• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ: موږ په افغانستان کې داسې جګړه وکړه، لکه د بریا نیت مو چې نه لاره

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۰ جون ۲۰۲۵، ۰۹:۵۲ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو وار بیا په افغانستان کې د امریکا پر تېرې پوځي ستراتیژۍ نیوکې وکړې او ویې ویل، چې امریکايي ځواکونه هلته داسې جنګېدل؛ لکه د بریا نیت یې چې نه لاره.

نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ په سپینه ماڼۍ کې «په امریکا کې پانګونه» تر عنوان لاندې یوې ناستې ته د وینا پرمهال کړې دي.

هغه په دې ناسته کې چې اټلانټیک فوکس تلویزون یې ویډیو خپره کړې، یو وار بیا د افغانستان د جګړې مسوولیت په ټولیز ډول د جو بایډن پر حکومت واچوه او ویې ویل، چې د امریکا جګړه په دغه هېواد کې «ډېره خواشینوونکې» وه.

ټرمپ د امریکا اوسنی وضعیت او دا چې په افغانستان کې یې لازمه بریا نده ترلاسه کړې؛ د بایډن د کمزوري مشرتابه مدیریت سره تړلي وبلل.

هغه وویل: «نړۍ او هېڅوک، موږ نه شي ماتولای. که سم مشرتابه ولرو، هېڅوک نه شي کولای موږ مات کړي؛ خو که احمق خلک لکه هغه کسان چې د افغانستان جګړه یې اداره کوله، مسوول وي نو همداسې حالت به وي. افغانستان ته وګورئ؛ هلته باید جګړه او بریا اسانه وای؛ خو له بده مرغه زموږ د جګړې څذنګوالی ډېر خواشینوونکی او خندونکی و. موږ داسې جګړه کوله، لکه بریا چې نه غواړو.»

هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې له افغانستانه وتل «تر ټولو خواشینوونکی او ځورونکی» وخت و، او دغه پرېکړه جو بایډن وکړه.

ټرمپ وویل: «زما په اند هغه ورځ په افغانستان کې زموږ د هېواد په تاریخ کې تر ټولو خواشینوونکې دوره وه. هغه یو ناورین و، چې بایډن رامنځته کړ، له داسې بدو جنرالانو سره لکه مایلي او نور؛ هغوی بد او نالایقه جنرالان وو.»

ټرمپ ادعا وکړه، چې اوس یې د امریکا وضعیت ښه لور ته سوق کړی او ټینګار یې وکړ: «زه ښه او بد جنرالان پېژنم او تر ډېره بد جنرالان مې لرې کړي دي. اوس وخت د نمانځلو دی، د هغه کار لپاره چې موږ یې کوو.»

سره له دې چې ټرمپ د افغانستان څخه د امریکا د وتلو پر څرنګوالي پرله‌پسې نیوکې کړې دي؛ تر دې دمه یې د افغانستان په اړه هېڅ روښانه تګلاره نه ده اعلان کړې.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

پخوانۍ امریکایي چارواکې: پر افغان کډوالو محدودیتونه د امریکا ملي امنیت یوه اړتیا ګرځېدلې

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۰ جون ۲۰۲۵، ۰۹:۲۳ GMT+۱

د یهودیت ضد مبارزې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي پخوانۍ مرستیاله ایلي کوهانیم وايي، چې په افغانستان کې معلوماتو ته نه لاسرسي امریکا ته د افغان کډوالو د تګ محدودیتونو د دغه هېواد د ملي امنیت اړتیا ګرځولې ده.

هغې د العربیه ټلویزیون انګلیسي څانګې سره په مرکه کې ویلي، چې امریکا د افغانستان سربېره د یمن او ایران په ګډون ۱۱ نورو هېوادونو کې اړینو معلوماتو ته لاسرسی نه‌لري.

میرمن کوهانیم وايي:« امریکا نشي کولای د یمن، ایران او افغانستان په څېر هېوادونو څخه باوري معلومات ترلاسه کړي، کوم چې د دغه هېوادونو د وګړو پر وړاندې د سفر محدودیتونه د امریکا د ملي امنیت اړتیا ګرځوي.»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې یو نوی اجرایوي فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې یې د افغانستان په ګډون د ۱۲هېوادونو وګړي امریکا ته له تګ څخه منع کړل شوي دي.

د ټرمپ ادارې له دغه اقدام څخه د خپل ملي امنیت په توګه دفاع کړې او ادعا یې کړې، چې په نښه شوي هېوادونه یا د « ترهګریزو» فعالیتونو ځایونه دي او یا هم د مساپرو د هویت د تصدیق لپاره اړین معیارونه نه پوره کوي.

د یادونې وړ ده، چې دغه بندیزونه د فعالینو او ځایي امریکایي چارواکو له جدي غبرګونونو سره مخ شوي دي.

بلاول بوټو: افغانستان کې د امریکا پاتې پوځي تجهیزاتو د پاکستان امنیت لپاره ستونزه جوړه کړې

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۰ جون ۲۰۲۵، ۰۸:۳۶ GMT+۱

د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري واشنګټن ته د خپل سفر پر مهال له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نیوکه کړې او ادعا یې کړې، چې په افغانستان کې پاتې امریکايي تجهیزات د پاکستان د ملي امنیت لپاره یوه ستونزه ګرځېدلې ده.

د ای اېن اې خبري وېب‌پاڼې د راپور له مخې؛ بلاول بوټو زرداري چې په دې وروستیو کې یې امریکا ته سفر کړی، وايي ټاکل شوې ده له امریکايي چارواکو سره د افغانستان په تړاو خبرې اترې وکړي.

بلاول بوټو د دغه سفر په لړ کې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو او په دغه هېواد کې د پاتې پوځي تجهیزاتو شته‌والی د پاکستان لپاره جدي ننګونې رامنځته کړې دي.

هغه زیاته کړه:« موږ به د ترهګرۍ، افغانستان او نورو مسلو په اړه بحث وکړو."دغو مسلو په تېرو لسیزو کې زموږ په اړیکو خورا اغېزه کړې ده. په هغه طریقه چې امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل او هغه وسلې چې ترې پاتې شوې، نن ورځ زموږ لپاره ستونزې جوړې کړې دي او په پاکستان یې منفي اغېز کړی دی.»

د پاکستان د خلکو ګوند مشر د ترهګرۍ ګواښونو سره د مبارزې لپاره د سیمه‌ییزې او نړۍوالې همکارۍ د پیاوړتیا پر اړتیا هم ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د امریکایي چارواکو سره راتلونکې خبرې اترې به په دې برخه کې ډېرې اغېزمنې وي.

بلاول بوټو زرداري وویل:« موږ د کابل له سقوط وروسته د وضعیت او پاتې ګواښونو سره د مقابلې لپاره لا زیاتو سیمه‌ییزو او نړۍوالو همکاریو ته اړتیا لرو. له همدې امله، موږ د هر اړخیزه خبرو اترو غوښتنه کوو، چې د ترهګرۍ مسله هم پکې شامله وي. موږ د امریکا سره د ترهګرۍ ضد خبرې اترې لرو، چې زه فکر کوم ډېرې ګټورې به وي.»

طالبانو تر اوسه د بلاول بوټو د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی؛ خو د دغې ډلې چارواکو تر دې وړاندې له پاکستانه غوښتي و، له هغو ادعاوو څخه ډډه وکړي چې دوه اړخیزو اړیکو ته زیان رسوي.

د پاکستان د خلکو ګوند د مشر دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د څو میاشتو ترینګلو اړیکو وروسته، طالبان او اسلام اباد په دې وروستیو کې د خپلو ډیپلوماټیکو ماموریتونو کچه د شارژدافیر څخه سفیر ته لوړه کړې ده.

پنجشېر او جوزجان کې په دوو جلا ټرافیکي پېښو کې پنځه تنه مړه او ۱۴ نور ټپیان دي

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۰ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۴۰ GMT+۱

سیمه‌ییز طالب چارواکي وایي، چې په پنجشېر او جوزجان ولایتونو کې په دوو جلا ټرافیکي پېښو کې ۵ تنه مړه او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

لومړۍ پېښه چې د جوزجان – سرپل په لویه لار د دوو موټر سایکلونو او پېک اپ ډوله موټر د ټکر له امله رامنځته شوې، چې پکې درې تنه مړه او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند احمد سیاوش حارث د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي،« پېښه پرون دوشنبې په ورځ د ذکا په سیمه کې د موټر چلوونکو د بې غورۍ او لوړ سرعت له امله رامنځته شوي ده.»

بل خوا په پنجشیر کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي وايي، یو موټر چې د یوې کورنۍ شپږ غړي یې لېږدول؛ له سړک څخه اوښتی چې له امله یې دوه تنه مړه او ۴ نور ټپیان شوي دي.

په پنجشېر کې د طالبانو د امنیتي قوماندانۍ ویاند حقمل سعید د دغې ډلې تر واک لاندې باختر خبري اژانس ته ویلي، چې دغه پېښه پرون ماسپښین شاوخوا یوه بجه د خنج ولسوالۍ په دشت روات سیمه کې رامنځته شوې.

هغه د موټر چلوونکو بې احتیاطي او لوړ سرعت د دغې پېښې اصلي لاملونه بللي دي.

سارا اډمز: طالبان د ترهګرۍ ضد جعلي جګړه کوي، چې له امریکا څخه ډالري کڅوړې ترلاسه کړي

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۰ جون ۲۰۲۵، ۰۵:۴۲ GMT+۱

د سي ای اې پخوانۍ ماموره سارا اډمز د کابل د ۱۵مې ناحیې په قصبه سیمه کې پر یوه کور د طالبانو د تېرې شپې عملیاتو ویډیوګانې او تبلیغاتي خبرونو ته په اشارې سره وایي، چې دا د طالبانو له‌خوا جوړه شوې ډارمه ده.

هغې پر اېکس پاڼه لیکلي، کابل کې د تېرې شپې دغه عمليات طالب استخباراتو په خپل هغه مرکز ترسره کړي چې د دوی په واک کې دی؛ ترڅو امريکا او ملاتړو ته يې وښيي، چې دوی د داعش پر وړاندې مبارزه کې رښتيني دي او په بدل کې يې ډالري کڅوړې واخلي.

اغلې سارا زیاتوي: «په ابې دروازه تر بريد وروسته د ځمکنيو څېړنو پر مهال موږ دغه ځای ډېر ښه پېژندلی دی. موږ د دغه ځای په اړه معلومات لرو. دغه ودانۍ چې بېګاه پکې د عملياتو ډرامه ترسره شوه، په ۲۰۲۱کال کې د کابل له سقوط راهیسې د طالبانو د استخباراتو رياست (GDI) د ذوالفقار څانګې په واک کې ده.»

سارا اډمز لیکي، دا (د عملياتو د ډرامې ودانۍ) هماغه ځای دی، چې حقانيان پکې په دوامداره توګه د داعش مشرانو سره ګوري: «په ورته مهال دوی لویدیځ ته داسې معلومات ورکوي، چې موږ د هغوی پر ضد عمليات کوو. دوی فکر کوي، سي ای اې د دغه ودانۍ په اړه هېڅ معلومات نه‌لري او پر خپلو درواغجنو راپورونو به يې تېر باسي.»

نوموړې وايي، هغه څه چې خلک یې ويني دا دي، چې (جي ډي ای) په حقیقت کې په خپل يو مرکز بريد کوي او خلکو ته ښيي، چې د داعش پر یو مرکز يې عمليات کړي دي: «که تاسو د طالبانو په دغه ډول جعلي عملياتو چې د ترهګرۍ ضد مبارزې په نوم يې د امريکا او د هغوی د متحدينو جلبولو لپاره ترسره کوي، بلد نه ياست نو په دې اړه خپور شوی پخوانی راپور (داعش: اوس خپل دښمن وپېژنئ!) ولولئ.»

په پای کې سارا اډمز د یوې پوښتنې په ډول ویلي، چې ولې په دغو عملياتو کې جعل کېږي؟ د دغه پوښتنې ځواب سارا په خپله ورکړی او لیکي یې دي،« دا ځکه چې په دوحه کې د امريکا حکومت او طالبانو تر منځ د ترهګرۍ ضد مبارزې په نوم د ډالري کڅوړو د ورکړې ژمنه شوې ده. وروستۍ ډالري کڅوړه چې يوازې همدا څو اونۍ وړاندې طالبانو ته سپارل شوې ۴۶مېليون ډالره وه.»

د طالبانو د پوهنې وزارت مرستيال په مشرۍ يو پلاوی روسیې ته ولاړ

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۰ جون ۲۰۲۵، ۰۵:۲۱ GMT+۱

د طالبانو پوهنې وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت د ښوونې او روزنې مرستيال سخاء الله سعيد په مشرۍ یو دوه کسيز پلاوی د پوهنې د وزيرانو په درېيم نړۍوال کنفرانس کې د ګډون په موخه د روسیې فدراسيون کازان ښار ته په رسمي سفر ولاړ.

دغه وزارت پر اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې ښاغلی سعيد به په دې کنفرانس کې د افغانستان د ښوونيز نظام د څرنګوالي، فرصتونو او ننګونو په اړه وينا وکړي او نړۍواله ټولنه به وهڅوي چې د افغانستان د ښوونیز نظام په پراختيا کې خپل رول ولوبوي.

د طالبانو د پوهنې وزارت زیاته کړې، چې دغه پلاوی به د کنفرانس په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو د پوهنې له وزيرانو سره هم ناستې ولري او له هغوی سره به د دوه اړخيزه همکاريو په اړه خبرې وکړي.

خو د طالبانو د پوهنې وزارت د دغه پلاوي کوم تصویر نه دی خپور کړی.