ځايي سرچینې: کابل کې طالبانو د داعش پر یوه پټنځای عملیات پیل کړي

په کابل کې د طالبانو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په پنځلسمه ناحیه کې د داعش وسله والې ډلې پر یوه پټنځای عملیات روان دي. له سیمې څخه په رارسېدلې ویډیو کې له درندو چادونو وروسته د سپکو وسلو غږونه اورېدل کېږي.

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې عملیات په قصبه سیمه کې روان دي.

تر اوسه طالبانو په رسمي ډول ددې پېښې او عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.