پنجشېر او جوزجان کې په دوو جلا ټرافیکي پېښو کې پنځه تنه مړه او ۱۴ نور ټپیان دي

سیمهییز طالب چارواکي وایي، چې په پنجشېر او جوزجان ولایتونو کې په دوو جلا ټرافیکي پېښو کې ۵ تنه مړه او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

سیمهییز طالب چارواکي وایي، چې په پنجشېر او جوزجان ولایتونو کې په دوو جلا ټرافیکي پېښو کې ۵ تنه مړه او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.
لومړۍ پېښه چې د جوزجان – سرپل په لویه لار د دوو موټر سایکلونو او پېک اپ ډوله موټر د ټکر له امله رامنځته شوې، چې پکې درې تنه مړه او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
د دغه ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند احمد سیاوش حارث د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي،« پېښه پرون دوشنبې په ورځ د ذکا په سیمه کې د موټر چلوونکو د بې غورۍ او لوړ سرعت له امله رامنځته شوي ده.»
بل خوا په پنجشیر کې د طالبانو سیمهییز چارواکي وايي، یو موټر چې د یوې کورنۍ شپږ غړي یې لېږدول؛ له سړک څخه اوښتی چې له امله یې دوه تنه مړه او ۴ نور ټپیان شوي دي.
په پنجشېر کې د طالبانو د امنیتي قوماندانۍ ویاند حقمل سعید د دغې ډلې تر واک لاندې باختر خبري اژانس ته ویلي، چې دغه پېښه پرون ماسپښین شاوخوا یوه بجه د خنج ولسوالۍ په دشت روات سیمه کې رامنځته شوې.
هغه د موټر چلوونکو بې احتیاطي او لوړ سرعت د دغې پېښې اصلي لاملونه بللي دي.


د سي ای اې پخوانۍ ماموره سارا اډمز د کابل د ۱۵مې ناحیې په قصبه سیمه کې پر یوه کور د طالبانو د تېرې شپې عملیاتو ویډیوګانې او تبلیغاتي خبرونو ته په اشارې سره وایي، چې دا د طالبانو لهخوا جوړه شوې ډارمه ده.
هغې پر اېکس پاڼه لیکلي، کابل کې د تېرې شپې دغه عمليات طالب استخباراتو په خپل هغه مرکز ترسره کړي چې د دوی په واک کې دی؛ ترڅو امريکا او ملاتړو ته يې وښيي، چې دوی د داعش پر وړاندې مبارزه کې رښتيني دي او په بدل کې يې ډالري کڅوړې واخلي.
اغلې سارا زیاتوي: «په ابې دروازه تر بريد وروسته د ځمکنيو څېړنو پر مهال موږ دغه ځای ډېر ښه پېژندلی دی. موږ د دغه ځای په اړه معلومات لرو. دغه ودانۍ چې بېګاه پکې د عملياتو ډرامه ترسره شوه، په ۲۰۲۱کال کې د کابل له سقوط راهیسې د طالبانو د استخباراتو رياست (GDI) د ذوالفقار څانګې په واک کې ده.»
سارا اډمز لیکي، دا (د عملياتو د ډرامې ودانۍ) هماغه ځای دی، چې حقانيان پکې په دوامداره توګه د داعش مشرانو سره ګوري: «په ورته مهال دوی لویدیځ ته داسې معلومات ورکوي، چې موږ د هغوی پر ضد عمليات کوو. دوی فکر کوي، سي ای اې د دغه ودانۍ په اړه هېڅ معلومات نهلري او پر خپلو درواغجنو راپورونو به يې تېر باسي.»
نوموړې وايي، هغه څه چې خلک یې ويني دا دي، چې (جي ډي ای) په حقیقت کې په خپل يو مرکز بريد کوي او خلکو ته ښيي، چې د داعش پر یو مرکز يې عمليات کړي دي: «که تاسو د طالبانو په دغه ډول جعلي عملياتو چې د ترهګرۍ ضد مبارزې په نوم يې د امريکا او د هغوی د متحدينو جلبولو لپاره ترسره کوي، بلد نه ياست نو په دې اړه خپور شوی پخوانی راپور (داعش: اوس خپل دښمن وپېژنئ!) ولولئ.»
په پای کې سارا اډمز د یوې پوښتنې په ډول ویلي، چې ولې په دغو عملياتو کې جعل کېږي؟ د دغه پوښتنې ځواب سارا په خپله ورکړی او لیکي یې دي،« دا ځکه چې په دوحه کې د امريکا حکومت او طالبانو تر منځ د ترهګرۍ ضد مبارزې په نوم د ډالري کڅوړو د ورکړې ژمنه شوې ده. وروستۍ ډالري کڅوړه چې يوازې همدا څو اونۍ وړاندې طالبانو ته سپارل شوې ۴۶مېليون ډالره وه.»

د طالبانو پوهنې وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت د ښوونې او روزنې مرستيال سخاء الله سعيد په مشرۍ یو دوه کسيز پلاوی د پوهنې د وزيرانو په درېيم نړۍوال کنفرانس کې د ګډون په موخه د روسیې فدراسيون کازان ښار ته په رسمي سفر ولاړ.
دغه وزارت پر اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې ښاغلی سعيد به په دې کنفرانس کې د افغانستان د ښوونيز نظام د څرنګوالي، فرصتونو او ننګونو په اړه وينا وکړي او نړۍواله ټولنه به وهڅوي چې د افغانستان د ښوونیز نظام په پراختيا کې خپل رول ولوبوي.
د طالبانو د پوهنې وزارت زیاته کړې، چې دغه پلاوی به د کنفرانس په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو د پوهنې له وزيرانو سره هم ناستې ولري او له هغوی سره به د دوه اړخيزه همکاريو په اړه خبرې وکړي.
خو د طالبانو د پوهنې وزارت د دغه پلاوي کوم تصویر نه دی خپور کړی.

د امریکا سترې محکمې منلې، چې د يوه امريکايي پخواني سرتېري ونسټن هېنسلي قضیه اوري. هېنسلي ادعا کړې، چې په افغانستان کې د يوه قراردادي شرکت د بې غورۍ له امله سخت ټپي شوی دی.
د امریکایي رسنۍ ملېټري ډاټ کام د راپور له مخې؛ په دغه پېښه کې چې د ۲۰۱۶ کال (د نومبر په ۱۲مه) د بګرام په هوايي اډه کې د « ځغاستې ورځ» کې رامنځته شوې وه، یو افغان کارکوونکی احمد نایب چې د (فلور کارپورېشن) شرکت لهخوا ګومارل شوی و؛ ځانمرګی برید وکړ. په برید کې درې امریکایي سرتېري او دوه قراردادي کارکوونکي ووژل شول او ۱۷ نور ټپیان شول.
ونسټن هېنسلي چې هغه مهال یو پلي سرتېری و، په دې برید کې سخت ټپي شو؛ هغه په سر ټپي شوی و او د بدن کېڼ اړخ یې له کاره ولوېد.
هغه ادعا کړې، چې فلور شرکت د افغان کارکوونکو څارنه نه وه کړې او هغوی ته یې داسې وسایل ورکړي وو چې د چاودېدونکو توکو د جوړولو لپاره کارېدای شول.
په راپور کې راغلي، د امریکایي ځواکونو لهخوا د شوې څېړنې له مخې؛ نایب دغه چاودېدونکي توکي د هوايي اډې دننه له خپل کار ځای څخه ترلاسه کړي وو. نوموړی په هغه ورځ له اډې څخه د کارکوونکو د وړلو بس څخه پاتې شوی و؛ خو هېچا یې د غیبت په اړه راپور ورنکړ او کله چې هېنسلي هڅه وکړه چې نایب ونیسي؛ هغه خپل ځان ته چاودنه ورکړه.
د ملېټري ډاټ کام په وینا؛ عدلي څېړنو ښودلې چې فلور شرکت د خپلو مکلفیتونو په پوره کولو کې پاتې راغلی او که چېرې په هغه ورځ هېنسلي مداخله نه وه کړې؛ نو ښايي د دغې پېښې مرګ ژوبله تر دې هم زیاته وای.
هېنسلي د امریکایي خلاف دعوه نه ده کړې؛ بلکې په ۲۰۱۹ کال کې یې په سوېلي کارولینا کې د یوې فدرالي محکمې له لارې پر فلور شرکت دعوه کړې ده، خو محکمې ویلي چې د جګړې د فعالیتونو په برخه کې د فدرالي قانون له مخې د دوی صلاحیت محدود دی.
بل خوا دغه شرکت وایي، چې دوی د امریکا پوځ د ملاتړ لپاره فعالیتونه ترسره کړي او همدا فدرالي قانون دی چې دوی له مسوولیت څخه ژغوري.
د هېنسلي وکیلان وايي:« هر خصوصي شرکت باید د خپلو کارکوونکو د بې غورۍ له امله مسوول وګڼل شي او فلور شرکت هم باید د نورو عامو شرکتونو په څېر محکمې ته حاضر شي.»
تر دې مهاله د برید د قربانیانو کورنیو او ۸ نورو ټپیانو لهخوا هم په جلا ډول دعوې ثبت شوې دي؛ خو دغه قضیې تر هغه ځنډول شوې دي، چې د امریکا ستره محکمه د هېنسلي په قضیه کې خپله پرېکړه اعلان کړي.

لږ تر لږه ۶۰ د افغانستان د بشري حقونو او مدني ټولنو سازمانونو په یوه پرانیستي لیک کې د هالنډ له حکومته غوښتي، چې په دغه هېواد کې د افغانستان سفیر اصف رحیمي ډیپلوماټیک ماموریت لغوه کړي.
دغو بنسټونو ټینګار کړی، چې ښاغلی رحیمي بې پرې ډیپلوماټ نه دی او د طالبانو ډلې ته یې بیعت کړی دی.
دوی په افغانستان کې روان ناورین او په ځانګړي ډول د ښځو له حقونو پراخو سرغړونو ته په اشارې په هاګ کې د افغانستان په سفارت کې د اصف رحیمي د فعالیت دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
په هالنډ کې د افغانستان سفیر اصف رحیمي د پخواني حکومت د ډیپلوماټانو له ډلې لومړی کس و، چې له طالبانو سره یې خپله همکاري اعلان کړه.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی، چې هغه هره میاشت له طالبانو څخه د ۲۰ زره او ۳۰زره ډالرو ترمنځ پیسې ترلاسه کوي.
رحیمي کابل ته هم سفر کړی او هلته یې د طالبانو له چارواکو سره د تعامل او همکارۍ په اړه خبرې کړې دي.
تر دې وړاندې نوموړي د افغانستان سفارت له خواله رسنیو حسابونو او د سفارت وېب پاڼې څخه د افغانستان د اسلامي جمهوریت نښان او بېرغ لرې کړی و؛ خو له زیاتو اعتراضونو وروسته په هالنډ کې د افغانستان سفارت په یوه اعلامیه کې خبر ورکړ، چې د جمهوریت بېرغ او نښان یې بېرته اضافه کړی دی.
دغو بنسټونو د هالنډ له حکومته غوښتي، چې په هاګ کې د افغانستان سفارت سیاسي او حقوقي دریځ روښانه کړي او د نړۍوالو بشري حقونو کنوانسیونونو ته د هېواد د ژمنو پر بنسټ د سفارت مدیریت، سرچینې او فعالیتونه په پوره ځیرنې سره وڅېړي.
دوی ټینګار کړی، که له طالبانو سره د سفارت تړاو یا همکاري په رسمي توګه تایید شي؛ نو باید د ښاغلي رحیمي ډیپلوماټیک فعالیتونه وځنډول شي.
دغو بنسټونو خبرداری ورکړی، چې د بشري حقونو د سازمانونو غوښتنو ته نه پاملرنه او د طالبانو ډلې سره چې بشري حقونه تر پښو لاندې کوي جوړجاړی به د هغو هېوادونو اعتبار زیانمن کړي چې د بشري حقونو ارزښتونو ته ژمن دي.

د ایران د اوبو د صنعت ویاند عیسی بزرګزاده وایي، چې له افغانستان سره د هلمند د اوبو د حقابې په تړاو روانې خبرې تر اوسه د پام وړ پایله نه لري او له افغانستانه ایران ته د اوبو جریان له ټاکل شوې کچې ښکته پاتې شوی دی.
بزرګزاده له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي: «افغانستان باید د ۱۳۵۱ کال د معاهدې له مخې ایران ته مشخصه کچه اوبه ورکړي، خو له روان کال راهیسې یوازې ۱۱۹ میلیونه متر مکعب اوبه ایران ته را رسېدلې دي، چې دا د ټاکل شوې برخې له نیمایي هم کمې دې.»
نوموړي زیاته کړې، چې د ایران د ځمکې لاندې اوبو وضعیت هم اندېښمنونکی دی: «په ټول هېواد کې د غیرقانوني استخراج کچه په کال کې ۱۵ تر ۱۷ میلیارد متر مکعبو ته رسېدلې، چې نیمايي یې له ناقانونه څاهګانو او پاتې نیمايي یې له قانوني سرچینو څخه د ټاکلې اندازې څخه زیات استخراجونه دي.»
بزرګزاده وویل، چې د تهران، خراسان رضوي او نورو سترو ولایتونو د اوبو لوړ مصرف حکومت اړ کړی چې په مشهد ښار کې د بیړنیو تدابیرو پلان پلي کړي.
نوموړي زیاته کړه: «د اوبو د کمورود له امله، د اوړي لوړ مصرف د مهار لپاره موقتي پروګرامونه عملي شوي دي.»
یاد ویاند د هېواد په کچه د اوبو د ناورین د مدیریت لپاره وویل، چې ۴۳ ښارونه د بېړنیو اقداماتو لپاره په لومړیتوب کې ځای لري.
هغه دغه راز وویل، چې د «اووم پراختیايي پروګرام» له مخې، تر ۱۴۰۷ هجري لمریز کال پورې باید د ایران د اوبو کسر ۱۵ میلیارده متر مکعبو ته راکم شي.
بزرګزاده په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې د اوبو د غیرقانوني څاه ګانو د بندولو تر څنګ باید د بزګرانو لپاره بدیل معیشت هم برابر شي.
نوموړي وویل، چې د «د اوبو د تولید بازار» طرحه په څو سیمو کې ازمایښت ته وړاندې شوې او د پلان له مخې به د اوبو مدیریت په تدریجي ډول د سیمهيیزو خلکو شوراګانو ته وسپارل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې ایران په وار-وار له طالبانو غوښتي څو د هلمند د اوبو د تړون پر کړو ژمنو دې ودرېږي؛ خو ایراني چارواکي وايي چې دغې ډلې د دغه تړون له عملي کولو ډډه کړې ده.
د راپورونو له مخې، د هلمند له سیند څخه د اوبو لګولو مسله په وروستیو میاشتو کې د ایران او طالبانو تر منځ تر ټولو توده مسله وه، چې د دواړه خواوو چارواکو څو ځلې په دې اړه سره خبرې اترې کړې دي.
څه موده وړاندې په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بېکدلي افغانستان ته د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر وروستي سفر ته په اشارې سره ویلي و، د افغانستان او ایران ترمنځ د حقابې مسله د دواړو هېوادونو ترمنځ په وروستیو خبرو اترو کې حل شوې ده.
خو د سفیر بېکدلي دغو څرګندونو د طالبانو او ایراني چارواکو ترمنځ ناندرۍ راوپارولې، چې د سمون لپاره یې (د سلواغې په ۲۹مه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي په یوې خبري غونډه کې وویل، چې د سفیر دغه څرګندونې ناسمې دي او په وینا یې، د سفیر موخه دا وه چې «موږ به د حقابې په مسله کې هېڅ ډول جوړجاړي ته چمتو نشو».