د طالبانو د حج او اوقافو وزیر: افغان حاجیانو ته اړینې اسانتیاوې برابرې شوې دي

د طالبانو د حج او اوقافو وزیر شیخ نور محمد ثاقب وایي، سږ کال یې په سعودي عربستان کې د افغان حاجیانو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي. هغه زیاته کړې، چې سږ کال څه باندې ۳۰زره افغانانو د حج په مراسمو کې ګډون کړی دی.
نن د (غبرګولي ۱۵مه) د پنجشنبې په ورځ په سعودي عربستان کې د عرفات ورځ او سبا په یاد هېواد کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده، چې ورسره د ټولو ګډون کوونکو د حج مراسم هم بشپړېږي.