د جرمني یوې محکمې په سرحد کې د پناه غوښتونکو ردول غیرقانوني وبلل

د جرمني یوې اداري محکمې د دې پرېکړې اعلان وکړ چې د جرمني په خاوره کې د سرحدي کنټرول له خوا د پناه غوښتونکو ردول غیرقانوني دي.

د جرمني یوې اداري محکمې د دې پرېکړې اعلان وکړ چې د جرمني په خاوره کې د سرحدي کنټرول له خوا د پناه غوښتونکو ردول غیرقانوني دي.
په دې اعلامیه کې د درې سوماليايي پناه غوښتونکو (دوو نارینه وو او یوې ښځې) یادونه شوې چې پولنډ ته له دې امله استول شوي، چې جرمني ته یې له خوندي هېواد څخه د داخلېدو هڅه کوله.
د دوشنبې پرېکړه ښايي د فریدریښ میرڅ حکومت د مهاجرت پالیسۍ وننګوي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت لا تر اوسه کوم ځواب نه دی ورکړی.
د برلین محکمې ویلي، چې د غوښتونکو ردول غیرقانوني وو او د پناه غوښتنه باید د اروپايي اتحادیې د ډوبلین قوانینو له مخې جرمني ته وړاندې شوې وای.


د ۲۰۲۵ کال د نړۍ ښایسته نجونو سیالي د تایلنډ استازې «اوپال سوچاتا چونګسري» پر سر له تاج اېښودنې سره پای ته ورسېده، خو د برېټانیا استازې «میلا مېګي» ددغو مراسمو تنظیموونکي له دې او نورو ګډونوالو په ناوړه ګټې اخیستنې تورن کړل.
د نړۍ د ښایسته نجونو ۷۲ مه سیالي تېره شنبه د هندپه حیدراباد ښار کې ترسره شوه.
د سیالۍ په پای کې، اوپال سوچاتا چونګسري د ۱۰۸ ګډونوالو له منځه تاج واخیست او د نړۍ د ښایسته نجلۍ لقب یې ترلاسه کړ. د ایتوپیا استازې هست دیرج اډماسو دویم مقام ترلاسه کړی دی.
نوې ښکلې نجلۍ ته دغه تاج د تېر کال ګټونکې کرسټینا پیشکووا وسپاره.
اوپال سوچاتا د هند له یوه خبري اژانس سره په خبرو کې وویل: «زه ډېر ویاړمنه او خوشحاله یم. دا زما لپاره لوی افتخار دی چې لومړی ځل د نړۍ د ښایسته جینۍ تاج تایلنډ ته وړم. هیله لرم چې زما هېوادوال پرې وویاړي. که موقع راکړل شي، غواړم په بالیووډ فلمونو کې هم ولوبېږم».
د برېټانیا استازې اعتراض
خو د تاج اېښودنې د مراسمو پرمهال ناندرۍ هم راپورته شوې.
د برېټانیا استازې میلا مېګي تنظیموونکي تورن کړل چې له دې یې یوازې د تبلیغاتي وسیلې په توګه کار اخېستی دی.
ګارډین ورځپاڼې د مېګي له خولې لیکلي چې هغې د ښوونځي د نصاب لپاره د سي پي ار زده کړې د معرفي لپاره سیالیو کې برخه اخیستې وه، خو له پای سیالۍ مخکې یې سیالۍ پرېښودې او ویې ویل داسې احساس کوي چې هغه او نورې نجونې یوازې د پانګوالو د ساتیري لپاره هلته دي.
د سیالیو تنظیموونکو په یوه اعلامیه کې د مېګي خبرې ناسمې بللې او ویلي یې دي چې دا تورونه په سیالیو کې ددې د ګډون له واقعیت سره په ټکر کې دي.
د تنظیموونکې ادارې اجرایوي مشرې جولیا مورلي هندو ورځپاڼې ته ویلي چې مېګي ځکه سیالۍ پرېښودې چې فکر یې کاوه سیالي به ونه ګټي.
د یورو نیوز د رپوټ له مخې، مېګي په ځواب کې دا څرګندونې رد کړې او ویې ویل چې هغې ځکه سیالۍ پرېښودې چې خپلو ارزښتونو ته وفاداره پاتې شي.
هغې وویل: «ما غوښتل له هغه څه دفاع وکړم چې باور پرې لرم، خو دغه سیالي زما له ارزښتونو سره سمه نه وه».

د پاکستان د شخړو او امنیتي څېړنو مرکز (پي ای سي اېس اېس) په خپل تازه څېړنیز رپوټ کې لیکلي چې تېره می میاشت په پاکستان کې ۸۵ بریدونه شوي، چې ۱۱۳ تنه پکې وژل شوي او ۱۸۲ نور ټپیان دي. په رپوټ کې راغلي چې د می میاشتې بریدونو کې د اپرېل میاشتې پرتله پنځه سلنه زیاتوالی راغلی.
د پاکستان د شخړو او امنیتي څېړنو مرکز (پي ای سي اېس اېس) تېره ورځ په پاکستان کې د می میاشتې ترسره شوي بریدونو په اړه معلومات خپاره کړي دي.
د یاد مرکز د میاشتنۍ امنیتي ارزونې له مخې، په می میاشت کې ۸۵ وسله وال بریدونه ثبت شوي، چې د اپریل په میاشت کې د ۸۱ بریدونو څخه یو څه زیات دي.
ددې بریدونو په په پایله کې ۱۱۳ کسان وژل شوي دي.
په وژل شويو کې ۵۲ تنه د پاکستان امنیتي سرتېري، ۴۶ ملکي وګړي، ۱۱ وسله وال او د سولې کمیټې څلور غړي شامل دي.
په ټولیزه توګه ۱۸۲ کسان ټپیان شوي دي، چې ۱۳۰ ملکي وګړي، ۴۷ د پاکستان امنیتي پرسونل، څلور وسله وال او د سولې کمیټې یو غړی پکې شامل دي.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان امنیتي پرسونل په مرګ ژوبله کې ۷۳ سلنه زیاتوالی راغلی، او د ملکي وګړو په ټپي کیدو کې ۱۴۵ سلنه زیاتوالی راغلی .
د رپوټ له مخې د اپریل په میاشت کې ۵۳ ملګي وګړي ټپیان شوي او په می کې ۱۳۰ ته ټپیان شوي دي.
په رپوټ کې راغلي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو په منځ کې ټپیان ۲۰ سلنه کم شوي، چې له ۵۹ څخه ۴۷ ته راټیټ شوي دي.
د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا په روانه میاشت کې پیل شویو عملیاتو کې، لږ تر لږه ۵۹ وسله وال وژل شوي، په داسې حال کې چې پنځه امنیتي پرسونل وژل شوي دي.
په رپوټ کې ویل شوي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د استخباراتو پر بنسټ د مختلفو عملیاتو په ترڅ کې ۵۲ شکمن وسله وال هم نیولي دي.
د وسله والو بریدونو او امنیتي عملیاتو په یوځای کولو سره، د می په میاشت کې د مرګ ژوبلې ټولټال شمېر ۱۷۲ ته رسیدلی.
د پاکستان د شخړو او امنیتي څېړنو مرکز د شمېرو له مخې زیاتره بریدونه په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې شوي دي.
دا رپوټ په داسې حال کې خپریږي، چې د تحریک طالبان پاکستان او د بلوڅو ازادۍ غوښتونکو له لوري بریدونو زور اخیستی دی.

د هند او پاکستان د پوځ لوړپوړو چارواکو د شانګري-لا نړیوالې امنیتي غونډې پر مهال توند دریځونه سره تبادله کړل. د هند د دفاعي چارو لوی رییس جنرال انیل چوهان د ترهګرۍ خلاف د هند "سرې کرښې" ته اشاره وکړه، په داسې حال کې چې د پاکستان د ګډو ځواکونو رییس د کشمیر د ژر حل غوښتنه وکړه.
دواړو جنرالانو په سنگاپور کې د شانګري-لا د ۲۲مې غونډې پر مهال، چې د نړۍ مهمې امنیتي پېښې پکې تر بحث لاندې راځي، په جلا جلا تالارونو کې برخه واخیسته، خو د یو بل د دریځونو په ځواب کې یې څرګندونې وکړې.
د غونډې پر مهال جنرال چوهان وویل، « هند د ترهګرۍ پر ضد یوه نوې سیاسي سره کرښه راکاږلې ده، موږ شاوخوا دوه لسیزې د ترهګرۍ نیابتي جګړه زغملې ده او اوس غواړو چې دا ختمه شي».
هغه وروستیو " سندور عملیاتو" ته اشاره وکړه، چې هند د اپرېل ۲۲مې پېښې په غبرګون کې پر پاکستان وکړل. جنرال چوهان وویل، دا عملیات باید پاکستان ته یو "درس" وي، چې هند نور د زغم ظرفیت نه لري.
بلخوا، د پاکستان د ګډو ځواکونو رییس جنرال شمشاد میرزا، د "سیمهییزو بحرانونو د مدیریت" په نوم پینل کې، ټینګار وکړ چې باید له مدیریت نه حل ته تګ وشي.
هغه زیاته کړه، « کله چې بحران نهوي، نو کشمیر هم نهيادېږي. اصلي مساله د هند او پاکستان ترمنځ همدا ده، د حل نشتوالی کولی شي د ویجاړوونکې جګړې سبب شي».
میرزا وویل چې د هند دا هڅه چې د لویدیځ له خوا د "سیمهییز امنیت چمتو کوونکي" په توګه ومنل شي، د خبرو اترو مخه نیسي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هندي چارواکو وروستیو پاروونکو څرګندونو په اړه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې هند د سولې پر ځای دښمنۍ ته لومړیتوب ورکوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، داسې شواهد شته چې دا په ډاګه کوي چې هند په پاکستان کې د ترهګرۍ ملاتړ کوي او د پام اړولو لپاره د هند دغه ډول هڅې حقیقت پټولای نشي.
په خبرپاڼه کې په ټینګار سره راغلي، چې پاکستان سوله غواړي؛ خو د خپل حاکمیت دفاع ته هم ژمن دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د کشمیر شخړه د سیمې سولې او ټیکاو لپاره په یوه بنسټیز ګواښ بدل شوی دی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جېسوال تر دې وړاندې ویلي و:« تر هغه ځایه چې له پاکستان سره د اړیکو خبره ده، زموږ دریځ روښانه دی. هر ډول اړیکې باید دوه اړخیزې وي. ترهګري او خبرې اترې یوځای شونې نه دي. پاکستان باید هند ته هغه ترهګر وسپاري، چې دوی ته یې نوملړ سپارلی و. د اوبو تړون به تر هغه وخته پورې وځنډول شي؛ ترڅو چې پاکستان په د پولې هاخوا ترهګري ختمه نه کړي.»

ټاکل شوې ده، چې نن دوشنبه به روسي او اوکرایني چارواکي د سولې دویم پړاو مخامخ خبرو اترو لپاره د ترکیې په استانبول ښار کې سره راټول شي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ دا له ۲۰۲۲کال وروسته د سولې د مخامخ خبرو دویم پړاو دی، چې لومړی پړاو یې هم د تېرې (مئ میاشتې په ۱۶مه) ترکیه کې ترسره شوی و.
په لومړي پړاو خبرو کې له اوربند او سولې ته له نږدې کېدو پرته یوازې د ۱۰۰۰ – ۱۰۰۰ پوځي یرغمل شویو پر تبادله هوکړه شوې وه.
په دغه خبرو کې به د اوکراین پلاوي مشري د دغه هېواد د دفاع وزیر رستم عمروف او د روسیې له لوري د کرملېن سلاکار ولادیمیر مېدینسکي ګډون کوي.
په راپور کې راغلي، چې په دغه ناسته کې د امریکا او اروپا استازي هم ګډون کوي؛ خو د ګډون کوونکو استازو شمېر لا نه دی په ډاګه شوی.
که څه هم له دې وړاندې د دواړو لوریو شرطونه تر دې وړاندې د نه منلو وړ بلل شوي وو؛ خو روسي چارواکو ویلي، که اوکراین له ډيپلوماټيکو لارو د سولې خبرې وځنډوي؛ نو تاوان به وکړي.