• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سلواکیا لومړی وزیر: ازبکستان افغانستان او سیمې ته زموږ دروازه ګرځېدای شي

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۰ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۱۱ GMT+۱

د سلواکیا لومړی وزیر رابرټ فیتسو وايي، چې ازبکستان د افغانستان او نورو هېوادونو پر لور د سلواکیا لپاره د دروازې حیثیت خپلولی شي. هغه دغه خبرې په تاشکند کې خبریالانو ته کړې دي.

رابرټ فیتسو د دوشنبې په ورځ په تاشکند کې خبریالانو ته وویل، چې « که موږ سلواکان هوښیار و اوسو، نو ازبکستان زموږ لپاره افغانستان او د سیمې نورو هېوادونو ته د دروازې حیثیت پیدا کولی شي».

رابرټ فیتسو وايي، چې سلواکیا له ازبکستان سره د اټومي انرژۍ او کاري مهاجرت په برخو کې د ګډو پروژو لیوالتیا لري.

د ازبکستان ګزیټه د رپوټ له مخې، فیتسو د یوه شرکت یادونه وکړه چې د وریژو کرلو لپاره یې د ازبکستان ۵۰۰ هېکټاره کرنیزه ځمکه کرایه کړې.

د فیتسو په وینا، په ۲۰۲۴ کال کې سلواکیا نږدې درې زره کاري ویزې ورکړي چې دا د ۲۰۲۳ کال په پرتله درې چنده زیاتې دي.

نوموړي د قانوني مهاجرت پر اهمیت هم ټینګار وکړ او ویې ویل، «موږ باید قانوني مهاجرت ته لومړیتوب ورکړو».

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

شهباز شریف: هند نه پرېږدو چې پاکستان ته د را روانو اوبو مخه ونیسي

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۰ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۴۶ GMT+۱

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي چې هند ته به اجازه ورنه کړل شي چې له دغه هېواده پاکستان ته د ور روانو اوبو مخه ونیسي. تر دې وړاندې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي خبرداری ورکړی و، چې پاکستان ته به یو څاڅکی اوبه هم ور نه کړي.

د پاکستان دولتي راډیو د راپور پر بنسټ، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف دا څرګندونې نن د سې شنبه په اسلام اباد کې د راتلونکي مالي کال د بودجې وړاندیزونو د بیاکتنې لپاره د فدرالي کابینې غونډه کې وکړې.

شهباز شریف څرګنده کړه:«هند ته به اجازه ورنه کړل شي چې پاکستان ته د اوبو د راتګ مخه ونیسي.»

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په دې غونډه کې ویلي چې پاکستان په دودیزه جګړه کې هند ته ماته ورکړه او ټینګار یې وکړ چې په اقتصادي ډګر کې هم په ګډه د پرمختګ اړتیا ده.

پاکستان تر دې وړاندې هم هند تورن کړی و، چې نیلم سیند ته یې د کشن ګنګا بند څخه بهېدونکې اوبه بندې کړې دي.

رسنیو راپور ورکړی و، چې د هند د دغه اقدام له امله په نیلم سیند کې د اوبو بهیر د معمول په پرتله ۴۰ سلنه کم شوی دی.

پاکستان ادعا کوي، چې هند د اوبو د بشپړ بندښت په موخه له چناب سیند سره د بیاس او راوي سیندونو د نښلولو پروژو چارې ګړندۍ کړې دي.

د ایران د نطنز فولادو په فابریکه کې یو افغان کارګر مړ شوی

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۰ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۴۹ GMT+۱

د ایران د نطنز فولادو په فابریکه کې د ګازو د یوې زېرمې چاودېدو له امله یو تن افغان مړ شوی او اووه کسان نور ټپیان دي. د مړ شوي افغان هویت تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.

د نطنز د بیړنیو پېښو او عاجلو طبي خدماتو د مرکز د عامه اړیکو مسوول ایرنا اژانس ته ویلي، چې د نطنز د شریف خالداباد د فولاد جوړونې په کمپلکس کې اووه کسان ټپیان شوي او یو تن افغان مړ شوی.

حسن علي صالحیان د دوشنبې په ماښام وویل، چې یاد کمپلکس ته له پېښې سره سم درې ۱۱۵ بیړني روغتیایي ټیمونه واستول شول.

د مړ شوي افغان هویت تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.

طالبانو د خوست ادمامد تفريحي سيمه په قرارداد ور کړې

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۰ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۳۱ GMT+۱

د طالبانو د خوست والي ویاند وایي چې د خوست ولايت د تڼيو ولسوالۍ اړوند غرنۍ، تفريحي او سیاحتي ادمامد سیمه یې د یوې میاشتې لپاره په قرارداد ورکړې ده. طالب چارواکي وايي، د سيلانيانو لپاره د اړينو اسانتیاوو برابرولو په موخه یې له يوه افغان پانګوال سره قرارداد لاسلیک کړی.

د خوست د والي ویاند مستغفر ګربز نن سه شنبه د غبرګولي ۱۹مه وویل، چې په دې وروستیو کې د خوست ولايت د تڼيو ولسوالۍ اړوند غريزې، تفريحي او سیاحتي ادمامد سیمې د کورنیو او بهرنیو سيلانيانو پام ځان ته اړولی او ورځ تر بلې د خلکو تګ راتګ ورته زياتېږي.

مستغفر ګربز د شوي قراراد په اړه هېڅ معلومات نه دي خپاره کړي.

د طالبانو دغه ولایتي ویاند ټینکار کوي چې د تفریح او سیا‌حت په برخو کې به د يادې سيمې تر څنګ په ټولو تفريحي او سیاحتي سيمو کې د سيلانيانو لپاره اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي او د دوی د استقبال او جذب لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.

طالبان وايي په کابل کې یې د داعش د ځانمرکو واسکټونو جوړولو مرکز له منځه وړی

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۰ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۴۰ GMT+۱

د طالبانو اړوند رسنیو د دې ډلې د استخباراتي سرچینو په حواله لیکلي چې تېره ورځ یې په کابل کې د داعـ.ـش د ځانمرکو واسکټونو د جوړولو مرکز له منځه وړی دی. المرصاد لیکلي چې په دې عملیاتو کې دوه داعـ.ـش وسله وال وژل شوي.

د طالبانو سرچینو تېره ورځ د غبرګولي ۱۹مه افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د پنځلسمې حوزې په قصبه سیمه کې د داعش وسله والو پر یوه پټنځای عملیات شوي دي.

له لومړنیو څېړنو روښانه شوې چې په دغه پټنځای کې داعش ماینونه او ځانمرګي واسکټونه جوړول.

طالبانو ته نژدې رسنۍ وايي چې په دغو عملیاتو کې د وسلو او یوه کرولا موټر ترڅنګ، په زیاته اندازه چاودېدونکي توکي، انتحاري واسکټونه، پټاکۍ، ریموټونه او نور وسایل نیول شوي دی.

د طالبانو سرچینې زیاتوي چې داعش وسله والو په دغه مرکز کې جوړ شوي ماینونه او واسکټونه نورو ځایونو ته انتقالول او بیا یې په بریدونو کې کارول.

100%

په ویډیوګانو کې، چې د طالبانو سرچینې یې هم تاییدوي، لیدل کیږي چې د داعش پټنځای وېجاړ شوی او ماتې ښیښې ښکاري.

په یوه بله ویډیو کې طالبان ادعا کوي چې له دغه کور څخه یې نغدې افغانۍ او ډالر هم لاسته راوړي دي.

طالبانو تر اوسه د وژل شویو داعش وسله والو د هویت په اړه څه نه دي ویلي او نه تر اوسه داعش خراسان د خپلو غړو د وژل کېدو په اړه کوم غبرګون ښودلی.

له دې وړاندې هم طالبانو د پلازمینې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د داعش د پټنځایونو د له منځه وړلو په هدف عملیات ترسره کړي دي.

په همدې حال کې د سي ای اې یوې پخوانۍ مامورې سارا اډمز د کابل ۱۵مې ناحیې په قصبه سیمه کې پر یوه کور د طالبانو د تېرې شپې عملیاتو ویډیوګانو او تبلیغاتي خبرونو ته په اشارې سره ویلي، چې دا د طالبانو له‌خوا جوړه شوې ډارمه ده.

هغې پر اېکس پاڼه لیکلي، چې په کابل کې د تېرې شپې دغه عمليات طالب استخباراتو په خپل هغه مرکز ترسره کړي چې د دوی په واک کې دی، څو امريکا او ملاتړو ته يې وښيي، چې دوی د داعش پر وړاندې مبارزه کې رښتيني دي او په بدل کې يې ډالري کڅوړې واخلي.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې له دې وړاندې طالبانو ادعا کړې، چې داعش ډله یې له منځه وړې او په افغانستان کې فزیکي حضور نه لري.

ټرمپ: موږ په افغانستان کې داسې جګړه وکړه، لکه د بریا نیت مو چې نه لاره

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۰ جون ۲۰۲۵، ۰۹:۵۲ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو وار بیا په افغانستان کې د امریکا پر تېرې پوځي ستراتیژۍ نیوکې وکړې او ویې ویل، چې امریکايي ځواکونه هلته داسې جنګېدل؛ لکه د بریا نیت یې چې نه لاره.

نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ په سپینه ماڼۍ کې «په امریکا کې پانګونه» تر عنوان لاندې یوې ناستې ته د وینا پرمهال کړې دي.

هغه په دې ناسته کې چې اټلانټیک فوکس تلویزون یې ویډیو خپره کړې، یو وار بیا د افغانستان د جګړې مسوولیت په ټولیز ډول د جو بایډن پر حکومت واچوه او ویې ویل، چې د امریکا جګړه په دغه هېواد کې «ډېره خواشینوونکې» وه.

ټرمپ د امریکا اوسنی وضعیت او دا چې په افغانستان کې یې لازمه بریا نده ترلاسه کړې؛ د بایډن د کمزوري مشرتابه مدیریت سره تړلي وبلل.

هغه وویل: «نړۍ او هېڅوک، موږ نه شي ماتولای. که سم مشرتابه ولرو، هېڅوک نه شي کولای موږ مات کړي؛ خو که احمق خلک لکه هغه کسان چې د افغانستان جګړه یې اداره کوله، مسوول وي نو همداسې حالت به وي. افغانستان ته وګورئ؛ هلته باید جګړه او بریا اسانه وای؛ خو له بده مرغه زموږ د جګړې څذنګوالی ډېر خواشینوونکی او خندونکی و. موږ داسې جګړه کوله، لکه بریا چې نه غواړو.»

هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې له افغانستانه وتل «تر ټولو خواشینوونکی او ځورونکی» وخت و، او دغه پرېکړه جو بایډن وکړه.

ټرمپ وویل: «زما په اند هغه ورځ په افغانستان کې زموږ د هېواد په تاریخ کې تر ټولو خواشینوونکې دوره وه. هغه یو ناورین و، چې بایډن رامنځته کړ، له داسې بدو جنرالانو سره لکه مایلي او نور؛ هغوی بد او نالایقه جنرالان وو.»

ټرمپ ادعا وکړه، چې اوس یې د امریکا وضعیت ښه لور ته سوق کړی او ټینګار یې وکړ: «زه ښه او بد جنرالان پېژنم او تر ډېره بد جنرالان مې لرې کړي دي. اوس وخت د نمانځلو دی، د هغه کار لپاره چې موږ یې کوو.»

سره له دې چې ټرمپ د افغانستان څخه د امریکا د وتلو پر څرنګوالي پرله‌پسې نیوکې کړې دي؛ تر دې دمه یې د افغانستان په اړه هېڅ روښانه تګلاره نه ده اعلان کړې.