• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کرزی وایي هیله من دی افغانې نجونې او دده لور په کوردننه لوړې زده کړې وکړي

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۱۴:۵۹ GMT+۱

پخواني ولسمشر حامد کرزي له دوولسم ټولګي نه د خپل زوی میرویس خان کرزي او د یو شمېر نورو ځوانانو له فراغت وروسته، د دوی د لاسته‌راوړنو مبارکي ویلې او د ټولو ځوانانو لپاره یې د لا زیاتو بریاوو هیله څرګنده کړې ده.

کرزي د پنجشنبې په ورځ په افغان ترک لیسه کې د خپل زوی او نورو افغان زلمیانو د فراغت په مراسمو کې له ګډون وروسته پر خپل اېکس ولیکل، « خوشحاله یم چې د هیواد یو شمېر ځوانانو، زما د زوی میرویس په ګډون، د مکتب دوره بریالۍ پای ته ورسوله او نن یې د فراغت مراسم ونمانځل. ټولو ځوانانو ته د لا زیاتو بریاوو او کامیابیو هیله لرم».

هغه همداراز زیاته کړې، چې لور یې، ملالۍ هم د ابتدايي دورې زده‌کړې بشپړې کړې او اوس د لوړو مراحلو لپاره چمتو ده.

کرزي زیاته کړې، « هیله لرم چې نوموړې د هیواد له خپلو ټولو خویندو سره تر دوولسم ټولګي پورې د هیواد په داخل کې خپلې زده‌کړې بشپړې کړي، لوړې زده‌کړې ترلاسه کړي، خپلو ارمانونو ته ورسېږي او د خپل ځان، خپلې کورنۍ او ګران وطن لپاره د خدمت سرچینه وګرځي».

کرزي د افغان ـ ترک لېسې له مدیریت او ښوونکو څخه مننه کړې او د هغوی هڅې یې ستایلې دي.

له دولسم ټولګي څخه د حامد کرزي د زوی فراغت په اړه خلکو بېلابېل غبرګوونونه ښودلي او وايي، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي هغه ژمنه پوره کړه، چې اولادونه به یې په خپل هېواد کې زده کړې کوي.

سره له دې چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د نجونو پر تګ بندیز لګولی، خو حامد کرزي په وار وار له طالبانو غوښتي چې د نجونو زده کړو ته اجازه ورکړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د امریکا د کورني امنیت وزارت چارواکې: له ګواښ سره مخ افغانان د پناه غوښتنه کولای شي

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۱۴:۳۷ GMT+۱

په متحده ایالاتو کې زرګونه میشت افغانان د ټرمپ ادارې د وروستیو پرېکړو له امله اندېښمن دي، چې افغانستان ته بېرته ونه لیږل شي، خو د امریکا د کورني امنیت وزارت د عامه چارو مرستیاله وايي، چې تر ګواښ لاندې افغانان کولای شي، چې په متحده ایالاتو کې د پناه غوښتنه وکړي.

وزیر خان ځدراڼ، یو افغان پناه غوښتونکی نږدې څلور کاله مخکې له خپلې کورنۍ سره هغه مهال کینټکي ته ورسېد، چې د امریکا پوځ له افغانستان نه ووت. اوس، هغه له دې امله چې واېستل شي د خپلو ماشومانو، په ځانګړي ډول د خپلو لوڼو د راتلونکي په اړه سخت اندېښمن دی.

د ټرمپ ادارې اعلان کړی چې د جولای په میاشت کې به افغانانو ته ورکړل شوی «موقتي خوندي وضعیت» پای ته ورسوي.

وزیر خان وویل، « دلته د ماشومانو راتلونکی روښانه دی. دوی زده‌کړې کولای شي، ښه ژوند لرلی شي. خو که بېرته خپل وطن ته لاړ شو، هلته د دوی لپاره هېڅ نه‌شته، په ځانګړي ډول نجونو ته. نه ښوونځي ته تللی شي، نه پوهنتون ته. هیڅ نه شي کولای. زه هیله لرم چې د افغان کډوالو لپاره به یو څه وشي».

100%

ځدراڼ شاوخوا شل کاله مخکې د طالبانو د سختدریځې حقاني شبکې پر ضد جنګېدلی و. امریکایانو هغه او کورنۍ یې په ۲۰۲۱ کال کې په هلیکوپتر کې پورته کړل او کابل هوایي ډګر ته یې ورسول او له هغه ځایه امریکا ته ولېږدول شول.

اوس یې مشره لور زلیخا راتلونکی کال پوهنتون ته چمتو کیږي، خو د دایمي قانوني حالت نه لرلو له امله د شړل کېدو خطر سره مخ ده. د دوی د پناه غوښتنې دوسیه لا هم د تصمیم نیولو په حال کې ده، نو تر هغې به په امریکا کې پاتې شي.

د موقتی خوندیتوب وضعیت هغو کسانو ته ورکول کیږي چې خپل هېواد ته د جګړو، طبیعي افتونو یا بې‌ساري حالاتو له امله نشي ستنیدلی، خو ټرمپ د شاوخوا ۱۴،۶۰۰ افغانانو لپاره دا حالت ختم کړی.

زلیخا اوس پوهنتون ته ځي

ځدراڼ وايي، « زه له خپلو لوڼو سره خبرې کوم چې تاسې بختورې یئ، چې دلته یئ، ښوونځي ته ځئ او پوهنتون ته به لاړې شئ. خو که موږ افغانستان کې وای، دا حقونه به یې نه درلودل. د هغوی راتلونکی به تیاره وای».

طالبانو تر شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو محرومې کړې، ښځې یې له پوهنتونونو ایستلې او له محرم پرته یې اوږده سفرونه پرې بند کړي. طالبان وايي چې د ښځو حقوق په خپل تعبیر له اسلامي شریعت سره سم مراعاتوي.

100%

زلیخا، چې له لیسې فارغه شوې او پوهنتون ته په بورس روانه ده، وايي، « وروستیو کې مې اندېښنه زیاته شوې، خلک وايي څوک چې اسناد نه لري، شړل کېدلای شي. زه ویره لرم چې دا به زما راتلونکی تیاره کړي، خو بیا هم، زه پر خپلو لاسته راوړنو ویاړم او هیله منه یم چې ښه راتلونکی لرم».

د ټرمپ اداره وايي، افغانان لا هم کولای شي د پناه غوښتنه وکړي.

افغانان د پناه غوښتنه کولای شي

د امریکاد کورني امنیت وزارت یوې ویاندې ټریشیا مک‌لافلین رویترز ته وویل، « که څه هم TPS د قانون له مخې ختم شوی، خو هر افغان چې له ځورونې ویره لري، کولی شي د پناه غوښتنه وکړي». هغې زیاته کړه چې هغه کسان چې TPS یې لغو شي، کولای شي مالي مرسته وغواړي څو بل ځای ته کډه شي.

له ۷۰ زرو زیات افغانان د بایډن د حکومت د پرېکړې له لارې امریکا ته تللي دي. له هغوی څخه ۳۰۰ تنه بولینګ ګرین ښار کې میشت شوي، چې یو کرنیز او صنعتي ښار دی. دغه ښار له کلونو راهیسې د مختلفو هېوادونو کډوال منلي دي.

د ځینو نورو مهاجرو برعکس، افغان کورنۍ دلته خپل راتلونکی ویني. د «حبیبي» کورنۍ یو کور اخیستی، وحیده حبیبي انګلیسي روانه وايي، ځایي ملګري لري، په نانوایي کې له خپل میړه سره کار کوي او دوه کاله مخکې یې یو زوی زېږولی دی.

وزیر خان اوس په موټر پلورنځي کې کار کوي او هیله لري چې خپل کاروبار پیل کړي. یوازینی شکایت یې دا دی چې قانوني حالت یې تر اوسه نه دی تثبیت شوی.

100%

شان وان‌ډایور، چې د افغان تخلیې موسسې بنسټ اېښودونکی دی، وايي: « طالبان نه دي بدل شوي. ګواښونه هم همغسې دي. یوازینی څه چې بدل شوي، هغه د سپینې ماڼۍ مشر دی».

د کینټکي نړیوال مرکز مشر البرټ مبانفو، چې د کډوالو له بیا ځای پرځای کولو سره مرسته کوي، وايي: « کډوال، په ځانګړي ډول هغه افغانان چې دوه کاله وړاندې راغلي، ډېر اندېښمن دي. د کډوالۍ په اړه چې کوم حالات روان دي، ډېر وارخطا شوي دي».

بل افغان پناه غوښتونکی محمد عزیزي وايي، « موږ اندېښمن یو، ځکه اوس زموږ په هېواد کې وضعیت خورا خراب دی او موږ ویره لرو چې بېرته لاړ شو او له صفره ژوند بیا پیل کړو».

د قزاقستان ولسمشر: افغانستان د قزاقستان مهم سیمه‌ییز شریک دی

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۱۳:۵۱ GMT+۱

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف ویلي چې افغانستان د قزاقستان لپاره په سیمه کې یو مهم شریک هېواد دی. نوموړي دا څرګندونې د استانې نړیوال فورم په څنډو کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ له سرپرست وزیر نورالدین عزیز سره د لیدنې پر مهال وکړې.

د کاز خبري اژانس د راپور له مخې، توکایف څرګنده کړه چې قزاقستان هڅه کوي له افغانستان سره د باور او همکاریو اړیکې لا پیاوړې کړي او په دغه هېواد کې د یوه باثباته او خوندي چاپېریال د جوړولو ملاتړ کوي، څو د افغانستان اقتصادي ظرفیت د ټولې سیمې په ګټه وکارول شي.

د لیدنې پر مهال، دواړو لوریو د سوداګرۍ، ترانسپورت، کرنې، جیولوجي او ډیجیټلي کولو په برخو کې د همکاریو پر پراخېدو خبرې وکړې. د قزاقستان له خوا دا هم ویل شوي چې هېواد یې چمتو دی په افغانستان کې د بنسټیزو پروژو ملاتړ وکړي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیز ي ویلي، چې کابل غواړي له قزاقستان سره ګډې اقتصادي پروژې پیل کړي، څو په هېواد کې د کار زمینې زیاتې شي.

پرون د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ پلاوی په استانه نړۍوال فورم کې د ګډون په موخه قزاقستان ته ولاړ.

طالبان وايي، تمه ده، چې په استانه نړۍوال فورم کې به نور الدین عزیزي د افغانستان د پانګونې فرصتونو او اقتصادې ودې په اړه وینا وکړي.

د استانې نړۍوال فورم غونډه هر کال د قزاقستان په پلازمېنې استانه کې جوړېږي او د نړۍوال اقتصاد، اقلیمي بدلون، نړۍوال امنیت، دوامدارې پراختیا او سیمه ییزو همکاریو په اړه بحثونه پکې کیږي.

د بشري حقونو مدافعان: طالبانو افغانستان د خپلو منتقدانو په زندان بدل کړی

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۱۳:۳۵ GMT+۱

د بشري حقونو مدافعانو ټولنې د طالبانو له خوا د دیني عالمانو پر بندي کولو غبرګون ښودلی او وايي، چې دې ډلې د خلکو پر مدني ازادیو محدودیتونه ډېر کړي او ټولنه یې د منتقدینو او مخالف نظر لرونکو کسانو لپاره په زندان بدله کړې ده.

د بشري حقونو مدافعانو ټولنې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو استخباراتي ادارو د متقدو دیني عالمانو پر وړاندې اقدامات پیل کړي او په وروستیو څو ورځو کې یې قاري سراج الدین، عبدالقادر قانت په کابل کې او مولوي بشیر احمد حنفي په هلمند کې نیولي او بندیان کړې دي.

دغه دیني عالمان پر طالبانو د نیوکو له امله نیول شوي دي.

همدارنګه د بشري حقونو مدافعانو په اعلامیه کې ویل شوي، چې د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت پر رسنیو هم خپل فشارونه ډیر کړي، سیاسي او اقتصادي پروګرامونه یې منع کړي او په شاوخوا ۱۷ ولایتونو کې یې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز لګولی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د تېرکال په پرتله د خبریالانو وضعیت خراب شوی او دمګړی ۲۱ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي بندیان دي.

د بشري حقونو مدافعانو په اعلامیه کې راغلي، چې د طالبانو ترواک لاندې افغانستان د بې کاري او فقر له امله اقتصادي بحران سره مخ شوی، او د ټولنیز امنیت نشتوالي او‌ پراخو بشري سرغړونو له امله ګڼ شمېر هېوادوال پر خطرناکو او غیر قانوني لارو له هېواده وځي.

په اعلامیه کې لیکل شوي:« د طالبانو مشرتابه په کندهار کې هڅه کوي، چې د افغانستان اساسي جوړښتونه له جدي خطر سره مخ کړي. د مشروع دولتي سرچینو او حقوقي اصولو پر ځای له دیني مدرسو او هغو ملایانو کار اخلي چې د دوی له ایډیولوژۍ سره مطابقت لري. دا کار چې مذهبي تعصب او توندلاریتوب ته وده ورکوي، د افغانستان سیاسي نظام او د بشري حقونو وضعیت ته جدي زیان رسوي.»

دوی ویلي، چې طالبان د دین له نوم څخه ناوړه استفاده کوي.

د بشري حقونو مدافعانو ټولنې له نړیوالي ټولنې، ملګرو ملتونو امنیت شورا او اروپايي اتحاديې غوښتنه کړې، چې د افغانستان وضعیت جدي وڅیړي او د بشري حقونو ارزښتونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

دوی زیاتوي، چې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت باید له طالبانو سره د هر ډول اړیکو عادي کولو شرط و اوسي.

د بشري حقونو مدافعانو ټولنې همدارنګه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا څخه غوښتنه کړې، چې د ۲۰۲۵ کال د جون او جولای په ناسته کې د افغانستان د بشري حقونو د سرغړونو د څار او حساب ورکونې لپاره یو مستقل میکانیزم جوړ کړي، چې د قربانیانو ملاتړ وشي.

هند له افغانانو وغوښتل چې خپلې ویزې له نوې پالیسۍ سره برابرې کړي

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۱۳:۲۴ GMT+۱

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جایسوال وايي، هند د ۲۰۲۵ کال د اپرېل پر۲۹مه د افغان وکړو لپاره د ویزې نوی موډل پلي کړی. جایسوال وویل، چې د ویزو دا نوی موډل به د هند او افغانستان ترمنځ ولسي اړیکې نورې هم قوي کړي.

د پنجشنبې په ورځ د یوه خبري کنفرانس پر مهال، جایسوال یادونه وکړه چې د افغانانو لپاره پخوانۍ ویزه موډل بند شوی دی.

هغه وویل چې افغانان کولای شي اوس په شپږو برخو کې د هند ویزه ترلاسه کړي. په دې ویزو کې روغتیایي ویزه، د ناروغ پالونکي، سوداګریزې، د ننوتلو یا انټري، محصلینو او د ملګرو ملتونو دیپلوماتيکې ویزې شاملې دي.

نوموړي له هغو افغان وګړو چې د ویزې د پخوانۍ پالیسۍ له مخې په هند کې دي، وغوښتل، چې باید خپلې ویزې له نوې پالیسۍ سره عیارې کړي او په نوي ډیلي او نورو ښارونو کې د هند د بهرنیو وګړو د ثبت دفتر سره اړیکه ونیسي.

پخوانی سیستم، چې د بیړنیو بیلابیلو ویزو په نوم یادیده، اوس بند شوی دی.

هند له څلورو کلونو وروسته یو ځل بیا افغانانو ته ویزې ورکول پیل کړي، چې دا کار د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته بند شوی و.

د وزارت ویاند زیاته کړه چې نوی سیستم به د افغان او هندي ولس ترمنځ اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.

طالبانو په ۱۱ ولایتونو کې د نجونو له ګډون پرته د کانکور ازموینه پیل کړې

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۱۱:۱۸ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د ازموینو ملي اداره وايي، د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینې اخیستلو پروسه یې په ۱۱ ولایتونو کې پیل کړې او دوه ورځې به دوام ولري.

دغې ادارې د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینې اخیستلو پروسه یې د پروان، کاپیسا، پنجشیر، بغلان، بامیان، غور، دایکندي، میدان وردګ، لوګر، پکتیکا او غزني ولایتونو کې پیل کړې او سبا به هم دوام ولري.

د طالبانو ترواک لاندې د ازموینو ملي ادارې ویلي، چې په یادو ولایتونو کې شاوخوا ۲۵۳۰۰ تنو د کانکور ازموینې لپاره نوم لیکنه کړې ده.

د سږکال کانکور ازموینه په پنځو پړاونو کې اخیستل کیږي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د کانکور ازموینه یوازې له هلکانو اخیستل کیږي او د تېرو کلونو په څېر په دې ازموینه کې نجونو ته د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د نجونو پر تګ بندیز لګولی او لهد تېرو دریو کلو راهیسې نجونو د کانکور په ازموینو کې ګډون نه دی کړی.