• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

متقي په کابل کې د یوناما له مشرې غوښتي، چې خپلو راپورونو کې پر واقعیتونو تمرکز وکړي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۰۷:۳۷ GMT+۱

‏د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي یو وار بیا د ملګرو ملتونو سرمنشي له ځانګړې استازې او په کابل کې د یوناما له مشرې رزا اوتنبایوا غوښتي، چې په خپلو راپورونو کي پر واقعیتونو تمرکز وکړي؛ تر څو په افغانستان کې راغلي پرمختګونو او هر اړخیز ټیکاو له نړۍوالو سره شریک شي.

نوموړي دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا سره په لیدنه کې کړې دي.
د طالبانو د بهرنبو چارو وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې د اغلې اوتنبایوا له حوالې راغلي، چې د ملګرو ملتونو او امنیت شورا په راتلونکو غونډو کې به له نړۍوالو سره په افغانستان کې د راغلو ‏پرمختګونو او فرصتونو په تړاو معلومات شریک کړي او ترڅنګ به یې د طالب چارواکو پیغامونه هم شریک کړي.
‏په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغې لیدنه کې د راستنېدونکو کډوالو پر اړتیاو، په بهرنیو هېوادونو کې د مېشتو افغانانو پر ستونزو، د خصوصي سکټور پر ودې، د پانګونې پر جلب او یوشمېر نورو موضوعاتو هم خبرې شوې دي.
ښاغلي متقي ویلي، چې په اروپا کې د مېشتو افغانانو ستونزو ته د رسېدو لپاره د طالبانو حکومت لاسرسی باید ممکن شي؛ ترڅو هغوی ته قونسلي خدمتونو وړاندې شي او د هغوی له بشري حقونو دفاع وشي.
په خبرپاڼه کې وړاندې د اغلې اوتنبابوا له قوله راغلي، چې ملګري ملتونه د افغانانو ترڅنګ ولاړ دي او هڅه کوي چې راستنېدونکو کډوالو ته د اسانتیاوو سربېره د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو ‏په پار د پانګونو جلب ته زمینه برابره کړي.
اغلې اوتنبایوا زیاته کړې، چې له افغانستان سره د نړۍوالو مرستې د بشري برخې سربېره پزاختیایي برخو ته هم غځېدلي دي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۴

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۵

روسیې له طالبانو سره د «بشپړ شراکت» د جوړولو اعلان کړی

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د خواله رسنیو فعال رحیم سکندر ومنله، چې خپلې ډلې یې بندي کړی دی

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۵۹ GMT+۱

په خواله رسنیو کې د طالبانو سرسختي ملاتړي رحیم سکندر ویلي، چې د طالبانو د اصلاحي کمېسیون پر یو غړي سعید الله سعید د سختو نیوکو له امله په کابل کې بندي دی.

سعید ویلي و، چې د ملاهبت الله په امر هېڅوک بهرنیو هېوادونو ته د جنګ یا د دوی په اصطلاح د «جهاد» لپاره د تګ اجازه نه لري.

رحیم سکندر پر اېکس پاڼه زیاته کړې: «کومې خبرې چې څو ورځې وړاندې مولوي سعید الله سعید کړې وې او ما نقد پرې کړی و، ناسم یې بولم او خپله خبره بېرته اخلم».

افغانستان انټرنشنل تر دې دمخه د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی و، چې نوموړی د همدغو څرګندونو له امله زنداني شوی دی.

د طالبانو د اصلاحي کمېسیون غړي په ښکاره خپلو خبرو کې د دغې ډلې غړي له «ټي‌ټي‌پي» سره د یو ځای کېدو او پاکستان پر ضد له جګړې څخه راګرځول.

پاکستاني رسنیو د هغه خبرې په پراخه توګه تبلیغ کړې او دا یې د اسلام اباد له لوري له طالبانو څخه د تازه غوښتنو پایله بللې وه.

د راپورونو له مخې؛ طالبانو اسلام اباد ته ډاډ ورکړی، چې په خپله خاوره کې به د هغو افغانانو مخه نېسي چې د «ټي‌ټي‌پي» لیکو سره یو ځای کېږي او د پاکستان پر ضد جګړې کوي.

د افغانستان انټرنشنل موندنو په ډاګه کړې، چې طالبانو د خپلو یو شمېر هغو غړو او قوماندانانو پر ضد اقدامات کړي چې د پاکستاني طالبانو د لیکو پیاوړې کېدو لپاره یې جلب و جذب کاوه. په دې لړ کې طالبانو خپل ځینې غړي د همدې اړیکو په تور زنداني کړي او یو شمېر نور یې تر سختو فشارونو لاندې راوستي دي.

هم‌مهاله پاکستاني چارواکو هم دغه اقدامات ستایلي او دا یې له طالبانو سره د مثبت تعامل د رامنځته کېدو نښې بللې دي.

اسلام اباد تور پورې کوي، چې طالبانو تر خپل سیورې لاندې د پاکستاني طالبانو تحریک ته پناه ځایونه ورکړي؛ خو طالبانو په تېر کې دغه ادعاوې نه وې منلې.

طالبان: دیني عالمان باید په منبر د ملاهبت الله او اسلامي نظام ضد څرګندونې ونه‌‌کړي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۰۵:۲۶ GMT+۱

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت مرستیال مولوي زر محمد حقاني وايي، دیني عالمان باید د دوی د مشر ملا هبت الله څخه کلک ملاتړ وکړي او باید د «اسلامي نظام پر ضد» هم له څرګندونو څخه ډډه وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې په کابل کې د ملا هبت الله د فرمانونو څخه د ملاتړ او پلي کېدو غونډه کې کړې دي.

هغه زیاته کړې، چې دیني عالمان باید خلک د طالبانو د مشر «اطاعت» ته راوبولي.

مولوي راز محمد حقاني زیاته کړه: « ملا صېب که کمزورې خبره وکړي؛ نو خلک به له اسلامي نظام څخه زړه توري کړي».

د طالبانو تر واک لاندې د ارګ جومات امام مولوي فقیر محمد فقیر په یاده غونډه کې غوښتنه وکړه، چې خلکو ته د دوی د واکمنۍ په تړاو مثبتې خبرې وکړي.

کابل کې د طالبانو والي ملا امین الله عبید هم د خپلې ډلې په ملاتړ ویناوې کړې دي او ویلي یې دي، چې دوی په خپلو جوړښتونو کې هېڅ ډول قومي او ژبني توپیرونو ته ځای نه ورکوي.

هغه وویل: «دا نظام نه یوازې د یوې منطقې دی،‌ نه د یو سمت دی،‌ نه د یوې قبیلې دی او نه د یوې ژبې دی. دا د افغانستان د ټولو ولسونو د قربانیو په نتیجه کې راغلی».

طالبانو په تېرو نږدې څلور کلونو کې هغه دیني عالمان او عام وګړي سخت شکنجه کړي یا هم زنداني کړي دي، چې د دغه ډلې پر ضد یې څرګندونې کړې وې.

یاده ډله پر خپل مشر ملا هبت الله او خپلو جوړښتونو هېڅ ډول نیوکې نه مني.

د بیان ازادۍ د مخنېوي دغه هڅې نه یوازې په کور دننه له سختو غبرګونو سره مخ شوې؛ بلکې په نړۍواله کچه یې هم اندېښنې راپارولې دي.

د راپورونو له مخې؛ طالبان په بېلابېلو ولایتونو کې خلک مجبوري، چې د دوی په ملاتړ غونډې او ویناوې وکړي.

طالبانو څو اونۍ دمخه په کابل کې مشهور دیني عالم او د دغه ډلې سرسختی منتقد مولوي عبدالقادر قانت هم ونیوه.

هغه د نجونو د زده‌کړو پر ملاتړ او د طالبانو په حکومتي چوکاټ کې د قومي او ژبنیو توپیرونو پر ضد ویناوې کولې.

همدا راز په هلمند کې د نجونو د زده‌کړو یو بل ملاتړ دیني عالم بشیر احمد الحنفي هم د طالبانو له لوري زنداني شوی دی.

نوموړي په وار، وار په خپلو خبرو کې په شرعي توګه د طالبانو له لوري د نجونو زده‌کړو بندیزونه غندلي او نیوکه یې کړې وه، چې یاده ډله خپلو شخصي افکارو ته د دین نوم کاروي.

امریکا ته د سفر بندیزونه؛‌ د افغانانو لپاره د استثناوو دروازې نیمه پرانېستې پرېښودل شوې دي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۳۸ GMT+۱

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ يو اجرايوي فرمان لاسليک کړ، چې له مخې يې د افغانانو تر څنګ د ۱۱ نورو هېوادونو پر وګړو امريکا ته د سفر بنديز لګېږي. د فرمان په متن کې ځینې استثناوې هم راغلې دي، چې د ځينو افغان وګړو سفر ته لاهم اجازه ورکول کېږي.

د ټرمپ فرمان څرګندوي، هغه افغانان چې د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) لري؛ کولای شي امريکا ته سفر وکړي.

همداراز هغه افغانان چې د امريکا د دايمي اوسېدنې کارت (ګرين‌ کارډ) لري، هم دغه بنديز کې نه دي شامل او کولای شي امريکا ته ننوځي.

سربېره پر دې، هغه افغان وګړي چې دوه ‌ګونی تابعيت لري او د بل هېواد پاسپورټ لري او په هماغه پاسپورټ سفر کوي، د بنديز له دايرې وتلي بلل شوي.

په ورته وخت کې، هغه کسان چې د مېرمنې او اولادونو له لارې د کډوالۍ قانوني ويزه لري امریکا ته د تګ اجازه لري.

فرمان کاږي، هغه کسان چې د نړۍوالو ورزشي سياليو لکه المپيک يا نړۍوال جام برخه‌وال دي؛ که لوبغاړي وي یا روزونکي هم د دغه سفر د بندیزونو برخه نه شمېرل کېږي.

د امریکا ولسمشر په خپل اجرايوي فرمان کې د افغانستان، ايران، چاډ، د کانګو جمهوريت، استوايي ګينه، اريتريا، هاييتي، ميانمار، لېبیا، سوماليا، سوډان او يمن پر وګړو باندې امريکا ته د سفر بندیز اعلان کړی.

په فرمان کې چې د چهارشنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۴مه) خپور شو ويل شوي، پر افغانستان واکمن طالبان یوه داسې ډله ده چې د امریکا له لوري د ځانګړو نړۍوالو ترهګرو ډلو په نوملړ (SDGTs) کې شامله ده.

دغه نوملړ هغه ډلې او کسان تر سختو اقتصادي بندیزونو لاندې راولي، چې په ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېل وي. 

فرمان زياتوي، افغانستان دا مهال داسې متمرکز، وړ او همکار بنسټ نه لري چې د پاسپورټ يا نورو مدني اسنادو د صادرولو جوګه وي.

همداراز، دغه هېواد د هغو تګلارو له نشتوالي سره مخ دی، چې له مخې يې د اشخاصو شاليد يا امنيتي سابقه وڅېړل شي.

د ټرمپ نوي فرمان کې په ښکاره توګه ویل شوي، چې امریکا ته د افغانانو پر هر ډول سفر که د کډوالۍ اړوند وي یا هم له کډوالۍ بهر تر نامعلومې مودې ځنډول کېږي.

ایران وایي، د هلمند اوبو په تړاو یې طالبانو سره ډېپلوماټیکې خبرې ګټورې دي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۱۶ GMT+۱

د ایران حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني ویلي، د هلمند سیند د حقابې په تړاو له طالبانو سره ډېپلوماټیکې خبرې روانې دي او د اوبو د ورتګ کچه د قناعت وړ ده. نوموړې دغه څرګندونې د (غبرګولي ۱۴مه) په یوې خبري غونډه کې کړې دي.

هغې هیله څرګنده کړې، چې د اوبو په تړاو روانې ډېپلوماټیکو خبرو پایله ورکړې ده.

امیرخان متقي تهران ته د خپل وروستي سفر په لړ کې یاده کړې وه، چې چمتو دي ایران ته د ګاونډیتوب او وروګلوۍ له مخې اوبه ورکړي.

یاد هېواد تر دې دمخه په وار، وار اندېښنه ښوولې وه، چې په سیستان او بلوچستان کې یې بزګر له سختې وچکالۍ سره مخ دي.

پاکستاني رسنۍ: له اپرېل میاشتې راهیسې تر ۲۰۰زره ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۵۱ GMT+۱

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې له تېرې اپرېل میاشتې راهیسې له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو په لړ کې تر ۲۰۰زرو ډېر افغانان له دغه هېواده افغانستان ته ستانه شوي دي.

په دغه راپور کې راغلي، چې له ایران څخه هم د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ په چټکۍ سره روانه ده.

د راپور له مخې؛ پاکستان تر ۸۰۰ زرو ډېرو افغانانو د اېستلو لړۍ پیل کړې، چې د استوګنې جوازونه یې لغوه شوي چې په دې کې هغه کسان هم شامل دي چې په پاکستان کې زېږېدلي او یا له لسیزو راهیسې هلته ژوند کوي.

په راپور کې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې راغلي، چې په اپرېل میاشت کې له ۱۳۵۰۰۰ څخه زیات افغانان له پاکستانه بېرته افغانستان ته شوي وو؛ خو په مئ میاشت کې بیا شاوخوا ۶۷زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي او د جون په لومړیو دوو ورځو کې بیا له ۳۰۰۰ څخه زیات کسان بېرته افغانستان ته ستانه کړل شول.

له بل پلوه د پاکستان حکومت هغه افغانانو ته چې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له‌خوا ورته د پی او ار کارټونه ورکړل شوي، د روانې جون میاشتې تر وروستۍ نېټې په دغه هېواد کې د پاتې کېدو ضرب الاجل ټاکلی.

دا مهال په پاکستان کې شاوخوا ۱.۳ مېلیونه د پي او ار کارټ لرونکي افغان کډوال مېشت دي.