د هالنډ صدراعظم استعفا ورکړه

د هالنډ صدراعظم ډک شوف نن سې شنبه څو ساعته وروسته له هغه له خپلې دندې لاس پر سر شو، چې سخت دریځي او د مسلمانانو ضد سیاستوال ګیرت ویلدرز خپل ګوند (PVV) له واکمن ایتلاف څخه وایست.

د هالنډ صدراعظم ډک شوف نن سې شنبه څو ساعته وروسته له هغه له خپلې دندې لاس پر سر شو، چې سخت دریځي او د مسلمانانو ضد سیاستوال ګیرت ویلدرز خپل ګوند (PVV) له واکمن ایتلاف څخه وایست.
د ویلدرز دا ناڅاپي پرېکړه به ممکن د نویو سملاسي انتخاباتو لامل شي.
د هغه د ګوند وزیران به له کابینې وځي او پاتې وزیران به د سرپرست حکومت په توګه کار ته دوام ورکړي.
شوف وویل چې استعفا یې د سیاسي بې ثباتۍ او د ایتلاف د نشتوالي له امله ورکړه.
ویلدرز د سې شنبې په ورځ وویل چې ګوند یې ځکه له ایتلاف ووت، چې نورو شریکو ګوندونو د کډوالۍ او پناه غوښتنې په اړه د هغه پلانونه نه منل.
د نویو انتخاباتو تمه تر اکتوبر مخکې نه کیږي او د نوي حکومت جوړېدل به ممکن څو میاشتې وخت ونیسي.


د جرمني لومړی وزیر فریدریښ مېرڅ وایي، که څه هم یوې محکمې د دریو سومالیايي پناه غوښتونکو شړل غیرقانوني بللي، خو دا پرېکړه به د حکومت د کډوالۍ اړوندو سیاستونو مخه ونه نیسي.
د برلین اداري محکمې ویلي، دغه پناه غوښتونکي باید د اروپايي اتحادیې د ډوبلین مقرراتو له مخې جرمني کې پرېښودل شوي وای، نه دا چې بېرته پولنډ ته واستول شي. دې محکمې دا کړنه ناقانونه بللې ده.
مېرڅ ټینګار کړی چې د اروپايي قوانینو په چوکاټ کې به لا هم ناقانونه کډوال له پولو اړوي، څو د جرمني ښارونه او ټولنې له فشارونو وژغوري.
ددغه سیاست په غبرګون کې کډوال پلوه ډلې وایي، دا تګلاره د اروپايي قوانینو خلاف ده او باید پای ته ورسېږي.

د عزیزي ګروپ رییس میرویس عزیزي قزاقستان ته د خپل سفر په ترڅ کې اعلان وکړ، چې ددغه هېواد په ودانیز سکتور کې درې میلیارده ډالره پانګونه کوي.
میرویس عزیزي د سې شنبې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، چې په دغه سفر کې یې د قزاقستان له مهمو دولتي چارواکو سره جلا-جلا لیدنې ترسره کړې، چې د اقتصادي همکاریو او پانګونې پر فرصتونو یې تمرکز درلود.
په دغه سفر کې، د عزیزی شرکت رییس د قزاقستان د صدراعظم له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر مراد نورتلیو سره د هغه په دفتر کې کتلي او یاد قزاق چارواکي ژمنه کړې، چې د قزاقستان دولت به د عزیزي شرکت پانګونو ته پوره ملاتړ او لازمي اسانتیاوې برابرې کړي.
عزیزي وايي، چې د سفر په لړ کې یې د قزاقستان د پلازمېنې استانې او الماتا ښارونو له ښاروالانوسره په لیدنو کې د ساختماني سکتور د پانګونې فرصتونه، شرايط او طرحې څیړلي دي.
د عزیزی شرکت د پلان له مخې، ټاکل شوې په قزاقستان کې شاوخوا ۳میلیارده ډالره پانګونه وشي، چې یوه مهمه برخه به یې د دغه هېواد په یوه ښار کې تر ټولو لوړې ودانۍ جوړولو ته ځانګړې شي.
نوموړی وايي، د دې پروژې د عملي کېدو لپاره به تخنیکي ټیم ډېر ژر د لوی اختر له رخصتیو وروسته قزاقستان ته سفر وکړي او خپلې سروي او تخنیکي ارزونې به پیل کړي.

وروسته له هغه چې پخواني ولسمشر د څو ساعتونو لپاره پوځي حکومت اعلان کړ؛ دغه هېواد له تېرو شپږو میاشتو راهیسې له سیاسي ګډوډیو سره مخ دی او نن په سوېلي کوریا کې د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره رایه اچونه پیل شوه.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، د ځینو وړاندوینو له مخې تمه کېږي چې خلک به په پراخه کچه د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره په ټاکنو کې برخه واخلي.
په اوسنیو ټاکنو کې پنځو کسانو د ولسمشرۍ لپاره ځانونه نوماند کړي؛ خو په سیالۍ کې مخکښ نوماندان د کوریا د ډیموکراټیک ګوند د اپوزیسیون نوماند «لې جای میونګ» او د واکمن خلکو د ځواک ګوند د محافظه کار نوماند «کېم مون سو» دي.
دواړو نوماندانو د حکومتي اصلاحاتو ژمنه کړې او باور لري، چې د سوېلي کوریا اوسنی سیاسي سیسټم او اقتصادي ماډل نور د کار وړ نه دی.

د پاکستان پوځ د سې شنبې په ورځ (د غبرګولي په ۱۳مه) ویلي، چې په بلوچستان کې په دوو جلا عملیاتو کې «د هند له ملاتړه برخمن» اووه وسلهوال وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ په خبرپآڼه کې راغلي، چې د کچي ولسوالۍ په مچ سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ یې عملیات کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ په سیمه کې تر سختو نښتو وروسته «د هند له ملاتړه برخمن» پنځه وسلهوال ووژل شول.
خبرپاڼه زیاتوي، جې له وژل شویو وسلهوالو وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ په میاشتیني راپور کې راغلي، چې په پاکستان کې په مئ میاشت کې ۸۵ وسلهوال بریدونه شوي، چې په پایله کې یې ۱۱۳ کسان وژل شوي دي چې له ډلې یې ۵۲ امنیتي ځواکونه، ۴۶ ملکي وګړي، ۱۱ وسلهوال او څلور یې د سولې کمیټې غړي دي.

د برېتانیا حکومت وایي، چې د عصري ګواښونو لکه د روسیې د زیاتېدونکي نفوذ، اټومي ګواښونو او سایبري بریدونو پر وړاندې به خپل دفاعي سیاست په بنسټیز ډول بدل کړي. د دغه نوي پلان له مخې، پر دودیز پوځ د تکیې پر ځای به پر ډرونونو، ټېکنالوژۍ او ډیجیټل جګړې پانګونه وشي.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا پر اروپايي هېوادونو د امنیتي مسوولیت د زیاتولو د فشار په غبرګون کې د برېتانیا لومړي وزیر کېير سټارمر ژمنه کړې، چې له سړې جګړې وروسته به د دفاع بودیجې تر ټولو لوی زیاتوالی عملي کوي.
د مالي محدودیتونو له امله حکومت دا پرېکړه کړې چې د پوځ شمېر نه، بلکې اغېزمنتیا دې زیاته کړي.
د دې پالیسۍ الهام له اوکراین څخه اخیستل شوی، چېرې چې ډرونونه او عصري ټېکنالوژي د جګړې بڼه بدله کړې ده.
سټارمر د تېر کال د ټاکنو له بریا وروسته یوه ستراتیژیکه دفاعي بیا کتنه پیل کړې، چې پکې د ناټو پخوانی عمومي منشي جورج رابرټسن او د سپینې ماڼۍ پخوانۍ روسۍ سلاکاره فیونا هېل هم برخه لري. دغه بیاکتنه به د راتلونکو لسو کلونو لپاره دفاعي تګلاره جوړوي.
سره له دې چې په وروستیو کلونو کې د پوځ بودیجه کمه شوې، خو برېتانیا لا هم له فرانسې سره یوځای د اروپا د مخکښو پوځي قدرتونو په لیکه کې راځي، چې پوځ یې د ناټو ختیځ پوله خوندي کوي او سمندري ځواک یې په انډو-پسفیک سیمه کې فعال حضور لري.
خو د برېتانیا فعاله پوځیان چې شمېر یې ۷۰،۸۶۰ ته رسېږي، د ناپلیون له وخت راهیسې تر ټولو کم شمېر دی او حکومت وایي، چې د پرمختللې ستراتیژۍ له مخې باید اصلاح شي.