• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د امنیت شورا پنځه نوي غیر دایمي غړي وټاکل

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳ جون ۲۰۲۵، ۱۶:۴۱ GMT+۱

بحرین، کولمبیا، د کانګو دموکراتیک جمهوریت، لاتویا، او لایبیریا د سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د نویو غیر دایمي غړو په توګه وټاکل شول. ددغو هېوادونو کاري دوره د ۲۰۲۶ کال له جنوري پیلیږي او تر دوو کلونو پورې به دوام کوي.

دوی به له هغو پنځو نورو غیر دايمي غړو سره یوځای شي چې تېر کال ټاکل شوي وو. دا غړي ډنمارک، یونان، پاکستان، پاناما او سومالیادي،چې تر ۲۰۲۶کال پورې به خپله دوره بشپړه کړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ټولټال ۱۵ غړي لري چې پنځه دايمي غړي یې ( چین، فرانسه، روسیه، بریتانیا او متحده ایالات) د ویټو واک لري او لس غیر دايمي غړي یې د عمومي اسامبلې له خوا د دوه کلونو لپاره ټاکل کېږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

اوکراین وایي د کریمیا پل یې تر اوبو لاندې چاودېدونکو موادو سره الوځولی

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳ جون ۲۰۲۵، ۱۵:۵۵ GMT+۱

د اوکراین استخباراتي ادارې(اېس‌بي‌یو) ویلي، چې دوی د روسیې او کریمیا ترمنځ ستراتیژیک پل د اوبو لاندې چاودېدونکو موادو په وسیله هدف ګرځولی دی.

دغې ادارې زیاته کړې، چې د برید لپاره ۱،۱۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي مواد کارول شوي چې د سهار له خوا وچودول شول او د پله تر اوبو لاندې ستنې یې زیانمنې کړې.

یاد پل، چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین لپاره یوه مهمه ملي پروژه ګڼل کېږي، د روسي ځواکونو لپاره یوه حیاتي اکمالاتي لاره بلل کېږي او تر دې مخکې هم په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې هدف ګرځېدلی و.

د روسیې اړوند رسمي سرچینو منلې چې د سهار له څلور بجو څخه تر اووه بجو پورې د پل فعالیت درې ساعته ودرېد، خو دوی د بندېدو لامل نه دی څرګند کړی.

اوکرایني چارواکو د برید یوه ویډیو هم خپره کړې چې پکې د پل د ستنو ترڅنګ چاودنه ښکاري، خو رویټرز ویلي چې د ویډیو د اخیستنې وخت یې نه شي تاییدولای.

په ورته وخت کې، روسي نظامي بلاګرانو ادعا کړې چې برید ناکام و او دا یې د اوکراین د بحري ډرون برید ګڼلی دی.

د هالنډ صدراعظم استعفا ورکړه

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳ جون ۲۰۲۵، ۱۵:۰۲ GMT+۱

د هالنډ صدراعظم ډک شوف نن سې شنبه څو ساعته وروسته له هغه له خپلې دندې لاس پر سر شو، چې سخت دریځي او د مسلمانانو ضد سیاستوال ګیرت ویلدرز خپل ګوند (PVV) له واکمن ایتلاف څخه وایست.

د ویلدرز دا ناڅاپي پرېکړه به ممکن د نویو سملاسي انتخاباتو لامل شي.

د هغه د ګوند وزیران به له کابینې وځي او پاتې وزیران به د سرپرست حکومت په توګه کار ته دوام ورکړي.

شوف وویل چې استعفا یې د سیاسي بې ثباتۍ او د ایتلاف د نشتوالي له امله ورکړه.

ویلدرز د سې شنبې په ورځ وویل چې ګوند یې ځکه له ایتلاف ووت، چې نورو شریکو ګوندونو د کډوالۍ او پناه غوښتنې په اړه د هغه پلانونه نه منل.

د نویو انتخاباتو تمه تر اکتوبر مخکې نه کیږي او د نوي حکومت جوړېدل به ممکن څو میاشتې وخت ونیسي.

د جرمني صدراعظم وايي د محکمې پرېکړه به یې د کډوالۍ اړوندو سیاستونو مخه ونه نیسي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۴۶ GMT+۱

د جرمني لومړی وزیر فریدریښ مېرڅ وایي، که څه هم یوې محکمې د دریو سومالیايي پناه‌ غوښتونکو شړل غیرقانوني بللي، خو دا پرېکړه به د حکومت د کډوالۍ اړوندو سیاستونو مخه ونه نیسي.

د برلین اداري محکمې ویلي، دغه پناه‌ غوښتونکي باید د اروپايي اتحادیې د ډوبلین مقرراتو له مخې جرمني کې پرېښودل شوي وای، نه دا چې بېرته پولنډ ته واستول شي. دې محکمې دا کړنه ناقانونه بللې ده.

مېرڅ ټینګار کړی چې د اروپايي قوانینو په چوکاټ کې به لا هم ناقانونه کډوال له پولو اړوي، څو د جرمني ښارونه او ټولنې له فشارونو وژغوري.

ددغه سیاست په غبرګون کې کډوال پلوه ډلې وایي، دا تګلاره د اروپايي قوانینو خلاف ده او باید پای ته ورسېږي.

عزیزی شرکت د قزاقستان په ودانیز سکتور کې درې میلیارده ډالره پانګونه کوي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۴۸ GMT+۱

د عزیزي ګروپ رییس میرویس عزیزي قزاقستان ته د خپل سفر په ترڅ کې اعلان وکړ، چې ددغه هېواد په ودانیز سکتور کې درې میلیارده ډالره پانګونه کوي.

میرویس عزیزي د سې شنبې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، چې په دغه سفر کې یې د قزاقستان له مهمو دولتي چارواکو سره جلا-جلا لیدنې ترسره کړې، چې د اقتصادي همکاریو او پانګونې پر فرصتونو یې تمرکز درلود.

په دغه سفر کې، د عزیزی شرکت رییس د قزاقستان د صدراعظم له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر مراد نورتلیو سره د هغه په دفتر کې کتلي او یاد قزاق چارواکي ژمنه کړې، چې د قزاقستان دولت به د عزیزي شرکت پانګونو ته پوره ملاتړ او لازمي اسانتیاوې برابرې کړي.

عزیزي وايي، چې د سفر په لړ کې یې د قزاقستان د پلازمېنې استانې او الماتا ښارونو له ښاروالانوسره په لیدنو کې د ساختماني سکتور د پانګونې فرصتونه، شرايط او طرحې څیړلي دي.

د عزیزی شرکت د پلان له مخې، ټاکل شوې په قزاقستان کې شاوخوا ۳میلیارده ډالره پانګونه وشي، چې یوه مهمه برخه به یې د دغه هېواد په یوه ښار کې تر ټولو لوړې ودانۍ جوړولو ته ځانګړې شي.

نوموړی وايي، د دې پروژې د عملي کېدو لپاره به تخنیکي ټیم ډېر ژر د لوی اختر له رخصتیو وروسته قزاقستان ته سفر وکړي او خپلې سروي او تخنیکي ارزونې به پیل کړي.

له څو میاشتني سیاسي بحران وروسته؛ په سوېلي کوریا کې ولسمشریزې ټاکنې پیل شوې

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳ جون ۲۰۲۵، ۰۸:۵۲ GMT+۱

وروسته له هغه چې پخواني ولسمشر د څو ساعتونو لپاره پوځي حکومت اعلان کړ؛ دغه هېواد له تېرو شپږو میاشتو راهیسې له سیاسي ګډوډیو سره مخ دی او نن په سوېلي کوریا کې د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره رایه اچونه پیل شوه.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، د ځینو وړاندوینو له مخې تمه کېږي چې خلک به په پراخه کچه د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره په ټاکنو کې برخه واخلي.

په اوسنیو ټاکنو کې پنځو کسانو د ولسمشرۍ لپاره ځانونه نوماند کړي؛ خو په سیالۍ کې مخکښ نوماندان د کوریا د ډیموکراټیک ګوند د اپوزیسیون نوماند «لې جای میونګ» او د واکمن خلکو د ځواک ګوند د محافظه کار نوماند «کېم مون سو» دي.

دواړو نوماندانو د حکومتي اصلاحاتو ژمنه کړې او باور لري، چې د سوېلي کوریا اوسنی سیاسي سیسټم او اقتصادي ماډل نور د کار وړ نه دی.