• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ټي ټي پي په یوه برید کې ۴ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۷ نور يې ټپيان دي

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۲۱:۰۰ GMT+۱

خراسان ډایري د خپلو سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې د تحریک طالبان پاکستان په یوه برید کې د یوه پاکستاني افسر په ګډون ۴ پوځيان وژل شوي او ۷ نور یې ټپيان دي. ټي ټي پي د پاکستاني پوځيان د بلاک ډلې پر یوې پوستې لومړی ډرون او وروسته وسله وال برید کړی.

پاکستاني رسنۍ خراسان ډايري د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۷مه) د امنيتي سرچینو له قوله ويلي، چې د تحریک طالبان پاکستاني د شمالي وزيریستان د سنګم په سیمه کې د شوال او انګور اډې ترمنځ د پوځيانو پر يوې پوستې برید کړی.

په خبر کې ویل شوي، چې په دې برید کې د یوه پوځي افسر په ګډون ۴ تنه وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.

د رسنيو د معلوماتو له مخي، وسله والو برید کوونکو هڅه کوله چې پوسته ونیسي او یو شمېر پوځیان هم له ځان سره یو سي؛ خو له مقاومت سره مخ شوي او شاتګ یې کړی دی.

تر اوسه په دې اړه د پاکستان امنیتي مسوولینو او دغه وسله والې ډلې څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان په ۱۲ ولسوالیو کې د پولیسو له زېرمو نه د مېلینونه روپیو په ارزښت وسلې نادرکه شوي

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۱۹:۳۶ GMT+۱

د پاکستان د پنجاب ایالت د پلټنې څانګې د یوه راپور پر بنسټ، د دغه هېواد په ۱۲ ولسوالیو کې د پولیسو له زېرمو څخه د څه باندې ۲۴۵ مېلیونه پاکستاني روپیو په ارزښت وسلې او مهمات نادرکه شوي دي.

د پاکستان د پنجاب ایالت د پلټنې ادارې راپور چې د چهارشنبې په ورځ (د مې ۲۸مه) خپور شوی، په کې راغلي، دا وسلې په تېرو څو کلونو کې د پولیسو له بېلابېلو دفترونو نادرکه شوي او تر اوسه پورې یې یوه هم بېرته نه ده ترلاسه شوې.

د راپور له مخې، یوازې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ د مظفرګړه ولسوالۍ د پولیسو له دفتره د ۸۳ مېلیونه پاکستانۍ روپیو په ارزښت وسلې نادرکه شوې دي. ورته مهال، د لاهور د پولیسو له دفترونو نه د نږدې ۹۴مېلیونه پاکستانۍ روپیو په ارزښت وسلې او مهمات نادرکه شوي دي. ملتان، سیالکوټ، ساهیوال، اوکاړه، فیصل‌اباد او ګجرات نورې هغه ولسوالۍ دي چې وسلې او مهمات په‌کې نادرکه شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د دې موضوع د منلو ترڅنګ ټینګار کړی، چې دا موضوع په جدي توګه څېړي او د کورنیو چارو وزیر د سکرټر نورالامین منګل په امر یې د دې موضوع د څېړنې لپاره یوه کمېټه جوړه کړې ده.

د دې کمېټې مشري د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د څېړنېزې ادارې مرستیال پر غاړه لري او ټاکل شوې په دې اړه په راتلونکو ۱۰ ورځو کې بشپړ راپور وړاندې کړي.

ورسره جوخت، پاکستاني رسنۍ وايي چې د دې موضوع په غبرګون کې د دغه هېواد د پنجاب ایالتي شورا هم د تودو بحثونو شاهده وه.

د اپوزیسیون مشر احمد خان بچهړ حکومت د امنیت په ټينګښت کې پر ناکامۍ تورن کړی او ویلي دي، چې په پارلمان کې د کورنیو چارو وزارت د استازو نه‌حضور د دې جدي مسلو پر وړاندې د حکومت د بې پروایۍ ښکارندویي کوي.

نوموړي همداراز پولیس د پارلمان له غړو او عامو خلکو سره پر ناوړه چلند تورن کړي او زیاتوي، چې دوی د عادي خلکو پرتله د بانفوذه خلکو ډېر خدمت کوي.

د پنجاب ایالتي شورا په خپلو بحثونو کې ویلي، چې د حکومت ځینې غړي «د جرمونو د مخنیوي ادارې» یاسي‌سي‌ډي په نوم د یوه بنسټ له جوړېدو ملاتړ کوي.

دا یوه نوې اداره ده چې ۴ زره غړي لري او ویل کېږي، چې موخه یې د امنیتي وضعیت ښه کول دي، خو اپوزیسیون بیا دا اداره غېرضروري او د پولیسو موازي کول ګڼي.

یادې شورا د دغې ادارې د منحل کېدو غوښتنه کړې ده.

د دې ټولو سربېره، یو بل هغه مورد چې د اپوزیسیون له توند غبرګون سره مخ دی، د «ګونده قانون» په نوم یو نوی پلان دی.

دوی وايي چې دا یو استبدادي قانون دی او د استعمار له دورې نه اخیستل شوی چې کولای شي سیمه‌ییزو چارواکو ته اجازه ورکړي څو د خلکو کورونو ته له اجازې پرته ننوځي.

تر ۲۴۵ مېلیونه ډېرو پاکستاني روپیو په ارزښت د وسلو نادرکۍ د پاکستان د امنیتي سکټور، په ځانګړې توګه د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت لپاره جدي ګواښ بلل شوی او اوس ټولې خواوې د څېړنېزې کمیټې راپور ته په تمه دي.

د یادونې ده، چې تر دې مخکې هم په ۲۰۰۹ کال کې د پاکستان د لاهور ښار د پولیسو له مرکزي زندانه لګسونه میله وسلې او مهمات نادرکه شوي وو.

شهباز شریف: هند پر ۲۴۰ میلیونه پاکستانيانو اوبه نه شي بندولای

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۱۲:۳۸ GMT+۱

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي، چې هند هڅه کوي د پاکستان اوبه بندې کړي، خو دا کار به هېڅکله هم عملي نه شي. شهباز شریف وویل، چې اوبه د ۲۴۰ میلیونه پاکستاني وګړو د ژوند اساس دی او د اوبو مخنیوی د بشري حقونو خلاف عمل دی.

هغه زیاته کړې: "هند غواړي زموږ د خلکو د ژوند لیکه (اوبه) د یوې وسلې په توګه وکاروي، خو موږ به هېڅکله دا کار ونه زغمو.»

نوموړي دا څرګندونې د اذربایجان د ملي ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال وکړې.

هند د کشمیر په پهلګام کې تر ترهګریز برید وروسته نه یوازې پر پاکستان هوايي بریدونه وکړل، بلکې ددغه هېواد ډیپلوماټان یې هم له خپلې خاورې شړلي او د اندس د اوبو تړون یې هم ځنډولی.

په سوېلي وزیرستان هوايي برید؛ د ۷ ماشومانو په ګډون ۲۲ کسان ټپیان شوي

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۰۰:۰۰ GMT+۱

یو شمېر پاکستاني رسنیو د خېبرپښتونخوا د سوېلي وزیرستان د روغتیايي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې په واڼه ولسوالۍ کې د یوه هوايي برید په ترڅ کې د اوو ماشومانو په ګډون ۲۲ کسان ټپیان شوي دي. رسنیو د برید مسوول اړخ نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې ډېری دا ډول بریدونه پاکستاني پوځ کړي.

د سوېلي وزیرستان د واڼه ولسوالۍ د مرکزي روغتون د راپور پر بنسټ، دا پېښه تېره شپه شاوخوا ۸:۰۰ بجې هغه مهال رامنځته شوې، چې یوې ډرون الوتکې پر دغې سیمې برید کړی دی. د ټپیانو عمرونه د ۱۳ او ۶۰ کلونو ترمنځ ښودل شوي دي.

د روغتیايي چارواکو په وینا، د یوه ۱۳ کلن ماشوم او یو سړي وضعیت د اندېښنې وړ دی او دواړه یوه بل روغتون ته لیږدول شوي دي.

د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې اوو نور کسان شدید او ۱۳ نور یې بیا لږ ټپیان شوي دي او له دې سره بیا دوه ټپیان تر درملنې وروسته له روغتونه رخصت شوي دي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند یا پي‌ټي‌ای د ملي شورا غړي زبیر خان وزیر رسنیو ته ویلي، چې د برید پرمهال یو شمېر ځوانانو د والیبال لوبه کوله.

هغه زیاته کړې، چې دې پېښې د ځایي خلکو ترمنځ اندېښنه او وېره خپره کړې ده.

وزیر په خپله فېسبوک‌پاڼه کې دا برید غندلی او د پاکستان له فدرالي حکومت نه یې د سملاسي پلټنو غوښتنه کړې ده.

هغه ټینګار کړی، چې باید د قربانیانو د کورنیو لپاره عدالت خوندي او د دا ډول بریدونو د تکرار مخه ونیول شي.

تر اوسه پورې کومې وسله‌والې ډلې یا پاکستاني پوځ د دغه هوايي برید مسوولیت نه دی منلی، خو له دې وړاندې دا ډول بریدونه د دغه هېواد پوځ کړي چې په‌کې ګڼو ملکیانو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د یادونې ده، چې همدا پرون د شمالي وزیرستان د میرعلي په سیمه کې د پاکستاني پوځ له‌خوا د څلورو ماشومانو د وژل کېدو او د ډرون بریدونو پر ضد پیل شوی اعتراضي پرلت چې له تېرې شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې یې دوام درلود، د مذاکراتو په پایله کې پای ته ورسېد.

دا برید داسې مهال ترسره کېږي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه غړي حنیف پښتین پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې د پاکستاني پوځ له استازو سره د خبرواترو په پایله کې هغوی ژمنه کړې چې نور به په وزیرستان کې پر عامو خلکو ډرون بریدونه نه کوي.

ملګري ملتونه: په پاکستان کې ۱۱۰ زره افغان کډوال بېړنیو مرستو او بیا مېشتېدو ته اړتیا لري

۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۷ می ۲۰۲۵، ۱۹:۵۳ GMT+۱

اسیا خبري اژانس د ملګرو ملتونو له قوله راپور ورکړی، چې په پاکستان کې شاوخوا ۱۱۰ زره افغان کډوال بېړنۍ نړۍوالې مرستې او درېیمو هېوادونو ته د مېشتېدو اړتیا لري. د راپور له مخې، دغو کسانو درېيمو هېواد ته د تګ شرایط پوره کړي او دا مهال نړۍوال خوندیتوب ته اړتيا لري.

اسیا خبري اژانس د سې‌شنبه په ورځ (د غبرګولي ۶مه) په یوه خبر کې ویلي، چې د ۳۰۰ زره څخه زيات کسان له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي، چې دا مهال له سختې بېوزلۍ سره مخ او حالت له واکه وتلی دی.

په راپور کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ له قوله ویل شوي: «په پاکستان کې شاوخوا ۱۱۰ زره افغان کډوال او پناه غوښتنونکي د لوړ خطر پروفایلونه لري او درېیمو هېوادونو ته یې د تګ ټول معیارونه پوره کړي دي، چې دا مهال نړۍوال خوندیتوب ته اړتیا لري.»

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستيو مياشتو کې پاکستان او ایران لسګونه زره افغانان هېواد ته لېږلي، چې د سره صلیب او سرې میاشتي د نړۍوال فدراسیون د خبر له مخې په اپرېل مياشت کې ۳۰۰ زره کډوال د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دوی د معلوماتو له مخي، ۴۴۵۰۰ کسان له پاکستانه او ۱۷۰ زره له ایران څخه اېستل شوي دي.

دغه اژانس زياتوي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې له دې هېواد څخه د افغانانو وتل هم زيات شوي دي.

د یادولو ده، چې پاکستان د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په میاشت کې د غېر قانوني کډوالو د اېستلو لړۍ پیل کړې او تراسه هم روانه ده.

په تېرو دوو کلونو کې له دغه هېواد څخه څه باندې یو مېلیون افغان کډوال د فشار، په خپله خوښه او په زور اېستل شوي دي.

په راپور کې د ملګرو ملتونو له قوله راغلي، چې په اېستل شویو کسانو کې ۶۱ سلنه له ۱۸ کلنۍ کم عمره او ۱۷ سلنه هغه ښځې دي، چې د خپلې کورنۍ مسوولیتونه ور په غاړه دي.

اسکندر مومني: د ایران او پاکستان ځیني سرحدي لارې به ۲۴ساعته خلاصې وي

۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۷ می ۲۰۲۵، ۱۸:۵۹ GMT+۱

د ایران د کورنیو چارو وزیر وايي، د ایران او پاکستان ځیني سرحدي لارې به د سرحدي سوداګرۍ د پراختیا لپاره ۲۴ساعته فعالې وي. اسکندر مومني د پاکستان د کورنيو چارو وزیر سره په لیدنه کې ویلي، په وروستیو دوو ورځو کې به د دواړو هېوادونو چارواکي سره د اړیکو د پراخوالي په موخه ناستې وکړي.

د ایران اېراف اژانس د سې‌شنبه په ورځ (د غبرګولي ۶مه) ویلي، چې د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني د پاکستان د کورنيو چارو له وزیر محسن نقوي سره په لیدنه کې زیاته کړې: «له نقوي سره وروستي ناسته ډېره ښه وه.»

د راپور له مخې، په دې غونډه کې د سرحدي خوندیتوب، د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې، د نشه يي توکو د مخنيوي، د اربعین زیارت او د پاکستان له لارې عراق ته د خلکو د تګ او په یو شمېر نورو برخو بحث شوی دی.

مومني ټینګار کړی، چې د ایران او پاکستان ترمنځ به د اړیکو یو نوی فصل پيل شي او د دوه اړخیزو اړیکو د زیاتوالي شاهدان به وي.

هغه د دواړو هېوادونو د اقتصادي همکارۍ پراخوالي ته په اشارې ویلي: «په ناسته کې د سرحدي تبادلې، د سرحدي بازارونو د پراختیا او په ځينو سرحدي لارو او بازارونو کې د ګمرکونو د ساعتونو د زياتوالي په اړه هم خبرې شوي.»

د نوموړي په خبره، د دواړو هېوادونو د پرېکړې له مخي به سرحدي لارې ۲۴ ساعته فعالې وي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر دا هم ویلي، چې د سیستان او بلوچستان والیانو ته یې دندې سپارلي، چې د همدې پرېکړې د پلي کولو لپاره له پاکستاني لوري سره لا زياتې خبرې وکړي.