• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: رسنۍ دې اختریزو خپرونو کې داسې څه نه خپروي، چې ټولنه د‌ «منکراتو» لور ته سوق کوي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۰۸:۵۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۵۰ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي:« د اختريزو ځانګړو خپرونو پر مهال دې رسنۍ د تل په څېر له داسې څه نشرولو ډډه وکړي، چې ټولنه د‌ منکراتو لور ته سوق کوي.»

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت زیاتوي، چې په دغه ناستو کې د رسنیو استازو او خبریالاتو ته د غوره اختریزو خپرونو جوړولو په موخه لازمې سپارښتنې هم شوې او له دوی یې غوښتي، چې د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د تېر په څېر ځانګړې او له پوهاوي ډکې خپرونې جوړې کړي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغې ډلې پر رسنیو خورا ډېر بندیزونه لګولي دي او د رسنیو پر فعالیتونو یې خپل څار هم زیات کړی دی.

تازه په ننګرهار کې د رسنیو ځینو مسوولانو د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۱مه) افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې په دغه ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست پر ښځینه خبریالانو شپږ بندیزونه لګولي دي چې په دې کې پرته له محرم څخه کار ځای ته د ښځو پر تګ، تفریحي خپرونو کې د ښځو په کار، د نارینه‌و سره په خپرونو کې د ښځو مرکې او خبرې، د خپرونو د بکګرونډ موسیقۍ او په ادبي خپرونو کې د عشقي شعرونو پر ویلو بندیزونه شامل دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې په ټولو ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو له‌خوا د ملاهبت الله اختریز پیغامونه په ملکي او پوځي ادارو او عامو خلکو د وېشلو ترڅنګ د رسنیو له استازو او خبریالانو سره د غوره اختریزو خپرونو جوړولو په اړه ناستې شوې دي.

دغه وزارت د ځینو انځورونو په خپرولو سره په ټولو ولایتونو کې د خپل د مشر ملاهبت الله اخوندزاده اختریزو پیغامونو له وېشلو هم خبر ورکړی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: افغانستان د چاپېریال له خرابېدو او د اقلیمي بدلون له اغېزو سره مخامخ دی

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۰۸:۲۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د استوګنې اداره (UN-Habitat) خبر ورکړی، چې د افغانستان چاپېریال مخ په خرابېدو روان دی او د اقلیمي بدلون له سختو اغېزو سره هم مخ دی. دغه سازمان زیاته کړې، چې له همدې کبله د خلکو روغتیايي ستونزې او ناروغۍ هم ډېرې شوې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استوګنې ادارې مشره سټیفاني لوز وایي: «د چاپېریال خرابوالی د خلکو روغتیا او هوساینې ته زیان رسوي. دا د ښځلو خراب مدیریت، ککړو اوبو او د هوا د ککړتیا له امله نامناسبه شرایطو ته لاره هواروي».

نوموړې زیاته کړې، چې په غېر رسمي ښارګوټو او بې پلانه سیمو کې یادې ستونزې ډېرې شوې او تودوخه هم مخ په زیاتېدو ده.

همدا راز خبرداری ورکړل شوی، چې په بېلابېلو ولایتونو کې د استوګنې سیمې مخ په‌ پراخېدو دي او د چاپېریالي ناورینونو د مخنېوي تر څنګ باید د اقلیم اړوند هم اړین اقدامات وشي.

د یاد سازمان په باور د افغانستان راتلونکي نسل ته باید خوندي چاپېریال برابر شي.

تر دې وړاندې هم د افغانستان په تړاو ورته اندېښنې شریکې شوې وې او د چاپېریالي چارو کارپوهانو غوښتنه کړې وه، چې د اقلیم بدلون لپاره د شنو سیمو ډېرېدل هم مهم دي.

همدا راز نیوکه شوې وه، چې طالبانو په لرو پرتو سیمو کې د ځنګلونو د پرې کېدو مخه نه ده ډب کړې او دا چاره په راتلونکي کې پر اقلیم بدې اغېزې لرلای شي.

بلوچستان کې د داعش لومې؛ د افغانستان امنیت له نویو ګواښونو سره مخ کېدونکی دی

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۰۷:۴۱ GMT+۱

ډېپلوماټ مجلې په یوې مقاله کې ویلي، په بلوچستان کې د داعش خراسان څانګې له لوري د خپل موجودیت اعلان نه یوازې د پاکستان لپاره د تازه امنیتي سرخوږي خبرداری دی؛ بلکې د افغانستان لپاره هم یو جدي ګواښ او د نا امنیو ډېریدو خبرداری دی.

څېړونکي انګېري، چې په بلوچستان ایالت کې د داعش ډلې پټنځایونه او مرکزونه کولای شي د افغانستان پر خاوره د خونړیو بریدونو د پلان او پلي کولو مهمې زېرمې وګرځي. همدا مساله د طالبانو او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا وړ هم بلل کېږي.

داعش خراسان په یوه وروستۍ رسمي ویډیو کې د بلوچستان ایالت په مستونګ سیمه کې د خپلو مرکزونو شته والی منلی او د بلوڅ بېلتون پالو پر ضد یې د جګړې اعلان کړی. دغه ویډیو د دې ډلې په بلوچستان کې له څه د پاسه لس کلن حضور پرده پورته کړې او له پولو بهر یې د داعش د خوځښتونو نوي اړخونه روښانه کړي دي.

مقاله کاږي، دا چې طالبانو په افغانستان کې د داعش ډلې پټناځایونه تر سختو بریدونو لاندې راوستي؛ یادې ډلې اوس هڅه کړې، چې په بلوچستان کې خپل عملیاتي حضور پراخ کړي. همدا راز خپل فعالیتونه بیا تنظیم کړي او له یاد ایالت څخه د افغانستان پر خاوره د بریدونو پلانونه هم جوړ کړي.

طالب چارواکو او له دوی سره تړلو رسنیو مخکې هم ویلي وو، چې بلوچستان د داعش لپاره په یوه نوي خوندي پټنځاي بدل شوی. د دې خبرې یوه ښکاره بېلګه د تېر کال په ډېسمبر میاشت کې هغه ځانمرګی برید و، چې د طالبانو د کابینې پر غړي خلیل الرحمان حقاني وشو. طالبانو دغه برید داعش ته منسوب کړی او سرچینه یې مستونګ یاده کړې ده.

د ډېپلوماټ مقالې وړاندې لیکلي، پاکستان تر اوسه د داعش خراسان له‌خوا په بلوجستان کې د پناه ځایونو د تازه اعتراف پر وړاندې څرګند غبرګون نه دی ښودلی او طالبانو هم خپله خوله چوپه کړې.

کارپوهان خبرداری ورکوي، که چېرې بلوچستان د داعش خراسان لپاره په خوندي ځای بدل شي؛ نو افغانستان به ډېر ژر یو ځل بیا د ځانمرګو بریدونو او خونړیو چاودنو له یوې ګواښونکې څپې سره مخ شي. په داسې حال کې چې افغانستان له کورنیو ستونزو او ژور ناورین سره لاس و ګرېوان دی.

د طالبانو د خواله رسنیو فعال رحیم سکندر ومنله، چې خپلې ډلې یې بندي کړی دی

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۵۹ GMT+۱

په خواله رسنیو کې د طالبانو سرسختي ملاتړي رحیم سکندر ویلي، چې د طالبانو د اصلاحي کمېسیون پر یو غړي سعید الله سعید د سختو نیوکو له امله په کابل کې بندي دی.

سعید ویلي و، چې د ملاهبت الله په امر هېڅوک بهرنیو هېوادونو ته د جنګ یا د دوی په اصطلاح د «جهاد» لپاره د تګ اجازه نه لري.

رحیم سکندر پر اېکس پاڼه زیاته کړې: «کومې خبرې چې څو ورځې وړاندې مولوي سعید الله سعید کړې وې او ما نقد پرې کړی و، ناسم یې بولم او خپله خبره بېرته اخلم».

افغانستان انټرنشنل تر دې دمخه د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی و، چې نوموړی د همدغو څرګندونو له امله زنداني شوی دی.

د طالبانو د اصلاحي کمېسیون غړي په ښکاره خپلو خبرو کې د دغې ډلې غړي له «ټي‌ټي‌پي» سره د یو ځای کېدو او پاکستان پر ضد له جګړې څخه راګرځول.

پاکستاني رسنیو د هغه خبرې په پراخه توګه تبلیغ کړې او دا یې د اسلام اباد له لوري له طالبانو څخه د تازه غوښتنو پایله بللې وه.

د راپورونو له مخې؛ طالبانو اسلام اباد ته ډاډ ورکړی، چې په خپله خاوره کې به د هغو افغانانو مخه نېسي چې د «ټي‌ټي‌پي» لیکو سره یو ځای کېږي او د پاکستان پر ضد جګړې کوي.

د افغانستان انټرنشنل موندنو په ډاګه کړې، چې طالبانو د خپلو یو شمېر هغو غړو او قوماندانانو پر ضد اقدامات کړي چې د پاکستاني طالبانو د لیکو پیاوړې کېدو لپاره یې جلب و جذب کاوه. په دې لړ کې طالبانو خپل ځینې غړي د همدې اړیکو په تور زنداني کړي او یو شمېر نور یې تر سختو فشارونو لاندې راوستي دي.

هم‌مهاله پاکستاني چارواکو هم دغه اقدامات ستایلي او دا یې له طالبانو سره د مثبت تعامل د رامنځته کېدو نښې بللې دي.

اسلام اباد تور پورې کوي، چې طالبانو تر خپل سیورې لاندې د پاکستاني طالبانو تحریک ته پناه ځایونه ورکړي؛ خو طالبانو په تېر کې دغه ادعاوې نه وې منلې.

طالبان: دیني عالمان باید په منبر د ملاهبت الله او اسلامي نظام ضد څرګندونې ونه‌‌کړي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۰۵:۲۶ GMT+۱

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت مرستیال مولوي زر محمد حقاني وايي، دیني عالمان باید د دوی د مشر ملا هبت الله څخه کلک ملاتړ وکړي او باید د «اسلامي نظام پر ضد» هم له څرګندونو څخه ډډه وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې په کابل کې د ملا هبت الله د فرمانونو څخه د ملاتړ او پلي کېدو غونډه کې کړې دي.

هغه زیاته کړې، چې دیني عالمان باید خلک د طالبانو د مشر «اطاعت» ته راوبولي.

مولوي راز محمد حقاني زیاته کړه: « ملا صېب که کمزورې خبره وکړي؛ نو خلک به له اسلامي نظام څخه زړه توري کړي».

د طالبانو تر واک لاندې د ارګ جومات امام مولوي فقیر محمد فقیر په یاده غونډه کې غوښتنه وکړه، چې خلکو ته د دوی د واکمنۍ په تړاو مثبتې خبرې وکړي.

کابل کې د طالبانو والي ملا امین الله عبید هم د خپلې ډلې په ملاتړ ویناوې کړې دي او ویلي یې دي، چې دوی په خپلو جوړښتونو کې هېڅ ډول قومي او ژبني توپیرونو ته ځای نه ورکوي.

هغه وویل: «دا نظام نه یوازې د یوې منطقې دی،‌ نه د یو سمت دی،‌ نه د یوې قبیلې دی او نه د یوې ژبې دی. دا د افغانستان د ټولو ولسونو د قربانیو په نتیجه کې راغلی».

طالبانو په تېرو نږدې څلور کلونو کې هغه دیني عالمان او عام وګړي سخت شکنجه کړي یا هم زنداني کړي دي، چې د دغه ډلې پر ضد یې څرګندونې کړې وې.

یاده ډله پر خپل مشر ملا هبت الله او خپلو جوړښتونو هېڅ ډول نیوکې نه مني.

د بیان ازادۍ د مخنېوي دغه هڅې نه یوازې په کور دننه له سختو غبرګونو سره مخ شوې؛ بلکې په نړۍواله کچه یې هم اندېښنې راپارولې دي.

د راپورونو له مخې؛ طالبان په بېلابېلو ولایتونو کې خلک مجبوري، چې د دوی په ملاتړ غونډې او ویناوې وکړي.

طالبانو څو اونۍ دمخه په کابل کې مشهور دیني عالم او د دغه ډلې سرسختی منتقد مولوي عبدالقادر قانت هم ونیوه.

هغه د نجونو د زده‌کړو پر ملاتړ او د طالبانو په حکومتي چوکاټ کې د قومي او ژبنیو توپیرونو پر ضد ویناوې کولې.

همدا راز په هلمند کې د نجونو د زده‌کړو یو بل ملاتړ دیني عالم بشیر احمد الحنفي هم د طالبانو له لوري زنداني شوی دی.

نوموړي په وار، وار په خپلو خبرو کې په شرعي توګه د طالبانو له لوري د نجونو زده‌کړو بندیزونه غندلي او نیوکه یې کړې وه، چې یاده ډله خپلو شخصي افکارو ته د دین نوم کاروي.

امریکا ته د سفر بندیزونه؛‌ د افغانانو لپاره د استثناوو دروازې نیمه پرانېستې پرېښودل شوې دي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۳۸ GMT+۱

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ يو اجرايوي فرمان لاسليک کړ، چې له مخې يې د افغانانو تر څنګ د ۱۱ نورو هېوادونو پر وګړو امريکا ته د سفر بنديز لګېږي. د فرمان په متن کې ځینې استثناوې هم راغلې دي، چې د ځينو افغان وګړو سفر ته لاهم اجازه ورکول کېږي.

د ټرمپ فرمان څرګندوي، هغه افغانان چې د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) لري؛ کولای شي امريکا ته سفر وکړي.

همداراز هغه افغانان چې د امريکا د دايمي اوسېدنې کارت (ګرين‌ کارډ) لري، هم دغه بنديز کې نه دي شامل او کولای شي امريکا ته ننوځي.

سربېره پر دې، هغه افغان وګړي چې دوه ‌ګونی تابعيت لري او د بل هېواد پاسپورټ لري او په هماغه پاسپورټ سفر کوي، د بنديز له دايرې وتلي بلل شوي.

په ورته وخت کې، هغه کسان چې د مېرمنې او اولادونو له لارې د کډوالۍ قانوني ويزه لري امریکا ته د تګ اجازه لري.

فرمان کاږي، هغه کسان چې د نړۍوالو ورزشي سياليو لکه المپيک يا نړۍوال جام برخه‌وال دي؛ که لوبغاړي وي یا روزونکي هم د دغه سفر د بندیزونو برخه نه شمېرل کېږي.

د امریکا ولسمشر په خپل اجرايوي فرمان کې د افغانستان، ايران، چاډ، د کانګو جمهوريت، استوايي ګينه، اريتريا، هاييتي، ميانمار، لېبیا، سوماليا، سوډان او يمن پر وګړو باندې امريکا ته د سفر بندیز اعلان کړی.

په فرمان کې چې د چهارشنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۴مه) خپور شو ويل شوي، پر افغانستان واکمن طالبان یوه داسې ډله ده چې د امریکا له لوري د ځانګړو نړۍوالو ترهګرو ډلو په نوملړ (SDGTs) کې شامله ده.

دغه نوملړ هغه ډلې او کسان تر سختو اقتصادي بندیزونو لاندې راولي، چې په ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېل وي. 

فرمان زياتوي، افغانستان دا مهال داسې متمرکز، وړ او همکار بنسټ نه لري چې د پاسپورټ يا نورو مدني اسنادو د صادرولو جوګه وي.

همداراز، دغه هېواد د هغو تګلارو له نشتوالي سره مخ دی، چې له مخې يې د اشخاصو شاليد يا امنيتي سابقه وڅېړل شي.

د ټرمپ نوي فرمان کې په ښکاره توګه ویل شوي، چې امریکا ته د افغانانو پر هر ډول سفر که د کډوالۍ اړوند وي یا هم له کډوالۍ بهر تر نامعلومې مودې ځنډول کېږي.