مطیع الحق خالص: افغانستان د واورین پړانګ ساتنې ته ژمن دی

د طالبانو د چاپېریال ساتنې رییس په بیشکک کې د واورین پړانک ساتنې په نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی او وايي، افغانستان د واورین پړانګ ساتنې ته ژمن دی.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې رییس په بیشکک کې د واورین پړانک ساتنې په نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی او وايي، افغانستان د واورین پړانګ ساتنې ته ژمن دی.
د طالبانو تر واک لاندې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یادې ادارې رییس مطیع الحق خالص په مشرۍ پلاوي د قرغیزستان پلازمېنه بیشکک کې د واورین پړانګانو د ساتنې په نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ښاغلی خالص په یاد کنفرانس کې د د واورین پړانګ د ساتني، طبیعي چاپېریال او اقلم بدلون او ننګونو په اړه خبرې کړې دي.
همدارنګه نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان د واورین پړانګ ساتنې ته ژمن هېواد دی او له نړیوالو شریکانو سره همکارۍ ته چمتووالی لري.
د واورین پړانګ ساتنې نړیوال کنفرانس د هغه د طبیعي استوګنځایونو د خوندیتوب او د اړوندو ایکو سیسټمونو د پیاوړتیا په هدف جوړ شوی او د واورین پړانګ لرونکو هېوادونو لوړ پوړو چارواکو، نړیوالو چاپېریالي سازمانونو، متخصصینو او د طبیعي سرچینو د ساتنې فعالانو پکې برخه اخیستي وه.
د معلوماتو له مخې، واورین پړانګ په نورستان، بدخشان، پنجشیر، تخار، بامیان، دایکندي، غور او د هندوکش او پامیر په غرونو کې موندل کیږي خو لا یې شمېر معلوم نه دی.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالوعالي کمشنرۍ (UNHCR) رییس عرفات جمال ویلي، چې په ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت ارزونې او د هغوی د باعزته ستنېدنې لپاره به ډېر ژر یوه درې اړخیزه ناسته جوړه شي.
د طالبانو د مهاجرینو او راستنېدونکو وزارت د معلوماتو له مخې، نوموړي دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د دغه وزارت له سرپرست وزیر عبدالکبیر سره د لیدنې پر مهال وکړې.
جمال وویل، چې دغه ناسته به د ملګرو ملتونو، طالبانو او د ایران د چارواکو ترمنځ ترسره شي.
هغه د ایران د چارواکو همکاري وستایله او دا یې د افغان کډوالو د وضعیت د ښه والي لپاره مهم ګام وباله.
نوموړي د ناستې کره نېټه نه ده یاده کړې، خو ویلي یې دي چې ډېر ژر به دغه ناسته ترسره شي.
په دې ناسته کې د مهاجرینو لپاره د سرپناوو برابرولو، عاید موندنې او د اړینو مرستو رسولو پر عملي اقداماتو هم خبرې وشوې.
جمال زیاته کړې چې«یواناېچ سيار» غواړي د کډوالو په ښارګوټو کې د کار زمینه برابره کړي.
نوموړي همداراز څرګنده کړې، چې له پاکستاني چارواکو سره هم د ورته درې اړخیزې ناستې په اړه خبرې شوې، خو تر اوسه د اسلاماباد له لوري کوم مثبت پرمختګ نه دی شوی.
د کډوالو اړوند درې اړخیزې ناستې په اړه داسې مهال خبرې کیږي چې هره ورځ له ایران او پاکستان څخه افغان کډوال اېستل کیږي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، د روان زېږدیز کال له پېل راهیسې له یادو دواړو هېوادونو څخه څه باندې ۶۰۰ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي، چې نږدې نیمایي برخه یې شړل شوي دي.
همدا راز پاکستان ګواښ کړی، چې د جون میاشتې تر پای ته رسېدو وروسته به په دغه هېواد کې د هغو افغان کډوالو د جبري اېستلو بهیر هم پیل کړي چې د ملګرو ملتونو (پي او ار) کارتونه لري.
که څه هم نړۍوالو بنسټونو له دغه هېواده غوښتي، چې د افغان کډوالو بهیر ودروي خو اسلام اباد پرې غوږونه کاڼه کړي دي.
هممهاله ایراني چارواکو هم ویلي، چې د افغان کډوالو د اېستلو لپاره یې له طالبانو سره خبرې کړې دي او هغوی چمتو دي چې په تدریجې توګه دغه لړۍ پیل شي.

په کابل کې له ملګرو ملتونو سره یو شمېر افغان ښځینه کارکوونکې د ناڅرګندو کسانو له خوا ګواښل شوې دي، چې له امله یې اړې شوې د دفتر پر ځای له کوره کار وکړي.
ملګرو ملتونو تایید کړې چې په کابل کې یې څو ښځینه کارکوونکې د نامعلومو کسانو له خوا ګواښل شوې دي. دې ادارې دغه ګواښونه جدي بللي او د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب لپاره یې لنډمهاله تدابیر نیولي دي.
یو شمېر ښځو چې د ملګرو ملتونو له بېلابېلو ادارو سره کار کوي، د نوم نه ښودلو په شرط فرانس پرېس اژانس ته ویلي، چې هغوی ته پر سړک او د ټیلفون له لارې ګواښونه شوي او ورته ویل شوي چې «له کوره مه وځئ .»
د ملګرو ملتونو یوه کارکوونکې، چې مستعار نوم یې هدا دی وايي چې له څو اونیو راهیسې ورته داسې پیغامونه راځي چې له "بهرنیانو سره د کار کولو" له امله پکې دې ته سپکاوی کېږي.
هدا وايي: "پیغامونه هر وخت راځي او تل پکې موږ ځورول کیږو، پیغامونو کې لیکل شوي «که بیا دې ووینم په بد حال به دې کړم.»
هغې وویل چې دفتر یې ورته سپارښتنه کړې چې تر بلې خبرتیا پورې له کوره کار وکړي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو ماموریت (یوناما) تایید کړې چې د دې ادارې ښځینه کارکوونکې ګواښل شوې دي.
دغې ادارې په یوې اعلامیې کې ویلي: «په کابل کې د ملګرو ملتونو څو ښځینه کارکوونکې د ناڅرګندو کسانو له خوا د خپلې دندې له امله ګواښل شوې دي.»
ملګرو ملتونو دا ګواښونه "ډېر جدي" بللي او ویلي یې دي چې د کارکوونکو د امنیت او خوندیتوب لپاره یې "لنډمهاله" تدابیر نیولي دي.
طالبانو، چې له ۲۰۲۱ راهیسې د واک له ترلاسه کولو وروسته د ښځو پر وړاندې د "جندر اپارتاید" له امله تورن شوي، په دې قضیه کې ښکېلتیا رد کړې ده.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع دا ډول ګواښونه "جُرم" بللي او ویلي یې دي چې پولیس به یې پر ضد اقدام وکړي.
د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې، د افغانستان له شاوخوا ۴۵ میلیونه نفوس څخه درې پر څلورمه برخه خلک د ورځنیو اړتیاوو پوره کولو کې له ستونزو سره مخ دي.

یواځې ۱۶ کلن دی، خو لمر کټوازی له همدا اوس نه د فوټبال په نړۍ کې د یوه ستوري په توګه راڅرګند شوی. دغه افغان-استرالیایي ځوان چې د اسټرالیا د پلازمېنې کنبیرا په یوه مخکښ کلب کنبیرا کروشیا کې د بریدګر په توګه لوبې کوي، نه یوازې د فوټبال، بلکې د فوټسال په ډګر کې هم ځان ثابت کړی.
لمر کټوازی په ۲۰۲۴ کال کې خپل کلب ته د ملي غوره لیګ (NPL) اتلولي وګټله او درې ځله یې د دغه لیګ د سرو زرو بوټ جایزه ترلاسه کړې، چې دا جایزه هر کال تر ټولو زیات ګول وهونکي لوبغاړي ته ورکول کېږي.
د لمر کټوازي پلار فضل کټوازي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ټاکل شوې نوموړی په ۲۰۲۵ کال کې د ملبورن د ځوانانو ملي ټورنمنټ کې د کنبرا استازیتوب وکړي.
هغه تر دې دمه درې ځله د فوټبال سکالرشیپ ګټلی او په ۲۰۲۳ کال کې د استرالیایي رسنۍ اې بي سي له خوا د یوه مخ پر ودې سیمهییز استعداد په توګه معرفي شو. په همدغه کال کې د هغه فوټسال ټیم په سیدني کې د ملي سیالیو اتل شو.
وروستۍ ستره لاسته راوړنه یې د نړۍ تر ټولو مشهورې اکاډمۍ نه بلنلیک ترلاسه کول دي.
لمر کټوازی دا مهال د هسپانیې د بارسلونا فوټبال اکاډمۍ له خوا بلل شوی. دا بلنه داسې مهال ترلاسه کوي چې دوه کاله وړاندې یې برازیل ته د فوټسال لپاره هم بلنلیک ترلاسه کړی و.
نوموړی دا مهال د لسم ټولګي زدهکوونکی دی او د ۲۰۲۶ کال لپاره یې د سیدني ایف سي اړوند اېرنډیل کالج کې د ګډون وړاندیز هم ترلاسه کړی.
دا ټولې لاسته راوړنې که د هغه له عمر سره پرتله شي، نو د یوه فوقالعاده استعداد نښې پکې ښکارېږي.
سره له دې چې لمر په استرالیا کې روزل شوی، خپلې افغانې ريښې او هویت یې هېر نه دي.
د هغه ستره هیله دا ده چې یوه ورځ د افغانستان لپاره د فوټبال او فوټسال په لوبو کې په نړیواله کچه ولوبیږي.

سره له دې چې قزاقستان د افغانستان له لارې د اورګاډي نښلوونکې پروژې لپاره نیم میلیارد ډالره پانګونه پلان کړې، د طالبانو د رېلپټلۍ ادارې سلاکار وايي، چې افغان شرکتونه د تورغونډۍ–سپین بولدک رېل پټلۍ نه شي جوړولای.
د طالبانو د رېلپټلۍ ادارې ستر سلاکار میرویس غفوري له ټایمز اف سنټرل اېشیا سره په مرکه کې ویلي، چې دا لا ډېره زر ده چې ووایي څوک به د تورغونډۍ، هرات، کندهار او سپین بولدک رېل پټلۍ جوړه کړي، خو اعتراف کوي، چې « افغان شرکتونه دا کار نشي کولی.»
قزاقستان پلان لري چې په ۱۱۵ کیلومتره اوږدوالي د تورغونډۍ–هرات د اورګاډي پټلۍ په جوړولو کې ۵۰۰ میلیون ډالر پانګونه وکړي. دا پروژه، چې له تورغونډي څخه تر سپین بولدک پورې غځېږي، منځنۍ اسیا د جنوبي اسیا له بازارونو سره نښلوي.
د غفوري په وینا، د افغانستان غرنۍ جغرافیې له امله، دا پروژه لږ تر لږه دوه تر درې میلیارد ډالره لګښت غواړي.هغه زیاتوي، « ستونزه داده چې کابل، د بندیزونو او د طالبانو د حکومت د ناپېژندل کېدو له امله، نشي کولای له نړیوالو مالي ادارو لکه نړیوال بانک یا د اسیا پراختیایي بانک څخه مالي ملاتړ ترلاسه کړي».
هغه زیاته کړې: «خو موږ تمه لرو چې قزاقستان به نه یوازې دا پروژه، بلکې د افغانستان اقتصاد کې هم پانګونه وکړي. د منځنۍ اسیا او سویلي اسیا تر منځ تر ټولو لنډه لاره له افغانستان څخه تېریږي. که دا رېلپټلۍ جوړه شي، قزاقستان او نور هېوادونه به وکولای شي خپل کرنیز محصولات هند، پاکستان او بنګلهدېش ته صادر کړي.»
د غفوري په وینا،کابل او استانه دا مهال د دې پروژې د امکانسنجونې پر مطالعاتو بوخت دي.
د ټایمز اف سنټرل اېشیا په وینا، طالبان هڅه کوي ټولې هغه پخوانۍ منطقوي او بینالمنطقوي پروژې بیا راژوندۍ کړي چې مخکې اعلان شوې وې، څو له همدې لارې بهرنۍ پانګونه جلب کړي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د استانه نړیوال فورم په څنډه کې ویلي و: «موږ پلان لرو چې تر ۲۰۳۰ کاله پورې پراخې د انرژۍ او زیربناوو پروژې پرمخ یوسو.»
هغه ټینګار کړی و چې افغانستان یوازې هغه وخت وده کولی شي چې اقتصادي مرسته ورسره وشي.
نوموړي په تازه مرکه کې ویلي، «موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې د افغانستان وضعیت زموږ له لیدلوري وګوري، نه د لویدیځ له پروپاګند څخه. موږ ۱۵ میلیونه ځوانان لرو چې کار ته اړتیا لري او ډېر خلک وږي دي. د ښځو د حقونو مساله به هم هواره شي. ښځې هم کولای شي د اقتصادي ودې مهمه برخه وي.»
په همدې حال کې، کابل ښايي خپلې اړیکې له هغو هېوادونو سره پراخې کړي چې د بشري حقونو پر مسالو ټینګار نه کوي او پر ځای یې له افغانستان سره عملي چلند غوره کړی. قزاقستان بېشکه له دې هېوادونو څخه یو دی.
د طالبانو له خوا قزاقستان ته نومول شوی سرپرست استازی محمد رحمان رحماني له دې رسنۍ سره په مرکه کې وايي: «په تېرو څو کلونو کې موږ له قزاقستان سره ښې اړیکې جوړې کړې دي، چې د سیمې تر ټولو لوی اقتصاد لري. اوس تمه لرو چې اقتصادي اړیکې لا پیاوړې کړو.»
همداراز، عزیزي قزاقستان د افغانستان لپاره "نمونه هېواد" یاد کړ او ویې ویل چې استانه د افغان خصوصي سکتور لپاره ټولې دروازې پرانیستې دي.

د طالبانو د سرحدي پولیسو ویاند ویلي، چې د سپین بولدک ـ چمن دروازه به د اختر په رخصتیو کې هره ورځ د څلورو ساعتونو لپاره د پلي تګ راتګ لپاره خلاصه وي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سرحدی پولیسو ویاند عابدالله فاروقي ويلي، چې له پاکستاني لوري سره تر خبرو وروسته د اختر په رخصتیو کې د پلي تګ راتګ لپاره د سپین بولدک ـ چمن دروازې خلاصیدو هوکړه شوې ده.
نوموړي د پنجشنبې په ورځ «د غبرګولي ۱۵مه» پر خپله اېکسپاڼه لیکلي:« د بولدک د ځمکنۍ سرحدي دروازې د پرانیستلو په اړه داسې پریکړه وشوه، چې د لوی اختر له لومړۍ ورځې څخه تر څلورمې ورځې پورې به دا دروازه د غرمې له ۱۲ بجو څخه تر ۴ بجو پورې د پیاده تګ راتګ لپاره خلاصه وي.»
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سرحدي پولیسو ویاند ویلي، چې یاده لار به د څلورو ورځو لپاره له پاکستاني لوري څخه د ټرانزیت پر مخ تړلې وي.
ځايي سرچینې وايي، چې د طالبانو او پاکستاني لوري ترمنځ د سپین بولدک ـ چمن د عمومي دروازې د خلاصېدو نه، بلکي د «مازل ګلۍ» په نوم عمومي دروازې څخه په یو کیلومترۍ کې د فرعي لارې د خلاصېدو هوکړه شوې ده.
سرچینو ویلي، چې پر دې لاره وړاندې د انساني قاچاقبرانو له خوا مسافر دواړو غاړو ته انتقالیدل.