د افغانستان د فوټبال پخوانۍ لوبغاړې خالده پوپل د ۲۰۲۵ کال د ورزشي کتاب جایزې ګټونکې شوه
د ۲۰۲۵ کال د غوره ورزشي کتابونو د پېژندنې په رسمي غونډه کې چې په لندن کې جوړه شوې وه؛ د افغانستان د ښځینهو فوټبال ملي لوبډلې د پخوانۍ لوبغاړې خالده پوپل کتاب «زما ښکلې خویندې» د کال د غوره ورزشي کتاب جایزه وګټله.