• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

منظور پښتین په اختریز پېغام کې د ظالم پر وړاندې پښتنو ته د بري دوعا کړې

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۴۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۵۳ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په خپل اختریز پېغام کې پښتانه محکوم او مظلوم بللی دي. هغه هیله څرګنده کړې چې دغه قوم د ظالمانو پر وړاندې یووالی غوره کړي، څو پرې بریالي شي.

هغه د (غبرګولي ۱۶مه) په خپل پېغام کې زیاته کړې: «د الله تعالی څخه دوعا غواړو چې پښتنو ته د ظالم پر وړاندې اتحاد، تنظیم او داسې عمل ور نصیب کړي چې مظلوم بریالی او‌ ظالم نسکور شي». د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د پښتون قوم د حقونو غوښتلو په لاره کې وژل شویو کسانو او د زندانیانو کورنیو ته د اختر ځانګړي مبارکي ویلې ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

زېلنسکي د امریکا ولسمشر ټرمپ سره د لیدنې لپاره په کاناډا کې د خبرو تمه لري

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۰۱:۴۵ GMT+۱

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د جي۷ سرمشریزې په ترڅ کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د یوې مهمې لیدنې تمه لري. دا سرمشریزه به د جون له ۱۵ څخه تر ۱۷ پورې د کاناډا په کاناناسکيس، البرټا کې ترسره شي.

د ولسمشرۍ دفتر رییس اندري یرماک وویل چې د اوکراین استازي د خپل وروستي واشنګټن سفر پر مهال، د زیلنسکي او ټرمپ ترمنځ د دې لوړې کچې لیدنې لپاره خبرې کړې دي.

اوکرایني استازي چې د لومړي مرستیال وزیر یولیا سویریډینکو تر مشری لاندې امریکا ته سفر کړی و، د دفاع وزارت او د ولسمشرۍ دفتر لوړ پوړي چارواکي هم ورسره وو.

دا سفر وروسته له هغه ترسره شو چې زیلنسکي په جون ۲ مه وویل چې اوکراین له امریکا سره د دفاعي تړونونو او ازاد سوداګریز تړون غوښتونکی دی. هغه زیاته کړه: "ما له ولسمشر ټرمپ سره دا خبره کړې ده.موږ غواړو وسلې واخلو. دا هغه څه دي چې تړون ورباندې دی – دا کومه ډالۍ نه ده."

رویټرز: ښايي د غزې لپاره د امریکا بودیجه د نړۍوالې پراختیا ادارې له‌خوا تامین شي

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۰۰:۰۵ GMT+۱

د راپورونو پر بنسټ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د غزې تړانګې ته د مرستې رسولو د نوي تاسیس شوي بنسټ لپاره د ۵۰۰ مېلیون ډالرو مرستې وړاندیز ارزوي.د دغه بنسټ فعالیتونه له جدي نیوکو او امنیتي خنډونو سره مل دي.

رویټرز خبري اژانس د باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې ټاکل شوې د غزې لپاره وړاندیز شوې بودیجه د متحده‌ایالاتو د نړۍوالې پراختیا ادارې له‌خوا تامین شي. ویل کېږي چې دا اداره به د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت سره یو ځای شي.

«د غزې د بشري مرستو بنسټ» یا GHF تېره اوونۍ د مرستو وېش پیل کړی دی. په دې موده کې د مرستو د وېش مرکزونو شاوخوا کې سخته ګڼه ګوڼه او تاوتریخوالی رامنځته شوی او د نړۍوالو جدي اندېښنې یې راپارولي دي.

د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا، یوازې د جون له لومړۍ تر درېیمې نېټې پورې، له دغو مرکزونو سره نږدې تر ۸۰ ډېر کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.

نړۍوالو بنسټونو، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو سازمان «د غزې د بشري مرستو بنسټ» کې د شفافیت او بې‌طرفۍ د نشتوالي له امله نیوکه کړې ده.

همداراز، ځینو امریکایي چارواکو ویلي چې دغه بنسټ د بشري مرستو د وېش په برخه کې کافي تجربه نه‌لري او اړتیا ده چې باوري غېردولتي بنسټونه په دې بهیر کې شامل شي، خو سرچینې وایي چې اسراییل په دې بهیر کې د نورو بنسټونو له مداخلې سره مخالفت لري.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه پورې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، «د غزې د بشري مرستو بنسټ» او د اسراییل حکومت په رسمي ډول د رویټرز راپور ته ځواب نه دی ورکړی.

د روغتیا نړیوال سازمان د قربانۍ څارویو کې د «کانګو تبې» د ګواښ خبرداری ورکړ

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۶ جون ۲۰۲۵، ۲۱:۵۷ GMT+۱

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان څانګې، د لوی اختر د قربانۍ په ورځو کې د کانګو خطرناکې تبې د خپرېدو په تړاو خبرداری ورکړی او د مخنېوي لپاره یې افغانانو ته یو لړ سپارښتنې کړي دي.

دې سازمان ویلي، خلکو ته په کار ده چې د قربانۍ څاروي باید په خلاص، پاک او د کورنۍ له غړو لیرې ځایونو کې حلال کړي، څو د دې وژونکې ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیول شي. د روغتیا نړیوال سازمان سپارښتنه کړې، چې د څارویو له وینې او نورو مایعاتو سره د د تماس مخنیوي لپاره باید خلک له ماسک، دستکشو او د بدن د پټولو لپاره له اړونده چپن ډوله توکو څخه کار واخلي.

دغه سازمان زیاته کړې، د قربانۍ پر مهال باید روغتیایي تدابیر ونیول شي، ځکه دا تبه د څارویو د ناروغیو له لارې انسان ته انتقالېږي او ډېر ژر خپرېږي. د روغتیا نړیوال سازمان په خپل پېغام کې چې د شنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۷مه) د لوی اختر سره هم مهاله خپور شوی، ټینګار کړی چې د څارویو د حلالېدو او غوښې د پرې کولو ځایونه باید پاک وساتل شي.

طالبانو د نړۍ د ډېرو اسلامي هېوادونو خلاف لوی اختر د شنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۷مه) ونمانځه. دا اختر په سعودي عرب، ترکیه، سوریه او نورو هېوادونو کې د جمعې په ورځ د (غبرګولي ۱۶مه) پیل شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان همدا راز، له افغانانو غوښتي چې کړې د قربانۍ څارویو پاتې شوني فاضله مواد باید په بندو کڅوړو او ځانګړو ځایونو کې واچوي، څو خپل چاپېریال پاک او خوندي وساتي.

له پاکستانه د مولوي کبیر مننه؛ وایي، د افغان کډوالو د اېستل کېدو بهیر کې یې نرمښت راوستی

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۶ جون ۲۰۲۵، ۲۱:۲۰ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر وایي، چې د پاکستان څخه د افغان کډوالو ‌ په زوره د اېستل کېدو بهیر کې پاکستاني چارواکو نرمښت او کموالی راوړی دی.

د یادې ډلې د دغه وزارت خبرپاڼه کې راغلي، مولوي کبیر په سپیدار ماڼۍ کې د لوی اختر په مناسب جوړه شوې غونډه کې چې طالب لوړپوړو چارواکو او د ځینو هېوادونو سفیرانو او ډیپلوماتانو په کې برخه اخیستې وه، وویل: «د افغانانو له کوربه هېوادونو څخه غوښتنه کوو چې له صبر او زغم څخه کار واخلي».

هغه زیاته کړې: «« مونږ د پاکستاني چارواکو مننه کوو چې د افغان کډوالو پر وړاندې یې زور زیاتی کم کړی او په جبري توګه د اېستلو په لړۍ کې یې کمښت راوړی دی».

هغه د بشري مرستو په نه سیاسي کولو هم ټینګار کړی او په مرستندویه ادارو یې غږ وکړ چې راستنو شویو کډوالو ته د سرپناوو په جوړولو کې ورسره همکاري وکړي.

د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر په داسې حال کې له پاکستان څخه په جبري ډول د افغان کډوالو په ستنولو کې د کمښت او نرمښت خبره کوي، چې دغه هېواد هره ورځ په سلګونه کډوال نیسي او په جبري ډول یې افغانستان ته لېږدوي.

د یادولو وړ ده، چې یوازې تېره ورځ پاکستان حکومت ۹۱۲ تنه افغان کډوال د تورخم او انګور اډې له لارې افغانستان ته ستانه کړي دي.

د پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو ادارې د معلوماتو له مخې په دغه لېږدول شویو کې ۹۶ تنه د (ACC) کارت لرونکي او ۸۲۶ نور نااسناده کډوال شامل وو. د رسمي شمېرو له مخې پاکستان د روان زېږدیز کال د اپرېل میاشتې راهیسې د افغان کډوالو د اېستل کیدو‌په دویم پړاو کې شاوخوا ۲۰۰زره افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

اسراییل د لوی اختر پر ورځ بیا بې‌ځایه فلسطینیان له کورونو ایستلي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۶ جون ۲۰۲۵، ۲۰:۳۹ GMT+۱

اسراييلي پوځ د لوی اختر د لمانځنې پر ورځ، د غزې په شمال کې د بې‌ځایه شوو فلسطینیانو له مېنو د خلکو د ایستلو امر کړی، اسراییل غواړي چې په دغه سیمو هوایي بریدونه وکړي.

د پوځ ویاند اویخای ادرعي د څو بلاکونو خلکو ته خبرداری ورکړی چې د غزې لوېدیځ ته ووځي، او دا یې د برید مخکې "خبرداری" بللی دی.

دا سیمه هغه ځای دی چې پخوا هم خلک ترې شړل شوي وو او بیا ورته د لنډمهالي بېرته ستنېدو اجازه ورکړل شوې وه. اوس اسراییل یو ځل بیا خلک د هوایي بریدونو له وېرې شړلي، که څه هم د راپورونو له مخې، له دغو سیمو هېڅ راکټ نه‌دی توغول شوی.

له تېر اکتوبر راهیسې د اسراییل د بریدونو له امله شاوخوا ۵۴،۷۰۰ فلسطینیان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي. نړیوال سازمانونه خبرداری ورکوي چې د غزې محاصره شوې ټولنه د لوږې له شدید خطر سره مخ ده، خو اسراییل لا هم اوربند ته نه‌دي چمتو.