• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ریچارډ بېنېټ: د ستونزو پر وړاندې د افغانانو ځواک واقعا الهام بښونکی دی

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۶ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۴۹ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ د لوی اختر په ویاړ په اختریز پېغام کې ویلي، چې د خوشحالۍ دا ورځې دې له ځانه سره د فردي ازادۍ، وقار او مساوي حقونو زېری راوړي.

هغه د (غبرګولي ۱۶مه) د جمعې په ورځ اېکس پاڼه کې د ستونزو پر وړاندې د افغانانو ځواک الهام بښونکی ګڼلی.

ترویج لرونکی

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې
۱

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۲

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۳

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۴

په ټورنټو کې د افغان خبریالانو په ګډون د بیان ازادۍ مرکز خپله درېیمه کلنۍ ناسته ترسره کړی

۵

روسیې له طالبانو سره د «بشپړ شراکت» د جوړولو اعلان کړی

•
•
•

نور کیسې

اشرف غني افغان ولس ته: د هېواد د ابادۍ لپاره یو موټی شئ

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۶ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۳۱ GMT+۱

د افغانستان د پرځېدلي جمهوري نظام ولسمشر محمداشرف غني د لوی اختر په مناسبت د مبارکۍ ویلو تر څنګ له افغان ملت نه غوښتي، چې د یووالي، فکر او ګډ کار له لارې د هېواد د ابادۍ لپاره یو موټی شي.

ښاغلي غني همداراز حاجیانو ته د اسلامي فریضي مبارکي ویلې او غوښتنه یې ترې کړې، چې د غزې مظلوم ولس، مسلمانانو او افغانانو لپاره دعا وکړي.

د هغه په وینا؛ اسلامي نړۍ دا مهال په درېیو بېلابېلو وضعیتونو کې ده: «ځینې ملتونه په چټکۍ پرمختګ کوي، ځینې متزلزل او ځینې نور بیا له نړۍ شاته پاتې دي.»

نوموړي افغانان هڅولي، چې د وروسته پاتې‌کېدو پر ځای باید د تحول لور ته روان شي.

د افغانستان مخکېني ولسمشر زیاته کړې، چې افغانستان له جدي ستونزو سره مخ دی او نړۍوال وضعیت، په ځانګړې توګه کډوالي، د اندېښنې وړ ده.

محمداشرف غني وايي، چې د امریکا، اروپا او نورو هېوادونو له‌خوا د افغان کډوالو اېستل یوه جدي ستونزه ده.

اشرف غني افغان ولس ته په خپل پیغام کې هیله‌مندي ښودلې او زیاته کړې یې ده: «د تیارې له هرې شپې نه وروسته روڼ سهار راځي.»

هغه د حضرت ابراهیم له پیغام نه د سولې، امن او د معصومو انسانانو د وژنې د بندېدو یادونه کړې او وايي، چې دغه ارزښتونه باید د افغانانو د راتلونکې تګلاره وي.

نوموړي پر افغان ولس غږ کړی، چې د شخصي فکر پر ځای دې له ګډ فکر، اجماع او ملي تدبیر نه کار واخلي او په وینا یې، دا د یوه دولت اصلي «دنده او خدمت» دی.

ښاغلي غني همداراز له افغان ولس غوښتي، چې د معاصر افغانستان د ۳۰۰کلیزې د جوړېدو په موخه، د یووالي، تفاهم او برابرۍ روحیه ژوندۍ وساتي.

هغه وايي، هیله‌من دی چې افغانستان په ۲۰۴۷ کال کې د افغانستان ۳۰۰مه کلیزه به د یو واحد، متحد، خپلواک او اباد افغانستان د بریا نمانځنه وي.

غني وویل: «زه ځان ته څه نه غواړم، افغانستان ته هر څه غواړم.»

د اختر په مناسب د افغانستان د جمهوري نظام وروستي ولسمشر له افغانانو غوښتي، چې زړونه یو، لاسونه سره ورکړي او دا خاوره چې د نېکونو په وینو ګټل شوې؛ د ټولو ګډ کور وګرځوي.

د ازادۍ جبهه: افغانستان د ترهګرو ډلو لپاره په جنت، خو د افغانانو لپاره په دوزخ بدل شوی

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۶ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۲۰ GMT+۱

د افغانستان د ازادۍ جبهې د لوی اختر په مناسبت په یوې تونده خبرپاڼه کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ترهګرو ډلو لپاره «امن جنت» بللی؛ خو د عامو افغانانو لپاره یې بیا د «لوی زندان» په توګه یاد کړی دی.

د جمعې په ورځ د (غبرګولي ۱۶مه) د دغې جبهې په خبرپاڼه کې راغلي، د لوی اختر ورځ د ستر او سپېڅلي هدف لپاره د قربانۍ سمبول ګڼل کېږي؛ خو دغه ورځ داسې مهال رارسېدلې، چې د طالبانو «ناروا او زورواکه واکمنۍ» د افغانانو ژوند تریخ کړی.

د دغې جبهې په باور طالبانو نه یوازې دا چې هېواد یې د ټوپک او سختدریځو قوانینو تر سیوري لاندې د وېرې او ترهې ځای ګرځولی؛ بلکې لږ تر لږه شل ترهګرې ډلې یې په هېواد کې ځای پر ځای کړې دي.

دغه جبهه ټینګار کوي، چې په افغانستان کې شته ترهګرې ډلې غواړي سیمه او نړۍ بې ثباته کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي: «طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې سلګونه پخواني امنیتي سرتېري، سیاسي فعالان، خبریالان او مدني فعالان د داعش سره د همکارۍ په تور نیولي، شکنجه کړي، بندیان کړي او ان وژلي دي؛ خو په خپله دوی بېلابېلو ترهګرو ډلو ته ځای او پناه ورکړې ده».

د یادې جبهې په وینا؛ طالبانو دوه مخي سیاستونه کوي او له داعش سره د مبارزې له شعارونو څخه د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي؛ څو له یو شمېر هېوادونو مرستې ترلاسه کړي.

د ازادۍ جبه د طالبانو دا چلند «ترخه ټوکه» او د سیمه‌ییزو استخباراتي شبکو د تبلیغاتي دام یوه برخه ګڼي.

د ازادۍ جبهه د سیمې د ځینو هېوادونو او نړۍوالو ادارو له لوري طالبانو ته د مشروعیت ورکولو هڅې «بې شرمانه لابي ګري» بولي او ټینګار کوي، چې دغه ډول هڅې د دوی په اصطلاح د «ازادۍ لاره» لا پسې ستونزمنوي.

د خبرپاڼې په یوه برخه کې د طالبانو د مخالفو ډلو ترمنځ د ګډ لیدلوري نشتوالي ته خواشیني ښودل شوې او دغه وېشل شوې ډله د طالبانو د واک د دوام یوازینۍ ګټه بلل شوې ده؛ خو ازادۍ جبهه ټینګار کوي، چې له مقاومت جبهې سره یې تاکتیکي، عملي او سټراټېژیکه همغږي شته.

په پای کې د افغانستان د ازادۍ جبهې خلک د طالبانو پر ضد «پاڅون، بغاوت او مقاومت» ته بللي دي.

سمېع سادات: دا ورځ راتلونکې ده چې د ملاهبت الله ږېره او لونګۍ به د کندهاریانو لاسونو کې وي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۶ جون ۲۰۲۵، ۰۵:۱۱ GMT+۱

د متحدې جبهې مشر جنرال سمېع سادات وایي، د طالبانو مشر ملاهبت الله د پاکستان د څارګرې شبکې «ای اېس ای» له لوري ټاکل شوی او داسې ورځ راتلونکې ده چې هغه به په تېښته وي؛ خو کندهاریان به یې له ږېري نېسي.

هغه په خپل اختریز پېغام کې زیاته کړې، د طالبانو مشر یو جاسوس دی او افغانستان یې د خپلې واکمنۍ پر مهال له سختو اقتصادي ستونزو تر څنګ له بشري ناورین او سیاسي بې ثباتۍ سره مخ کړی.

نوموړي زیاته کړې: «ملا هبت الله طاغوت دی. الله تعالی ظالمان نه خوښوي او الله تعالی به حتمي هغه ته د دغو کړنو له کبله سزا ورکړي».

د مخکیني جمهوري نظام دغه لوړ پوړي پوځي د طالبانو لوی درستیز فصیح الدین فطرت هم په خپل پېغام کې مخاطب کړی او ترې یې غوښتنه کړې، چې د طالبانو ضد جنګېدونکو ډلو سره دې یو ځای شي.

سمېع سادات په خپل اختریز پېغام کې د قران ځینې ایتونه هم لوستي او د طالبانو د دیني مفکورې پر ضد یې کارولي دي.

هغه طالبانو ته زیاته کړې، چې هر څومره هم پر خلکو فشارونه راوړي؛ نو بیا یې هم رژیم بقا نه کوي.

دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو ترمنځ هم خپلمنځي درزونه ورځ تر بلې ډېریدونکي دي او د دغه ډلې تازه تنقیص شوي غړي هم کرار، کرار له خپلې ډلې څخه واټن اخلي.

جنرال سمېع سادات تر دې مخکې هم ورته څرګندونې کړې وې او نږدې درې کاله مخکې یې ویلي و، چې ګنې د طالبانو پر ضد به عملا جګړې ته ښکته شي؛ خو هغه لا هم په امریکا کې اوسېږي او د یوه عصري دفتر لرونکی دی.

د طالبانو ضد دغه څېره له افغانانو څخه داسې مهال د طالبانو پر ضد د وسلې پورته کولو غوښتنې کوي، چې خپله په افغانستان کې نشته.

هغه یو ځل دا خبره هم کړې وه، چې تر «هغې به جګړې ته خلک ونه هڅوي؛ تر څو چې خپله ډګر» ته نه وي ښکته شوی.

نږدې څلور کاله طالبان پر هېواد واکمن دي، چې د بشري سرغړونو تر څنګ په افغانستان کې پر ډول، ډول ناورینونو تورن دي.

دغه ډله لا هم د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه پېژندل کېږي او له سختې انزوا سره مخ ده. د کور دننه مخالفتونو تر څنګ طالبان په نړۍواله کچه هم له سختو نیوکو سره مخ دي.

پاکستاني پوځیان افغانستان د خپل کور شاته انګړ ګڼي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۶ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۳۴ GMT+۱

د ایکانومېک ټاېمز په یوې مقاله کې راغلي، چې پاکستاني پوځیان د خپلو «ژورو سټراتېژیو» له مخې افغانستان د خپل کور شاته انګړ ګڼي او تر هغې پورې چې دا دریځ ختم نه شي؛ د اسلام اباد او کابل ترمنځ اړیکې نه رغېږي.

همدا راز ویل شوي، په داسې حال کې چې هند هڅه کوي له طالبانو سره خپلې اړیکې په نوې بڼه کې تعریف کړي؛ د افغانستان او پاکستان تر منځ ترینګلتیاوې لا هم مخ په زیاتېدو دي. دا وضعیت نه یوازې د سیمې پر حالاتو؛ بلکې د مهمو لوبغاړو لکه هند، چین او ایران پر تعاملاتو هم مستقیم اغېز لري.

چین چې د پاکستان سټراتېژیک ملګری ګڼل کېږي، په تېرو میاشتو کې یې هڅه کړې چې د طالبانو او اسلام‌اباد تر منځ اړیکې ښې کړي.

چین د دواړو هېوادونو د چارواکو لپاره د څو اړخیزو ناستو کوربه‌توب کړی او پاکستان یې هڅولی، چې کابل ته سفیر واستوي.

سیمه‌ییز شنونکي باور لري، تر هغې چې د پاکستان پوځ افغانستان ته د یوې وسیلې او د واک لاندې سیمې په سترګه ګوري؛ دغه هڅې به کومه پایله ورنکړي.

د پاکستان پوځي مشران له کلونو راهیسې افغانستان د خپلې «ستراتېژیکې ژورې» برخه ګڼي؛ څو د هند پر وړاندې پیاوړې شي. دغه لیدلوری نه یوازې د افغانستان خپلواکۍ ته تاوان رسوي؛ بلکې د کابل-اسلام‌اباد ترمنځ د دایمي شخړې لپاره زمینه هم برابروي.

همدا دریځ لامل شوی، چې ان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د دواړو هېوادونو اړیکې د همغږۍ پر ځای، د دښمنۍ او بې ‌باورۍ بڼه خپله کړي.

تېرې ډېسمبر میاشت کې د پاکستان هوایي بریدونو پر ډیورنډ کرښه ۴۶ ولسي افغانان ووژل. همداراز، له پاکستانه د افغان کډوالو اېستلو په افغانستان کې سخت ولسي غبرګونونه راوپارول او د دواړو هېوادونو اړیکې یې لا نورې هم خرابې کړې.

مقاله کاږي، هند چې له افغانستان سره ژور فرهنګي او تاریخي تړاو لري؛ هڅه کوي چې د نرمې ډیپلوماسۍ له لارې په نویو سیمه‌ییزو معادلو کې خپل ځای وساتي.

هند چې پخوا د افغانستان د ډېموکراټیکو حکومتونو یو له اصلي ملاتړو څخه و، اوس له طالبانو سره محدوده اړیکې جوړوي. په همدې لړ کې یې د افغانانو لپاره د ویزو د ورکړې پروسه بیا پیل کړې او دواړو لوریو یو بل سره لیدنې کتنې هم کړې دي.

مقاله په پای کې کاږي، تر هغې چې د‌ پاکستان پوځ د افغانستان په تړاو خپل تاریخي لیدلوری بدل نه کړي،؛د کابل او اسلام اباد ترمنځ به هېڅکله اړیکې ښې نه شي او نه به هم د سیمه‌ییز ټیکاو لپاره هڅې کومه پایله ورکړي.

د ژغورنې نړۍواله کمېټه: د امریکا د سفر بندیزونو پرېکړې د کورنیو جلا کېدو ګواښ رامنځته کړی

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۶ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۴۶ GMT+۱

د ژغورنې نړۍواله کمېټه وايي، د امريکا له‌خوا د ۱۲ هېوادونو پر وګړو د سفر بنديز که څه هم ځینې استثناوې لري؛ خو د دغو هېوادونو ډېری خلک په ځانګړې توګه د هغو افغانانو د کورنۍ غړي چې امريکا ته تللي، له خپلو خپلوانو څخه د جلا کېدو له ګواښ سره مخ دي.

دغه کمېټه زياتوي، امريکا د خپلو انساني ارزښتونو څخه په شا شوې او د افغانستان په ګډون یې د هغو هېوادونو څخه د پناه غوښتونکو د ورتګ لاره تړلې چې خلک یې ډېر زیان منوونکي دي او خوندي چاپېریال ته اړتیا لري.

یادې کمېټې د پنجشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوی فرمان له مخې کورنۍ په «بې رحمانه او ناعادلانه» توګه سره جلا کوي.

خبرپاڼه کاږي، دغه بندیز امریکا ته د هغو کسانو د ننوتو مخه هم ډب کړې چې له جګړو،‌ ناورینونو او ځورونو تښتېدلي دي.

تمه ده، چې د ټرمپ نوی بنديز د روانې (جون مياشتې په ۹مه نېټه) پلې شي چې پر بنسټ به یې د ۱۲ هېوادونو وګړي امریکا ته له سفر کولو منعه او همدا راز د اوو نورو هېوادونو پر اوسېدونکو به سخت محدودیتونه ولګول شي.

دغه بندیز به ډېر هغه کسان اغېزمن کړي، چې د جګړو، تاوتریخوالي یا زور زیاتي له امله د خپل ټاټوبي پرېښودو ته اړ شوي دي.

د ژغورنې نړۍوالې کمیټې په وینا، د افغانستان په ګډون دغو هېوادونو له ډلې ځینې یې د ۲۰۲۵کال د بېړنۍ پاملرنې په نوملړ کې شامل دي چې له جدي ناورینونو سره مخ دي او د سختو حالاتو د رامنځته کېدو یا زیاتېدو له ګواښ سره مخ دي.

که څه هم دغه بنديز هغو افغانانو ته استثنا ورکوي، چې د کډوالۍ د ځانګړو ویزو قضیې لري او همدا راز د ایران ځینو لږکیو ته هم په کې معافیت شته؛ خو د یادو هېوادونو سره نور زیات شمېر تړاو لرونکي کسان ترې محرومېږي. دغه بندیز حتی د بېړنیو بشري حالاتو لپاره هم کومه ځانګړې استثنا نه لري.

یاده کمېټه باور لري، چې دغه بندیز نه یوازې په نوملړ کې د شاملو هېوادونو وګړي اغېزمنوي؛ بلکې پر امریکایي وګړو به هم تاثیرات ولري.

ویل شوي، چې دغه اقدام په امریکا کې د مېشتو کسانو د کورنیو، مېرمنو او ماشومانو د یو ځای کېدو پر وړاندې هم خنډ دی.

د ژغورنې کمېټې د رهبرۍ یوه غړي هانس ون ډوېرډ وویل: «د حکومت له‌خوا د ځينو ملتونو د وګړو پر امريکا د ننوتو بنديز يو توپيري او زيان‌ رسوونکی اقدام دی. دغه بنديز د نړۍ له هغو هېوادونو څخه د خلکو راتګ منعه کوي، چې تر ټولو زيات زيانمن او کړېدلي دي. پناه‌ اخيستوونکي او کډوال د امريکا لپاره نه امنيتي ګواښ دی، نه اقتصادي؛ برعکس هغوی د امريکا په ټولنيزه، اقتصادي او کلتوري برخه کې مهمه ونډه لري».

د ټرمپ دغه پرېکړه په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې د دغه هېواد د ځواکونو او بهرنیو ادارو ۲۰۰ زره کارکوونکي د سفرونو د بندیزو له دغه پرېکړې اندېښمن دي.

د امریکا پخواني افغان متحدین له واشنګټنه غواړي، چې ورسره دې په کړو ژمنو ودرېږي او ژر تر ژره دې ورته د سفر اسانتیاوې برابرې کړي.

وېره شته که امریکا خپلو دغو متحدینو ته د پناه غوښتنې قضیې ژر تر ژره مخ ته یونسي؛ نو د طالبانو له لوري به له سختو او مرګوني ګواښونو سره مخ شي.