• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بلاول بوټو د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان او هند ترمنځ د ګډې ناستې جوړېدو غوښتنه وکړه

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۵۰ GMT+۱

د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د پاکستان او هند ترمنځ د ګډې ناستې جوړېدو غوښتنه کړې ده.

پاکستاني رسنۍ جیو نیوز راپور ورکړی، چې نوموړي دغه څرګندونې د امریکا په کانګرس کې له پاکستاني استازو سره په لیدنه کې کړې دي.

د ناستې ګډونوالو د هند له‌خوا د سند اوبو تړون ځنډول له نړۍوال قانون څخه ښکاره سرغړونه وبلله او ویې ویل، چې په سوېلي اسیا کې د تلپاتې سولې لپاره باید د هند او پاکستان ترمنځ خبرې اترې وشي؛ نه جګړې.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۴

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۵

روسیې له طالبانو سره د «بشپړ شراکت» د جوړولو اعلان کړی

•
•
•

نور کیسې

ایران وایي، د هلمند اوبو په تړاو یې طالبانو سره ډېپلوماټیکې خبرې ګټورې دي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۱۶ GMT+۱

د ایران حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني ویلي، د هلمند سیند د حقابې په تړاو له طالبانو سره ډېپلوماټیکې خبرې روانې دي او د اوبو د ورتګ کچه د قناعت وړ ده. نوموړې دغه څرګندونې د (غبرګولي ۱۴مه) په یوې خبري غونډه کې کړې دي.

هغې هیله څرګنده کړې، چې د اوبو په تړاو روانې ډېپلوماټیکو خبرو پایله ورکړې ده.

امیرخان متقي تهران ته د خپل وروستي سفر په لړ کې یاده کړې وه، چې چمتو دي ایران ته د ګاونډیتوب او وروګلوۍ له مخې اوبه ورکړي.

یاد هېواد تر دې دمخه په وار، وار اندېښنه ښوولې وه، چې په سیستان او بلوچستان کې یې بزګر له سختې وچکالۍ سره مخ دي.

پاکستاني رسنۍ: له اپرېل میاشتې راهیسې تر ۲۰۰زره ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۵۱ GMT+۱

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې له تېرې اپرېل میاشتې راهیسې له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو په لړ کې تر ۲۰۰زرو ډېر افغانان له دغه هېواده افغانستان ته ستانه شوي دي.

په دغه راپور کې راغلي، چې له ایران څخه هم د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ په چټکۍ سره روانه ده.

د راپور له مخې؛ پاکستان تر ۸۰۰ زرو ډېرو افغانانو د اېستلو لړۍ پیل کړې، چې د استوګنې جوازونه یې لغوه شوي چې په دې کې هغه کسان هم شامل دي چې په پاکستان کې زېږېدلي او یا له لسیزو راهیسې هلته ژوند کوي.

په راپور کې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې راغلي، چې په اپرېل میاشت کې له ۱۳۵۰۰۰ څخه زیات افغانان له پاکستانه بېرته افغانستان ته شوي وو؛ خو په مئ میاشت کې بیا شاوخوا ۶۷زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي او د جون په لومړیو دوو ورځو کې بیا له ۳۰۰۰ څخه زیات کسان بېرته افغانستان ته ستانه کړل شول.

له بل پلوه د پاکستان حکومت هغه افغانانو ته چې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له‌خوا ورته د پی او ار کارټونه ورکړل شوي، د روانې جون میاشتې تر وروستۍ نېټې په دغه هېواد کې د پاتې کېدو ضرب الاجل ټاکلی.

دا مهال په پاکستان کې شاوخوا ۱.۳ مېلیونه د پي او ار کارټ لرونکي افغان کډوال مېشت دي.

د ایران امنیتي مسوولینو په تهران کې د داعش د ۱۳ غړو د نیولو خبر ورکړ

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۰۱:۳۵ GMT+۱

د ایران امنیتي مسوولینو په تهران کې د فراجا د ترهګرۍ ضد څانګې له خوا د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د داعش ترهګرې ډلې د ۱۳ غړو د نیولو خبر ورکړی. د دوی په خبره، نیول شویو کسانو غوښتل چې په دې وروستيو کې په یو لړ مراسمو کې تخریبي او بمې بریدونه ترسره کړي.

ایراني رسنیو د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۴مه) د پولیسو د ویاند سردار سېد منتظر المهدي له قوله ویلي، چې د یو لړ ځانګړو عملیاتو پر مهال یې د داعش ډلې یاده ځان وژونکې او ترهګریزه شبکه نیولې ده.

نوموړي زیاته کړې، دغه عملیات د ایراني پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې له خوا شوی او نیول شویو کسانو غوښتل، چې په دې وروستيو کې په یو لړ مراسمو کې وسله وال او بمي بریدونه ترسره کړي.

هغه زياتوي، په نیول شویو کسانو کې ځانمرګي برید کوونکي، وسله وال او یو شمېر نور تخریبي کسان هم شامل و، چې د وسلو او مهماتو سره یو ځای نیول شوي دي.

د یادولو ده، چې داعش وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

شهباز شریف د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ سعودي عربستان ته ځي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۰۰:۰۲ GMT+۱

پاکستاني رسنۍ وايي، چې د دغه هېواد لومړی وزیر شهباز شریف نن (پنجشنبه) د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د دوه ورځني سفر په موخه سعودي عربستان ته ځي.

جیونیوز د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په حواله زیاته کړې، چې ټاکل شوې هغه به د دې سفر په بهیر کې د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان سره وګوري.

په راپور کې راغلي، چې شریف به د سوداګرۍ همکاري، پانګونې فرصتونو او د اسلامي هېوادونو د اړوندو موضوعاتو په تړاو خبرې‌اترې وکړي.

یادې شبکې همداراز لیکلي، چې د پاکستان لومړی وزیر به د نوي ډیلي او اسلام‌اباد ترمنځ د کړکېچ په کمېدو کې د سعودي عربستان د رول مننه وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دا سفر کولای شي د سعودي عربستان د ۲۰۳۰ په پروګرامو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو نوې لارې پرانېزي.

په پاکستان کې د دوو ماشومانو قاتل له پولیسو نه د تېښتې پرمهال اوبو کې ډوب او مړ شو

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۲۲:۴۹ GMT+۱

د ډان ورځپاڼې د راپور له‌مخې، د پاکستان د پنجاب ایالت په حافظ‌اباد ولسوالۍ کې د دوو ماشومانو پر وژنې تورن له پولیسو نه د تېښتې پرمهال د اوبو په کانال کې ډوب شوی دی.

یادې ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ (د جون ۴مه) د پاکستاني پولیسو په حواله زیاته کړې، چې څو ورځې مخکې د پنجاب په «کاسوکي» سیمه کې دوه ماشومان نادرکه شوي وو او وروسته یې مړي بیا د یوه کور په اوسپنیز صندوق کې وموندل شول.

په راپور کې راغلي، چې د یوه ماشوم دوه ترونه او درې نور کسان د ېپېښې په تړاو د شکمنو کسانو په توګه پېژندل شوي او په وینا یې، تر اوسه پورې د دې شکمنو له ډلې یې یوازې دوه کسان نیولي دي.

یو له شکمنو کسانو نه چې د حافظ‌اباد د جرمونو د کنټرول څانګې سره بندي و، د څېړنو پرمهال د ماشومانو پر وژنې اعتراف کړی دی. هغه ویلي دي چې ماشومان یې په لرګي وهلي او دا لرګی هغه په خپل کور کې پټ کړی دی.

پولیس له شکمن کس سره د پېښې ځای ته د لرګي د ترلاسه‌کېدو لپاره روان وو، چې موټر کاریاله کلي ته نږدې ورو شوی دی. په دې وخت کې شکمن کس خپل لاسونه له زولنو خلاص کړي، له موټره یې ځان غورځولی او تښتېدلی دی.

د پاکستاني پولیسو په وینا، هغه د اوبو کانال ته ځان غورځولی چې د ډېرو اوبو له امله مړ او څو شېبې وروسته یې مړی له کانال نه را اېستل شوی دی.

د یادونې ده، چې په پاکستان کې په دې وروستو کې جنايي پېښې ډېرې شوې دي.

وړمه ورځ د دغه هېواد په پلازمېنه اسلام‌اباد کې یوه ټیکټاکره په ښکاره ورځ د یوه ۲۲ کلن ځوان له‌خوا ووژل شوه.