تقاعد شوی ښوونکی: اختر ډېر پیکه و، چا پور رانکړ چې لمسیان مې خوښي ونمانځي

سلیمان خپلواک
سلیمان خپلواک

د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال

سږ کال لوی اختر په افغانستان کې د طالبانو په امر له عربي او نورو اسلامي هېوادونو یوه ورځ وروسته په داسې حال کې ونمانځل شو، چې ډېر شمېر متقاعدینو د مالي ستونزو له امله د اختر خوښي یوازې له ورایه کتلې ده.