• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هند د دفاعي چارو رییس جنرال انیل چوهان: هند د ترهګرۍ خلاف نوې سیاسي «سره کرښه» کاږلې ده

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۴۵ GMT+۱

د هند او پاکستان د پوځ لوړپوړو چارواکو د شانګري-لا نړیوالې امنیتي غونډې پر مهال توند دریځونه سره تبادله کړل. د هند د دفاعي چارو لوی رییس جنرال انیل چوهان د ترهګرۍ خلاف د هند "سرې کرښې" ته اشاره وکړه، په داسې حال کې چې د پاکستان د ګډو ځواکونو رییس د کشمیر د ژر حل غوښتنه وکړه.

دواړو جنرالانو په سنگاپور کې د شانګري-لا د ۲۲مې غونډې پر مهال، چې د نړۍ مهمې امنیتي پېښې پکې تر بحث لاندې راځي، په جلا جلا تالارونو کې برخه واخیسته، خو د یو بل د دریځونو په ځواب کې یې څرګندونې وکړې.

د غونډې پر مهال جنرال چوهان وویل، « هند د ترهګرۍ پر ضد یوه نوې سیاسي سره کرښه راکاږلې ده، موږ شاوخوا دوه لسیزې د ترهګرۍ نیابتي جګړه زغملې ده او اوس غواړو چې دا ختمه شي».

هغه وروستیو " سندور عملیاتو" ته اشاره وکړه، چې هند د اپرېل ۲۲مې پېښې په غبرګون کې پر پاکستان وکړل. جنرال چوهان وویل، دا عملیات باید پاکستان ته یو "درس" وي، چې هند نور د زغم ظرفیت نه لري.

بل‌خوا، د پاکستان د ګډو ځواکونو رییس جنرال شمشاد میرزا، د "سیمه‌ییزو بحرانونو د مدیریت" په نوم پینل کې، ټینګار وکړ چې باید له مدیریت نه حل ته تګ وشي.

هغه زیاته کړه، « کله چې بحران نه‌وي، نو کشمیر هم نه‌يادېږي. اصلي مساله د هند او پاکستان ترمنځ همدا ده، د حل نشتوالی کولی شي د ویجاړوونکې جګړې سبب شي».

میرزا وویل چې د هند دا هڅه چې د لویدیځ له خوا د "سیمه‌ییز امنیت چمتو کوونکي" په توګه ومنل شي، د خبرو اترو مخه نیسي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

پاکستان: هند د سولې پرځای دښمنۍ ته لومړیتوب ورکوي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲ جون ۲۰۲۵، ۰۷:۲۰ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هندي چارواکو وروستیو پاروونکو څرګندونو په اړه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې هند د سولې پر ځای دښمنۍ ته لومړیتوب ورکوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، داسې شواهد شته چې دا په ډاګه کوي چې هند په پاکستان کې د ترهګرۍ ملاتړ کوي او د پام اړولو لپاره د هند دغه ډول هڅې حقیقت پټولای نشي.

په خبرپاڼه کې په ټینګار سره راغلي، چې پاکستان سوله غواړي؛ خو د خپل حاکمیت دفاع ته هم ژمن دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د کشمیر شخړه د سیمې سولې او ټیکاو لپاره په یوه بنسټیز ګواښ بدل شوی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جېسوال تر دې وړاندې ویلي و:« تر هغه ځایه چې له پاکستان سره د اړیکو خبره ده، زموږ دریځ روښانه دی. هر ډول اړیکې باید دوه اړخیزې وي. ترهګري او خبرې اترې یوځای شونې نه دي. پاکستان باید هند ته هغه ترهګر وسپاري، چې دوی ته یې نوملړ سپارلی و. د اوبو تړون به تر هغه وخته پورې وځنډول شي؛ ترڅو چې پاکستان په د پولې هاخوا ترهګري ختمه نه کړي.»

د روسيې او اوکراین ترمنځ د سولې دویم پړاو خبرې نن په استانبول کې پیلېږي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۳۸ GMT+۱

ټاکل شوې ده، چې نن دوشنبه به روسي او اوکرایني چارواکي د سولې دویم پړاو مخامخ خبرو اترو لپاره د ترکیې په استانبول ښار کې سره راټول شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ دا له ۲۰۲۲کال وروسته د سولې د مخامخ خبرو دویم پړاو دی، چې لومړی پړاو یې هم د تېرې (مئ میاشتې په ۱۶مه) ترکیه کې ترسره شوی و.

‏په لومړي پړاو خبرو کې له اوربند او سولې ته له نږدې کېدو پرته یوازې د ۱۰۰۰ – ۱۰۰۰ پوځي یرغمل شویو پر تبادله هوکړه شوې وه.

‏په دغه خبرو کې به د اوکراین پلاوي مشري د دغه هېواد د دفاع وزیر رستم عمروف او د روسیې له لوري د کرملېن سلاکار ولادیمیر مېدینسکي ګډون کوي.

‏په راپور کې راغلي، چې په دغه ناسته کې د امریکا او اروپا استازي هم ګډون کوي؛ خو د ګډون کوونکو استازو شمېر لا نه دی په ډاګه شوی.

‏که څه هم له دې وړاندې د دواړو لوریو شرطونه تر دې وړاندې د نه منلو وړ بلل شوي وو؛ خو روسي چارواکو ویلي، که اوکراین له ډيپلوماټيکو لارو د سولې خبرې وځنډوي؛ نو تاوان به وکړي.

اسراییل د یکشنبې په ورځ په غزه کې ۵۴ فلسطینیان وژلي دي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۵۲ GMT+۱

د الجزیرې ټلوېزیوني شبکې راپور ورکړی، چې اسراییل د یکشنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۱مه) د غزې په بېلابېلو سیمو کې ۵۴ فلسطینیان وژلي دي. د راپور له مخې؛ په دغه بریدونو کې هوایي بمبارۍ او ځمکني عملیات شامل دي.

د معلوماتو پر بنسټ اسراییلي ځواکونو تېره ورځ په غزه کې د بشري مرستو د ترلاسه کولو په موخه د راټولو شویو کسانو پر یوې جوپه مخامخ ډزې کړې دي.

په دغه ډزو کې ۳۰ فلطسینیان وژل شوي او تر سلو ډېر ټپیان دي.

د ماشوم ساتنې نړۍوال سازمان په ګډون یو شمېر بشري ادارو د اسراییلي ځواکونو دغه برید په سختو ټکو غندلی دی.

له دې ور هاخوا د روانو جګړو له امله په غزه کې لوږه هم مخ په پراخېدو ده او لا تر اوسه سلګونه کسان د خوړو نشتوالي له کبله هم مړه شوي دي.

اسراییلي ځواکونو غزې ته د هر ډول بشري مرستو لېږد کاروانونه ودرولي او اجازه نه ورکوي، چې هلته خوراکي او نور اړین توکي یوسي.

عربستان: اسراییل سوله نه غواړي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۰۷ GMT+۱

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان د اسراییل پر هغه اقدام نیوکه وکړه، چې لوېدیځې غاړې ته د عربي هېوادونو د لوړپوړي پلاوي د سفر مخه نیسي. هغه ویلي، چې دغه اقدام د اسراییل له‌خوا ښکاره «افراطیت او د سولې پر وړاندې خنډ» دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ بن فرحان د یکشنبې په ورځ په عمان کې د اردن، مصر او بحرین له بهرنیو چارو وزیرانو او د عربي لیګ له عمومي منشي سره ولیدل.

له بل پلوه تېره ورځ اسراییلي چارواکو ویلي و، چې د فلسطین په لوېدیځه غاړه رام الله ښار کې د عربي هېوادونو د وزیرانو پلان شوې غونډې ته به اجازه ورنه کړي.

یوه اسراییلي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي و: «د عربي هېوادونو وزیران غواړي، چې د فلسطیني دولت د جوړولو او هڅولو په اړه د بحث لپاره په رام الله کې په یوه پاروونکې غونډه کې برخه واخلي؛ خو اسراییل به یې مخنېوی وکړي.»

د هند په شمال ختیځ کې د سېلابونو او ځمکې ښویېدنې له امله ۳۰ کسان مړه شوي دي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۵۳ GMT+۱

هندي چارواکي وایي، چې د دغه هېواد په شمال ختیځو ایالتونو کې د سختو ورښتونو، سېلابونه او ځمکې ښویېدنې له امله په تېرو دوو ورځو کې لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي دي.

د هندي رسنۍ ټایمز اف انډیا د راپور له مخې؛ وینام، اسام او ارون اچل پردېش هغه ایالتونه دي چې تر ټولو سخت زیانمن شوي دي.

د مېګالیا ایالت سر وزیر کونراډ کې له سیمه‌ییزو چارواکو غوښتي، چې په بېړني حالت کې پاتې شي، «وضعیت جدي دی او موږ باید د خلکو د ژغورنې لپاره محتاطه اوسو.»

که څه هم په هند کې موسمي ورښتونه د اوبو زېرمه کولو او کرنې لپاره حیاتي دي؛ خو کله ناکله دغه ورښتونه له ځان سره ډېرې ویجاړۍ هم لري.