• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په مشهد کې د طالبانو نوی جنرال قونسل وټاکل شو

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۹ جون ۲۰۲۵، ۰۹:۵۷ GMT+۱

د ایران تسنیم خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې په مشهد کې د فیضان الله ناصري له مړینې وروسته نور محمد متوکل د طالبانو د نوي جنرال قونسل په توګه ټاکل شوی دی.

د راپور له مخې؛ په مشهد کې د طالبانو په قونسلګرۍ کې د هغه د کار پیل لپاره قانوني او ډیپلوماټیکې پروسې روانې دي.

په راپور کې راغلي، تر هغه چې په مشهد کې نوی جنرال قونسل خپل کار پیلوي؛ انور احمد نبیل به د لنډمهاله مشر په توګه د قونسلګرۍ چارې اداره کوي.

راپور زیاتوي، چې نور محمد متوکل تر دې وړاندې د طالبانو د دفاع وزارت د عقیدتي او فرهنګي څانګې مشري کوله.

په مشهد کې د طالبانو پخوانی جنرال قونسل فیضان الله ناصري په غویي میاشت کې د زړه ناروغۍ له امله مړ شوی و.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

طالبان: دا مهال د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې تر ۸۰۰ ډېرې موسسې خپلې چارې مخته وړي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۹ جون ۲۰۲۵، ۰۹:۰۸ GMT+۱

د طالبانو د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب وایي، چې د دغې ډلې له اقتصاد وزارت سره ټولې ۲زره او ۶۰۸ موسسې ثبت او راجستر دي؛ خو له دې ډلې دامهال ۸۲۰ موسسې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پروژې لري.

هغه د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې له دغو موسسو ۲۸۰ یې نړۍوالې او پاتې نورې بیا کورنۍ موسسې دي.

د نوموړي په وینا؛ دغه موسسې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د ټولنیز خوندیتوب، پوهنې، روغتیا او بېلابېلو برخو کې فعالیت لري.

هغه زیاته کړې، چې د دغې ډلې د اقتصاد وزارت د دغو موسسو د فعالیتونو منسجمولو او څارنې په برخه کې بیا یوه پراخه تګلاره هم لري.

ایرانی چارواکی: له افغانستانه ایران ته د نشه‌یي توکو قاچاق لاهم دوام لري

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۹ جون ۲۰۲۵، ۰۷:۳۸ GMT+۱

د ایران د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرکزي دفتر د نړۍوالو اړیکو عمومي مشر محمد نریماني وايي، چې له افغانستان څخه ایران او نورو هېوادونو ته د نشه‌یي توکو قاچاق لاهم دوام لري.

د ایران اېسنا خبري اژانس د نوموړي په حواله راپور ورکړی، چې ایران، پاکستان، تاجکستان او روسیه له افغانستان څخه د نشه‌یي توکو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي.

محمد نریماني څرګنده کړه، چې د شانګهای همکارۍ سازمان په اجنډا کې د اړیکو د اسانتیا او د عملیاتي معلوماتو پر وخت تبادلې پیاوړتیا په موخه د افغانستان په ګاونډي هېواد تاجکستان کې د نشه‌یي توکو د کنټرول مرکز جوړولو پلان شامل دی.

هغه دارنګه د معلوماتو د تبادلې تګلارې نشتوالی د شانګهای همکارۍ سازمان لپاره یوه لویه ننګونه وګڼله.

نوموړي افغانستان په نړۍ کې د نشه‌یي توکو تر ټولو لوی تولیدونکی هېواد وباله او زیاته یې کړه، چې په افغانستان کې د متامفتامین تولید زیات شوی دی.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، جې طالبانو د روان کال په لومړیو ورځو کې د کوکنارو کښت، تولید، مصرف، پېر او پلور منع کړ.

علي امین ګنډاپور: مرکزي حکومت دې له طالبانو سره په خبرو کې د ایالتي جرګې غړي هم شامل کړي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۹ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۳۱ GMT+۱

د پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور وایي، چې د پاکستان مرکزي حکومت له طالبانو سره خبرې اترې پیل کړې دي. هغه د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د ایالتي جرګې غړي دې هم په دغه خبرو اترو کې شامل کړي.

څه موده وړاندې ګنډاپور په یوه خبري غونډه کې ویلي و، چې د طالبانو سره د خبرو اترو لپاره یوه جرګه کابل ته استوي؛ خو د ګنډاپور دغه څرګندونې د پاکستان د مرکزي حکومت د نیوکو سره مخامخ شوې.

هغه مهال د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف بیا ویلي و، چې د پښتونخوا سر وزیر علي‌امین ګنډاپور او والي فیصل کریم کنډي ته به دا اجازه ورنه کړي چې له طالبانو سره په خپلواک ډول معامله وکړي.

نوموړي زیاته کړې وه: «د دفاع او بهرنیو چارو مسایل په قانون کې ډېر روښانه دي؛ نو پر دې اساس د حقوقي او قانوني پلوه له طالبانو سره د خبرو اترو موضوع یوه فدرالي موضوع ده.»

د پښتونخوا سر وزیر علي‌امین ګنډاپور د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ته تر دې وړاندې ګېله کړې وه، چې افغانستان ته یې په خپل سفر کې د پښتونخوا حکومت نه دی شامل کړی. هغه ویلي و، د پاک-افغان خبرو اترو تر ټولو لوی اړخ پښتونخوا ایالت دی؛ چې له دې خبرو پاتې کړل شوی.

پاکستاني رسنۍ جیونیوز د ښاغلي ګنډاپورپه حوالې راپور ورکړی، چې پښتونخوا اوس کولای شي د خپلو عوایدو څخه د دغه هېواد فدرالي حکومت ته هم پورونه ورکړي.

فوزیه کوفي: د طالبانو د بلنې موخه یوازې د مخالفینو د غږونو خاموشه کول دي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۹ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۱۴ GMT+۱

د طالبانو د رییس الوزرا د هغو خبرو په غبرګون کې چې پخواني چارواکي یې هېواد ته د راستنېدو لپاره بللي وو؛ د افغانستان د پارلمان پخوانۍ غړې فوزیه کوفي وایي، چې دغه بلنه د پخلاینې لپاره نه؛ بلکې د مخالفینو د غږونو خاموشه کولو لپاره یوه هڅه ده.

ملا محمد حسن اخوند د لوی اختر په مناسبت په ارګ کې د خپلې وینا پرمهال د طالبانو پر مخالفینو غږ وکړ، چې افغانستان ته ستانه شي.

هغغه ټینګار وکړ، چې دغه ډلې عمومي بښنه اعلان کړې او هیڅ چا ته د زیان رسولو اراده نه‌لري.

د طالبانو د رییس الوزرا د بلنې په غبرګون کې فوزیه کوفي پر اېکس پاڼه کاږلي، چې ډېری راستنېدونکي او په ځانګړې توګه پخواني امنیتي ځواکونه افغانستان ته له ستنېدو وروسته له نیونې، ربړونې یا اعدام سره مخ شوي دي.

هغې ټینګار وکړ، چې د راستانه شویو پخوانیو امنیتي ځواکونو د هدفي وژنو په اړه باوري شواهد شته.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو مخالفینو ته د ملا حسن اخوند پیغام مثبت بللی؛ خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) بیا د پخوانیو سرتېرو وژنه تایید کړې ده.

یوناما د (۱۴۰۳کال) په یوه راپور کې لیکلي و، چې د عمومي بښنې له اعلان سره، سره طالبانو د پخواني حکومت د کارکوونکو او سرتېرو نیولو، شکنجه کولو او وژلو ته دوام ورکړی دی.

په تېرو درېیو میاشتو کې دغه دفتر د طالبانو له‌خوا د نیول کېدو ۳۸قضیې، د شکنجې او بد چلند ۱۰ قضیې او د پخوانیو حکومتي کارکوونکو او سرتېرو د ناقانونه وژنو لږ تر لږه ۴ قضیې ثبت کړې دي.

طالبانو د پخوانیو عسکرو د وژنې راپورونه رد کړي او دا یې د دوی پر ضد تبلیغات بللي دي.

د یادولو وړ ده، چې څه موده وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې د طالبانو د غچ اخیستونکو اقداماتو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې وه.

د لوی اختر په مناسبت طالبانو او د پاکستان پوله ساتو ځواکونو یو بل ته خواږه ډالۍ کړي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۹ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۳۱ GMT+۱

د لوی اختر په مناسبت د ډیورنډ په کرښه انګور اډه کې د پاکستان پوله ساتو ځواکونو او طالبانو یو بل ته خواږه ډالۍ کړي دي.

د پاکستاني پوله ساتو ځواکونو سیمه‌ییز قوماندان طالبانو ته د اختر مبارکۍ ویلو پر مهال طالب ځواکونو ته خواږه ورکړي او طالبانو یې هم په بدل کې پاکستاني ځواکونو ته خواږه ډالۍ کړي دي.

د پاکستاني رسنۍ د راپور له مخې؛ دغه اقدام داسې مهال شوی، چې په تېرو څلورو کلونو کې د دواړه خواوو پوله ساتو په ډیورنډ فرضي کرښه په وار، وار نښتې کړې او په پایله کې یې د دواړو خواوو یو شمېر ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

شنونکي په دې باور دي، چې په وروستیو ورځو کې د چین په منځګړتوب د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې ښې شوې دي.

چین په وروستیو کې د طالبانو او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې کوربه‌توب وکړ او تر ناستې وروسته د چین د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې دواړه خواوې به خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې د شارژدافیر څخه سفیر ته لوړې کړي.

له دې اعلان وروسته، طالبانو او اسلام اباد د سفیرانو په کچه خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې پراخې کړې.