اېلان ماسک د لاس انجلس لاریونونو پر وړاندې د ټرمپ ادارې له غبرګونه ملاتړ وکړ

د ډونالډ ټرمپ سره له یوې اونۍ ترینګتیاوو وروسته اېلان ماسک د لاس انجلس لاریونونو پر وړاندې د ټرمپ ادارې له غبرګونه ملاتړ وکړ.

نوموړي د لاریون کوونکو په وړاندې د ټرمپ او د هغه د مرستیال جي ډي وېنس د بیانونو په بیا خپرولو سره دا په ډاګه کړې، چې د لاریون کوونکو پر وړاندې د جمهوري غوښتونکې ادارې له دریځ څخه ملاتړ کوي.