د غزې د بشري مرستو بنسټ: د چهارشنبې په ورځ به هېڅ ډول مرستې و نه وېشل شي

د غزې د بشري مرستو بنسټ چې د امریکا تر ملاتړ لاندې فعالیت کوي، وایي چې د چهارشنبې په ورځ به په غزه کې هېڅ ډول مرستې و نه وېشل شي.

د غزې د بشري مرستو بنسټ چې د امریکا تر ملاتړ لاندې فعالیت کوي، وایي چې د چهارشنبې په ورځ به په غزه کې هېڅ ډول مرستې و نه وېشل شي.
د دغه بنسټ ویاند زیاتوي، چې دوی دا مهال له اسرایيلي پوځ سره د خپل فعالیت له سیمې بهر د امنیتي تدابیرو د پیاوړتیا په اړه خبرې کوي.
دا اقدام تر هغه وروسته کېږي، چې د اسراییل پوځ اعلان وکړ چې د دغه بنسټ د خوړو د وېش له یو مرکز سره نږدې یې ډزې کړي او د سره صلیب نړۍوالې کمېټې راپور ورکړی، چې په دې پېښه کې ۲۷ کسان وژل شوي او له ۱۵۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې غزه له څو اوونیو راهیسې د خوراکي توکو له سخت کمښت او ژور انساني ناورین سره لاس او ګرېوان ده.

د جرمني لومړی وزیر فریدریښ مېرڅ وایي، که څه هم یوې محکمې د دریو سومالیايي پناه غوښتونکو شړل غیرقانوني بللي، خو دا پرېکړه به د حکومت د کډوالۍ اړوندو سیاستونو مخه ونه نیسي.
د برلین اداري محکمې ویلي، دغه پناه غوښتونکي باید د اروپايي اتحادیې د ډوبلین مقرراتو له مخې جرمني کې پرېښودل شوي وای، نه دا چې بېرته پولنډ ته واستول شي. دې محکمې دا کړنه ناقانونه بللې ده.
مېرڅ ټینګار کړی چې د اروپايي قوانینو په چوکاټ کې به لا هم ناقانونه کډوال له پولو اړوي، څو د جرمني ښارونه او ټولنې له فشارونو وژغوري.
ددغه سیاست په غبرګون کې کډوال پلوه ډلې وایي، دا تګلاره د اروپايي قوانینو خلاف ده او باید پای ته ورسېږي.
وروسته له هغه چې پخواني ولسمشر د څو ساعتونو لپاره پوځي حکومت اعلان کړ؛ دغه هېواد له تېرو شپږو میاشتو راهیسې له سیاسي ګډوډیو سره مخ دی او نن په سوېلي کوریا کې د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره رایه اچونه پیل شوه.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، د ځینو وړاندوینو له مخې تمه کېږي چې خلک به په پراخه کچه د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره په ټاکنو کې برخه واخلي.
په اوسنیو ټاکنو کې پنځو کسانو د ولسمشرۍ لپاره ځانونه نوماند کړي؛ خو په سیالۍ کې مخکښ نوماندان د کوریا د ډیموکراټیک ګوند د اپوزیسیون نوماند «لې جای میونګ» او د واکمن خلکو د ځواک ګوند د محافظه کار نوماند «کېم مون سو» دي.
دواړو نوماندانو د حکومتي اصلاحاتو ژمنه کړې او باور لري، چې د سوېلي کوریا اوسنی سیاسي سیسټم او اقتصادي ماډل نور د کار وړ نه دی.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان د اسراییل پر هغه اقدام نیوکه وکړه، چې لوېدیځې غاړې ته د عربي هېوادونو د لوړپوړي پلاوي د سفر مخه نیسي. هغه ویلي، چې دغه اقدام د اسراییل لهخوا ښکاره «افراطیت او د سولې پر وړاندې خنډ» دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ بن فرحان د یکشنبې په ورځ په عمان کې د اردن، مصر او بحرین له بهرنیو چارو وزیرانو او د عربي لیګ له عمومي منشي سره ولیدل.
له بل پلوه تېره ورځ اسراییلي چارواکو ویلي و، چې د فلسطین په لوېدیځه غاړه رام الله ښار کې د عربي هېوادونو د وزیرانو پلان شوې غونډې ته به اجازه ورنه کړي.
یوه اسراییلي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي و: «د عربي هېوادونو وزیران غواړي، چې د فلسطیني دولت د جوړولو او هڅولو په اړه د بحث لپاره په رام الله کې په یوه پاروونکې غونډه کې برخه واخلي؛ خو اسراییل به یې مخنېوی وکړي.»
هندي چارواکي وایي، چې د دغه هېواد په شمال ختیځو ایالتونو کې د سختو ورښتونو، سېلابونه او ځمکې ښویېدنې له امله په تېرو دوو ورځو کې لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي دي.
د هندي رسنۍ ټایمز اف انډیا د راپور له مخې؛ وینام، اسام او ارون اچل پردېش هغه ایالتونه دي چې تر ټولو سخت زیانمن شوي دي.
د مېګالیا ایالت سر وزیر کونراډ کې له سیمهییزو چارواکو غوښتي، چې په بېړني حالت کې پاتې شي، «وضعیت جدي دی او موږ باید د خلکو د ژغورنې لپاره محتاطه اوسو.»
که څه هم په هند کې موسمي ورښتونه د اوبو زېرمه کولو او کرنې لپاره حیاتي دي؛ خو کله ناکله دغه ورښتونه له ځان سره ډېرې ویجاړۍ هم لري.
د طالبانو د عامي روغتیا وزارت وایي، چې د یاد وزارت وزیر مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د یونېسف ادراې استازي ډاکټر تاج الدین اوېلا سره په ليدنه کې له هغه غوښتي چې روغتونونو او روغتیایي مرکزونو ته د درملو په چمتو کولو او لېږد کې ورسره همکاري وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه ليدنه کې د روغتیايي خدمتونو د ارزونې په موخه په ګډې څارنې، د روغتیايي کارکوونکو پر ظرفیت لوړونې او د روغتیايي مرکزونو د بیارغونې په اړه خبرې اترې شوې دي.
بل خوا د یونېسف استازي ډاکټر تاج الدین ویلي، هڅه کوي چې د تطبیق کوونکو موسسو له لوري د وړاندې کېدونکو خدمتونو د کیفیت ارزونې په موخه د طالبانو روغتیا وزارت سره په ګډه څارنې کار وکړي.
هغه زیاته کړه، روغتیايي مرکزونو ته د درملو د لېږد په موخه به یوه ګډه کمېټه جوړېږي؛ تر څو د ټولو روغتونونو او روغتیايي مرکزونو ته د اړتیا وړ درمل چمتو او پر ټاکلي وخت روغتیايي مرکزونو ته ولېږدول شي.