د ایران بهرنیو چارو وزارت د افغانستان انټرنشنل خبر تایید کړ چې عراقچي له کرزي سره کتلي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د ایټالیا په پلازمېنه روم کې کتلي دي. دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ (غويي۸مه) ویلي، دا لیدنه د کرزي په غوښتنه ترسره شوې ده.

له دې وړاندې افغانستان انټرنشنل ته ډیپلوماټیکو سرچینو ویلي و، چې حامد کرزي جرمني ته د خپل وروستي سفر پر مهال د پنځو لوېدیزو هېوادونو له استازو سره، او همداراز له عباس عراقچي سره، په روم کې لیدلي دي.