د ملا هبت الله په امر فراه کې«۸۰زندانیان» خوشې شوي دي

په فراه ولایت کې د طالبانو د بند خونې امر ملا عبدالستار رحماني ویلي، چې د دغه ډلې مشر ملا هبـت الله د فرمان پر بنسټ یې «۸۰تنه زندانیان» خوشې کړي دي. د هغه په وینا، په دغو خوشې شویو کسانو کې «دوه مېرمنې، پنځلس ماشومان او ۶۳نارینه» شامل دي.
نوموړي زیاته کړې، چې دغه کسان د بېلابېلو جنایي جرمونو په تور د دې ولایت په مختلفو سیمو کې نیول شوي وو.