د افغانستان، پاکستان او چین ډیپلوماټیکه همکاري: د تاریخي کړکېچونو د بدلولو ستراتیژیک فرصت

ډيلي پارلمنټ ټایم په خپلې یوې مقاله کې لیکلي، چې د پاکستان، افغانستان او چین ترمنځ درې اخیزې اړیکې یو ستراتیژیک فرصت برابروي، ترڅو د اوږدې مودې د کړکېچنو اړیکو پر ځای د اقتصادي اړیکو، سیمه‌ییز ثبات او ګډې امنیتي همکارۍ پر بنسټ یو مثبت او همکارانه فصل پرانیزي.

پاکستان او افغانستان تل د ګډ کلتوري اړیکو او ستراتیژیک احتیاط په ګډ لړ کې پاتې شوي دي. که څه هم دواړه هېوادونه له جغرافیوي نږدې والي او پېړیو پېړیو د خلکو ترمنځ اړیکو څخه برخمن دي، خو بیا هم د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته پرتو مسایلو، امنیتي اندېښنو او سیاسي سیالیو له کبله ډېر کله په اختلاف کې پاتې شوي دي.

په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغه وضعیت لا پېچلی شو، خو تازه پرمختګونه ښيي چې ښایي د دې خرابې فضا د ښه کېدو احتمال شته.

دغه احتمال تر هغه وروسته زیات شو، چې ۲۰۲۳ کال په مې میاشت کې د پاکستان، چین او افغانستان د بهرنیو چارو د وزیرانو ترمنځ په بېجینګ کې یوه غیر رسمي درې اړخیزه ناسته وشوه.

دغه خبرې د سیمه‌ییزې یووالي او ډیپلوماټیکې عادي کېدنې لپاره نوې هیله راوپاروله، په ځانګړې توګه د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) د افغانستان پراخېدو په اړه.

په داسې حال کې چې د باور کمښت او شکونه لاهم شته، چین د دې درې اړخیزې همکارۍ مخکښ دی چې دا کېدای شي د پاکستان او افغانستان د اړیکو لپاره یو بدلون وي.

په اصل کې د پاکستان-افغانستان اړیکې چې له اوږدې مودې راهیسې له ستونزو سره مخ کړې، د امنیت موضوع ده.

پاکستان له تېرو څو کلونو راهیسې د سرحدي ترهګرۍ په اړه اندېښنه څرګندوي، په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د فعالیتونو په اړه چې ویل کېږي، د افغانستان خاوره یې مرکز دی.

په مقابل کې افغان حکومت د پاکستان د یو اړخیزو سرحدي اقداماتو په ځانګړې توګه د ډیورنډ کرښې د کټارو په اړه ناخوښي ښودلې، چې کابل یې رسمي سرحد نه ګڼي.

دغو دوه اړخیزو شکونو د باور او همکارۍ مخه نیولې ده.

خو چین د ډیپلوماټیکې هڅې له لارې دواړه لوري یو ځای کړي دي. په دې غونډه کې د پاکستان استازی دلومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ګډون درلود.

چین په دوه مهمو ټکو ټینګار وکړ: د "بیلټ اینډ روډ" پروژه کې د همکارۍ ژورول او په ګډه له ترهګرۍ سره مبارزه.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي ټولو درې واړو خواوو ته وویل، چې باید د خپلو اندېښمنو ترهګرو پر ضد ګډ کار وکړي، چې په غېر مستقیم ډول د پاکستان د اوږدمهالو شکایتونو منل دي او طالبانو ته د تضمین غوښتنه ده.

پاکستان دا فرصت ګوري چې خپلې تګلارې ته بیا کتنه وکړي، ځکه پاکستان باور لري چې د افغانستان ثبات د خپل کورني امنیت لپاره ډېر مهم دی.

د پاکستان پر خاوره د افغان اړوند حملو د زیاتېدو له امله، اسلام اباد د سرحدي امنیت او د ترهګرۍ ضد همکارۍ ته ستر اهمیت ورکوي.

د شریکې اقتصادي ګټې، لکه د CPEC شتون، افغانستان ته یو ستراتیژیک هڅونکی عامل دی چې له پاکستان سره همکاري وکړي، خو طالبان باید یوازې غونډې جوړولو باندې بسنه ونه کړي، بلکې باید خپله داخلي امنیتي تګلاره هم له سره تنظیم کړي او په خپله خاوره کې د ترهګرۍ د مخنیوي ژمنې عملي کړي.

یوه بله مهمه خبره دا ده، چې د داسې درې اړخیزو تړونونو لپاره باید رسمي سندونه، ګډې اعلامیې یا پروتوکولونه جوړ شي، ځکه د تړونونو د نشتوالي له امله دا هڅې سیاسي بحرانونو یا د حکومتونو د بدلون له کبله اغېزمن کېدای شي.

د کډوالو مسله هم د پام وړ ده.

پاکستان لا هم د مېلیونونه افغان کډوالو کوربه دی، چې دې پورې ټولنیز او امنیتي اغېزې تړلې دي.

که چیرې په افغانستان کې وضعیت ښه شي، د پانګونې له لارې پرمختګ رامنځته شي، ښايي دا وضعیت د کډوالو رضاکاره راستنېدو لپاره زمینه برابره کړي، خو دا یوازې د سیاسي ثبات او ترهګرۍ د پای ته رسېدو پورې تړلی دی.

که څه هم دا درې اړخیزه همکاري یوه نوې هیله ده، خو لا هم د دې اړیکو اوږدمهاله ثبات ته د رسېدو لپاره ډېرې ننګونې پاتې دي.

د باور او همکارۍ فضا جوړول باید له ډېرو کلونو روانو منفي کیسو او شکونو څخه وتلي وي.

چین د منځګړیتوب په توګه کولای شي د دې ستونزو د حل لپاره یو معتدل او بې پرې لوبغاړی وي. د افغانستان له خوا د پاکستان سره د سفیر تبادله یوه مثبته نښه ده، چې د عادي کېدو لور ته لومړنی ګام بلل کېږي.

که دا اړیکې د استخباراتي همکاریو، په ډيورنډ کرښه د کم‌پوځي کولو او ټرانزیتي اسانتیاوو سره تعقیب شي، نو دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله مشارکت یو بنسټ جوړ کړي.

اوس پاکستان ته دا یوه موقع ده، چې د خبرو اترو له لارې خپل سرحدونه خوندي کړي او افغانستان ته د نړۍوالې پېژندنې، پرمختګ او ثبات دروازه پرانیزي.

په دې درې اړخیزه نوې همکارۍ کې بریا یا ناکامي په دې پورې تړلې ده، چې لوبغاړي څومره اراده لري او په خپله سیمه کې ګډو ګټو ته ژمن دي.