د قزاقستان ولسمشر: افغانستان د قزاقستان مهم سیمهییز شریک دی

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف ویلي چې افغانستان د قزاقستان لپاره په سیمه کې یو مهم شریک هېواد دی. نوموړي دا څرګندونې د استانې نړیوال فورم په څنډو کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ له سرپرست وزیر نورالدین عزیز سره د لیدنې پر مهال وکړې.
د کاز خبري اژانس د راپور له مخې، توکایف څرګنده کړه چې قزاقستان هڅه کوي له افغانستان سره د باور او همکاریو اړیکې لا پیاوړې کړي او په دغه هېواد کې د یوه باثباته او خوندي چاپېریال د جوړولو ملاتړ کوي، څو د افغانستان اقتصادي ظرفیت د ټولې سیمې په ګټه وکارول شي.
د لیدنې پر مهال، دواړو لوریو د سوداګرۍ، ترانسپورت، کرنې، جیولوجي او ډیجیټلي کولو په برخو کې د همکاریو پر پراخېدو خبرې وکړې. د قزاقستان له خوا دا هم ویل شوي چې هېواد یې چمتو دی په افغانستان کې د بنسټیزو پروژو ملاتړ وکړي.
د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیز ي ویلي، چې کابل غواړي له قزاقستان سره ګډې اقتصادي پروژې پیل کړي، څو په هېواد کې د کار زمینې زیاتې شي.
پرون د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ پلاوی په استانه نړۍوال فورم کې د ګډون په موخه قزاقستان ته ولاړ.
طالبان وايي، تمه ده، چې په استانه نړۍوال فورم کې به نور الدین عزیزي د افغانستان د پانګونې فرصتونو او اقتصادې ودې په اړه وینا وکړي.
د استانې نړۍوال فورم غونډه هر کال د قزاقستان په پلازمېنې استانه کې جوړېږي او د نړۍوال اقتصاد، اقلیمي بدلون، نړۍوال امنیت، دوامدارې پراختیا او سیمه ییزو همکاریو په اړه بحثونه پکې کیږي.