• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پرون د اختر لومړۍ ورځ په غزه کې ۴۲ فلسطینیان وژل شوي دي

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۰۵:۲۲ GMT+۱

د امریکا له ملاتړه برخمنې د غزې بشرپاله بنسټ ویلي، سره له دې چې په دې تړانګه کې د دوی ټول مرکزونه تړل شوي، خو جمعه د (غبرګولي ۱۶مه) د لوی اختر په لومړۍ ورځ د اسراییل په تازه بریدونه کې ۴۲ فلسطینیان وژل شوي دي.

الجزیزې شبکې هم راپور ورکړی چې د اختر په لومړۍ ورځ پر غزې د اسراییل بریدونو دوام درلود او په بېلابېلو سیمو کې یې فلسطینیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.‌

د سیمه ییزو روغتیایي چارواکو په وینا، د ۱۶کسانو مړي د جمعې په ورځ د جنوبي ښار خان یونس ناصر روغتون، پنځه جسدونه د غزې شمالي ښار الشفا روغتون، پنځه جسدونه الاحلي بیپټیسټ روغتون او پنځه نور په الاقصی کې دیر البلاح روغتون ته وروړل شوي.

ترویج لرونکی

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې
۱

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۲

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۳

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۴

په ټورنټو کې د افغان خبریالانو په ګډون د بیان ازادۍ مرکز خپله درېیمه کلنۍ ناسته ترسره کړی

۵

مېټا کمپنۍ د طالبانو اړوند ډېری وټس‌اپ ګروپونه له‌منځه وړي دي

•
•
•

نور کیسې

منظور پښتین په اختریز پېغام کې د ظالم پر وړاندې پښتنو ته د بري دوعا کړې

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۴۱ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په خپل اختریز پېغام کې پښتانه محکوم او مظلوم بللی دي. هغه هیله څرګنده کړې چې دغه قوم د ظالمانو پر وړاندې یووالی غوره کړي، څو پرې بریالي شي.

هغه د (غبرګولي ۱۶مه) په خپل پېغام کې زیاته کړې: «د الله تعالی څخه دوعا غواړو چې پښتنو ته د ظالم پر وړاندې اتحاد، تنظیم او داسې عمل ور نصیب کړي چې مظلوم بریالی او‌ ظالم نسکور شي». د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د پښتون قوم د حقونو غوښتلو په لاره کې وژل شویو کسانو او د زندانیانو کورنیو ته د اختر ځانګړي مبارکي ویلې ده.

زېلنسکي د امریکا ولسمشر ټرمپ سره د لیدنې لپاره په کاناډا کې د خبرو تمه لري

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۰۱:۴۵ GMT+۱

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د جي۷ سرمشریزې په ترڅ کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د یوې مهمې لیدنې تمه لري. دا سرمشریزه به د جون له ۱۵ څخه تر ۱۷ پورې د کاناډا په کاناناسکيس، البرټا کې ترسره شي.

د ولسمشرۍ دفتر رییس اندري یرماک وویل چې د اوکراین استازي د خپل وروستي واشنګټن سفر پر مهال، د زیلنسکي او ټرمپ ترمنځ د دې لوړې کچې لیدنې لپاره خبرې کړې دي.

اوکرایني استازي چې د لومړي مرستیال وزیر یولیا سویریډینکو تر مشری لاندې امریکا ته سفر کړی و، د دفاع وزارت او د ولسمشرۍ دفتر لوړ پوړي چارواکي هم ورسره وو.

دا سفر وروسته له هغه ترسره شو چې زیلنسکي په جون ۲ مه وویل چې اوکراین له امریکا سره د دفاعي تړونونو او ازاد سوداګریز تړون غوښتونکی دی. هغه زیاته کړه: "ما له ولسمشر ټرمپ سره دا خبره کړې ده.موږ غواړو وسلې واخلو. دا هغه څه دي چې تړون ورباندې دی – دا کومه ډالۍ نه ده."

رویټرز: ښايي د غزې لپاره د امریکا بودیجه د نړۍوالې پراختیا ادارې له‌خوا تامین شي

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۰۰:۰۵ GMT+۱

د راپورونو پر بنسټ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د غزې تړانګې ته د مرستې رسولو د نوي تاسیس شوي بنسټ لپاره د ۵۰۰ مېلیون ډالرو مرستې وړاندیز ارزوي.د دغه بنسټ فعالیتونه له جدي نیوکو او امنیتي خنډونو سره مل دي.

رویټرز خبري اژانس د باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې ټاکل شوې د غزې لپاره وړاندیز شوې بودیجه د متحده‌ایالاتو د نړۍوالې پراختیا ادارې له‌خوا تامین شي. ویل کېږي چې دا اداره به د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت سره یو ځای شي.

«د غزې د بشري مرستو بنسټ» یا GHF تېره اوونۍ د مرستو وېش پیل کړی دی. په دې موده کې د مرستو د وېش مرکزونو شاوخوا کې سخته ګڼه ګوڼه او تاوتریخوالی رامنځته شوی او د نړۍوالو جدي اندېښنې یې راپارولي دي.

د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا، یوازې د جون له لومړۍ تر درېیمې نېټې پورې، له دغو مرکزونو سره نږدې تر ۸۰ ډېر کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.

نړۍوالو بنسټونو، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو سازمان «د غزې د بشري مرستو بنسټ» کې د شفافیت او بې‌طرفۍ د نشتوالي له امله نیوکه کړې ده.

همداراز، ځینو امریکایي چارواکو ویلي چې دغه بنسټ د بشري مرستو د وېش په برخه کې کافي تجربه نه‌لري او اړتیا ده چې باوري غېردولتي بنسټونه په دې بهیر کې شامل شي، خو سرچینې وایي چې اسراییل په دې بهیر کې د نورو بنسټونو له مداخلې سره مخالفت لري.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه پورې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، «د غزې د بشري مرستو بنسټ» او د اسراییل حکومت په رسمي ډول د رویټرز راپور ته ځواب نه دی ورکړی.

امرالله صالح وايي ماسک د ټرمپ له ادارې ووت خو د طالبانو د مالي تمویل مخه ونه نیول شوه

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۶ جون ۲۰۲۵، ۲۳:۵۳ GMT+۱

د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح د کنايي په ډول ویلي، چې د ټرمپ ادارې څخه د ایلن ماسک وتل موږ ته یوه پښېماني ده. نوموړي ویلي هغه ونه توانېد چې پر طالبانو د هرې اونۍ شاوخوا ۶۰ میلیونه ډالره مرسته بندې کړي.

د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح د جمعه په ورځ (د غبرګولي ۱۶مه) پر اېکس پاڼه د کنایې په ډول د ویوک راماسوامي یادونه کړې او ويلي يې دي: «ویوک راماسوامي هوښیار و، چې ځان يې د ژورې لوبې څخه مخکي وژغوره.»

امرالله صالح لیکلي: «د ټرمپ له ادارې څخه د ایلن ماسک وتل موږ ته یواځي یوه پښېماني ده.»

نوموړي ویلي، چې دا زموږ لپاره یو افسوس دی.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او ایلان ماسک تر منځ لفظي شخړه د رسنيو سرټکي جوړ شوي.

ټرمپ د اې‌بي‌سي نیوز له خبریال سره په یوه ټیلیفوني مرکه کې له ایلن ماسک سره خپله وروستۍ لفظي شخړه بې‌اهمیته وبلله.

د اوکلاهوما ایالت لوی څارنوال: په ۲۰۲۱ کې راغلي افغانان باید له دغه ایالت نه و ایستل شي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۶ جون ۲۰۲۵، ۲۳:۰۰ GMT+۱

د امریکا د اوکلاهوما ایالت لوی څارنوال جېنټنر ډرامونډ ویلي، ټول هغه افغان کډوال چې په ۲۰۲۱ کال کې په دغه ایالت کې مېشت شوي، باید و ایستل شي. هغه ادعا کړې چې د دې کسانو په سمه توګه ارزونه نه ده شوې او ښايي د عامه خوندیتوب لپاره ګواښ وي.

ډرامونډ چې د یاد ایالت مشرۍ ته نوماند دی، ویلي چې د مالیه‌ورکوونکو د پیسو کارول د دې کډوالو مېشتېدو لپاره ناسم کار و. هغه همداراز، د افغانانو د مېشتېدو لپاره د د دغه ایالت د مخکېني مشر کوېن سټیټ پر پرېکړې نیوکه کړې ده.

ورته مهال،کوېن سټیټ بیا د ډرامونډ په ځواب کې کې زیاته کړې، هغه افغانان چې اوکلاهوما ته راغلي، په ډېر سختو شرایطو کې یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې او اوس د ملاتړ مستحق دي، نه دا چې و ایستل شي.د ده په وینا، څوک چې د سياسي موخو لپاره داسې څرګندونې کوي، په حقيقت کې له ناسمو احساساتو او وېرې نه ګټه پورته کوي.

دې سره جوخت هغه بنسټونو چې د افغان کډوالو په مېشتېدو کې یې مرسته کړې، د امریکا د اوکلاهوما ایالت لوی څارنوال جېنټنر ډرامونډ دا څرګندونې غندلي او د اندېښنې وړ یې بللي دي.

د دې ترڅنګ د اوکلاهوما د کاتولیکانو خیریه بنسټ مشر د پاټریک راګلو وايي چې دا افغانان د تاوتریخوالي نه امریکا ته راغلي، نه دا چې دلته تاوتریخوالی راوړي. د هغه په وینا، د ډرامونډ خبرې غېرواقعي دي او یوازې د کرکې د رامنځته کېدو لامل ګرځي.

د «کیر اوکلاهوما» یوه بنسټ ویرونیکا لیزور چې د مسلمانانو د حقونو لپاره مبارزه کوي، ویلي چې افغان کډوال له سختو امنیتي ارزونو نه تېر شوي دي. هغه زیاته کړې چې د څو کسانو د کړنو له امله باید د ټول قوم یا ټولنې په اړه قضاوت ونه شي.

هغه همداراز ټینګار کړی، ډېری هغه افغانان چې امریکا ته راغلي، له امریکايي ځواکونو سره د همکارۍ له امله له جدي ګواښونو سره مخ وو او اوس په متحده‌ایالاتو کې د یوه خوندي ژوند په لټه کې دي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې وړمه ورځ د د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه اجراییوي فرمان ‌په لاسلیکولو سره د افغانانو په ګډون د ۱۲ هېوادونو پر وګړو دغه هېواد ته د سفر بندیز ولګاوه. په دغه بندیز کې ایران، چاډ، د کانګو جمهوریت، استوايي ګینه، اریتریا، هایټي، میانمار، لېبیا، سومالیا، سوډان او یمن هېوادونه شامل دي.