوه هوټل کې اوسېدل.

د کډوالو ډله‌ییزو اېستلو او د پولو د تړلو په اړه د مبارزې ژمنې د پوره کولو په هڅه کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه کډوالو د انتقال لپاره ګوانټانامو، د السلوادرو مرستیال ولسمشر بوکېلي د امنیت زندان، د کاسټاریکا د کډوالو پنډغالی او د پانامې په څېر جنجالي ځایونه وټاکل.

د کډوالو په اړه د ټرمپ پېچلې ډپيلوماسۍ د سلګونه زره کډوالو راتلونکی اندېښمن کړی.

په دغه کسانو کې افغان کډوال هم شامل دي، چې د کره شمېرې په اړه یې جزییات نه دي ورکړل شوي.

دغه کډوال وايي، چې په پانامه کې يې د پاتې کېدو اراده نه لرله؛ خو دوی ته بله لاره هم نه ده پاتې.

د ګرميز په نوم يو ګډوال وایي، چې هېڅوک ورسره مرسته نه کوي: «دوی هسپانوي خبرې کوي او په سختۍ سره په انګليسي پوهېږي. موږ ښځې او ماشومان وليدل، چې په سخت حالت کې وو او مونږ فکر وکړ، چې باید دوی ته د اسانتیا برابرولو لپاره هڅه وکړو.»

په في ای الجریا کې د ۲۰۰ تنو سره مېشت ټول کسان (د فبرورۍ له ۱۲مې څخه تر ۱۵مې پورې) له امریکا څخه په جبري توګه واېستل شول.

د بشري حقونو د څار ادارې د معلوماتو له مخې؛ دغه پرېکړه وروسته له هغه وشوه، کله چې کډوالو ته د قانوني پناه غوښتنې پروګرام رد شو او د دوی د اېستلو امر وشو.

پانامه هغه هېواد دی، چې ۴.۴ مېلیونه نفوس لري او د کډوالو نفوس یې له ۴ سلنې کم دی.

د پانامې چارواکو له نږدې ۳۰۰ اېستل شويو کډوالو څخه له ۱۸۰ ډېر (د مارچ په ۱۱مه) خوشې کړل، چې ډېر يې نورو هېوادونو ته تښتېدلي او یو شمېر يې بیا په في ای الجریا کې پاتې دي.

له بل پلوه د پانامې حکومت د کاري جوازونو د بندولو سره اوس کډوال نشي کولای، چې کار وکړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ بیا ویلي، چې دلته نارینه، ښځې او لسګونه ماشومان ښایي د یو بل اخراج سره مخ شي.

رویټرز: ښايي ایران د یو کال لپاره د یورانیمو غني‌کېدل ودروي

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۰۰:۰۲ GMT+۱

رویټرز د دوو ایراني سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې ښايي ایران په لنډمهالي ډول د یورانیمو غني‌کېدل په دې شرط ودروي، څو متحده‌ایالات د دغه هېواد کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي او د ملکي موخو لپاره د تهران د یورانیمو د غني‌کېدو حق په رسمیت وپېژني.

د ایران مرکچي پلاوي ته نږدې دې سرچینو د چهارشنبې په ورځ (د مې ۲۸مه)یادې خبرې شبکې ته زیاته کړې، چې که واشنګټن د تهران شرطونه ومني، له متحده‌ايالاتونو سره به ډېر ژر سياسي هوکړې ته ورسېږي.

د سرچینو په وینا، د ایران حکومت چمتو دی چې د یو کال لپاره د یورانیمو غني کول ودروي او د خپلو خورا غني‌شویو یورانیمو یوه برخه بهر ته ولېږدوي یا یې د سوله‌ییزو موخو لپاره په غیرپوځي برخه کې وسوځوي.

سرچینو همداراز زیاته کړې، چې ایران نه غواړي خپل اټومي پروګرام په بشپړه توګه ودروي، خپل تجهیزات له‌منځه یوسي او خپل اټومي تاسیسات بند کړي.

دا هغه څه دي، چې د ډونالډ ټرمپ دولت له ایران نه غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ ویلي و چې له ایران سره د امریکا خبرې‌اترې ښې روانې دي او ښايي یوې مناسبې پایلې ته ورسېږي.

هغه همداراز د اسراییل لومړي وزیر ته خبرداری ورکړی، چې د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي خبرواترو بهیر ګډوډ نه کړي.

نوموړي په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «په اوس وخت کې د داسې یوه اقدام وخت نه دی، ځکه مونږ له ایران سره یوې حل‌لارې ته نږدې شوي یو.»

د بشري حقونو پنځو نړۍوالو بنسټونو له پاکستانه د بلوڅو د ځپلو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۲۱:۲۹ GMT+۱

د بشري حقونو پنځو نړۍوالو بنسټونوپه یوه پرانیستي‌ لیک کې د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې، چې په بلوچستان کې د بشري حقونو د فعالانو ځپل پای ته ورسوي.

په دغه لیک کې چې د مې په۲۷مه د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ته لیکل شوی، راغلي چې د بلوڅو د بشري حقونو فعالان د خپلو سوله‌‌ییزو لاریونونو او د نظرونو د څرګندولو له امله د ځورولو، نیولو او تاوتریخوالي هدف ګرځېدلي دي.

دا لیک د بخښنې نړۍوال سازمان(Amnesty International)، د اسیا د بشري حقونو ټولنې (FORUM-ASIA)، د لومړۍ کرښې مدافغانو سازمان (FLD)، د بشري حقونو نړۍوال فدراسیون (FIDH) او د شکنجې پر ضد نړۍوال سازمان (OMCT) له‌خوا لاسلیک شوی دی.

په دغه لیک کې راغلي، چې له مارچ میاشتې راهیسې د بلوڅو د حقونو فعالان او د هغوی د کورنۍ غړي نیول شوي دي. ځینې یې له محکمې پرته په بند کې ساتل کېږي او ډېر ناوړه چلند سره مخ دي.

د بشري حقونو بنسټونو ویلي، چې د بلوڅ فعالانو ځپل د پاکستان له اساسي قانون او د دغه هېواد له نړۍوالو مکلفیتونو نه سرغړونه ده.

د پاکستان د اساسي قانون پر بنسټ، خلک حق لري په ازاد ډول خپل نظر څرګند کړي او سوله‌ییزې غونډې جوړې کړي.

د یادو بنسټونو په وینا،د رسنیو ازادي محدوده شوې، خبریالان نیول شوي او په بلوچستان کې انټرنېټي شبکې څو ځلې د دغه هېواد د امنیتي ادارو له‌خوا تړل شوې دي.

د بشري حقونو دې بنسټونو زیاته کړې، چې دا وضعیت د بشري حقونو فعالانو او خبریالانو لپاره کاري فضا سخته کړې ده.

د دغه لیک لاسلیک‌کوونکو د ټولو بشري حقونو د فعالانو د سملاسي او له ځنډ پرته د خوشې‌کولو، د خپل‌سري نیونو د مخنیوي، د شکنجې د ادعاوو د څېړنې او په پاکستان کې د بیان او سوله‌‌ییزو غونډو د ازادۍ او درناوي غوښتنه کړې ده.

د ټي ټي پي په یوه برید کې ۴ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۷ نور يې ټپيان دي

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۲۱:۰۰ GMT+۱

خراسان ډایري د خپلو سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې د تحریک طالبان پاکستان په یوه برید کې د یوه پاکستاني افسر په ګډون ۴ پوځيان وژل شوي او ۷ نور یې ټپيان دي. ټي ټي پي د پاکستاني پوځيان د بلاک ډلې پر یوې پوستې لومړی ډرون او وروسته وسله وال برید کړی.

پاکستاني رسنۍ خراسان ډايري د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۷مه) د امنيتي سرچینو له قوله ويلي، چې د تحریک طالبان پاکستاني د شمالي وزيریستان د سنګم په سیمه کې د شوال او انګور اډې ترمنځ د پوځيانو پر يوې پوستې برید کړی.

په خبر کې ویل شوي، چې په دې برید کې د یوه پوځي افسر په ګډون ۴ تنه وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.

د رسنيو د معلوماتو له مخي، وسله والو برید کوونکو هڅه کوله چې پوسته ونیسي او یو شمېر پوځیان هم له ځان سره یو سي؛ خو له مقاومت سره مخ شوي او شاتګ یې کړی دی.

تر اوسه په دې اړه د پاکستان امنیتي مسوولینو او دغه وسله والې ډلې څه نه دي ویلي.