په اوکراین کې د روسیې د هوايي بریدونو له امله شپږ کسان وژل شوي او ۸۰ نور ټپیان دي

اوکرایني چارواکي وایي، چې په بېلابېل سیمو کې د روسیې د سختو هوایي بریدونه له امله شپږ تنه وژل شوي او ۸۰ نور ټپیان دي.

اوکرایني چارواکي وایي، چې په بېلابېل سیمو کې د روسیې د سختو هوایي بریدونه له امله شپږ تنه وژل شوي او ۸۰ نور ټپیان دي.
اوکرایني چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، روسیې د جمعې په سهار د (غبرګولي ۱۶مه) د دغه هېواد په پلازمېنه کېیف باندې د توغندیو او بې پېلوټه الوتکو پراخ بریدونه ترسره کړی،چې لږ تر لږه شپږ کسان په کې وژل شوي او ۸۰ نور یې ټپیان کړي دي.
دا بمبارۍ د اوکرایین د هغه برید په ځواب کې شوي، چې دغه هېواد د روسيې د خاورې دننه په څو سټراټېژیکو ډورن بریدونو کې د مسکو یو شمېر الوتکې ویجاړې کړې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په خپل اختریز پېغام کې پښتانه محکوم او مظلوم بللی دي. هغه هیله څرګنده کړې چې دغه قوم د ظالمانو پر وړاندې یووالی غوره کړي، څو پرې بریالي شي.
هغه د (غبرګولي ۱۶مه) په خپل پېغام کې زیاته کړې: «د الله تعالی څخه دوعا غواړو چې پښتنو ته د ظالم پر وړاندې اتحاد، تنظیم او داسې عمل ور نصیب کړي چې مظلوم بریالی او ظالم نسکور شي». د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د پښتون قوم د حقونو غوښتلو په لاره کې وژل شویو کسانو او د زندانیانو کورنیو ته د اختر ځانګړي مبارکي ویلې ده.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د جي۷ سرمشریزې په ترڅ کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د یوې مهمې لیدنې تمه لري. دا سرمشریزه به د جون له ۱۵ څخه تر ۱۷ پورې د کاناډا په کاناناسکيس، البرټا کې ترسره شي.
د ولسمشرۍ دفتر رییس اندري یرماک وویل چې د اوکراین استازي د خپل وروستي واشنګټن سفر پر مهال، د زیلنسکي او ټرمپ ترمنځ د دې لوړې کچې لیدنې لپاره خبرې کړې دي.
اوکرایني استازي چې د لومړي مرستیال وزیر یولیا سویریډینکو تر مشری لاندې امریکا ته سفر کړی و، د دفاع وزارت او د ولسمشرۍ دفتر لوړ پوړي چارواکي هم ورسره وو.
دا سفر وروسته له هغه ترسره شو چې زیلنسکي په جون ۲ مه وویل چې اوکراین له امریکا سره د دفاعي تړونونو او ازاد سوداګریز تړون غوښتونکی دی. هغه زیاته کړه: "ما له ولسمشر ټرمپ سره دا خبره کړې ده.موږ غواړو وسلې واخلو. دا هغه څه دي چې تړون ورباندې دی – دا کومه ډالۍ نه ده."
د راپورونو پر بنسټ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د غزې تړانګې ته د مرستې رسولو د نوي تاسیس شوي بنسټ لپاره د ۵۰۰ مېلیون ډالرو مرستې وړاندیز ارزوي.د دغه بنسټ فعالیتونه له جدي نیوکو او امنیتي خنډونو سره مل دي.
رویټرز خبري اژانس د باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې ټاکل شوې د غزې لپاره وړاندیز شوې بودیجه د متحدهایالاتو د نړۍوالې پراختیا ادارې لهخوا تامین شي. ویل کېږي چې دا اداره به د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت سره یو ځای شي.
«د غزې د بشري مرستو بنسټ» یا GHF تېره اوونۍ د مرستو وېش پیل کړی دی. په دې موده کې د مرستو د وېش مرکزونو شاوخوا کې سخته ګڼه ګوڼه او تاوتریخوالی رامنځته شوی او د نړۍوالو جدي اندېښنې یې راپارولي دي.
د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا، یوازې د جون له لومړۍ تر درېیمې نېټې پورې، له دغو مرکزونو سره نږدې تر ۸۰ ډېر کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.
نړۍوالو بنسټونو، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو سازمان «د غزې د بشري مرستو بنسټ» کې د شفافیت او بېطرفۍ د نشتوالي له امله نیوکه کړې ده.
همداراز، ځینو امریکایي چارواکو ویلي چې دغه بنسټ د بشري مرستو د وېش په برخه کې کافي تجربه نهلري او اړتیا ده چې باوري غېردولتي بنسټونه په دې بهیر کې شامل شي، خو سرچینې وایي چې اسراییل په دې بهیر کې د نورو بنسټونو له مداخلې سره مخالفت لري.
دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه پورې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، «د غزې د بشري مرستو بنسټ» او د اسراییل حکومت په رسمي ډول د رویټرز راپور ته ځواب نه دی ورکړی.
د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح د کنايي په ډول ویلي، چې د ټرمپ ادارې څخه د ایلن ماسک وتل موږ ته یوه پښېماني ده. نوموړي ویلي هغه ونه توانېد چې پر طالبانو د هرې اونۍ شاوخوا ۶۰ میلیونه ډالره مرسته بندې کړي.
د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح د جمعه په ورځ (د غبرګولي ۱۶مه) پر اېکس پاڼه د کنایې په ډول د ویوک راماسوامي یادونه کړې او ويلي يې دي: «ویوک راماسوامي هوښیار و، چې ځان يې د ژورې لوبې څخه مخکي وژغوره.»
امرالله صالح لیکلي: «د ټرمپ له ادارې څخه د ایلن ماسک وتل موږ ته یواځي یوه پښېماني ده.»
نوموړي ویلي، چې دا زموږ لپاره یو افسوس دی.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او ایلان ماسک تر منځ لفظي شخړه د رسنيو سرټکي جوړ شوي.
ټرمپ د اېبيسي نیوز له خبریال سره په یوه ټیلیفوني مرکه کې له ایلن ماسک سره خپله وروستۍ لفظي شخړه بېاهمیته وبلله.
د امریکا د اوکلاهوما ایالت لوی څارنوال جېنټنر ډرامونډ ویلي، ټول هغه افغان کډوال چې په ۲۰۲۱ کال کې په دغه ایالت کې مېشت شوي، باید و ایستل شي. هغه ادعا کړې چې د دې کسانو په سمه توګه ارزونه نه ده شوې او ښايي د عامه خوندیتوب لپاره ګواښ وي.
ډرامونډ چې د یاد ایالت مشرۍ ته نوماند دی، ویلي چې د مالیهورکوونکو د پیسو کارول د دې کډوالو مېشتېدو لپاره ناسم کار و. هغه همداراز، د افغانانو د مېشتېدو لپاره د د دغه ایالت د مخکېني مشر کوېن سټیټ پر پرېکړې نیوکه کړې ده.
ورته مهال،کوېن سټیټ بیا د ډرامونډ په ځواب کې کې زیاته کړې، هغه افغانان چې اوکلاهوما ته راغلي، په ډېر سختو شرایطو کې یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې او اوس د ملاتړ مستحق دي، نه دا چې و ایستل شي.د ده په وینا، څوک چې د سياسي موخو لپاره داسې څرګندونې کوي، په حقيقت کې له ناسمو احساساتو او وېرې نه ګټه پورته کوي.
دې سره جوخت هغه بنسټونو چې د افغان کډوالو په مېشتېدو کې یې مرسته کړې، د امریکا د اوکلاهوما ایالت لوی څارنوال جېنټنر ډرامونډ دا څرګندونې غندلي او د اندېښنې وړ یې بللي دي.
د دې ترڅنګ د اوکلاهوما د کاتولیکانو خیریه بنسټ مشر د پاټریک راګلو وايي چې دا افغانان د تاوتریخوالي نه امریکا ته راغلي، نه دا چې دلته تاوتریخوالی راوړي. د هغه په وینا، د ډرامونډ خبرې غېرواقعي دي او یوازې د کرکې د رامنځته کېدو لامل ګرځي.
د «کیر اوکلاهوما» یوه بنسټ ویرونیکا لیزور چې د مسلمانانو د حقونو لپاره مبارزه کوي، ویلي چې افغان کډوال له سختو امنیتي ارزونو نه تېر شوي دي. هغه زیاته کړې چې د څو کسانو د کړنو له امله باید د ټول قوم یا ټولنې په اړه قضاوت ونه شي.
هغه همداراز ټینګار کړی، ډېری هغه افغانان چې امریکا ته راغلي، له امریکايي ځواکونو سره د همکارۍ له امله له جدي ګواښونو سره مخ وو او اوس په متحدهایالاتو کې د یوه خوندي ژوند په لټه کې دي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې وړمه ورځ د د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه اجراییوي فرمان په لاسلیکولو سره د افغانانو په ګډون د ۱۲ هېوادونو پر وګړو دغه هېواد ته د سفر بندیز ولګاوه. په دغه بندیز کې ایران، چاډ، د کانګو جمهوریت، استوايي ګینه، اریتریا، هایټي، میانمار، لېبیا، سومالیا، سوډان او یمن هېوادونه شامل دي.