• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بشري حقونو مدافعان: طالبانو افغانستان د خپلو منتقدانو په زندان بدل کړی

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۱۳:۳۵ GMT+۱

د بشري حقونو مدافعانو ټولنې د طالبانو له خوا د دیني عالمانو پر بندي کولو غبرګون ښودلی او وايي، چې دې ډلې د خلکو پر مدني ازادیو محدودیتونه ډېر کړي او ټولنه یې د منتقدینو او مخالف نظر لرونکو کسانو لپاره په زندان بدله کړې ده.

د بشري حقونو مدافعانو ټولنې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو استخباراتي ادارو د متقدو دیني عالمانو پر وړاندې اقدامات پیل کړي او په وروستیو څو ورځو کې یې قاري سراج الدین، عبدالقادر قانت په کابل کې او مولوي بشیر احمد حنفي په هلمند کې نیولي او بندیان کړې دي.

دغه دیني عالمان پر طالبانو د نیوکو له امله نیول شوي دي.

همدارنګه د بشري حقونو مدافعانو په اعلامیه کې ویل شوي، چې د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت پر رسنیو هم خپل فشارونه ډیر کړي، سیاسي او اقتصادي پروګرامونه یې منع کړي او په شاوخوا ۱۷ ولایتونو کې یې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز لګولی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د تېرکال په پرتله د خبریالانو وضعیت خراب شوی او دمګړی ۲۱ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي بندیان دي.

د بشري حقونو مدافعانو په اعلامیه کې راغلي، چې د طالبانو ترواک لاندې افغانستان د بې کاري او فقر له امله اقتصادي بحران سره مخ شوی، او د ټولنیز امنیت نشتوالي او‌ پراخو بشري سرغړونو له امله ګڼ شمېر هېوادوال پر خطرناکو او غیر قانوني لارو له هېواده وځي.

په اعلامیه کې لیکل شوي:« د طالبانو مشرتابه په کندهار کې هڅه کوي، چې د افغانستان اساسي جوړښتونه له جدي خطر سره مخ کړي. د مشروع دولتي سرچینو او حقوقي اصولو پر ځای له دیني مدرسو او هغو ملایانو کار اخلي چې د دوی له ایډیولوژۍ سره مطابقت لري. دا کار چې مذهبي تعصب او توندلاریتوب ته وده ورکوي، د افغانستان سیاسي نظام او د بشري حقونو وضعیت ته جدي زیان رسوي.»

دوی ویلي، چې طالبان د دین له نوم څخه ناوړه استفاده کوي.

د بشري حقونو مدافعانو ټولنې له نړیوالي ټولنې، ملګرو ملتونو امنیت شورا او اروپايي اتحاديې غوښتنه کړې، چې د افغانستان وضعیت جدي وڅیړي او د بشري حقونو ارزښتونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

دوی زیاتوي، چې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت باید له طالبانو سره د هر ډول اړیکو عادي کولو شرط و اوسي.

د بشري حقونو مدافعانو ټولنې همدارنګه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا څخه غوښتنه کړې، چې د ۲۰۲۵ کال د جون او جولای په ناسته کې د افغانستان د بشري حقونو د سرغړونو د څار او حساب ورکونې لپاره یو مستقل میکانیزم جوړ کړي، چې د قربانیانو ملاتړ وشي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

هند له افغانانو وغوښتل چې خپلې ویزې له نوې پالیسۍ سره برابرې کړي

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۱۳:۲۴ GMT+۱

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جایسوال وايي، هند د ۲۰۲۵ کال د اپرېل پر۲۹مه د افغان وکړو لپاره د ویزې نوی موډل پلي کړی. جایسوال وویل، چې د ویزو دا نوی موډل به د هند او افغانستان ترمنځ ولسي اړیکې نورې هم قوي کړي.

د پنجشنبې په ورځ د یوه خبري کنفرانس پر مهال، جایسوال یادونه وکړه چې د افغانانو لپاره پخوانۍ ویزه موډل بند شوی دی.

هغه وویل چې افغانان کولای شي اوس په شپږو برخو کې د هند ویزه ترلاسه کړي. په دې ویزو کې روغتیایي ویزه، د ناروغ پالونکي، سوداګریزې، د ننوتلو یا انټري، محصلینو او د ملګرو ملتونو دیپلوماتيکې ویزې شاملې دي.

نوموړي له هغو افغان وګړو چې د ویزې د پخوانۍ پالیسۍ له مخې په هند کې دي، وغوښتل، چې باید خپلې ویزې له نوې پالیسۍ سره عیارې کړي او په نوي ډیلي او نورو ښارونو کې د هند د بهرنیو وګړو د ثبت دفتر سره اړیکه ونیسي.

پخوانی سیستم، چې د بیړنیو بیلابیلو ویزو په نوم یادیده، اوس بند شوی دی.

هند له څلورو کلونو وروسته یو ځل بیا افغانانو ته ویزې ورکول پیل کړي، چې دا کار د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته بند شوی و.

د وزارت ویاند زیاته کړه چې نوی سیستم به د افغان او هندي ولس ترمنځ اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.

طالبانو په ۱۱ ولایتونو کې د نجونو له ګډون پرته د کانکور ازموینه پیل کړې

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۱۱:۱۸ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د ازموینو ملي اداره وايي، د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینې اخیستلو پروسه یې په ۱۱ ولایتونو کې پیل کړې او دوه ورځې به دوام ولري.

دغې ادارې د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینې اخیستلو پروسه یې د پروان، کاپیسا، پنجشیر، بغلان، بامیان، غور، دایکندي، میدان وردګ، لوګر، پکتیکا او غزني ولایتونو کې پیل کړې او سبا به هم دوام ولري.

د طالبانو ترواک لاندې د ازموینو ملي ادارې ویلي، چې په یادو ولایتونو کې شاوخوا ۲۵۳۰۰ تنو د کانکور ازموینې لپاره نوم لیکنه کړې ده.

د سږکال کانکور ازموینه په پنځو پړاونو کې اخیستل کیږي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د کانکور ازموینه یوازې له هلکانو اخیستل کیږي او د تېرو کلونو په څېر په دې ازموینه کې نجونو ته د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د نجونو پر تګ بندیز لګولی او لهد تېرو دریو کلو راهیسې نجونو د کانکور په ازموینو کې ګډون نه دی کړی.

طالبان وايي د خوراکي توکو بیې ټیټې خو د غیرخوراکي توکو بیې لوړې شوې

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۱۱:۰۶ GMT+۱

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د راپور له مخې، د روان کال د غويي میاشتې پر مهال د خوراکي توکو بیې ۱،۴ سلنه راټیټې شوې دي. دا کموالی زیاتره د سبزیو، مصالحه‌جاتو او لبنیاتو د بیو له امله دي.

خو د غیرخوراکي توکو بیې بیا ۲،۶ سلنه لوړې شوي، چې جامې، استوګنځي او د کور وسایل پکې شامل دي.

په عمومي ډول، د غويي میاشتې پړسوب یو سلنه لوړ شوی او د تېر کال د همدې میاشتې په پرتله ۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

همداراز طالبان وايي، د افغانۍ ارزښت د امریکايي ډالرو پر وړاندې د وري میاشتې پرتله ۱،۸ سلنه او د تېر کال د همدې دورې پرتله ۲،۳ سلنه لوړ شوی دی.

طالبان وايي د قوش تېپې کانال د دويم فاز چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۱۰:۵۴ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د ملي پراختیا شرکت د معلوماتو له مخې، د قوش تېپې کانال د دويم فاز چارې ۹۰ سلنه او د سربند چارې يې نږدې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون د پنجشنبې په ورځ ( د غبرګولي ۸مه) راپور ورکړ، چې د دغه کانال د ترانسپورت د اسانتیا لپاره د ۱۱ پلونو پر جوړېدو کار په چټکۍ روان دی، څو د نقليه وسایطو تګ راتګ اسانه شي.

د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرایوي رییس عبدالرحمن عطاش تېره ورځ (چهارشنبه، د غويي ۷مه) د قوش تېپې کانال له بېلابېلو برخو څخه لیدنه کړې او د چارو بهیر یې ارزولی دی.

د قوش تېپې کانال د افغانستان له مهمو او ستراتیژیکو پرمختیايي پروژو شمېرل کېږي، چې له بشپړېدو وروسته به د زرګونه جریبه ځمکې خړوبولو ته زمینه برابره کړي.ددغه کانال چارې د تېر حکومت پرمهال پیل شوې وې.

دغه کانال تقریباً ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی او شاوخوا ۱۰۰ متره پراخوالی لري. د دې کانال له بشپړېدو سره به نږدې ۵۰۰ زره هکتاره کرنیزه ځمکه اوبه شي.

د منځنۍ اسیا ځینو هېوادونو په اند، د قوش تېپې کانال د بشپړېدو په صورت کې به په پراخه کچه اوبه اړول کېږي، چې له امله یې د منځنۍ اسیا د اوبو توازن ګډوډېږي او د قزاقستان په ټيټو سیندیزو سیمو کې به د چاپېریال وضعیت لا پسې خراب شي.

څو ورځې مخکې یورو نیوز په یوه تحلیل کې لیکلي و، چې افغانستان غواړي د قوش تېپې کانال له لارې د امو سیند له بهیره ۲۰ تر ۳۰ سلنه اوبه کږې کړي چې له ۵۰۰ زره هکټاره زیاتې وچې ځمکې به پرې خړوبې کړي.

د منځنۍ اسیا هېوادونو له طالبانو سره سیاسي او اقتصادي اړیکې په دې وروستیو کې پراخې کړې او غواړي ددغه سیند د اوبو د استفادې د مدیریت په برخه کې یې همکاریو ته وهڅوي.

قزاقستان له افغانستان نه د «بریلیم» نایابه فلز واردات پیلوي

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۱۰:۳۲ GMT+۱

د قزاقستان د ملي اټومي شرکت د مدیره پلاوي رییس میرژان یوسوپوف ویلي چې قزاقستان له افغانستان څخه د بریلیم د وارداتو احتمال ارزوي.

د قزاقستان کازاینفارم اژانس وايي، چې قزاق چارواکو په دې اړه له طالبانو سره خبرې کړې دي او دمګړۍ د افغانستان د بریلیم د اومو توکو د واردولو امکانات ارزوي.

میرژان یوسوپوف ویلي، چې د اومو توکو د زیرمو د پیاوړتیا په برخه کې هڅه کوي یوازې د قزاقستان په داخلي سرچینو پورې محدود پاتې نه شي، بلکې نورې متنوع سرچینې هم ولټوي.

هغه زیاته کړې، « د اټومي انرژۍ لپاره د اړینو نایابو فلزاتو د واردولو په موخه، موږ له تاجکستان، افغانستان او ځینو افریقایي هېوادونو سره اړیکې پیل کړې دي. اوس موږ له افغانستان څخه د بریلیم د خامو موادو د وارداتو امکان ارزوو. دا چې کره حجم به څومره وي، دا اوس نه‌شو ویلی».

یوسوپوف وايي، دی پخپله افغانستان ته تللی او د قزاقستان یوې ځانګړې تخنیکي ډلې هم افغانستان ته سفر کړی دی.

یاد قزاق چارواکی وايي، « موږ قانع یو چې دغه هېواد د بریلیم کافي زیرمې لري چې زموږ اړتیاوې پوره کولی شي».

نوموړی وايي، سربېره پردې له تاجکستان سره هم همکاري پیل شوې او هلته اوس لابراتواري څېړنې روانې دي.

بریلیم یو نایابه، سخت، او سپک فلز دی چې په طبیعت کې زیاتره له کاني ډبرو او د زمردو له ترکیب نه ترلاسه کیږي. دغه فلز د برېښنا او تودوخې په انتقال، اټومي انرژۍ، فضايي صنعت، برېښنايي وسایلو او طبي وسایلو لکه ایکسرې ماشینونو کې کارول کیږي.