• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د روغتیايي ستونزو د حل او اړونده خدمتونو د پراختیا لپاره ناسته کړې

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۱۷ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي په مشرۍ د دغه وزارت د رهبرۍ بورډ د یوې ځانګړې ناستې پر مهال د روغتیایي ستونزو د حل، د اوړونده خدمتونو پراختیا، د زړه په ناروغیو د اخته ماشومانو درملنې او د ادارو ترمنځ د همغږۍ په تړاو بحثونه کړي دي.

د یکشنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۱مه) په دغې ناسته کې د طبي تهجهیزاتو پر پېرلو او روغتونونو ته یې پر انتقال هم خبرې شوې دي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۴

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۵

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

•
•
•

نور کیسې

عربستان: اسراییل سوله نه غواړي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۰۷ GMT+۱

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان د اسراییل پر هغه اقدام نیوکه وکړه، چې لوېدیځې غاړې ته د عربي هېوادونو د لوړپوړي پلاوي د سفر مخه نیسي. هغه ویلي، چې دغه اقدام د اسراییل له‌خوا ښکاره «افراطیت او د سولې پر وړاندې خنډ» دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ بن فرحان د یکشنبې په ورځ په عمان کې د اردن، مصر او بحرین له بهرنیو چارو وزیرانو او د عربي لیګ له عمومي منشي سره ولیدل.

له بل پلوه تېره ورځ اسراییلي چارواکو ویلي و، چې د فلسطین په لوېدیځه غاړه رام الله ښار کې د عربي هېوادونو د وزیرانو پلان شوې غونډې ته به اجازه ورنه کړي.

یوه اسراییلي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي و: «د عربي هېوادونو وزیران غواړي، چې د فلسطیني دولت د جوړولو او هڅولو په اړه د بحث لپاره په رام الله کې په یوه پاروونکې غونډه کې برخه واخلي؛ خو اسراییل به یې مخنېوی وکړي.»

د هند په شمال ختیځ کې د سېلابونو او ځمکې ښویېدنې له امله ۳۰ کسان مړه شوي دي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۵۳ GMT+۱

هندي چارواکي وایي، چې د دغه هېواد په شمال ختیځو ایالتونو کې د سختو ورښتونو، سېلابونه او ځمکې ښویېدنې له امله په تېرو دوو ورځو کې لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي دي.

د هندي رسنۍ ټایمز اف انډیا د راپور له مخې؛ وینام، اسام او ارون اچل پردېش هغه ایالتونه دي چې تر ټولو سخت زیانمن شوي دي.

د مېګالیا ایالت سر وزیر کونراډ کې له سیمه‌ییزو چارواکو غوښتي، چې په بېړني حالت کې پاتې شي، «وضعیت جدي دی او موږ باید د خلکو د ژغورنې لپاره محتاطه اوسو.»

که څه هم په هند کې موسمي ورښتونه د اوبو زېرمه کولو او کرنې لپاره حیاتي دي؛ خو کله ناکله دغه ورښتونه له ځان سره ډېرې ویجاړۍ هم لري.

ایران کې د مخکیني جمهوري نظام یو معلول افغان سرتېری وژل شوی

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۴۸ GMT+۱

باوري سرچینو د یکشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د شنبې په ورځ د «غبرګولي ۱۰مه» نېټه مازیګر مهال د غلام رضا همدرد په نوم یو پخوانی افغان سرتېری د ایران پلازمېنې تهران ته څېرمه د «شور اباد» په سیمه کې وژل شوی دی.

سرچینې وایي، نوموړی د چړو په ګوزارونو وژل شوی.

د غلام ‌رضا یو خپلوان افغانستان انټرنشنل ته زیاته کړې، چې نوموړی د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و او درې کاله مخکې ایران ته کډه شوی و.

سرچینه زیاتوي، غلام ‌رضا د طالبانو پر ضد جګړه کې ټپي شوی هم و، دواړه لاسونه یې مات شوي وو او یوه پښه یې هم پرې شوې وه.

د وژل شوي سرتېري نږدې خپلوان وايي، هغه د شنبې په ورځ ماښام ناوخته د خوراکي توکو د پېرلو لپاره بازار ته تللی و؛ خو د بېرته راستنېدو پر مهال ایراني وګړو هغه ته سپکاوی وکړ او بدرې ردې یې ورته وویلې.

دغه سرچینه وايي، تر لفظي شخړې وروسته یاد پخوانی سرتېری د همدغو کسانو له لوري په چړو ووهل شو او ځای پر ځای یې وواژه.

100%

د غلام‌ رضا ملګري په ایران کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت ته ورغلي او غوښتنه یې کړې، چې دغه قضیه وڅېړي؛ خو تر اوسه نه د طالبانو له‌خوا او نه هم د ایران د حکومت له لوري کوم غبرګون یا اقدام شوی دی.

د غلام‌رضا جسد لا هم د تهران په یوه روغتون کې په یخو خونو کې ساتل کېږي او هېواد ته نه دی لېږدول شوی.

100%

په ایران کې مېشت د پخواني افغان حکومت سرتېري له سختو ستونزو سره مخ دي. دوی په زور د اېستل کېدو او بېرته د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان ته د استولو له ګواښ سره مخامخ دي.

څو ورځې مخکې یو پخواني افغان پېلوټ وروسته له هغې ځان وواژه، چې د ایران حکومت ورته د اېستل کېدو خبرتیا ورکړې وه.

پخواني افغان سرتېري د طالبانو د غچ اخیستنې له وېرې نه شي کولای افغانستان ته لاړ شي؛ نو له همدې امله ډېری یې په ایران او پاکستان کې له کړاوه ډک ژوند ته اړ شوي دي.

محسن داوړ طالبانو ته: تاسو چې په افغانستان کې کوم جنګ وکړو، هغه په څه جایز و؟

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۳۱ GMT+۱

د ملي ډېموکراټیک غورځنګ مشر محسن دواړ ویلي، د لر او بر افغانانو په ورانولو کې مذهب د بنسټیزې الې په توګه کارول شوی دی. هغه له طالبانو پوښتلي: «تاسو چې په افغانستان کې کوم جنګ وکړو هغه په څه جایز و؟»

هغه د (غبرګولي ۱۱مه) پر اېکس پاڼه د طالبانو یوه غړي سعید الله سعید د هغه څرګندونو په غبرګون کې لیکلي، چې ګوندې مشر یې امر کړی چې د دوی غړي به بهرنیو هېوادونو ته د «جګړې» یا هم د دوی په اصطلاح «جهاد» ته نه خي.

محسن دواړ طالبانو ته په خطاب کې زیاته کړې، د ګڼو دیني عالمانو داسې فتواوې موجودې وې چې د دغه ډلې جګړه یې ناروا بلله؛ خو بیا یې هم دا اور تود ساتلی و.

هغه داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې اسلام اباد له طالبانو غوښتي؛ څو د هغه افغانانو مخه ونېسي، چې د «ټي‌ټي‌پي» په لیکو کې پاکستان ته د جګړو لپاره ځي.

د همدې لړۍ په دوام یو شمېر طالبانو په ظاهرا بهر ته د جګړې لپاره د تللو خلاف څرګندونې پیل کړې دي؛ خو ښکاري چې له دې چارې یې موخه د «ټي‌ټي‌پي» په لیکو کې د جنګېدونکو یا نويو جذبېدونکو افغانانو مخنېوی دی.

اسلام اباد په وار، وار داسې شواهد خپاره کړي، چې په کې په ډاګه شوې د طالبانو یو شمېر غړي د پاکستاني طالبانو په لیکو کې وژل شوي دي.

راپورونو په ډاګه کړې، چې طالبانو دغه غوښتنو ته مثبت ځواب ویلی او خپل هغه غړي یا افغانان یې زنداني کړي چې د «ټي‌ټي‌پي» لپاره یې جلب و جذب کاوه.

د‌ پاکستان او طالبانو ترمنځ د اختلافاتو تر ټولو مهم ټکی په افغانستان کې د «ټي‌ټي‌پي» پناه ځایونه بلل شوي دي؛ خو اوس تازه څرګنده شوې چې کرار، کرار طالبانو په دې تړاو د اسلام اباد غوښتنې ته غاړه اېښې ده.

په افغانستان کې د خبریالۍ فضا تنګه شوې؛ خبریالان له ګواښ، وېرې او کډوالۍ سره مخ دي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱ جون ۲۰۲۵، ۲۰:۱۷ GMT+۱

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان راپور ورکړی، چې افغان خبریالان د بشري حقونو د ګواښونو تر سیوري لاندې پاکستان ته د خوندي پناه هیله لري، خو په دغه هېواد کې د افغان کډوالو نیول او افغانستان ته یې جبري ستنول لا هم دوام لري.

د بیان ازادي چې د هرې ازادې ټولنې بنسټ ګڼل کېږي، په افغانستان کې تر سخت فشار لاندې دی.

په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته خبریالان، لیکوالان، هنرمندان او د بشري حقونو فعالان له پراخو محدودیتونو، سانسور، نیولو او ان له وژنې سره مخ شوي دي.

که څه هم خبریالان اطلاعاتو ته تر ډېره لاس‌رسی لري، خو دا چې دا حقایق خلکو ته ورسوي، ګوښوونکی کار ګرځېدلی. داسې ژورنالستان شته چې یوازې د یو انتقادي راپور له امله نیول شوي، وهل شوي یا هم بې‌درکه شوي دي.

د ازادې رسنۍ شاخصونه

د نړۍوال مطبوعاتي سازمان "د بې پولې خبریالانو" د تازه راپور له مخې، افغانستان د بیان ازادۍ له پلوه د نړۍ په ۱۸۰ هېوادونو کې ۱۷۸م مقام لري.

دا په داسې حال کې ده، چې له طالبانو وړاندې یعنې په ۲۰۲۱ کې افغانستان ۱۲۲م مقام درلود، چې دا د ازادې رسنۍ د یوه ناورین ښکارندوی ګڼل کېږي.

د طالبانو تر واک لاندې، یوازې انتقادي ژورنالیزم نه دی ګواښل شوی، بلکې هغه راپورونه هم چې د طالبانو حکومتي روایت سره همغږي نه لري، له سانسوره تېرېږي یا د خطرونو سبب ګرځي.

خبریالان له افغانستانه تښتي، خو له خوندي پناه بې‌برخې دي

له افغانستانه زرګونه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وتلي او ګڼ شمېر یې لا هم په پاکستان کې د کډوالو په توګه ژوند کوي. خو د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د «ناقانونه بهرنیو اتباعو د اېستلو» پروګرام په لړ کې د دوی برخلیک هم تر پوښتنې لاندې راغلی.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه (CPJ)، چې د رسنیو نړۍوال دفاعي بنسټ دی، له پاکستانه غوښتنه کړې چې دا کمپاین وځنډوي او افغان خبریالانو ته دې خوندي پناه ورکړي.

په یوه ګډ بیان کې CPJ او یو شمېر نورو نړۍوالو سازمانونو ویلي:«افغان لیکوالان، ژورنالستان، هنرمندان، او د بشري حقونو فعالان باید له جدي خطرونو څخه خوندي شي او دوی ته دې د امن، قانوني او باوقاره پناه لاره برابره شي.»

پاکستان باید د انساني همدردۍ غږ واوري

په داسې حال کې چې لوېدیځ هېوادونه د افغانستان اوسني ناورین کې ژوره برخه لري، افغان خبریالانو ته د پناه ورکولو دروازې تړلي دي او په دې وخت کې باید پاکستان د بشري مسوولیت له مخې عمل وکړي.

په اسلام‌اباد، پېښور، کوټه او کراچۍ کې زرګونه افغان خبریالان او فرهنګي فعالان شتون لري، چې د خپلو ویزو د ختمېدو له امله د اېستلو له ګواښ سره مخ دي. د دوی اېستل یوازې دا معنا لري چې هغوی بېرته یو داسې ځای ته استول کېږي، چېرې چې شکنجه، وېرې او شاید مرګ ورته منتظر وي.

ازادې رسنۍ یو ملت ژوندی ساتي

افغانستان نن موږ ته دا درس راکوي، چې کله یو ملت خپل خبریال غلی کړي، هغه ملت له رڼا، حقیقت او پرمختګه بې‌برخې کېږي.
ازادې رسنۍ د ټولنې وجدان دي؛ که دا وجدان چوپ شي، نو د دروغو، وېرې او ظلم بازار تودېږي.

پاکستان باید افغان خبریالان یوازې د یوه سیاسي بار پر ځای، د بیان د ازادۍ استازي وګڼي او ورته داسې پناه ورکړي، چې د رڼا غږ له منځه لاړ نه شي.