• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سېلانیان: د اریوب ځاځي پارک د خیمو کرایه، خوراک او د موټرو تمځای بیې لوړې دي

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۸ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۱۴ GMT+۱

د پکتیا ځاځي اریوب پارک ته روغلي سېلانیان وايي چې د یوه ساعت لپاره د یوې خیمې کرایه ۱۰۰ افغانۍ او د موټرو تمځای کرایه ۲۰۰ افغانۍ ده. سېلانیان وايي، چې خوراکي توکي هم په دغه پارک کې له اصلي بیې دوه چنده لوړ پلورل کیږي.

د پکتیا ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د منډهېر ملي پارک ته ورغلي یو شمېر سېلانیانو «د غبرګولي ۱۸مه» افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په یاد پارک کې له خیمو څخه نیولې تر خوراکي توکو پورې هرڅه خورا ګران دي.

یوه سېلاني وویل:«بې حده ظلم روان دی، اوبه نشته، برق نشته خو خیمه د ساعت لپاره ۱۰۰ افغانۍ په کرایه ورکوي او پارکېنګ د موټر پر سر ۲۰۰ افغانۍ اخلي.»

100%

سېلانیان وايي چې دوی نشي کولی په خپل سر خېمې ووهي او د پارک ټېکه دار له خوا اجازه نه ورکول کېږي.

په منډهېر ملي پارک کې ځیني سېلانیان د طالبانو له مسوولینو غواړي په دې برخه کې دې قراردادي شرکت باندې فشار راوړي چې د خلکو د اقتصادي وضعیت ته په کتو سره د خیمو او د خوراکي توکو بیې مناسبې وټاکي.

سېلانیان وايي، باید عامو خلکو ته اجازه ورکړل شي چې د پارک په شاوخوا سیمو کې خپلې شخصي خېمې ودرولای شي.

دوی همدراز زیاتوي چې د طالبانو د ځاځي امنیتي مسوولینو ته یې هم شکایتونه رسولي خو هغوی ویلي چې په دې چاره کې دوی کوم صلاحیت نه لري.

تر اوسه قراردادي شرکت د سېلانیانو تازه شکایتونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

طالبانو د غويي په ۱۶مه اعلان وکړ، چې د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د خصوصي سکتور د کټواز ګروپ له خوا د «منډهېر پارک» د جوړېدو پروژه د ۲۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې.

یاد شرکت ژمنه کړې وه، چې د ۲۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت به په راتلونکو شپږو کلونو کې جومات، سړکونه، هوټلونه، معیاري استوګنځي، پارکینګ، برېښنا، د اوبو سیستم او نور ټول عصري سهولتونه جوړېږي.

د ترلاسه شو معلوماتو پر بنسټ، د شوي قرارداد له مخې به کټواز ګروپ په کال کې دوه میلیونه افغانۍ د طالبانو تر واک لاندې ادارو ته مالیه ورکوي.

له دې وړاندې هم د ځاځي اریوب دا زړه‌راښکونکې سیمه په اخترونو او نورو ځانګړو ورځو کې د سلګونو سیلانیانو کوربه وه، خو د بنسټیزو اسانتیاوو د نشتوالي له امله سیلانیان له ستونزو سره مخ وو.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو د وګړو پر سفر د ټرمپ بندیز سبا عملي کیږي

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۸ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۴۸ GMT+۱

د افغانستان په ګډون د نړۍ له ۱۲ هېوادونو څخه امریکا ته د سفر بندیز په اړه د ډونالډ ټرمپ تازه اجرايوي فرمان سبا دوشنبه ۱۲ بجې عملي کیږي. ټرمپ دا بندیز له «بهرنیو ترهګرو» د امریکا د خوندیتوب لپاره اعلان کړی دی.

رویټرز خبري اژانس د یکشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې د افغانستان په ګډون د نړۍ د ۱۲ هېوادونو څخه امریکا ته د سفر بندیز په اړه د ډونالډ ټرمپ اجرايوي فرمان سبا دوشنبه په ځايي وخت ۱۲:۰۱ عملي کيږي.

د ټرمپ په په دغه فرمان کې افغانستان، ایران، چاد، د کانګو جمهوریت، ګینا، اریتریا، هایټي، میانمار، لېبیا، سومالیا، سودان او یمن هېوادونه شامل دي او لامل یې په یادو هېوادونو کې د ترهګرو پراخ حضور، د ارزونې او تصدیق لپاره د اړینې تګلارې نشتوالی ښودل شوی.

د راپورونو له مخې دا بندیز د ټرمپ د هغه سیاست یوه برخه ده، چې غواړي امریکا ته د کډوالۍ بهیر محدود کړي.

پر همدغه مهال د طالبانو مشر د شنبې په ورځ د لوی اختر د خطبې پرمهال د امریکا له لوري د ۱۲ هېوادونو پر وګړو بندیز وغنده او دایې د «نسلي تعصب» نښه وبلله. نوموړي وویل، چې امریکا نه یوازې په افغانستان کې ظلم کړی، بلکې اوس په فلسطین کې هم د اسراییل له لوري د مسلمانانو د وژنې ملاتړ کوي.

په ورته مهال د طالبانو رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند هم د اختر وینا کې ویلي:«هغه افغانان چې د امریکا له بندیز وروسته نهیلي دي، ورته وایم چې خپل هېواد ته راستانه شئ، که څه هم له امریکایانو سره مو ۲۰ یا ۳۰ کاله کړی وي او د اسلامي نظام پر ضد مو خدمت کړی وي.»

د امریکا د ولسمشر له خوا د ۱۲ هېوادونو پر وګړو د سفر بندیز په داسې حال کې عملي کیږي، چې څو ورځې وړاندې کرېک اېنفو ورزشي رسنۍ په خپل یوه راپور کې امریکا ته د هغو اوو افغان لوبغاړو د سفر په اړه اندېښنه ښودلې وه، چې د ۲۰۲۵ کال امریکا میجر کرېکټ لیګ کې له بېلا بېلو لوبډلو سره قراردادونه لري.

طالبانو له سویس نه شړل شوی «مجرم افغان» بېرته سویس ته استولی

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۸ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۲۶ GMT+۱

د افغانان د شړلو په تړاو د سویس فدرالي حکومت هڅې له خنډ سره مخ شوې دي، ځکه طالبانو یو شړل شوی افغان د کابل په هوايي ډګر کې نه دی منلی او بېرته یې زوریخ ته استولی دی. د سویس د کډوالو اداره وايي، چې د شاوخوا شلو نورو «مجرمو افغانانو» د شړلو چمتووالی روان دی.

د سویس د کډوالو فدرالي ادارې، چې په سویس کې د شړنو چارې پر مخ وړي، د دې پېښې پخلی کړی، خو د شخصي معلوماتو د محرمیت له امله یې د شړل شوي کس د هویت او دلایلو په اړه له تبصرې کولو ډډه کړې ده.

د ۲۰۲۴ کال له اکتوبر راهیسې، د سویس د کډوالو ادارې د پنځو «افغان مجرمینو» شړنه عملي کړې، خو دا تازه پېښه ښيي چې د دغو هڅو پلي کول له پام وړ خنډونو سره مخ دي، په ځانګړي ډول چې طالبان له همکارۍ ډډه کوي.

د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې، د سویس د کډوالو ادارې خپله تګلاره لا پسې سخته کړه. سویسي چارواکو اعلان وکړ چې مجرد نارینه کسان چې د پناه غوښتنې اسناد یې رد شوي وي او په سویس کې یوازې ژوند کوي، د ځانګړو شرایطو په صورت کې له دغه هېواده اېستل کېدای شي.

دغه اصول له اپریل میاشتې راهیسې نافذ شوي، خو تر اوسه د دې تګلارې له مخې هېڅ افغان بېرته نه دی شړل شوی.

دسویس د کډوالو ادارې ویاند بلیک رسنۍ ته تایید کړې چې پر نوي چوکاټ سربېره، لا هم هیڅ عملي شړنه نه ده ترسره شوې.

سویسي چارواکي استدلال کوي چې که یو کس بالغ، سالم، له کورنۍ پرته او په افغانستان کې د ادغام وړ ټولنیز یا مسلکي ملاتړ ولري، نو بېرته ستنیدل‌ یې معقول ګڼل کېږي. له دې پالیسي څخه ښځې، ماشومان، ناروغان او کورنۍ لرونکي کسان مستثنا دي او کولای شي په سویس کې پاتې شي.

په ورته وخت کې، د سویس د کډوالو د ملاتړ ټولنې د سویس دولت د پالیسۍ پر ضد دریځ نیولی.

دغه اداره وايي، له هغې ورځې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د بشري حقونو وضعیت په افغانستان کې دوامدار خراب شوی.

د دغې ادارې په وینا، د مجرمینو یا پناه‌غوښتونکو د پخواني وضعیت په پام کې نیولو سره، بېرته ستنول‌ یې له انساني او قانوني اړخونو له ننګونو ډک کار دی.

سره له دې، د سویس د کډوالو اداره ټینګار کوي چې د شاوخوا شلو نورو «مجرمو افغانانو» د شړلو لپاره چمتووالی روان دی. خو د دې وروستۍ ناکامې هڅې له امله، ښکاري چې دا بهیر به له سیاسي، حقوقي او عملي خنډونو سره مخ وي.

د طالبانو د خوست والي: زندانونه اوس د اصلاح او زده کړې مرکزونه دي

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۸ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۱۸ GMT+۱

په خوست کې د طالبانو والي مولوي عبدالقیوم روحاني وايي چې ددې ډلې تر واکمنۍ لاندې زندانونه اوس د «اصلاح او زده کړې» مرکزونه دي. هغه زياته کړې، چې د طالبانو موخه دا ده چې بندیان یوازې مجازات نه، بلکې تربیه، اصلاح او بېرته ټولنې ته د یو سالم فرد په توګه وړاندې شي.

د خوست والي ویاند مستغفر ګربز نن یکشنبه «د غبرګولي ۱۸مه» پر خپل اېکس لیکلي، چې د خوست والي مولوي عبدالقیوم روحاني، د لوی اختر پر دویمه د دغه ولایت له مرکزي زندان څخه د يو شمير مسوولينو، علماوو، او د عدلي او قضايي ارګانونو د استازو په ملتیا ليدنه او له بنديانو سره د اختر مبارکي وکړه.

د طالبانو د خوست والي مولوي عبدالقیوم روحاني د يادې ليدنې په ترڅ کې، د بنديانو وضعيت، د هغوی ستونزې او د محبس د اداري چارو بهیر څیړلی دی.

دغه راز نوموړي له طالب مسوولينو سره ناسته کړې او په زندان کې يې د اصلاح او روزنې پر پروګرامونو ټینګار کړی.

د خوست مرکزي زندان مسوولينو ویلي چې دا مهال لسګونو بنديانو ته د قرآن کريم زده‌کړې، مسلکي هنرونو، او اسلامي اخلاقو په برخه کې پروګرامونه روان دي.

دوی باور لري، چې دا ډول فعالیتونه د بنديانو په فکري او عملي اصلاح کې مهم رول لري.

د بښنې نړیوال سازمان په پاکستان کې د بلوڅ زده کونکو پر ورکېدو اندېښنه ښودلې

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۸ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۴۰ GMT+۱

د بښنې نړیوال سازمان وايي، په بلوچستان ایالت او په ټول پاکستان کې د بلوڅ زده کوونکو د ورکېدو پېښې په اندېښمنوونکي ډول زیاتې شوې دي. یاد سازمان یادونه کړې چې د بلوڅ وګړو جبري لادرکه کول د بشري حقونو له نړیوالو مکلفیتونو سرغړونه ده.

د بښنې نړیوال سازمان د یکشنبې په ورځ «د غبرګولي په ۱۸ مه» لیکلي چې د بلوچستان پوهنتون یوه محصله ماه جبین بلوچ د مې له ۲۹مې راهیسې لادرکه ده.

دغه سازمان زیاته کړې، چې د دغې محصلې ورور هم د می په ۲۴مه د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی او بیا لادرکه شوی دی.

د بشري حقونو دغه سازمان ویلي چې پاکستاني چارواکو په کوټه کې له لاریونونو وروسته د بلوڅ فعالانو د ځپلو او نیولو لړۍ ګړندۍ کړې ده.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، چې د بلوڅو د پیوستون د غورځنګ مشره ماهرنګ بلوچ او د بلوڅو د ټولنې یو شمېر نور فعالان اوس هم په زندان کې دي.

د بښنې نړیوال سازمان په وینا، د کراچۍ پوهنتون محصل جاوید مسافر بلوچ او بلوڅ محصل ګوهر اسحاق د اپریل په ۲۳مه او ۲۴مه نېټه د پاکستان د ترهګرۍ ضد څانګې د ځواکونو له خوا نیول شوي او له هغه وخت راهیسې لادرکه دي.

په پاکستان کې مسوولو ادارو د دغو بلوڅ فعالانو د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې د بښنې نړیوال سازمان پر پاکستاني چارواکو غږ کړی، چې د بلوڅ فعالانو د جبري ورکېدو په اړه "چټک، بشپړې او اغېزناکې پلټنې" وکړي.

د بشري حقونو نړیوال سازمان ټینګار کړی چې پاکستاني چارواکي باید سمدلاسه د بلوڅ زده کونکو ځایونه افشا کړي او هغوی خوشې کړي.

د بښنې نړیوال سازمان له پاکستاني حکومته غوښتي چې د بلوڅ فعالانو د ورکېدو مسوول کسان وپېژني او عدالت ته یې وسپاري.

یاد سازمان یادونه کړې چې د بلوڅ وګړو جبري بې درکه کول د پاکستان د بشري حقونو د نړیوالو مکلفیتونو څخه سرغړونه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې بلوڅ لاریون کوونکو د لیندۍ په ۱۹مه د بلوڅ نسل وژنې، جبري ورکېدو او د دې قومي اقلیت د هدفي وژنو پر ضد له ۲۷ ورځو پرلت وروسته یو لوی لاریون وکړ.

د پاکستان امنیتي چارواکو له هغه راهیسې یو زیات شمیر بلوڅ فعالان نیولي دي.

د ایران ولسشمر: پلټنو ته چمتو یو، خو له اټومي ټکنالوژۍ تېرېدونکي نه یو

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۸ جون ۲۰۲۵، ۰۹:۲۶ GMT+۱

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وایي، چې د «IAEA» لخوا د خپل سوله ییز اټومي پروګرام په اړه ډاډ ورکولو لپاره چمتوالی لري، خو په هیڅ ډول د خپلو اټومي حقونو او لاسته راوړنو څخه نه تېرېږي.

د ایرو اېشیا خبري وېب پاڼې د راپور پر بنسټ، دا څرګندونې پزشکیان په تهران کې د قزاقستان د بهرنیو چارو له وزیر مرات نورتلیو سره په یوه ګډه غونډه کې کړي دي.

مسعود پزشکیان د ایران او امریکا ترمنځ د اپرېل میاشتې راهیسې غېر مستقیمو خبرو اترو ته په اشارې سره ویلي، مقابل اړخ په داسې حال کې د بهانو په لټه کې دی چې تهران د سوله ییز اټومي پروګرام ژمنې ثابتې کړي دي.

هغه زیاته کړه، د ملګرو ملتونو د اټومي ادارې د اعتراف سره سم د ایران اټومي پروګرام شفاف دی، د پزشکیان په خبره: «موږ به هیڅ هېواد د پوهې، ساینسي ټیکنالوژیو او لاسته راوړنو څخه محروم نه کړو».

د ایران ولسمشر ټینګار کړی، چې ایران تل د منطقي او پر ځای خبرو اوریدو ته چمتو دی، مګر هیڅکله ځورونو ته غاړه نه ږدي.