• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: په اختر کې د سپین بولدک ـ چمن لاره د پلي تګ راتګ لپاره پرانېستې ده

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۲۲ GMT+۱

د طالبانو د سرحدي پولیسو ویاند ویلي، چې د سپین بولدک ـ چمن دروازه به د اختر په رخصتیو کې هره ورځ د څلورو ساعتونو لپاره د پلي تګ راتګ لپاره خلاصه وي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سرحدی پولیسو ویاند عابدالله فاروقي ويلي، چې له پاکستاني لوري سره تر خبرو وروسته د اختر په رخصتیو کې د پلي تګ راتګ لپاره د سپین بولدک ـ چمن دروازې خلاصیدو هوکړه شوې ده.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ «د غبرګولي ۱۵مه» پر خپله اېکسپاڼه لیکلي:« د بولدک د ځمکنۍ سرحدي دروازې د پرانیستلو په اړه داسې پریکړه وشوه، چې د لوی اختر له لومړۍ ورځې څخه تر څلورمې ورځې پورې به دا دروازه د غرمې له ۱۲ بجو څخه تر ۴ بجو پورې د پیاده تګ راتګ لپاره خلاصه وي.»

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سرحدي پولیسو ویاند ویلي، چې یاده لار به د څلورو ورځو لپاره له پاکستاني لوري څخه د ټرانزیت پر مخ تړلې وي.

ځايي سرچینې وايي، چې د طالبانو او پاکستاني لوري ترمنځ د سپین بولدک ـ چمن د عمومي دروازې د خلاصېدو نه، بلکي د «مازل ګلۍ» په نوم عمومي دروازې څخه په یو کیلومترۍ کې د فرعي لارې د خلاصېدو هوکړه شوې ده.

سرچینو ویلي، چې پر دې لاره وړاندې د انساني قاچاقبرانو له خوا مسافر دواړو غاړو ته انتقالیدل.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د پکتیکا په تروې ولسوالۍ کې لومړی ځل انټرنېټي او مکالماتي خدمتونه پيل شول

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۴۱ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي، په لومړي ځل د پکتیکا ولایت په تروې ولسوالۍ کې یې انټرنېټي او مکالماتي خدمات پیل کړل. طالبان وايي، د پکتیکا ولایت په محرومو او لرې پرتو سیمو کې ټول ۷۳ مخابراتي انټنونه جوړېږي.

د یاد وزارت ویاند عنایت الله الکوزي د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر نجیب الله حیات حقاني د خپل وروستي سفر پر مهال، چې د سویل ختیزو ولایتونو د مخابراتي وضعیت د ارزونې او د لرې پرتو سیمو لپاره د خدماتو د پراخولو په موخه ترسره شوی و، د پکتیکا ولایت لپاره ۴۴ نوي مخابراتي انټنونه منظور کړل.

الکوزی زیاتوي، د دغو انټنونو له ډلې، تر وړممۍ وروسته اوس د تروې ولسوالۍ مخابراتي سایټ هم ګټې اخیستنې ته سپارل شوی.

د دې سایټ په فعالېدو سره، د تروې ولسوالۍ ګڼې برخې به د تلیفوني تماس او انټرنېټي خدمتونو تر پوښښ لاندې راشي.

د یاد وزارت د ویاند په وینا، په ټوله کې د پکتیکا ولایت په محرومو او لرې پرتو سیمو کې ۷۳ مخابراتي انټنونه جوړېږي. له دې ډلې ۴۴ انټنونه د مخابراتو وزارت منظور کړي او پاتې ۲۹ انټنونه د ټي ډي ایف پروژې له لارې پلي کېږي.

امرالله صالح: د ټرمپ اداره دې د سفري بندیز پر ځای پر طالبانو ډالري کڅوړې ودروي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۱۴ GMT+۱

د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح امریکا ته د افغانانو پر سفر د بندیز په غبرګون کې ویلي، چې د ټرمپ اداره دې د سفر د بندیز پر ځای طالبانو ته د اونیزو ډالري کڅوړو پر لېږلو بندیز ولګوي.

ټرمپ د یوه نوي اجرایي فرمان له لارې د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو د وګړو پر وړاندې سفري بندیزونه وضع کړي دي.

امرالله صالح د ټرمپ د دغه فرمان په غبرګون کې د پنجشنبې په ورځ د «غبرګولي ۱۵مه، پر خپل اېکس ولیکل، چې« یوازینۍ پرېکړه چې په حقیقت کې به طالبانو ته مستقیم زیان ورسوي او د افغان ولس لپاره به په څرګند ډول ګټه ولري، دا ده چې هغه ۴۰ تر ۶۰ مېلیونه ډالرو نغدي مرسته بنده کړئ، چې ستاسې اداره یې هره اونۍ په پټه طالبانو ته لیږي.»

نوموړي ویلي، چې له طالبانو سره د ټرمپ ادارې اونیزې نغدي مرستې د امریکا له شعارونو سره په ټکر کې دي.

صالح ویلي، چې پر سفر د بندیز پریکړه له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري، ځکه د کابل او نیویارک ترمنځ هېڅکله مستقیمې الوتنې نه وې.

امرالله صالح زیاتوي، چې د سفري بندیز پرېکړه یوازې د سرلیکونو لپاره مناسبه ده، خو د افغانستان لپاره ارزښت نه لري.

ازبکستان د اختر په مناسبت افغانستان ته ۱۸۳ ټُنه خوراکي توکي استولي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۵۸ GMT+۱

ازبکستان د لوی اختر په مناسبت افغانستان ته ۱۸۳ ټنه خوراکي توکي د بشري مرستې په توګه لېږلي دي. د ازبکستان د سورخندریا د ولایتي ادارې د مطبوعاتي دفتر په وینا، دغه مرسته د حیرتان ښار د "استراس" شرکت په انګړ کې طالبانو ته سپارل شوې ده،

په مرستو کې اوړه، وریژې، بوره، ماکاروني، د پخلي غوړي، ژر پخیدونکي خواړه، لوبیا او مئ شامل دي.

دواړو هېوادونو تر دې وړاندې هم د اقتصادي او بشري همکاریو اړیکې درلودې.

څه موده وړاندې طالبانو ازبکستان ته ۱۶ موټره سپین مرمر واستول، چې سمرقند ښار کې د امام بخاري د کمپلکس د جوړولو لپاره به ترې کار اخیستل کېږي.

پر دې مرسته د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت‌الله ارګاشف، د سورخندریا والي اولګبیک قاسیموف، د طالبانو چارواکي ملا عبدالواسع او د بلخ والي محمد یوسف وفا تر منځ د ترمذ ښار په یوه ناسته کې هوکړه شوې وه.

ازبکستان وایي چې دغه ډول مرستې به د افغانانو د ملاتړ لپاره دوام ومومي او غواړي له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب اړیکو پراختیا ته دوام ورکړي.

د زوجاتو تعدد؛ د طالبانو امر بالمعروف د ودونو د لګښتونو پر کمولو ټینګار کوي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۲۸ GMT+۱

د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت یو ځل بیا ویلي، چې په ودونو کې لوړ لګښتونه او له شریعت سره ناساز دودونه د اسلام خلاف دي او د ټولنې پر ارزښتونو، اقتصاد او د ځوانانو پر رواني حالت منفي اغېز کوي. خو منتقدان وايي، د طالبانو مشران له دې لارې نورو ودونو ته لاره برابروي.

دغه وزارت په یوه یادښت کې لیکلي، چې محتسبینو یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو، په ځانګړې توګه په شمالي سیمو کې له خلکو او قومي مشرانو سره په اصلاحی غونډو کې ویلي چې اسلام د ساده‌ ژوند سپارښتنه کوي او د ودونو تجمل‌پسندانه مراسم د دین له اصولو سره په ټکر کې دي.

د ۲۰۲۱ اګسټ له ۱۵مې راهیسي چې پر افغانستان طالبان واکمن شوي، دې ډلې په کراتو ویلي چې په ودونو کې دې د لوړو لګښتونو او ناسمو دودونو ډډه وشي.

خو ددې ډلې منتقدان سره له دې، چې له لوړ ولور او ناسمو دودونو سره پر مبارزه ټینګار کوي، وايي چې طالبان او د هغوی مشران په داسې حال کې د ودونو د مصارفو کمولو یادونې کوي، چې پخپله څلور څلور ودونه کوي او په لوړ عمر او بن واده معمولا له لوړو ولورونو او جهیز سره مل وي.

د ودونو د لګښتونو کمولو په تړاو هڅې له دې وړاندې په جمهوري نظام کې هم پیل شوې وې، چې یوه یې د ډله ییزو ودونو د فرهنګ دود کول وو.

پاکستان له افغانستان نه د ډبرو سکرو واردات ځنډولي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۱۳ GMT+۱

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، له افغانستان نه پاکستان ته د ډبرو سکرو او صابون تیږې واردات ځنډول شوي. پاکستان ته د ډبرو سکرو د وارداتو د ځنډولو لامل د اصلي هېواد د تصدیق پاڼې نه وړاندې کول ښودل شوي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې له افغانستان څخه پاکستان ته د ډبرو سکرو او صابون ډبرې واردات د روانې اونۍ له دوشنبې راهیسې درول شوي.

په تورخم کې د ډبرو سکرو یو شمېر واردوونکو ویلي، چې له افغانستان نه پاکستان ته د ډبرو سکرو او صابون ډبرو د وارداتو د ګمرکي تصفیې بهیر د یکشنبې په ورځ په نا څاپي ډول ودرول شو، خو دوی ته د دوشنبې په ورځ ویل شوي، چې اوس باید د اصلي هېواد تصدیق نامې هم وړاندې کړي.

د ډبرو سکرو واردوونکو ویلي، چې د ګمرکي تصفیې د ناڅاپي ځنډ له امله په ډبرو سکرو بار سلګونه لارۍ د افغانستان لوري ته درول شوې.

له افغانستان نه پاکستان ته د ډبرو سکرو او صابون ډبرې واردولو باندې د اصلي هېواد د تصدیق نامې د شرط ناڅاپي پلي کېدو واردوونکي او موټرچلوونکي اندېښمن کړي دي.

په تورخم کې د ګمرکي استازو د اتحادیې مشر مجیب الله شینواري ډان ورځپاڼې ته ویلي هڅه کوي، چې د اسلام اباد له چارواکو څخه د هغو لاریو لپاره د معافیت اجازه واخلي، چې تورخم ته رسیدلې دي.

نوموړي ویلي، له افغانستان نه پاکستان ته د ډبرو سکرو او صابون ډبرې په وارداتو کې هېڅ ډول سرغړونه نه ده شوې، او واردوونکو د تورخم ګمرک چارواکو ته اړین اسناد هم سپارلي دي.

شینواري ویلي، چې پاکستان ته د ډبرو سکرو د وارداتو د بېرته پیل لپاره یې پېښور، اسلام اباد او کابل ته رسمي غوښتنلیکونه هم استولي دي.

له افغانستان نه پاکستان ته د ډبرو سکرو واردوونکو ویلي، چې د دوشنبې له بندیز وړاندې هره ورځ له ۳۰۰ تر ۳۵۰ لارۍ له افغانستان نه پاکستان ته داخلیدې.