• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پکتیکا په تروې ولسوالۍ کې لومړی ځل انټرنېټي او مکالماتي خدمتونه پيل شول

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۴۱ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي، په لومړي ځل د پکتیکا ولایت په تروې ولسوالۍ کې یې انټرنېټي او مکالماتي خدمات پیل کړل. طالبان وايي، د پکتیکا ولایت په محرومو او لرې پرتو سیمو کې ټول ۷۳ مخابراتي انټنونه جوړېږي.

د یاد وزارت ویاند عنایت الله الکوزي د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر نجیب الله حیات حقاني د خپل وروستي سفر پر مهال، چې د سویل ختیزو ولایتونو د مخابراتي وضعیت د ارزونې او د لرې پرتو سیمو لپاره د خدماتو د پراخولو په موخه ترسره شوی و، د پکتیکا ولایت لپاره ۴۴ نوي مخابراتي انټنونه منظور کړل.

الکوزی زیاتوي، د دغو انټنونو له ډلې، تر وړممۍ وروسته اوس د تروې ولسوالۍ مخابراتي سایټ هم ګټې اخیستنې ته سپارل شوی.

د دې سایټ په فعالېدو سره، د تروې ولسوالۍ ګڼې برخې به د تلیفوني تماس او انټرنېټي خدمتونو تر پوښښ لاندې راشي.

د یاد وزارت د ویاند په وینا، په ټوله کې د پکتیکا ولایت په محرومو او لرې پرتو سیمو کې ۷۳ مخابراتي انټنونه جوړېږي. له دې ډلې ۴۴ انټنونه د مخابراتو وزارت منظور کړي او پاتې ۲۹ انټنونه د ټي ډي ایف پروژې له لارې پلي کېږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

امرالله صالح: د ټرمپ اداره دې د سفري بندیز پر ځای پر طالبانو ډالري کڅوړې ودروي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۱۴ GMT+۱

د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح امریکا ته د افغانانو پر سفر د بندیز په غبرګون کې ویلي، چې د ټرمپ اداره دې د سفر د بندیز پر ځای طالبانو ته د اونیزو ډالري کڅوړو پر لېږلو بندیز ولګوي.

ټرمپ د یوه نوي اجرایي فرمان له لارې د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو د وګړو پر وړاندې سفري بندیزونه وضع کړي دي.

امرالله صالح د ټرمپ د دغه فرمان په غبرګون کې د پنجشنبې په ورځ د «غبرګولي ۱۵مه، پر خپل اېکس ولیکل، چې« یوازینۍ پرېکړه چې په حقیقت کې به طالبانو ته مستقیم زیان ورسوي او د افغان ولس لپاره به په څرګند ډول ګټه ولري، دا ده چې هغه ۴۰ تر ۶۰ مېلیونه ډالرو نغدي مرسته بنده کړئ، چې ستاسې اداره یې هره اونۍ په پټه طالبانو ته لیږي.»

نوموړي ویلي، چې له طالبانو سره د ټرمپ ادارې اونیزې نغدي مرستې د امریکا له شعارونو سره په ټکر کې دي.

صالح ویلي، چې پر سفر د بندیز پریکړه له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري، ځکه د کابل او نیویارک ترمنځ هېڅکله مستقیمې الوتنې نه وې.

امرالله صالح زیاتوي، چې د سفري بندیز پرېکړه یوازې د سرلیکونو لپاره مناسبه ده، خو د افغانستان لپاره ارزښت نه لري.

ازبکستان د اختر په مناسبت افغانستان ته ۱۸۳ ټُنه خوراکي توکي استولي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۵۸ GMT+۱

ازبکستان د لوی اختر په مناسبت افغانستان ته ۱۸۳ ټنه خوراکي توکي د بشري مرستې په توګه لېږلي دي. د ازبکستان د سورخندریا د ولایتي ادارې د مطبوعاتي دفتر په وینا، دغه مرسته د حیرتان ښار د "استراس" شرکت په انګړ کې طالبانو ته سپارل شوې ده،

په مرستو کې اوړه، وریژې، بوره، ماکاروني، د پخلي غوړي، ژر پخیدونکي خواړه، لوبیا او مئ شامل دي.

دواړو هېوادونو تر دې وړاندې هم د اقتصادي او بشري همکاریو اړیکې درلودې.

څه موده وړاندې طالبانو ازبکستان ته ۱۶ موټره سپین مرمر واستول، چې سمرقند ښار کې د امام بخاري د کمپلکس د جوړولو لپاره به ترې کار اخیستل کېږي.

پر دې مرسته د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت‌الله ارګاشف، د سورخندریا والي اولګبیک قاسیموف، د طالبانو چارواکي ملا عبدالواسع او د بلخ والي محمد یوسف وفا تر منځ د ترمذ ښار په یوه ناسته کې هوکړه شوې وه.

ازبکستان وایي چې دغه ډول مرستې به د افغانانو د ملاتړ لپاره دوام ومومي او غواړي له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب اړیکو پراختیا ته دوام ورکړي.

د زوجاتو تعدد؛ د طالبانو امر بالمعروف د ودونو د لګښتونو پر کمولو ټینګار کوي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۲۸ GMT+۱

د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت یو ځل بیا ویلي، چې په ودونو کې لوړ لګښتونه او له شریعت سره ناساز دودونه د اسلام خلاف دي او د ټولنې پر ارزښتونو، اقتصاد او د ځوانانو پر رواني حالت منفي اغېز کوي. خو منتقدان وايي، د طالبانو مشران له دې لارې نورو ودونو ته لاره برابروي.

دغه وزارت په یوه یادښت کې لیکلي، چې محتسبینو یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو، په ځانګړې توګه په شمالي سیمو کې له خلکو او قومي مشرانو سره په اصلاحی غونډو کې ویلي چې اسلام د ساده‌ ژوند سپارښتنه کوي او د ودونو تجمل‌پسندانه مراسم د دین له اصولو سره په ټکر کې دي.

د ۲۰۲۱ اګسټ له ۱۵مې راهیسي چې پر افغانستان طالبان واکمن شوي، دې ډلې په کراتو ویلي چې په ودونو کې دې د لوړو لګښتونو او ناسمو دودونو ډډه وشي.

خو ددې ډلې منتقدان سره له دې، چې له لوړ ولور او ناسمو دودونو سره پر مبارزه ټینګار کوي، وايي چې طالبان او د هغوی مشران په داسې حال کې د ودونو د مصارفو کمولو یادونې کوي، چې پخپله څلور څلور ودونه کوي او په لوړ عمر او بن واده معمولا له لوړو ولورونو او جهیز سره مل وي.

د ودونو د لګښتونو کمولو په تړاو هڅې له دې وړاندې په جمهوري نظام کې هم پیل شوې وې، چې یوه یې د ډله ییزو ودونو د فرهنګ دود کول وو.

پاکستان له افغانستان نه د ډبرو سکرو واردات ځنډولي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۱۳ GMT+۱

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، له افغانستان نه پاکستان ته د ډبرو سکرو او صابون تیږې واردات ځنډول شوي. پاکستان ته د ډبرو سکرو د وارداتو د ځنډولو لامل د اصلي هېواد د تصدیق پاڼې نه وړاندې کول ښودل شوي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې له افغانستان څخه پاکستان ته د ډبرو سکرو او صابون ډبرې واردات د روانې اونۍ له دوشنبې راهیسې درول شوي.

په تورخم کې د ډبرو سکرو یو شمېر واردوونکو ویلي، چې له افغانستان نه پاکستان ته د ډبرو سکرو او صابون ډبرو د وارداتو د ګمرکي تصفیې بهیر د یکشنبې په ورځ په نا څاپي ډول ودرول شو، خو دوی ته د دوشنبې په ورځ ویل شوي، چې اوس باید د اصلي هېواد تصدیق نامې هم وړاندې کړي.

د ډبرو سکرو واردوونکو ویلي، چې د ګمرکي تصفیې د ناڅاپي ځنډ له امله په ډبرو سکرو بار سلګونه لارۍ د افغانستان لوري ته درول شوې.

له افغانستان نه پاکستان ته د ډبرو سکرو او صابون ډبرې واردولو باندې د اصلي هېواد د تصدیق نامې د شرط ناڅاپي پلي کېدو واردوونکي او موټرچلوونکي اندېښمن کړي دي.

په تورخم کې د ګمرکي استازو د اتحادیې مشر مجیب الله شینواري ډان ورځپاڼې ته ویلي هڅه کوي، چې د اسلام اباد له چارواکو څخه د هغو لاریو لپاره د معافیت اجازه واخلي، چې تورخم ته رسیدلې دي.

نوموړي ویلي، له افغانستان نه پاکستان ته د ډبرو سکرو او صابون ډبرې په وارداتو کې هېڅ ډول سرغړونه نه ده شوې، او واردوونکو د تورخم ګمرک چارواکو ته اړین اسناد هم سپارلي دي.

شینواري ویلي، چې پاکستان ته د ډبرو سکرو د وارداتو د بېرته پیل لپاره یې پېښور، اسلام اباد او کابل ته رسمي غوښتنلیکونه هم استولي دي.

له افغانستان نه پاکستان ته د ډبرو سکرو واردوونکو ویلي، چې د دوشنبې له بندیز وړاندې هره ورځ له ۳۰۰ تر ۳۵۰ لارۍ له افغانستان نه پاکستان ته داخلیدې.

بلومبرګ: لوېدیځ باید د هند او طالبانو نږدې کېدو ته هرکلی ووایي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۳۶ GMT+۱

بلومبرګ په سیمه ییز سیاست کې د طالبانو ښکیلتیا ته په پام وايي، چې لویدیځ باید د هند او افغانستان د نږدې کېدو ملاتړ وکړي، ځکه دا ښايي یوازینۍ وسیله وي چې چین د سیمې له کنټرول څخه لرې وساتي.

بلومبرګ په خپل یوه تحلیل کې ویلي چې د پاکستان دولت افغانستان خپل انګړ یا د نفوذ سیمه ګڼي او دغه لیدلوري د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا ستونزمنې کړې دي.

بلومبرګ وايي، پاکستاني پوځي پلان جوړوونکي له اوږدې مودې راهیسې په دې باور دي، چې دغه لویدیز ګاونډی به، که په خوښه وي یا نه، په جګړه کې پاکستان ته «ستراتیژیک عمق» برابر کړي، خو دا داسې غوښتنه ده چې هېڅ افغان حکومت غاړه ورته نه ده اېښې.

بلومبرګ وايي، طالبان چې د جګړې په ډګر کې وو، پاکستانی پوځ یې ملاتړی و، خو کله چې په کابل کې واک ته ورسیدل، دوه اړخیزې اړیکې ژر تر ژره د پخوانیو ستونزو په بڼه بدلې شوې.

یاده رسنۍ د تېر کال په دسمبر کې د افغانستان پر خاوره د پاکستان هوايي بریدونو ته اشاره کوي، چې د دواړو خواوو اړیکې یې لا ترینګلې کړې.

بلومبرګ زیاتوي، چې د چین په مرسته د پاکستان ملاتړو هڅه کړې د کابل او اسلام اباد ترمنځ منځګړتوب وکړي او تېره اونۍ، د چین تر فشار لاندې اسلام‌اباد په کابل کې د خپل شارژدافیر د ډيپلوماتیکې کچې لوړولو اعلان وکړ.

خو د رسنۍ شنونکی په دې باور دی، چې ترڅو پاکستان افغانستان خپل انګړ ګڼي، دغه هڅې به بریالۍ نه وي.

بلومبرګ وايي، پاکستان دغه راز اندېښنه لري چې له هند سره د وروستۍ شخړې په څېر ناندریو کې به کابل د دوی خلاف دویمه جبهه پرانیزي.

بلومبرګ په سیمه ییز سیاست کې د طالبانو ښکیلتیا او له ایران او نورو هېوادونو سره اړیکو ته په پام وايي، چې لویدیځ باید د هند او افغانستان د نږدې کېدو ملاتړ وکړي، ځکه دا ښايي یوازینۍ وسیله وي چې چین د سیمې له مدیریت څخه لرې وساتي.

په ورته وخت کې بلومبرګ وايي، چې ډېر افغانان هند له خپل پخواني جمهوریت سره تړلی ګڼي او نه غواړي نوی ډیلی طالبانو ته دومره غیږه پرانیزي، چې له ډیموکراسۍ سره خپل تړاو له منځه یوسي.