نږدې ۵۰ تنه افغانان د پاکستان له زندانونو تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته ستانه شوي

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې نږدې ۵۰ تنه افغانان د پاکستان له زندانونو تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې نږدې ۵۰ تنه افغانان د پاکستان له زندانونو تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د دغه وزارت د خبرباڼې له مخې؛ شاوخوا ۴۶ تنه افغان کډوال (د غبرګولي په ۱۲مه) د پاکستان له زندانونو خوشې شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه کسان له یوې تر درېیو ورځو پورې د پاکستان په زندانونو کې پاتې شوي وو.


وروسته له هغه چې پخواني ولسمشر د څو ساعتونو لپاره پوځي حکومت اعلان کړ؛ دغه هېواد له تېرو شپږو میاشتو راهیسې له سیاسي ګډوډیو سره مخ دی او نن په سوېلي کوریا کې د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره رایه اچونه پیل شوه.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، د ځینو وړاندوینو له مخې تمه کېږي چې خلک به په پراخه کچه د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره په ټاکنو کې برخه واخلي.
په اوسنیو ټاکنو کې پنځو کسانو د ولسمشرۍ لپاره ځانونه نوماند کړي؛ خو په سیالۍ کې مخکښ نوماندان د کوریا د ډیموکراټیک ګوند د اپوزیسیون نوماند «لې جای میونګ» او د واکمن خلکو د ځواک ګوند د محافظه کار نوماند «کېم مون سو» دي.
دواړو نوماندانو د حکومتي اصلاحاتو ژمنه کړې او باور لري، چې د سوېلي کوریا اوسنی سیاسي سیسټم او اقتصادي ماډل نور د کار وړ نه دی.

د پاکستان پوځ د سې شنبې په ورځ (د غبرګولي په ۱۳مه) ویلي، چې په بلوچستان کې په دوو جلا عملیاتو کې «د هند له ملاتړه برخمن» اووه وسلهوال وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ په خبرپآڼه کې راغلي، چې د کچي ولسوالۍ په مچ سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ یې عملیات کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ په سیمه کې تر سختو نښتو وروسته «د هند له ملاتړه برخمن» پنځه وسلهوال ووژل شول.
خبرپاڼه زیاتوي، جې له وژل شویو وسلهوالو وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ په میاشتیني راپور کې راغلي، چې په پاکستان کې په مئ میاشت کې ۸۵ وسلهوال بریدونه شوي، چې په پایله کې یې ۱۱۳ کسان وژل شوي دي چې له ډلې یې ۵۲ امنیتي ځواکونه، ۴۶ ملکي وګړي، ۱۱ وسلهوال او څلور یې د سولې کمیټې غړي دي.

د خوست د موسی خېلو او قلندر ولسوالیو ځیني اوسېدونکي وایي، چې د طالبانو څخه یې په وار، وار د ښار سره د نښلوونکي پل د جوړولو غوښتنې شرکې کړې وې؛ خو د غږ نه اورېدو له امله یې دغه پل د دوه مېلیونه افغانیو په ارزښت په شخصي لګښت رغولی دی.
د سیمې اوسېدونکي وایي، چې د دغه پل په جوړولو کې ورسره جلاوطنه افغانانو او د سیمې اوسېدونکو مالي مرسته کړې ده.
په سیمه کې یوې ځایي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې دوی د طالبانو د حکومت تر چارواکو پورې د دغه پل د جوړېدو غوښتنې کړې وې؛ خو هېڅ چارواکي یې غږ وانه ورېدو او د سیمې خلک اړ شول، چې دغه پل په خپل شخصي لګښت جوړ کړي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، تر دې وړاندې له ګڼو ستونزو سره مخ وو چې د ورښتونو او سېلابونو له امله یې نه شوای چې له دغې لارې ښار ته ولاړ شي.
دوی زیاتوي، چې له دې وروسته دوی بې له کوم ځنډ او خنډ څخه ښار ته په اسانۍ سره خپل ناروغان تر روغتونه رسولای شي.
د سرچینو په وینا؛ یاده سیمه د سېلانیانو لپاره هم ښکلې منظرې لري، چې له دې وړاندې سېلانیانو د ورښتونو او سېلابونو د ګواښ له امله یادې سیمې ته د ورتګ لپاره زړه نه ښه کاوه.

د طالبانو امر بالمعروف نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی، چې په دایکنډي ولایت کې یې «د فرهنګي او دیني ارزښتونو» د ساتنې لپاره د سلمانیو له مسوولینو سره ناسته کړې ده.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په تېرو وروستیو کې له لوېدیځ فرهنګ څخه وارد شوي د وېښتو ډولونه چې د ځوانانو په منځ کې دود شوي؛ ښایي په راتلونکې کې له «اسلامي ارزښتونو» څخه د واټن لامل شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې له همدې امله یې په دایکنډي ولایت کې «اصلاحي» ناسته جوړه کړه.
په دایکنډي ولایت کې د طالبانو امر بالمعروف نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو څانګې مشر مولوي عبدالمنان شهیدزاده په دغه غونډه کې د وینا پرمهال ویلي:« د شریعت خلاف د وېښتانو جوړول په اسلام کې یو له ښکاره وو منکراتو دي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې (د غبرګولي په ۶مه) د طالبانو د امربالمعروف وزارت د پالیسۍ او مسلکي مرستیال نور محمد حقاني په کابل کې د سلمانیو د ټولنې له مسوولینو سره په لیدنه کې ویلي و، چې «د نیم سر خرېیل او نیم پرېښودل» غیر شرعي او پردی کلتور دی او باید له دې ډډه وشي.
له بل پلوه د طالبانو د دعوت او ارشاد لوی رییس شریف الله حقاني په لوېدیځ سټایل د وېښتانو جوړولو پر مخنیوي ټینګار کړی او د کابل د سلمانیو د ټولنې له مسوولینو څخه یې غوښتي، چې په ټولنه کې د شته منکراتو مخنیوي او معروفاتو اقامه کې له یاد وزارت سره همکاري وکړي.
د طالبانو د دغه قانون له اعلان وروسته له یو شمېر ولایتونو داسې راپورونه هم ورکړل شوي، چې د امر بالمعروف محتسبان پر لارو او سړکونو ځوانان را ګرځوي او د ږیرې نه خرېیلو، د موسیقۍ د نه اورېدو، د لډو نه کولو او په شریعت د ځان برابرولو سپارښتنې ورته کوي.

د افغانستان لپاره د پیوستون کمیټه چې پخوا یې د «د سویډن کمیټې» په نوم فعالیت کاوه وایي، چې نړۍوالو بندیزونو او د طالبانو محدودیتونو د افغانستان خلک اغېزمن کړي دي.
دغه کمیټه وایي، د طالبانو لهخوا د ښځو پر تعلیم بندیز او په ټولنه کې یې د ګډون په اړه محدودیتونه د دوی له بنسټیزو حقونو ښکاره سرغړونه ده.
دغې کمیټې په خپله کلنۍ غونډه کې د سویډن له حکومته غوښتي، چې د افغانستان سره د نړۍوالو مرستو د کمېدو په صورت کې دې د بشري مرستو پروګرامونو په اړه اقدام وکړي او د افغانانو د ژوند، روغتیا او زدهکړو حق ملاتړ وکړي.
دغه کمېټې په طالبانو غږ کړی، چې د افغانانو په وړاندې مسوولیت لري او باید د عامه خدمتونو پراختیا ته لومړیتوب او د نجونو او ښځو حقونو او ازادیو ته درناوی وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي:« د افغانستان خلک له فقر او ظلم څخه ځورېږي. پاکستان او ایران په مېلیونونو کډوال بېرته ستنېدو ته اړ باسي، چې دغې چارې د دوی وضعیت لا پسې خراب کړی دی. سلګونو زره کسان بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې د دوی لپاره دغه سرچینې کافي نه دي. د هېواد نیمایي نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري او مېلیونونه وګړي اساسي عامه خدمتونو ته لاسرسی نهلري. د اقلیم بدلون اغېزې هم په زیاتېدونکې توګه څرګندېږي.»
دغې کمیټې خبرداری وکړی، چې ګڼ شمېر مرستندویه هېوادونه له افغانستان سره خپلې مالي مرستې کموي او د امریکا حکومت لهخوا په مالي مرستو کې ناڅاپي کمښت به ویجاړونکي پایلې ولري او اټکل کېږي، چې سږکال به په افغانستان کې په مېلیونونه ماشومان د سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.
د افغانستان لپاره د پیوستون کمیټې ویلي، چې سویډن نشي کولای په دې برخه کې بې غوره پاتې شي.