• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بفر زون رامنځته کول؛ روسیې د اوکراین یوه بله سیمه هم نیولې ده

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۹ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۳۶ GMT+۱

د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی چې د دوی ځواکونو د اوکراین دینيپروپیتروفسک سیمې لا ډېرې برخې تر خپل کنټرول لاندې راوستې، چې د کرملین په وینا، هدف‌ یې په سیمه کې د یوې "خوندي ساحې" یا بفر زون جوړول دي.

د روسیې د دولتي رسنیو د رپوټ له مخې، روسي ځواکونه "د دښمن دفاعي لیکو ته ژور ننوتي" او د سیمې پراخې برخې یې نیولې دي.

دا سیمه د هغو پنځو اوکرایني ولایتونو برخه نه ده چې روسیې مخکې له مخکې د خپل قلمرو برخه بللې دي.

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف د یوې پوښتنې په ځواب کې تایید کړې چې د دینيپروپیتروفسک د جګړې موخه له شک پرته د خوندي ساحې جوړول دي.

خو اوکراین ویلي، دوی لا هم د دینيپروپیتروفسک ختیځ سرحد ته څېرمه سیمو کې د جبهې کنټرول لري. رویټرز وايي، ونه توانېد چې دا رپوټونه په خپلواکه توګه تایید کړي.

د امریکا د جګړې مطالعاتو انسټیټیوټ په خپل تحلیل کې ویلي، د روسیې موخه ښایي دا وي چې د دینيپروپیتروفسک له لارې د اوکرایني ځواکونو تدارکاتي لیکې قطع کړي او دونېڅک ته لاره ونه مومي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

سراج الدین حقاني د اختر پر دویمه له مولوي عبدالکبیر سره په سپېدار ماڼۍ کې لیدلي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۹ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۲۱ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ددې ډلې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر سره د اختر په دویمه ورځ ولیدل. دا په داسې حال کې ده، چې سراج الدین حقاني د اختر د دوو ورځو په تېرېدو لا هم تر اوسه د لوی اختر په مناسبت هېڅ پیغام نه دی خپور کړی.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلوېزیون د راپور له مخې ددې ډلې د کورنیو چارو وزیر او د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر سره د اختر په دویمه ورځ لیدلي دي.

له خپرو شووانځورونو ښکاري، چې سراج الدین حقاني سپیدار ماڼۍ ته تللی او هلته یې له مولوي عبدالکبیر سره ناسته کړې ده.

ملي ټلوېزیون د سراج‌الدین حقاني په حواله لیکلي چې نوموړي په دې ناسته کې د اختر په شپو او ورځو کې د بشپړ امنیت ټینګښت ته په اشارې سره ویلي، چې د طالبانو امنیتي ادارې په پوره همغږۍ توانېدلې، چې په ښارونو او لرې پرتو سیمو کې امنیت وساتي.

دا لیدنه په داسې حال کې کېږي،چې د طالبانو ډېر وخت غایب مشران د اختر په ورځو کې راښکاره شول او ویناوې او د مبارکۍ پیغامونه یې خپاره شول، خو ددې ډلې د کورنیو چارو وزیر او مخکښ مشر سراج الدین حقاني تراوسه د اختر په لمانځه کې نه دی راڅرګند شوی او نه یې هم د لوي اختر په مناسبت کوم پیغام خپور کړی.

افغانستان انټرنشنل د طالبانو د کورنیو چارو وزارت او ددغه وزارت د ویاند عبدالمتین قانع ټولنیزې پاڼې کتلې دي، چې نن د اختر درېیمه ورځ هم د سراج الدین حقاني اختریز پېغام او د هغه د لیدنو په اړه هېڅ نه دي پکې خپاره شوي.

سراج الدین حقاني، چې له دې وړاندې د طالبانو په بېلابېلو غونډو او مناسبتي ورځو کې ویناوې کولې او پر رسنیو یې انځورونه خپرېدل، په دې وروستیو کې په عام محضر کې خورا کم راڅرګندیږي.

حکمتيار: د افغانستان د سولې یوازینۍ واقعي لاره د خبرو اترو مېز دی

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۹ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۱۹ GMT+۱

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار په خپل اختریز پیغام کې په افغانستان کې تېرو جګړو ته په اشارې سره ویلي، چې د تلپاتې سولې لپاره یوازینۍ ریښتینې لاره د ټولو خواوو ترمنځ صادقانه او بې قید او شرطه خبرې دي. حکمتیار وايي، واک باید په سوله ییزه توګه د خلکو د رایو له لارې انتقال شي.

حکمتیار خبرداری ورکړی چې "د تیرو ترخو تګلارو تکرار او بیا په بهرنیانو تکیه کول" به هېواد بېرته پخوانیو ناورینونو ته بوځي.

د حزب اسلامي ګوند مشر په خپل پیغام کې په هېواد کې د تېرو وسله والو کړکېچونو، د بهرنیو ځواکونو پر رول، د ملي اجماع پر اړتیا او د صادقانه خبرو او تلپاتې سولې ته د رسېدو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

هغه وايي، چې واک باید په سوله ییزه توګه د خلکو د رایو او د خلکو د ارادې له لارې انتقال شي او هیڅ فرد یا ډله باید په زور، کودتا او د بهرنیانو په ملاتړ واک ترلاسه نه کړي.

ګلبدین حکمتیار لیکلي: "موږ دا د ملت شرعي او انساني حق ګڼو چې د د رهبرۍ امانت هغه چا ته وسپاري چې د دغه مسوولیت وړ وي. موږ یوازې هغه مشر منو او مخالفت یې نه کوو، چې د ولس اکثریت یې د مشر په توګه مني."

هغه همداراز ټینګار کړی چې په افغانستان کې باید یو اسلامي نظام جوړ شي چې ټولې چارې د دین پر بنسټ تنظیم شي.

حکمتیار دغه راز د ځینو پخوانیو افغان مشرانو پر وروستیو څرګندونو هم نیوکه کړې او د تاوتریخوالي له لارو د ډډې کولو غوښتنه یې کړې ده.

هغه په ​​خپل اختریز پیغام کې ویلي: "له یوې خوا، موږ د بګرام هوايي ډګر د پلورلو خبرې اورو، او له بلې خوا، موږ ګواښونه اورو چې د دشت لیلې ناورین به تکرار شي.یوه غمیزه چې په کې زرګونه بندیان د خوندیتوب په ژمنې سره دوکه او ووژل شول."

هغه همداراز د «یوې قبیلې، کورنۍ یا فرد مطلق استبداد» نقد کړی او په افغانستان کې یې د کودتايي رژیم تجربې ته په اشارې سره ویلي، چې د دې تراژیدۍ د تکرار د مخنیوي لپاره اړینه ده چې د ګواښونو پر وړاندې ودریږي او تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

حکمتیار ټینګار وکړ، چې اغېز ناک اړخونه باید د واک ترلاسه کولو یا پاتې کیدو لپاره "خونړۍ او غیر انساني" طریقې ونه کاروي.

نوموړي دغه راز د خلکو په رښتيني استازيتوب د يوې شورا پر جوړېدو ټينګار کړی او وايي، خلک بايد د کورني، بهرني سياست، جګړې او سولې په ګډون په ټولو مسايلو کې په مستقيم ډول برخه ولري.

ګلبدین حکمتیار زیاته کړې، چې هیڅ حکومت باید په دې مسایلو یو اړخیزه پریکړه ونه کړي.

هغه دغه راز د ​​اساسي قانون تشې ته اشاره کړې او وايي، چې اساسي قانون د هیواد سیاسي او ټولنیز سیسټم او همدارنګه حقونه او واکونه په روښانه توګه تعریفوي.

حکمتیار وايي، "د داسې اساسي قانون د تدوین او تصویب یوازینۍ مشروع مرجع همغه منتخبه شورا ده، چې د ملي اجماع او د ټول ملت د ارادې استازیتوب وکړي."

د قزاقستان ولسمشر: قزاقستان هڅه کړې چې افغانستان د سیمې په سوداګرۍ او انرژۍ کې مدغم شي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۹ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۳۶ GMT+۱

د قزاقستان ولسمشر وايي، چې هېواد یې په سیمه ییز کچه هڅه کړې چې افغانستان د سیمې په سوداګرۍ او انرژۍ کې مدغم شي.قاسم جومارت توکایف زیاتوي، چې استانه باور لري په افغانستان کې ثبات د منځنۍ اسیا د سوکالۍ لپاره اړین دی.

قاسم جومارت توکایف ده هېل امریکایۍ ورځپاڼې ته په یوه مقاله کې لیکلي، چې تر څو افغانستان منزوي پاتې وي، منځنۍ اسیا نه شي کولای خپل بشپړ پوتانسیل ته ورسېږي.

توکایف د ملګرو ملتونو د ۸۰ یمې کالیزې په مناسب په خپله مقاله کې وايي، « موږ بشري مرستې چمتو کړې، د افغان ځوانانو لپاره مو د تعلیمي پروګرامونو ملاتړ کړی او د سیمه ییزې سوداګرۍ او انرژۍ شبکو کې د دغه هیواد ادغام لپاره مو هڅې کړې دي».

قاسم جومارت توکایف زیاتوي، چې استانه باور لري په افغانستان کې ثبات د منځنۍ اسیا د سوکالۍ لپاره اړین دی.

هغه په دې اړه ویلي، « په داسې حال کې، چې زموږ یو ګاونډی منزوي پاتې وي، زموږ سیمه نشي کولی خپل بشپړ ظرفیت وکاروي. دا تعامل باید د هغو هیوادونو له خوا ترسره شي چې سیمه ییز شرایط درک کوي او له ملګرو ملتونو سره په ملګرتیا کار کوي، نه د نړیوالو بیوروکراسیو له لرې پرتو میزونو».

قزاقستان په دې وروستیو کې له طالبانو سره اړیکې رغولې دي او ددغه هېواد او طالبانو ترمنځ د پلاویو تګ او راتګ ډېر شوی دی.

قزاقستان په دې وروستیو کې افغانستان ته خپل صادارت هم ډېر کړي دي.

له شکایتونو وروسته؛ د اریوب ځاځي پارک قراردادي وايي د خیمو کرایه او نرخونه یې لوړ نه دي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۹ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۲۸ GMT+۱

له هغه وروسته چې تېره ورځ یو شمېر سېلانیانو د اریوب ځاځي پارک له لوړو کرایو شکایتونه وکړل، د یاد پارک قراردادي او سیمه‌ییزو طالب چارواکو په ګډ خبري کنفرانس کې د کرایو وضاحت ورکړ او ویې ویل، چې په پارک کې د یوې خیمې ۲۴ ساعته کرایه ۶۰۰ افغانۍ او د یوې غرفې کرایه ۳۰۰ افغانۍ ده.

د قراردادي شرکت په وینا، هغه کسان چې خوراکي توکي خرڅوي له هغوی څخه ۶۰۰ افغانۍ کرایه اخیستل کېږي.

دوی همدراز زیاتوي چې شاوخوا ۵۰۰ کسان په پارک کې عملا پر کار بوخت دي.

د اریوب ځاځي پارک قراردادي شرکت وايي، چې دوی د پاکو اوبو او برېښنا سیسټم برابر کړی، خو د ځینو ځانګړو خېمو، چې په عصري بڼه جوړې شوې دي، کرایه ۱۵۰۰ افغانۍ ده.

تېره ورځ یو شمېر سېلانیانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د پکتیا اریوب ځاځي پارک کې د یوه ساعت لپاره د یوې خیمې کرایه ۱۰۰ افغانۍ او د موټرو تمځای کرایه ۲۰۰ افغانۍ ده. سېلانیان وايي، چې خوراکي توکي هم په دغه پارک کې له اصلي بیې دوه چنده لوړ پلورل کیږي.

د پکتیا ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د منډهېر ملي پارک ته ورغلي یو شمېر سېلانیانو «د غبرګولي ۱۸مه» افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په یاد پارک کې له خیمو څخه نیولې تر خوراکي توکو پورې هرڅه خورا ګران دي.

په مشهد کې د طالبانو نوی جنرال قونسل وټاکل شو

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۹ جون ۲۰۲۵، ۰۹:۵۷ GMT+۱

د ایران تسنیم خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې په مشهد کې د فیضان الله ناصري له مړینې وروسته نور محمد متوکل د طالبانو د نوي جنرال قونسل په توګه ټاکل شوی دی.

د راپور له مخې؛ په مشهد کې د طالبانو په قونسلګرۍ کې د هغه د کار پیل لپاره قانوني او ډیپلوماټیکې پروسې روانې دي.

په راپور کې راغلي، تر هغه چې په مشهد کې نوی جنرال قونسل خپل کار پیلوي؛ انور احمد نبیل به د لنډمهاله مشر په توګه د قونسلګرۍ چارې اداره کوي.

راپور زیاتوي، چې نور محمد متوکل تر دې وړاندې د طالبانو د دفاع وزارت د عقیدتي او فرهنګي څانګې مشري کوله.

په مشهد کې د طالبانو پخوانی جنرال قونسل فیضان الله ناصري په غویي میاشت کې د زړه ناروغۍ له امله مړ شوی و.